د افغانستان اصلی نکشه، تر ټولو ستره اړتیا

احمدجان تڼی

اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی افغانستان خپله اصلی نکشه خپره کړی.

د افغانستان نکشی خپرول اوس مهال یوه مهمه اړتیا ده. د طبعی افغانستان خلک د پخوا څخه زیات ویښ شوی دی. د یووالی د پاره د دوی مبارزه نوی رنګ اخلي.

د بلی خوا پنجاپي استعمار د پخوا څخه زیات کمزوری شوی دی او یوازی د پوځي زور څخه په کار اخیستلو سره هڅه کوي چی مظلوم اولسونه ( پښتانه ، سندیان ، بلوڅان ، کشمیریان …) تر خپل واک لاندی وساتی .

په داسی مهال کی د پنجاپی استعمار واک په نړیدو دی نو له دی امله اوس دا ډیره اړینه شوي ده چی افغانستان دولت او خلک د سیمی د راتلونکی په هکله یو دقیق سنجول شوی پلان ولري.

دلته دوی پوښتنې رامنځته کیږي:

لومړی: هغه د پښتنو خاوره چی د پنجاپ تر استعمار لاندی ده ، د پنجاپی استعمار په ړنګیدو سره به یو مستقل هیواد شي؟

دوهم : ټول پښتانه به د افغانستان په وجود کی د اموسینه تر هغو سیمو پوری چی پښتانه په کی اوسیږی او د دوی سیمی ګڼل کیږی سره یو شی او یو ځواکمن هیواد به رامنځته کړي.

د پورتنیو پوښتنو د ځواب د پاره د کابل اداره او په پښتنی سیمو کی ټول سیاستوال او مشران باید په یوه نکشه باندی کار وکړي تر څو پورتنیو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د اوسنیوشرایطو په څیړلو سره  اړینه ده چې داسی نکشه چی د افغانستان ټول حدود او سیمې په کې خوندي وي، رسم کړل شي . یعنی په دی نکشه د افغانستان ټوله خاوره ( د هغه خاورې په شمول چی د ګاونډیانو له خوا اشغال شوي ده ) د افغانستان د خاورې په توګه ، پکی رسم او ځای شوي وي.

دا نکشه کیدای شی د دولت له خوا په رسمی توګه نشر او د خپل داخلی ا و بهرنی سیاست د بنسټ په توګه کار ترې واخلي.

همدارنګه کیدای شی دا نکشه د افغانستان د ملی او وطندوست ځواکونو له خوا خپره شی او هغه د خپلو سیاسی او ملی مبارزو بنسټ وګرځوي.

استاد اشرف غنی د افغانستان اولسمشر په یوه مطبوعاتی کنفرانس کی یی وویل : شپږ زره کاله کیږی چی د افغانستان هیواد موجود دی او شپږزره کاله به نور هم دا هیواد موجود وي.

خو چی  په تیرو شپږو زروکلونو کی د افغانستان نکشه څه ډول وه او څومره یی بدلون موندلی دی او یا تر ډيرې اندازې هغه نکشه چی د قومی ، کلتوری او جغرافیایی جوړښتونو له امله ثابته پاتی شوي ده کومه ده؟  

په تیرو کلونو کې  کابل دربار لږه هڅه کړیده چی د افغانستان د خاوری په هکله خلکو او نړیوالو لږ معلومات ورکړي.کیدای شی ، د کابل دربار د دا ډول مهمی ملی مسلی په هکله د سترګو پټول، یوه ستره غلطی وبلل شی .

د استاد اشرف غنی دا یادونه د ورځي د سیاست بیانونکی وه او ده . په دی ډول د افغانستان ګاونډیانو ( پاکستان ، ایران ، تاجکستان ….) هیوادونو ته په دی ډول دا پیام ورکړ ، چی د افغانستان د ړنګیدو خوبونه دې نه ګوري.

په دی ډول ده دا په ډاګه کړه چی د افغانستان په چارو کی لاسوهنه کومه ګټه دوی ته نلري. دوی باید ددی په ځای چی د افغانستان په چارو کی لاس وهنه وکړي باید د همکاری لاسونه سره ورکړي.

دا ښکاره خبره ده چی ګاونډی هیوادونه د افغانستان په هکله خپل اهداف او موخې لري:

دوی د افغانستان د خاوری ځینو ټوټو ته سترګی نیولی دی . په دی ډول دا هیوادونه هڅه کوی چی د ځانګړو قومی – سیاسی- ملیشایی ډلو سره اړیکی نیسی تر څو د افغانستان د ټوټی کولو د پاره زمینه برابره کړي. مګر یو شمیر یی په دې فکر کی وي چی دا هیواد متحد ، مګر کمزوری پاتی شي . دا هیوادونه په افغانستان کی په سرپرلپسی توګه بی ثباتی ته لمن وهي او نه پریږدی چی دلته یو ځواکمن هیواد را منځته شی.

خو د استاد اشرف غنی څخه دا پوښتنه پیدا کیږی چی په تیرو شپږو زرو کلونو کی د افغانستان جغرافیایی حدود کوم و؟ د افغانستان ګاونډیان څوک و؟ او په راتلونکی کی به د افغانستان ګاونډیان څوک وي؟

باید ووایو چی اوسنی افغانستان ( پارچه شوی) نکشه تر ډیره بریده د امیر عبدالرحمن خان د امارت په وخت کی رامنځته شوه. امیر عبدالرحمن د نیم څخه د زیات افغانستان خاوره انګریزی استعمار ته پریښوده . دا ځکه چی دده له پاره دده او دده د کورنی واک مهم و او د خپل واک د ساتلو د پاره یی دا ډول کرغیړنه معامله د انګریزانو سره وکړه.

که څه هم نوموړی په دی عمل باندی پیښمانه و، خو اوبه تر ورخ تیرې وي. مګر د ازادی او د افغانستان د خاوری د بیرته متحد کولو د پاره مبارزه روانه وه.

تر څو دا مبارزه د افغان او انګلیس  د دریمی جګړی سبب شوه. په دی جګړه کی که څه هم انګریزان د لوړ پوځی ځواک لرونکی و، مګر د انګریزی استعمار لاندی  د افغانستان خلکو په پاڅون سره انګریزان اړ شول چی د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

.د افغانستان د ازادی په جګړه کی تر ټولو زیاته قربانی د وزیرستان خلکو ورکړه. د پنځو زرو څخه زیات د وزیرستان خلک شهیدان او په لسګونو زره ټپیان شول او په دی ډول دی خلکو وکولی شول د انګریزی پوځ ملا ماته کړي.

که څه هم تر دیره غازی خان او ملتان پوری خلکو پاڅون کړی و، او انګریزانو دا سیمی خوشی کړي وې مګر د کابل دربار شهزاده ددی په ځای چی د انګریزانو څخه د خپلی اشغال شوی خاوری غوښتنه وکړي یو ځل بیا یی د خپل نیکه او پلار په ګامونو پل کیښود او په دی ډول یی د افغانستان شپیته سلنه خاوره د انګریزانو په اشغال کی پریښوده.

د کابل د دربار شهزاده د پاره افغانستان هغه هیواد و ، چی ده ته د نیکه څخه په میراث پاتې و. ده د افغانستان د هغه خاوری په هکله چی د انګریزی استعمار تر واک لاندې وه د ازادولو کوم پلان نه درلود.

د ډیورینډ د کرغیړنی کرښې ( عبدالرحمن خان هم لاسلیک کړی نه ده) د رسم کیدو څخه تر ننه ، دا کرښه  د افغانستان خلکو او د اشغال لاندی خلکو له خوا منل شوی نه ده .

د کابل د دربار ټولو چارواکو ، سیاسی ډلو ، عادی خلکو او همدارنګه د کرښی ها خوا دا کرغیړنه کرښه رد کړی ده. اوس دا پوښتنه پیدا کیږی چی د ډیورینډ د منحوسی کرښې په رد کولو سره د افغانستان سرحد خو لایتناهی نه دی بلاخره باید دا سرحد په یوه ټکی باندی ودریږی.

د کابل د اداری پخوانی مشر ښاغلی حامد کرزی د ډیورینډ کرښه په سختو ټکو سره غندله مګر ورسره جوخت یی په وزیرستان ، قبایلی او پښتنی سیمو کی د پنجاپ د پوځ عملیات تایید کول.ده پنجاپی استعمار دی ته هڅوه چی په قبایلو او پښتنی سیمو کی عملیات وکړي.

چی ورته پالیسی د کابل اوسنی اداره هم تعقیبوي. د پنجاپ له خوا په اشغال شویو سیمو کی د پنجاپی پوځ د جنایتونو او ورانکاریو په هکله چوپه خوله پاتی شوي دی او دا د چوپی خولی پالیسی تر اوسه مخته بیایی.

د کابل اداری ته اړینه وه چی د پنجاپ څخه رسما وغواړی چی دا سیمی تخلیه کړي. او همدارنګه د کابل اداری ته اړینه وه چی د استعماری پنجاپی دولت په وړاندی ددی سیمو د خلکو د مبارزو کلک ملاتړ وکړي.

خو دا چی چارواکی څومره ملی ګټو ته ژمن دی دا بیله خبره ده .

خو یو حقیقت هیڅکله بدلون نه مومي  چی د اموسینه د اباسین تر پورې غاړې او خلیج پورې یو ملت پروت دی هغه پښتون اولس دی او دا اولس یو له بله ټینګی د وینو ، قومی ، کلتوری ، تاریخی او ټولنیزی اړیکی لری . ددی قوم تر منځ د بیلتون کرښی ایستل او ددی اولس بیلول ناممکن دي.

دا اولس هم حق لری چی د جرمنیانو ، ویتنامیانو ،یمنیانو ، چینیانو او د نړۍ د نورو اولسونو په شان په یوه متحد او خپلواک هیواد کې ژوند وکړي. دا حق د دوی څخه هیڅ استعمار ګر هیواد نه شی اخیستلی.

ددی له پاره چی دا روښانه شی چی د افغانستان خاوره کومه ده او تر کومه ځایه د افغانستان طبعی حدود تشکیلوی ددی په هکله د یوې نکشی رسمول ، تر ټولو اړین کار دی.

یو شمیر خلک وایی : د افغانستان خاوره تر اټکه پوری ده. دوی د اټک سیند د افغانستان سیند بولي. ددی خلکو په وینا ټول هغه څوک چی اموسین او اباسین تر منځ ژوند کوي پښتانه ( افغانان ) دي او دا یو هیواد دی.

زیات شمیر افغانان تر کشمیره پورې  د ځمکی ادعا لری او په دی اړوند لازم دلایل وړاندې کوي.

بله ډله خلک وایی : د افغانستان سرحد تر هري پور، ملتان او جهیلم پوری دی دوی وایی چی دا سیمی د پښتنو سیمی دي او باید د افغانستان سره یوځای شی.

یو شمیر خلک په دی باور دی چی پخوا هم پښتنو  او بلوڅو یو هیواد درلود او په راتلونکی کی باید هم دوی د افغانستان په وجود کی سره راټول شی.

ځینی افغانان په دی فکر کی دی چی د افغانستان یو ټک د هند سره شریک دی او دوی وایی چی د ملتان ها خوا ( پنجاپ ) د هند برخه ده او افغانستان هلته د هند سره ګډه پوله باید ولري.

باید ووایو چی  ددی افغانانو فکر تر یوی اندازی سم دی. دا ځکه چی د پاکستان په نوم هیواد یو طبعی هیواد نه دی او د پنجاپ خاوره په تیرو پیړیو کی د هند یوه برخه وه او د هند څخه اداره کیده .اوس هم د اسلام اباد تر کنترول لاندی پنجاپ خلک زیاتره غواړی چی د هند سره یو ګډ هیواد ولری.

همدارنګه یو شمیر څیړونکی په دی باور دی چی د افغانستان لویدیز ټک خلیج دی.

د بلی خوا د افغانستان خلک ادعا کوي چی سیستان ، کرمان او مشهد د افغانستان خاوره او اوسیدونکی یی هم اکثریت افغانان دی مګر د کابل د کمزوری دربار او یو شمیر  خاینانو د دسیسو له امله دا خاوره پارس لاندی کړي ده.

همدارنګه د هیواد په شمال کی د بدخشان ( ها خوا )  او پنجده مسله تر اوسه د ډیرو په نظر حل شوی نه ده. تر اوسه ډیر شمیر افغانان په دی باور دی چی دا خاوره هم د روسانو د تیری له امله د افغانستان د وجود څخه په زور بیله کړل شوی ده.

اوس د افغانستان نکشه یو لویه ستونزه ده چی نه یوازی د افغانستان خلک ، بلکی نړی هم ورسره مخامخ ده.

د افغانستان خلک  نه پوهیږی چی د دوی اصلی خاوره کومه ده او دوی باید د کومی خاوری د ازادی او د افغانستان سره د بیرته یوځای کولو د پاره مبارزه وکړي؟ افغانستان دربار تر اوسه خپله دقیقه نکشه ( د طبعی افغانستان ) نړیوالی ټولنی ته نه ده وړاندی کړي. تر څو نړیوال پوه شی چی کومه سیمه او خاوره جنجالی ده؟

له دی امله اړینه ده چی افغانستان هغه نکشه رسمه کړي چی هغه خپله خاوره بولی.

د بلی خوا ، په افغانستان کی یو شمیر کړۍ او یو شمیر رسنۍ (؟) د ډیورینډ ها خوا خاوره په خپلو راپورونو او ویناو کی د پاکستان خاوره بولی او په دی ډول دوی هڅه کوي چی د افغانستان دا ستر او ملی هدف تر پوښتنی لاندې راولي.

دا کړۍ او رسنې د افغانستان دا ملی دریز چی د ډیوریند کرښه په رسمیت نه پیژنی په نظر کی نه نیسی او په دی ډول د دې کرغیړنی کرښی ها خوا خاوره د پاکستان بولی.

له دی امله اړینه ده چی د ګاونډیانو سره باید د پولو ستونزې باید په بنسټیزه توګه اوارې شی دا هغه مهال امکان لری:

لومړی : ټوله هغه خاوره چی د افغانستان ( اود پنجاپ  تر اشغال لاندی پښتونخوا  په ګډون ) خلک یی د ملکیت ادعا لري په نښه کړل شي.

دوهم : د اصلی افغانستان ( اود بنجاپ له خوا  اشغال شوی پښتونخوا په ګډون) نکشه باید رسمه ، د افغانستان او نړیوالو په واک کی ورکړل شي.

دریم : د هیواد په دننه کی ټول افغانان په دی مکلف کړل شی چی نوموړو ملی اهدافو په وړاندی پوښتنی رامنځته نکړي.

باید ووایو چې  د افغانستان اوسنی نکشه د افغانستان د نا ارامی او بی ثباتی مهم عامل دی او تر هغه چی افغانستان اصلی نکشه رسم شوی نه وي او ټولی افغانی سیمې بیرته ددی هیواد سره یو ځای شوی نه وي ، تر هغه به ګاونډیان تل د افغانستان د بی ثباتی د پاره کار کوي.

باید ووایوچی پنجاپ په کابل باندی د سیاسی – پوځي فشار په راوړلو سره غواړی دوه موخې تر لاسه کړي:

د کابل په اداره باندی د د یوریند منحوسه کرښه په رسمیت وپیژنی او هم هم دا سند په پارلمان کی ورباندی تصویب کړي. د افغانستان هیواد په اقتصادي ، سیاسی او پوځي توګه ډیر کمزوری کړي تر څو ونه کولی شی د پنجاپ څخه د خپلی خاوری پوښتنه وکړي.

دا ډول فشارونه په کابل باندی د درو لارو واردوي:

په مختلفو نومونو سره د وسلوالو ډلو رالیږل او د جګړو د اور بل ساتل د هیواد په دننه کی د پټو ورانکارو شبکو را منځته کول په هیواد کی د کمزور او بی وجدان سیاسی اشخاصو استخدام

هر څومره چی ګاونډیانو ( ایران او پنجاپ ) د افغانستان په چارو کی مداخله کړیده په همغه اندازه یی د دوی څخه د خلکو کرکه را پارولی ده. اوس د افغانستان خلک په بشپړه توګه د پنجاپ په وړاندی سره متحد شوی او متحد کیږي.

د ډیورینډ د کرښی ها خوا پښتانه د پاکستان د جوړیدو ورځ د تورې ورځي په توګه نمانځي او دا په ډاګه کوي چی په همدي ورځ د انګریزی استعمار ځای پنجاپي استعمار ونیوه.

د پنجاپی استعمارضد  اتحاد نه یوازی د موجوده افغانستان د ننه رامنځته شوی دی بلکی دا اتحاد په ټولو پښتنی اشغال شوو سیمو کی را منځته شوی او ټینګیږي.

اوس مهال د پنجاپ په ضد راتلونکو مبارزو د ښه تنظیم د پاره یو لوی خنډ د یوې دقیقې نکشی نه شتوالی دی :

د هیواد زیاتره خلک نه پوهیږی چی موږ خاوره تر کومه ځایه پرته ده د بلی خوا نړیواله ټولنه هم دا نه درک کوي چی د جنجال وړ سیمې کومې دي.

له دی امله د پورتنی دندې تر سره کول د کابل د دربار ده . په تیرو سلو کلونو کی د کابل دربار په اګاهانه توګه د یوې داسی نکشی د رسمولو څخه ډډه وکړه او تر ننه یی سترګې په پټې کړي دي.

خو اوس مهال د افغانستان خلک په خپل اولسمشر باندی د باور په درلودلو سره دا غواړی چی د مداخله کونکو او تیری کونکو ګاونډیانو په وړاندی جدي دریز ولري.

د افغانستان د دولت له خوا د اصلی افغانستان د نکشی رسمول د تیرو څلویښتو کلونو د جګړو علت د سیمی او نړۍ خلکو ته په ډاګه کړي. دوی به دا درک کړی چي په تیرو څلویښتو کلونوکی ایران ، پنجاپ او یا ځینو نورو هیوادونو په افغانستان کی ولی مداخله او لاس وهنه کوله؟

څنګه کیدای شی د افغانستان اصلی نکشه رسم کړل شی؟

ددی له پاره د کابل حکومت باید یو لړ تدابیر ونیسی :

ټول هغه اسناد چی د افغانستان د نکشو ( د تاریخ په اوږدو کې)  په هکله شته دی مطالعه کړل شی. د تاریخ پوهانو ، وګړپوهانو ، د تاریخی جغرافیا،  بشري جغرافیا پوهانو ، لرغون پوهانو ، سیاستوالو یو ګډ کمیسیون را منځته کړل شی. په دی هکله د افغانستان د ننه او د کرښې بهر خلکو نظریات راټول کړل شی. د نړیوالی ټولنی پوهان هم راوبلل شی.

وروسته د دقیق غور ، مطالعی او څیړنی څخه دوی باید یو نکشه برابره کړي او دا نکشه باید د عام نظر د راټولولو د پاره باید خپره کړل شی. تر څو خلک د هغه په هکله نظریات ورکړي.

وروسته باید لویه جرګه راوغوښتل شی :

په دی جرګه کی باید د افغانستان د ټولو خلکو استازی شته وي د کرښی ها خوا او د دعوا لاندی ځمکو اوسیدونکی باید په دی جرګه کی استازیتوب ولري یو شمیر تاریخ پوهان ، سیاست پوهان ، وګړ پوهان او ټولنپوهان باید په دی جرګه کی موجود وي

په دی جرګه کی د ګډون کونکی باید په هر اړخیزه توګه د افغانستان نکشه وڅیړی او په دی باندی خبری وکړي او په پای کی دا نکشه رسم او تصویب کړي.

کیدای شی په نوموړی لویه جرګه کې د افغانستان د اوسنی نوم ، او یا د هغه په ځای کوم بل نوم ( پښتونخوا ، پښتیخا، روه

کابل ،خراسان ، اریانا، ….) تصویب شي.

د لویی جرګی په تصویب سره دا نکشه باید رسمی نکشه وبلل شی او په ټولو دولتی ادارو کی باید ترې کار ورڅخه واخیستل شی.

همدارنګه دا نکشه د نړی هیوادونو حکومتونو ته واستول شی او د نکشی سره ضمیمه معلومات ورسره ورکړل شی.

دا لویه جرګه پورتنیو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو له پاره لاری او چاری په ګوته کړي او دا جرګه به په ماهیت کی د  احمدشاه بابا  دشیرسرخ د لویی جرګې په شان اهمیت پیدا کړي.

خو که چیری د کابل اداره د دا ډول نکشې د رسمولو  زړه ونه کولی شی او په دې لاره کی د پنجاپ او یا کوم بل هیواد څخه د ډار احساس کوي نو له دی امله اړینه ده چی دا نکشه د ملی او وطندوسته قوتونو له خوا رسم شی او دا نکشه بیا د خپلو ملی او سیاسی مبارزو بنسټ یی وګرځوي.

ددی نکشی رسمول د ملی ځواکونو د پاره کوم ستونزمن کار ندی ، دوی هم کولی شی :

ټول هغه اسناد چی د افغانستان د نکشو ( د تاریخ په اوږدو کې)  په هکله شته دی مطالعه کړي. د تاریخ پوهانو ، وګړپوهانو ، تاریخی جغرافیا پوهانو ،  بشري جغرافیا پوهانو ، سیاستوالو یو ګډ کمیسیون را منځته کړي په دی هکله د افغانستان د ننه او د کرښې بهر خلکو نظریات راټول کړي. د نړیوالی ټولنی پوهان هم راوبولی.

او همدارنګه د خپلو امکاناتو په سنجولو سره یوه ستره غونډه ( چی د اشغال لاندی سیمو خلکو استازی هم پکی وي) راوغواړي او ددی نکشی د پلي کیدو د پاره مبارزه خپله اساسی کرښه وبولي.

باید ووایو چی د دا ډول نکشی رسمول په پنجاپي استعمار او نورو پراختیا غوښتونکو ګاونډیانو باندی مرګونی ګوزار دی او ددی نکشی په خپریدو سره د دوی زوال پیل کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button