د افغانستان او هند میلیوني اړیکي

بسم الله اکبري:-

هند او افغانستان هغه دوه لرغوني، تاریخي او د ګډ فرهنګ درلودونکي دوست هیوادونه دي چې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې ګډوجوهات او ګډ افتخارات لري او د لرغونو  زمانوراهیسي د  دواړو سترو ولسونو ترمنځ ګډې سوداګریزي او کلتوري اړیکی او راشه درشه موجوده ده او په دغه ستر هیواد کې له سلګونو سلګونو کلونو راهیسي په میلیونو، میلیونو افغانان استوګن شوي او د ویاړلي تاریخ درلودونکي دي چې دزمانې په ګږلیچونواو لوړو ژورو کې په دغه تاریخ هیواد کې تلپاتې میشت شوي اود دغه افسانوي ټاټوبي دګڼوملیتونو او ولسونوسره یې اوږه په اوږه دهند د ستر هیواد په ابادی ،پرمختیا اوساتنې په لاره کې کارنده او رغنده برخه اخیستي ده دا دی دافغانستان ولس مشر داکتر محمد اشرف غني د هند دوست هیواد ته پخپل لومړني سفر کې دهغو دیارلس ملیونو افغانانو چې له دووسوه کلونو راهیسي په دغه هیواد کې استوګن دي په پښتو او دري  ژبو روان غږیږي هم یادونه وکړه دواړه هیوادونه د ریښتیني او بې شاییبه ټینګي دوستۍ ویاړلي مخینه لري او ټولو افغانانو ته دلمرپه څیر روښانه ده چې  په وروستیو څلورو لسیزو او آن په معاصر افغانستان کې هند تل له افغان ملت او دولتونو سره دوستانه اوبې غرضه ورورګلویز مناسبات او اړیکي ساتلي دي اوزموږله هیواد سره یې په اقتصادي، پرمختایی ، کرنې او مالدارۍ، ښوونې روزنې، بیا رغونې، روغتیا اوښې حکومتداری په بیلابیلو اړخونو کې پراخې او د زړه له کومي خالصانه همکاری ترسره کړي دي.

د بیلګي په توګه یې په وروستیوکلونوکې دوه میلیارده ډالره د افغانستان د بیا رغونې په بیلابیلو پروژو او اقتصادي سکټورونوکې مرسته کړیده او د۱۳۸۶کال راهیسي یې په ۱۲ سرحدي ولایتونوکې ۲۰ میلونه ډالره د بیارغونې په ۷۰پروژوکې لګولي دي او همدارازیې داقتصادي اوسوداګریزو اړیکو د پرمختیا اوټینګښت په موخه د ایران له پولي دزرنج اودلارام په لویه لاره چې کابو۲۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري ټول ټال۵ ۸میلیونه لګښت ترسره کړی دی دهند د دوست دولت په مرسته بله ستره ګټوره اوټولګټي پروژه د هریرود په سند د سلما د بند دبریښناپروژه ده  چې د امنیتي ستونزو سره سره تراوسه ۷۰ میلیونه ډالره پري لګول شویدي او په نیږدې راتلونکي کې به دهغه کارونه بشپړاودبریښنادوتولید لپاره به چمتوشي او په ایران کې د چابهار بندر  پروژه د افغانستان د سوداګریز پرمختګ، غوړیدا او د افغاني سوداګرو د مالونو د لیږد او رالیږد او ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولوپه موخه د هند د دوست دولت د ښه نیت او ریښتیني دوستۍ ښکاره بیلګه ده او د هند دولت غواړي افغانستان د سمندر له لارې د سهیلي اسیا له هیوادونو سره وصل کړي اوپه وچه کې هم د لرغونو زمانو تاریخي لارې د ځمکني ترانسپورت پرمخ پرانیزي چې په پایله کې به افغانستان په سیمه او نړۍ کې سوداګریزي سترې اسانتیاوي او ګټې ترلاسه کړي .

د هند د دوست او ورور هیواد ټول پوهنتونونه او اکاډمیک موسسات د افغانانو پرمخ پرانستي او کابو پنځه زره افغان ځوانان د هند په بیلابیلو پوهنتونونو اوعلمي مرکزونو کې په لوړو او تخصصي زده کړو بوخت چې د نړۍ په کچه یې له ګرده هیوادونو شمیره زیاته ده.

له کلونو کلونو راپدیخوا په کابل کې د اندراګاندي روغتون د ماشومانو په تداوی او روغتیا په برخه کې نه ستړي کیدونکي سترخدمتونه ترسره کړیدي او د هغه په څنګ کې افغاني ډاکټران هم په دغه روغتون کې د تخصص ترکچې روزل شویدي .

همدا راز هندي پانګوالان په افغانستان کې د پانګې اچونې په برخه کې پوره چمتووالی لري اود کانواو صنایعو په برخه هندي متخصصین څرګندې لاسته راوړنې لري اوپه دې لاره کې د دوی پلتنې اومسلکي مرستې لادوام لري.دهند دولت دافغاني افسرانواوپوځي پرسونل په روزنه کې هم برخه اخیستي او د پوځي ارکانحرب ترکچې یې افغاني افسران روزلي دي اودافغانستان د دولت او ولس سره یې دروانې جګړې دپایته رسیدواوبشپړ ټیکاو د رامنځته کولو په لاره کې د زړه له کومي مرستې ترسره کړي دي اوپه دغه سترهیواد کې تراوسه افغان دوښمنه ځالې اومرکزونه نه دي جوړشوي بلکې دافغانستان سره د رښتیني دوستۍ له امله دپاکستان د تورمخو څارګرو په نغوته او نیغ په نیغه همکاری د ترهګرو داړه مارانو له خوا دافغانستان په دننه کې د دوی سفارت او قونسولګری په بمونو الوزول شوی ځاني او مالي درنه زیانونه وراوښتي دي

. د۲۰۱۳ او۲۰۱۴کلونوپه اوږدوکې د هند او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۶۸۳ میلیونو ډالرو ته رسیدلي او۲۰۰۳او۲۰۱۳ کلونو په منځ کې هندي ۱۷سوداګریزو شرکتونو۱۷ میلونه ډالره پانګونه کړي ده اوپه دي برخه لازیاتې هڅې اوکارونه ترلاس لاندي دي اود داکتراشرف غنې په وینا به په راتلونکو۱۵کلونوکې افغانستان په نړیواله کچه داوسپنې اومسوپه تولید کې لومړی مقام ولري اود۲۵ کلونو په موده کې به افغانستان د منځنۍ، ختیځي او سهیلي اسیا دهیوادونو داتصال په مرکزواوړي اوداسي مهال به راورسیږي چې سهارنی به په ډیلي،غرمنی به پیښاوراوماښامنۍ ډوډۍ به په کابل کې وخوری او دا خیال نه بلکې دابه واقعیت واوړي او افغانستان به داتلسمي پیړۍ سوداګریز او مرکزي امتیاز بیا ترلاسه کړي ځکه افغانستان د نړۍ په کچه د۱۷نادرو فلزاتو له ډلې څخه ۱۴ډوله نادر فلزات لري اودځمکې لاندې بډایه شتمني تر دری تریلیونو یادرې زره میلیارده ډالروپوري رسیږي چې زموږبې وزله هیواد به د نړۍ دستروبډایه هیوادونوپه قطارکې ودریږي.

د افغانستان روښانه او نیکمرغه راتلونکي اوسنی خونړۍ جګړي ګواښلي او دا د افغانانو ملي، تاریخي او اسلامي دنده ده چې د دوست اودوښمن په تشخیص کې هوښیاراوسي ا ودملي یووالي اوپیوستون په برکت اوسني ناورین ته چې زموږدتاریخي دوښمنانوپه لمسه اومرسته رامنځته شوی د پای ټکی کیږدي اود افغانستان له غروره اوویاړه ډکه بیړۍ د دوښمنانودرذیلانه توطیوپه سمندر کې له ډوبیدو او بربادیدو څخه وژغوري او د ملي وحدت له مشرانو څخه هم د افغان جګړه ځپلي اوټپي، ټپي ملت غوښتنه اوهیله دا ده چې نور د اوسنیو سترو ستونزو په وړاندې سلیقوي اوبابیزه چلند ونه کړي اودزوریدلي ولس دمشرانو په توګه خپل ملي رسالت ترسره اودهیواد دوښمنانوپه وړاندې ګډاورښتینی دریځ خپل کړي.

د هند دوست هیواد ته د افغان ولس مشرسفرچې دهغه په ترځ کې یې دهند له جمهور ریس پرناب مکرجي،صدراعظم نریندرامودي دهند دګانګرس د ګوندله مشرې سونیا ګاندي د دغه هیواد دبهرنیوچارو، د دفاع، سوداګرۍ، صنایعواو روغتیا له وزیرانو،دسوداګرۍ او صنایعود خوني له غړوسره دوستانه کتنې تر سره کړې په نیک فال نیسواود ده په وینا چې افغانستان دزرګونوکلونوپه ترځ کې له هندسره میلیون اړیکي لري دادوستي باید لاپیاوړي اوتلپاتې وساتل شي.

دافغانستان اوهندوستان دلرغوني تاریخي دوستۍ دلاغوړیدواوټینګیدوپه هیله.

هند داسیا په جنوب کې پروت هیواد دی چې شمال لودیزته دپاکستان شمال ته له چین،بوتان،نیپال شمال ختیځ ته له برما،بنګله دیش لویدیځ ته د عرب سمندرختیځ ته بنګال خلیج او سهیل ته یې دهند اوقیانوس اوسمندرپروت دی.

۳۴۰۲۸۷۳کیلومتره مربع مساحت لري څه ناڅه درې ځلې له افغانستانه لوی دی.۱۲۲۰۸۰۰۳۵۹یومیلیارد دوه سوه شل میلیونه اته لکه دري سوه نه پنځوس میلیونه نفوس لري اوله چین څخه وروسته په نړۍ کې دویم مقام لري.پلازمېنه یې نوی ډیلی دی .بمبیی یې ستربندري سوداګریزښار دی چې ۱۴ میلیونه اوسیدونکي لري.ټول ټال یې دسترو ښارونوشمیر۳۵ته رسیږي.هندله میلاده دمخه دري زره کاله دمخه زوړتاریخ اوفرهنګ لري اوپه دې هیوادکې بیلابیل نژادونه ،مذهبونه،آیینونه،ډول ډول فرهنګونه په سلګونوژبې اوزرګونولهجې شتون لري هندي اوانګلیسي  یې رسمي ژبې دي اوپه نورو ایالتونوکې هم ۲۲ژبې رسمي ژبې دي .مقننه قوه یې له دوومجلسونوجوړه ده چې دراجیاسبا(سنا)اولوک سابا(عوام)په نومونویادیږي اوپه دغه هیوادکې ۷۰۰سیاسي ګوندونه شتون لري چې په ملي،منطقوي،ایالتي سیمه ییزوګوندونوویشل شویدي سترګوندونه یې ګانګرس  بهارتیاجاناتاب ی پ،مارکسیست کمونیست  ګوندونه دي چې ترټولو پیاوړی ګوند یې دګانګرس ګوند دی چې دهند دپلارمهماتاګاندي په مشری یې دهند دخپلواکی غورځنګونه رهبري اود دغه ګوند دبریالیومبارزو په پایله کې یې په ۱۹۴۷م کال کې دانګلستان دښکیلاکګرځواک څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. دهندلومړی صدرارعظم پندیت جواهرلال نهرو دی اودهندخلکو دپندیت دښوونکي په مانا لقب ورکړیدی اودهند دهژمونی اومشرتابه واک ترکلونوپوري د دوی په کورنۍ پوري تړلی چې اندراګاندي دهغه لور،راجیوګاندي دهغه لمسی اودګانګرس اوسنی مشره سونیاګاندي دیادولووړدي.

په هند کې جمهوري ریاست تشریفاتي مقام دی خوبیاهم اجراییوي اوقانوني ستر واکونه لري اودوسله وال پوځ داعلی سرقومندان دنده هم ترسره کوي دهندصدراعظم د دري ګونوقواووپه سرکې ستراجراییوي مقام دی.

دنړی په کچه هند څلورم اقتصادي ځواک بلل کیږي اوکال په کال یې اقتصاد اومدرنه ټیکنالوژي دڅرګند پرمختګ په حال کې ده.په دغه هیواد کې۱۴۰ تلویزیني کانالونه منظمې خپرونې لري چې ۱۹کانالونه دولتي اوپاتې خصوصي اوځانګړي کانالونه دي.همداراز۶۲۴۸۳ورځپاڼي اوموقوته خپرونې په ۱۲۳ژبوخپریږي .په نړیواله سطحه  دلوړتیراژلرونکي ورځپاڼه ټایمزاف انډیاپه انګلیسي ژبه هره ورځ ۳۱۴میلیونوپه تیراژخپرونې لري.

هند دسینماتوګرافی اوفلمونوپه جوړولواوتولیدکې نړیوال شهرت لري اوهرکال ۹۰۰فلمونه تولیدیږي اودبالییووډ دسینمایې فلمونومحصولات دهندپه سوداګری اونړیوال شهرت په درلودلو سره جوت اوځلانده ځای لري.

په زړه پوري داده  په نړۍ کې دغواوودشمیرله مخې چې سلګونومیلیونوته رسیږي هند لومړی مقام لري اوپه هند کې غواته دتقدس په سترګه کتل کیږي اوهندي مذهبه یې غوښه ناروابولي اوهغه نه خوري .هند وروسته له چین څخه دوریجوپه تولیدکې دویم ځای لري په ۲۰۱۴کال کې یې۱۲۴میلیونه ټنه وریجي تولید کړي اوپه ۲۰۰۵کال کې یې د۱۵۰میلیارده ډالروپه ارزښت کرنیزتولیدات درلودل چې په نړۍ کې دویم ځای لری.

اوداد دغه سترهیوادچې لاپخوادطلایې مرغۍ په نوم یادیده دحاصلخیزې کرنیزي ځمکې اودهمالیا داسمان څکوغرونودمرطوب اوباراني اقلیم برکت دی.خودیوه هندي کرنیزپوهاندپه خبره خپله لیکنه رانغاړم چې ویل یې..افغانستان دومره لویې کرنیزي دښتې اوځمکې لري چې حاصلات یې نه یوازې دافغانستان دخلکولپاره بلکې دلوی هنددمیلیوني وګړولپاره هم بسنه کوي.

 دګران هیواد دهمدغسې غوړیدلي اوځلانده راتلونکي په هیله.

بسم الله اکبري

۲۹/۴/۲۰۱۵هالنډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button