د افغانستان او امریکا نوې اړیکې

د افغانستان او امریکا نوې اړیکې

عبدالمنان توحیدیار

د امریکا ولسمشر جوبایدن په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د روان کال د سپتمبر په ۱۱مه افغانستان کې پوځ حضور پای ته رسوي او خپل ټول سرتیري به له یوې اوږدې جګړې څخه خپل هېواد ته ستانه کړي.

د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو بیلابیلو نظرونه، تحلیلونه او ان اندیښنې شته چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به سرنوشت څه کیږي.

په اصل کې په دې اړه خو باید بیخي اندیښنه و نه شي، ځکه افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې چمتووالی نیولی چې که بهرني ځواکونه ووځي، هغه خلا چې منځ ته راځي، څنګه به یې پوره کوي.

په دې تړاو کار شوی دی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلواک عملیات کوي، په ځان تکیه دي او هغو برخو کې چې بهرنیو ځواکونو همکاري کوله، هغه برخه هم اوس ډکه شوې او هیڅ ستونزه پاتې نه ده.

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایدن د خپلو پوځیانو د نیټې په تړاو اعلان کو، له هغې وړاندې یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړي او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د بهرنیو ځواکونو وتل پای نه بلکې د یو نوي فصل پيل دی چې افغانستان او امریکا ترمنځ پيل کیږي.

افغان ولسمشر هم د امریکا د ولسمشر د دې پریکړې هرکلی کړی او دوه اړخیزه همکاریو باندې یې ټینګار کړی دی.

تر دې اعلان وروسته د بایډن ادارې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راولیږه او پوره یوه ورځ یې له افغان چارواکو سره بیلابیلې لیدنې درلودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیدنو کې تر ډيره په خبرو کې ډاډ و چې امریکا د افغانستان ستراتيژيک ملګری دی او هیڅکله به یې یواځې پرینږدي.

مالي مرستې او پوځ تجهیزات هغه عمده ژمني دي چې د امریکا ولسمشر اود بهرنیو چارو وزیر له افغان لوري سره وکړې او دغه راز یې ژمنه وکړه چې هیڅکله به افغانستان کې بهرنیو ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

امریکا به ټول عمر افغانستان کې نه پاتې کیدله او نه دا امکان شته چې پاتې شي، یواځینی څه چې باید ټول پرې باور ولرو، هغه پر ځای او پر خپلو ځواکونو باور دی چې رامنځ ته شي.

هیڅ بهرنیان په نورو هېوادونو کې د ټول عمر لپاره نه دي پاتې شوي، امریکایي او نور پوځیان به یوه ورځ له افغانستان څخه وتل، ښه شو چې سږ کال ووتل، هر کال به همدا اندیښنې وې که بهرني ځواکونه ووځي، څه به کیږي، هیڅ به هم نه کیږي او هر څه به په نورمال شکل مخ ته ځي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button