د افغانستان د اوبو فرصتونه او ننګوني

د ۲۰۲۰ کال د ډسامبر په 11مه می د امریکې د جیوفزیک په نړېوال کنفرانس کي چی سږ کال د سانفرانسیسکو له ښار څخه خپور شوی وو؛ د کابل د اوبو د حوزې په اړه یوه څېړنه شریکه کړه.

زه نن دا لیکنه په پښتو لیکم او هیله لرم چی د پیښور، کویټي ، اسلام آباد او کراچی پښتانه عالمان یی هم ولولی.

دجیوفزیک نړیوال کنفرانس یو ډير لوی کنفرانس دی او سږ کال ۲۳۰۰۰ عالمانو د ځمکی د کری د منابعو، د اتموسفیر د حالت څیړونکو، د ځمکی لاندی منابعو، د زراعت او بیولوژی مطالعاتو څیړونکو پکښی ګډون کړی وو. دغه کنفرانس د پنځلسو ورځو په اوږدوکښی د ځمکی د کری پر مهمو مسلو بحث او کتنی وکړی. ډیرو عالمانو په دی کنفرانس کښي د خپلو مطالعاتو نتیجی اعلانی کړی.زه دغه کنفرانس ته د خپلی هغی علمی څیړنی نه وروسته بلل شوی وم چی د څلورو کالو په اوږدو کی می د کابل د اوبو پر حوزی باندی کړی وی. ما د خپلو څيړنوپه باب په دی کنفرانس کی وینا هم وکړه. دغه څیړنه اوس په یوه معتبر ژورنال کښي تر چاپ لاندی ده.

د کابل د حوزی د اوبو د ښه مدیریت لپاره په مختلفو منطقو کښی د ۱۴ بندونوو ړاندیز شوی دی چی تقریبآ ۷ میلیارده ډالر لګښت به ور باندی راشی. د افغانستان دولت ددی پخلی کوی چی دغه بندونه به جوړ کړی خو داسی کره عمل یی ندی ور باندی کړی.د پاکستان دولت هم په پلان کی لری چی د خیبر پښتونخواه په علاقه کی پنځه یا شپږ بندونه جوړ کړی. د ځینو د جوړلو کار پیل شوی هم دی. له بل پلوه د افغانستان د بندونو د منسوبی پر خلاف پاکستان ننګونی کوی او ددی کار مخنیوی په هر ممکنه وسیلی کوی. تر یوی اندازی د افغانستان د ابو مسله د یوه لوی فرصت نه یوی لانجی ته د اوښت په حال کی ده.

لږ به تاسو ته شمیریز معلومات درکړم:

• د اوبو د حوزی مساحت دی: تقریبآ ۹۲۰۰۰ کلیومتره مربع (۶۹۰۰۰ کیومتره مربع په اوسنی افغانستان کی) کلنی اورښت د ۳۱۰ نه تر ۴۹۰ ملی متره پوری

• د لالپوری نه د ډیورند کرښي ها خوا ته د کال د اوبو اوښتنه –۱۹ نه تر ۲۴ میلیارده متر مکعبه اوبه

• زراعتی ځمکی په افغانستان کښي ۳۰۰۰۰۰ هکتاره ، زراعتی ځمکی په خیبر پشتونخواه (د کابل د سیند تر خړوب لاندی) ۱۵۰۰۰۰ هکتاره

• د اوبو ضایعات د سند د سیند له لاری تقریبآ ۴۵٪

• د اوبو ګټه اخیستنه په افغانستان کښي تقربآ ۲۹٪، د اوبو ګټه اخیستنه په خیبر پشتونخواه کی کښي تقریبآ ۴۲٪

• د سیلابونو د موسم جګ جریان د ۲۰۰۰ نه بیا تر ۸۰۰۰ متر مکعبه اوبه په ثانیه کښي . په ۲۰۱۰ کال کی د نو ښا ر د سیلاب اندازه څه د پاسه ۷۹۷۱ متر مکعبه په ثانیه کی وی چی ديره ورانی یی پیښه کړه (Faooq, 2019 ) .د اوبو هر جریان چی په ثانیه د ۲۰۰۰ متر مکعبو نه ډيری شی د سیلاب سبب کیږی.

• په تیرو ۳۴ کلونو کی تر اوسه دیارلس واری سیلابونه راغلی دی.

• د وچ موسم په وخت کښي د ابو جریان ۷۰ متر مکعبه په ثانیه کښی.

• د سیلابونو په موسم کښی تقریبآ ۸۰٪ اوبه ضایع کیږی. (انځور در سره وګوری).

د نوی بندونو جوړول به تقریبآ ۱ میلیارده متر مکعبه اوبه خوندی کړی. په عین وخت کی به د نوو ځمکو د خړوبولو لپآره تقریبآ ۱.۶ میلیارده متر مکعبه اوبه بچتی شی. نوی بندونه به د سیلاب په وخت کښي ۴۲٪ د سیلاب مخه ونیسی او د ویجاړو ځمکو سلنه به ۲۶۹٪ را ټیټه کړی . یاده دی وی چی د کابل د سیند (کابل، کنر، سوات) سیلابونه تقریبآ په هرو دوو-دریو کلونو کښي یو وار پیښیږی. په تیرو شلو کلونو کښي څه د پاسه ۵۰۰۰ کسه د سیلاب له امله شهیدان شوی دی چی اکثر یی د نوښار، پیښور او چار سدی خلک دی. همدارنګه تر ۴۰۰۰ هکتارو زیاته ګرانه او با ارزښته ځمکی یی وړی ده.

نوی بندونه به تر۳۹۴۰ میګاواټه برق تولید کړی چی په کال کښي به څه ناڅه۹۰۰میلیونه ډالره ګټه راوړی. همداراز د نوی بندونو ګټه زراعت ته داسی ده چی څه د پاسه ۱۱۸ زره هکتاره نوی زراعتی ځمکه به په افغانستان او څه د پاسه ۶۰ زره هکتاره نوی ځمکه به په خیبر پشتونخوه کښی اوبه ولری. د۱۱۸ زرو هکتارو اقتصادی ګټه تقریبآ ۱۴۰ میلیونه ډالره په کال کښی ده.

هغه مطالعه چی ما کړی ده ښیی چی د کابل د حوزی نوی بندونه به څه نا څه دوو میلیارده متر مکعبه او د زیرمی او زراعت نه بر سیره دواړو هیوادونو ته برق هم ورکوی. یوازی د کونړ پر سیند د بندونو د جوړلو (۴ بندونه او بارګونه) له درکه کیدای شی د ۲۰۰۰ میګاواټه په شاوخواه کی برق تولید شی. د افغانساان ټول ختیځ ولایتونه لکه ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان د برق ضرورت د ۱۰۰۰ میګاواټو نه نه زیاتیږی. باقی ۱۰۰۰ میګاواټه به پر پاکستان باندی خرڅ شی.ددی لپاره پکار ده تر څو د کړکیچ پر ځای هوښیار هایدرولوژیکی سیاست پلی شی. اوس مهال افغانستان د اوبو په باب د پاکستان سره د خبرو نه ډډه کوی.

د پاکستان د اوبو د اکورډنو (قرار دادونو) ، ددوی د اوبو د مدیریت داسنادو او د بندونو د تنظیماتو څخه داسی ښکاری چی دغه هیواد نه یوازی غواړی د اوبو ډیری منابع د افغانستان څخه تر لاسه کړی بلکه د اوبو منابع ترانزیت د خیبر پشتونخواه څخه تیری او د جنوبی پنجاب پراخی ځمکی ور باندی خړوبی کړی. د تربیلی ،باړی، مهمند، موندا او میرخانی د جوړ شوی او یا د جوړیدو په حال کی بندونو مدیریتی چاری د خیبر پشتونخواه د حکومت څخه اخیستل شوی دی او یا اخیستل کیږی. دبندونو مدیریت د فدرال اداری ته ورکول او حتی د وارسک د بند د چارو څخه د خیبر پشتونخواه د اداری لیری ساتل ددی ادعا ګانو ثبوتونه دی.

د علمی کار نتیجه ډیره روښانه ده او هغه داده چی په دغه منطقه کښی اوبه شته او باید ښه مدیریت شی. خو په عمل کښي د دوو هیوادونو نظامونه ددغو عام المنفعه طبیعی هستی څخه نه یوازی سمه ګټه نده پورته کړی بلکه دغه ستر ثروت یی د خپلو سیاسی او تبلیغاتی کمپاینونو موضوع ګرځولی ده.

پوښتنه را پیدا کیږی چی دا ولی؟

په افغانستان کی دی ته توجه نه کیږی ځکه چی د اوبو بندونه اوږد محاله پروژی دی. ډیره غلا نه پکښی نه کیږی او ډيروخت غواړی چی جوړ شی. که اوس یی پیل کړی نو به د بل جمهور رییس په وخت کښی به افتتاح شی. مخکینی او اوسنی مشران دا نه غواړی چی د یوه کار افتخار بل چا ته ولاړ شی. بله خبره د تخنیکی او علمی پانګی ده چی د افغانستان دولت ورته توجه نده کړی. په افغانستان کی د اوبو د تخنیکی او علمی څیړنو لپاره کار ندی شوی او اوس هم د دولت په دوهمه او یا دریمه درجه اولویتونو کی دی. مامورین هسی په راپورونو او وړو پلچکونو ورځ تیروی ځکه په هغو کښی دوی ته ډوډی ډيره ده. د یوه دولتی پروګرام لپاره هغه مهم علمی، تخنیکی او حتی سیاسی اراده نده موجوده. اکثرآ د اوبو مسلی د غیر تخنیکی ، غیر علمی او کله هم د بی تجربه چارواکو له خوا د علمی ارقامو او محاسبو پرته ارزولی کیږی. د افغانستان جمهور رییس له خواه د اوبو شورا څو کاله د مخه جوړه شوه خو تر اوسه ددی شورا د کار په باب مونږ څه ندی اوریدلی. د هیواد د انرژی او اوبو وزارت بی له کومی تخنیکی ا و اداری څیړنی دوه ټوټی شو چی اوس نه د اوبو اداره سم کار کوی نه د انرژی اداره. په ورته وخت کی د اوبو مسله د دولتی شعارونو په سر کی ده او د پاکستان دولت او علمی ټولنه یی عکس العمل ته هڅولی ده.

د پاکستان ایراد دادی چی افغانان د بندونو په مدیریت نه پوهیږی او همیشه جنګونه کوی. دوی کولای شی بندونه والوزوی ا و د اوبو او برق منبع قطع کړی. دوی دا هم وایی چی افغانستان باید د کابل د حوزی په باب د پاکستان سره همغږی ولری چی دا تر یوی اندازه منطقی غوښتنه ده. خو پا کستان په زړه کی ډير خوشحاله دی چی د افغان دولت نه تخنیکی ظرفیت لری او نه هم سیاسی اراده. ددوی لپاره د افغانستان تبلیغاتی شعارونه کفایت کوی تر څو د خپل مخالفت ډول په غاړه کړی او نړیوال هایدرولوژیک او چاپیریالی اداری د افغانستان په وړاندی را وهڅوی.

پاکستان دغه بندونه برسیره پر دی چی دوی ته ګټی لری نه غواړی ځکه چی لمړی) دوی فکر کوی چی د اوبو او برق له لحاظه به افغانانو ته محتاجه وی، دوهم) دوی به مجبوره وی په نورو مسلو کښی لکه ترانزیت، تجارت، دیورند کرښه او د هند سره په معاملاتو کی انعطاف وښیی او دریم) دوی غواړی چی د کابل سیند اوبه د خیبر پشتونخواه څخه ترانزیت تیری او د پنجاب د جنوب زراعتی ځمکی ورباندی خړوبی کړی. دپاکستان د فدرال دولت له نظره که د سیلابونو اوبه خیبر پشتونخواه ورانوی نو خیر دی خو ډیری اوبه به اباسین ته ور ورسیږی چی بیا به د پنجاب او سند ځمکی خړوبی کړی.

تر ټولو په زړه پوری خبره دلته ده چی ډیرو پاکستانی پشتنو عالمانو په افغانستان کښی د اوبو د زیرمو او د بندونو د پرمختګ خلاف علمی لیکنی کړی دی او یوازی یی بندونه د پاکستان په خاوره کښي معقول ګڼلی دی. دغه عالمان ښه پوهیږی چی د اوبو مشترک مدیریت د دواړو هیوادونو په ګټه دی او په سلګونو میلیونه ډالره ګټی به خیبر پشتونخواه ته هم ولری.او دوی به د سیلابونو نه وژغوری.

یوه پشتون عالم چی په خټه ګڼډپور دی او نوم یی فتح الله ګنډپور وو یوه ډیره عجیبه طرحه جوړه کړه او د پاکستان نظامی ولسمشر ضیاالحق و بیا بهوټو ته یی وړاندی کړه. ګنډپور چی د پاکستان د اوبو د اداری لوی چارواکی وو داسی وړاندیزیی وکړ چی د چترال (کنر) سیند دی بیرته د پاکستان خواته په یوه ۶۰ کیلومتری تونل کښی وګرځول شی. ده ټینګار کاوو چی باید د چترال اوبه افغانستان ته ولاړی نشی، د کنړ سیند سره دی نه ګډیږی او بیرته دی پاکستان ته راواوړی. ګنډپور چی د پاکستان د اوبو د څیړنو د مرکز رییس پاتی شوی دی ډیرو مشرانو ته به یی دغه وړاندیزونه کول. د پاکستان نظامی دیکتاتور ضیاالحق حتی پر دی مفکوری جدی فکر هم کړی وو. خو په خوشحالی سره په پاکستان کی هوښیار عالمان او متخصصین هم ډیر دی. د نورو څیړنو پر بنسټ که د چترال سیند په یوه تونل کی واړولی شی نو تاوان به یی خیبر پشتونخواه ته ورسیږی ، ځکه چی د کابل سیند اوبه مخامخ د پیښور ، نوښار، چارسدی او خشګی پایان ښارونو ځمکی خړوبوی او که اوبه د چترال نه وګورځولی شی نو هغه بیرته دی ځمکو ته نه راوستلی کیږی.

هو، رښتیا را یاده شوه؛

یو وار می یوه پاکستاني عالم ته وړاندیز وکړ چی راشه یوه څیړنه د اوبو د مدیریت په باب یو ځای ولیکو او بیا یی نړیوالی ټولنی ته وړاندی کړو تر څو د ښه ګاونډیتوب او د اوبو د ښه مدیریت فضا د کابل په حوزی کی مینځ ته راشی. په لمړی سر کښي یی را سره و منله خو څو ورځی وروسته پښیمانه شو. چی ټینګ می کړ نو یی راته وویل :استاده زه هم خپلوان لرم په پاکستان کښی.

زه نه پوهیږم چی دا پښتانه عالمان هم تر کوم دولتی فشار لاندی دی یا هسی په خپل لاس د پشتنو د ملکونو د پرمختګ مخه نیسی.

څېړاند: ډ. يار ترکى

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button