د افغانستان په اړه د امریکا نیت څه دی؟

سیدعبدالله پاچا

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای ځینې اندیښنې لري چې افغانستان کې به یو ځل بیا د نویمو کلونو وضعیت حاکم شي ، نظام به ړنګ شي او هر څوک به له خپلو امکاناتو سره خپلو سیمو کې حاکم وي.

خو دا خلکو د همغو نویمو کلونو کې خلک دي او په دې خبر نه دي چې هغه وخت هیڅ سیستم نه و، پولیس نه و، اردو نه وه، حاکمیت نه و، اداره او کابینه نه وه، بیداره ولس نه و.

اوس هر څه شته، اوس بیداره ولسونه لرو، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په داسې وضعیت کې لرو چې سیمه کې یې ساری نه لیدل کیږي.

له دې ټولو سره سره بیا هم افغانستان ضرورت لري چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او له همدې اړیکو څخه دوه اړخیزه ګټنه باندې افغانستان له بحرانونو وباسي او راتلونکی یې وځلوي.

دا چې امریکا او ناټو غړو هېوادونو ځواکونه له افغانستان وځی، دا د افغانستان لپاره په تاوان نه بلکې په ګټه دی، یو دا چې افغانستان کې همدې ۲۵۰۰ ځواکونو د جګړې د دوام پلمه طالبانو ته ورکړې، که دوی له افغانستان ووځي، نو طالب د جګړې لپاره هیڅ اسلامي توجیه نه شي لټولی.

بله دا چې تر څو به بهرني ځواکونه افغانستان کې وي او هر کله به په لړزاند باندې وي چې نن بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او سبا وځي، نو ښه دا ده چې بهرني ځواکونه ووځي او دوه اړخیزه قراردادونه او همکاري دوام وکړي.

خو اوس د پردې تر شا بله خبره شته چې امریکا په سیمه کې له طالبانو یو تضمین اخیستی دی چې د دوی ګټو ته به خطر نه وي او نه به امریکا باندې له افغانستان څخه کوم برید پلان کیږي.

دا چې امریکا څنګه تضمین اخیستی، خو یو څه اوس واضح شوي چې طالبانو امریکا سره منلې چې یو شمير پوځیان دې د ځینو احتمالي خطرونو لپاره پریږدي چې د بهرنیو ترهګرو پرضد مبارزه وکړي، له دې موضوع جنګي طالبان خبر نه دي، خو سیاسي طالبان له امریکا سره توافق کړی دي

له همدې کبله ویل کیږي چې امریکایي ځواکونو حضور به افغانستان کې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره وي .

امریکا په سیمه کې له چین، روسیه او ایران ډيره ویره لري او همدې خطرونو ته په کتلو باندې هیڅ باور نه کیږي چې امریکا دې په بشپړه توګه افغانستان پریږدي.

امریکا په هیڅ صورت حاضر نه ده چې افغانستان پریږدي، خو دا ماموریت به یې مخفي وي او د دې لپاره چې جنګي طالبان پر سیاسي طالبانو باندې راپورته نه شي، سیاسي طالبانو له امریکا سره پټ توافق کړی دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button