د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر پولي ذخایر چېرته او څرنګه ساتل کیږي؟

ليكوال: جاوید رفعت

په تېرو دوو لسیزو کې متأسفانه ګران هېواد افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه پاتې شوی چی پر نړیوالو مرستو یې درنه تکیه لرلي. د طالبانو له لوري د افغانستان د اسلامي جمهوریت په راپرځولو سره مرستندویه ادارو له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې او لدې سره یو ځای نړیوال بانک هم د خپلو مرستو لړۍ ودروله. نړیوال بانک دا پرېکړه د نړیوال وجهي صندوق یا IMF لخوا د هغې مالي بودجې (IMF Fund) ته د افغانستان د لاسرسې محدودولو څخه یوه اونۍ وروسته وکړه او دلیل یې د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو د حکومت برخلیک او رسمیت نه وضاحت وښودل شو. ددې پرېکړو په پایله کې افغانستان د نړیوال وجهي صندوق د برداشت خاص حقوق یا (SDR) Special Drawing Rights له لاسه ورکړ او ددې صندوق نورو مالي منابعو ته د افغانستان لاسرسی محدود شو.

د بی بی سی د یوه راپور لمخې نړیوال بانک د روان میلادي کال د آګست په ۲۰مه خپل ټول کارکوونکې له افغانستان څخه پاکستان هېواد ته انتقال کړل او لدې سره د نړېوال بانک د ۲۰۲۱ کال لپاره له افغانستان سره ۷۸۴ میلیونه ډ‌الره مرستې هم وځنډېدې. د یادولو وړه ده چې نړېوال بانک له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د افغانستان د بیارغونې په برخه کې ۵.۳ میلیارده ‌ډالره مرسته کړي.

طالبانو د جمهوریت په نړولو او په زوره د واک په ترلاسه کولو سره نه یواځې د نړیوال بانک دغه مرستې لمنځه یووړې بلکه د نورو نړیوالو ادارو او مالي مؤسساتو له مرستو یې هم د افغانستان خلک محروم کړل.

بل خوا د امریکا متحده ایالاتو حکومت پرېکړه وکړه چې د افغانستان بانک پولي ذخایر او مالي شتمني کنګل او هغې ته د طالبانو د حکومت لاسرسی محدود کړي. ددې ذخایرو مقدار د نړیوال وجهي صندوق د راپورونو لمخې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل تر میاشتې ۹.۴ میلیارده ډالرو ته رسېده چې د افغانستان د کورني ناخالص تولید (GDP) دریمه برخه تشکیلوی.

د افغانستان بانک د تېر رئیس اجمل احمدي له قوله -چې د ځینو معتبرو خبري رسنیو لخوا هم تأیید شوی- دا ذخایر د نړیوالو نورمونه لمخې د سیالو شتمنیو Liquid Assets په توګه په لاندې ډولونو ساتل کیږي:

  • ۷ میلیارده ډالر له نیویارک ریزرف بانک Federal Reserve Bank of New York سره په لاندې څلورو ډولونو موجود دي.
  • ۳.۱ میلیارده ډالر د امریکا د خزانې بیل او بانډ (Treasury Bills and Bond) په ډول وجود لري.
  • ۲.۴ میلیارده ډالر د نړیوال بانک د رمپ پروګرام د شمنیو په توګه له نړېوال بانک سره دي

Reserve Advisory & Management Partnership (RAMP)

  • ۱.۲ میلیارده ډالر د سره زرو په ډول ساتل کیږي.
  • دری سوه ميليونه ډالر په نقد ډول ساتل کېږي.
  • ۱.۳ میلیارده په نړیوالو اکونټونو کې د ډالر، یورو او برطانوي پونډ په شکل
  • ۰.۷ میلیارده ډالر په سویټزرلنډ هیواد کې میشت Bank for International Settlements (BIS) سره ساتل کیږي.

د احمدي په قول افغانستان بانک د هېواد د تجارت بیلانس د کسر له وجې په هرو څو هفتو کې له امریکا متحده ایالاتو څخه په فزیکي ډول د پیسو د انتقال له لارې خپلي مالي چارې سمبالولې چې د طالبانو له پرمختګ او کابل ته ددې ډلې په نږدې کېدو سره د بایډن ادارې لخوا ددې انتقالاتو د درولو ترڅنګ د افغانستان بانک د شتمنیو دکنګل کېدو امر هم صادر شو. د افغانستان بانک د مالي شمنیو د کنګل کېدو دا تصمیم د امریکا د خزانې وزیر Janet L. Yellen او ددې وزارت د خارجي پانګې د کنترول ادارې Office of Foreign Asset Control (OFAC) د مسولینو لخوا د آګست په ۱۵مه له خارجه وزارت او سپینې ماڼی سره په همغږي نیول شوی. ددې تصمیم نیول د امریکا د دولت لپاره آسانه و او نورو رسمي مراحلو طی کولو ته پکې ځکه اړتیا نه وه چې طالبان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې راپدېخوا د جورج ډبلیو بوش ادارې لخوا د یوه اجرایی فرمان لمخې د تعذیراتو په لیست کې اضافه شوي ول.

دا لمړی ځل ندی چې امریکا د نړی بعضي نور هیوادونه د هغوی له پولي ذخایرو او شتمنیو څخه محروموي. امریکا دېته ورته اقدام په ونزویلا او لیبیا کې هم په هغه هېوادونو کې د واشنګټن ضد کړیو او ډلو قدرت ته رسېدو سره سم ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button