د افغانستان خلک با عزت سوله غواړي

د افغانستان خلک با عزت سوله غواړي

سیدعبدالله پاچا

دا یو تریخ حقیقت دی چې زمونږ ولس او ګران هیواد له څلور لسیزو را په دیخوا د سیمي او ځینو نورو لریو او نژدې هیوادونو د ناوړو موخو او د دوي لخوا د ټپل شوي جګړی له سترو ناخوالو او ناورینونو سره لاس او ګریوان دی، چې په فرهنګی، ټولنیز او اقتصادی برخو کی مو ستر ستر زیانونه لیدلی دی،په میلیونونو جګړی ځپلی کونډی، یتیمان، معیوبین، بې وزلي اومحتاجان لرو، د هری ورځی په تیریدو مو د جګړی د قربانیانو سلنه لوړیږی،ځینی میندی لا د خپلو زامنو د مړو د لیدو په انتظار شیبی شمیري او ځیني کونډې مو د پلار په کور سپین سری شوې، ځینی کوچنی یتیمان مو د خپل پلار د ماښامنی خوږ اواز په تم د کور د دروازی په درشل ولاړ انتظار اوباسی، د ځینو ډیرو شهیدانو قبرونه او مزارونه لا تر اوسه نا درکه دی، او دغه جګره ورځ تر بلې ورځ له مونږ څخه قرباني غواړي.

له بلې خوا د هم یو حقیقت دی چې سوله الهی رحمت اوستر نعمت دی،سوله او سوله ییز ژوند د پرمختګ او ډاډ وسیله ده، سوله په اوسنی شرایطو کی د ټولو افغانانو غوښتنه ده،سولی ته د ټولو افغانانو داسی اړتیا ده لکه یو څوک چی هوا،اوبو او خوراکی توکو ته اړتیا لری، چې د افغانستان د حکومت او ولس لپاره لومړیتوب لري او هر قیمت ته تیار دي چې د یوې ریښتیني او تلپاتې سولې په بدل کې ورکړي، خو دا قمیت دومره باید نوي چې په هغې کې د افغان ولس خپلواکۍ، اراده ، عزت او ملي ګټي په کې خوندي نه وي. چې د هغه د ساتلو او خوندیتوب لپاره یې ډیرې قربانې او تکلیفونه ګاللي دي، همدا رنګه هغه سوله نه چې د هغې لپاره تضمین شتون ونلري او افغانان یو ځل بیا تیر تاریخ ته وګرځوي، ځکه چې په افغانستان کې هیڅکله هم موقتو او یا ګدو حکومتونو پایله نده ورکړی او ښه بیلګه یې د شوروي د لښکرو له وتلو وروسته د موقت او ګد حکومت رامنځته کول ول، چې په خپلمنځي جنجالونو او جګړو واوښت چې په پایله کې یې د لګونو افغانانو د وژلو او ګډوال کیدو تر څنګ خپله ټوله مادې او معنوي شتمني هم له لاسه ورکړه.

دا چې له طالبانو وروسته یو ځل بیا اوسمهال د امریکا د حکومت لخوا د زلمی خلیلزاد په واسطه د افغانستان د سولې په اړه د یو موقت او یا هم انتقالی حکومت یوه طرحه د افغانستان حکومت، د سولې مصالحې عالی شورا، سیاسیونو او حتی په قطر کې د طالبانو د مرکچې پلاوې سره هم شریکه شوي، د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لخوا هم یو لیک د افغان سولې په اړه د افغانستان جمهور رییس ته راستول شوی، چې د یادې طرح او لیک اساسی ټکی د یو موقت حکومت رامنځته کول او د بن کنفرانس ته ورته د یو بل نړیوال کنفرانس جوړیدل دي. چې د یاد کنفرانس په ترڅ کې به یوه موقته اداره رامنځته کیږي، چې د دغې طرح پر وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت په ګدون په هیواد دننه او بحر ګن شمیر خلکو مثبت او منفی غبرګونونه ښودلي دي.

افغان ولسمشر هم د یاد لیک او طرحی پر وړاندې د ملي شورا په پرانستي غونډه کې په ځغرده سره وویل چې په هیواد کې د سولې ټینګښت په موخه چمتو دی چې د ټاکنو مهالویش را وړاندې کړي او د ټاکنو له لارې واک وسپاري او په هیڅ قیمت حاضر ندی چې د یوې معاملی په ترڅ کې چې د تیرو شلو کلونو هغه لاسته راوړنې چې د زرګونو افغانانو په قربانیو او سرښندنو لاسته راغلي په اوبو لاهو کړي.

همدا رنګه افغان ولسمشر زیاته کړی ده چې حتی تیاردی د شپږو مياشتو تر يو کال پورې د نړيوالې ټولنې تر نظارت لاندې ټاکنې تر سره شي د طالب په شمول د ټولې خواوې پکشې ګډون وکړي هر څوک چې پنځوس جمع يوه رايې يوسي حکومت د جوړ کړي ورپسې د امريکا ته د وتلو وخت معلوم شي له افغانستان څخه د ووځي.

اوس نو باید طالبان اودهغوي ملاتړي په دې ښه پوه شي،دا چې افغان حکومت او ولس ته سوله لومړیتوب دی،خو هغه سوله نه چې هغه کې د افغان ولس خپلواکۍ،اراده اوملي ګټي خوندي نه وي د هغه لپاره یو نړیوال تضمین شتون ونلري. نه هغه سوله چې یو ځل بیا زمونږ ملت د نورو د ناوړو اهداف اوګټو لپاره قرباني شي.ځکه چې افغان حکومت اوولس په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې ټینګښت په موخه د سولې په بهیر کې له هیڅ ډول سرښندنو او ملاتړ څخه ډډه نده کړي، خو هیڅ کله هم د ځینو کړیو او ډلو د شخصي ګټو د تر لاسه کولو لپاره او د اساسي قانون خلاف د موقت حکومت غوښتوونکي ندي، ځکه چې نه یوازې د موقت حکومت به رامنځته کیدو به شته ستونزو له منځه لاړې نشي، بلکې د دغه شته نظام چې په وروستیو دوو لسیزو کې د سلګونو زرو افغانانو د قربانیو له امله رامنځته شوي له منځه لاړ شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button