د اعلیحضرت امان الله ښېګڼې او تېروتنې

شهسوار سنګروال

شهسوار سنګروال

لومړی د یوې سرېزې په پلمه:

د افغانستان په معاصر تاریخ کې درې لسېزې د پام وړ ګڼلی کېږي، لومړۍ لسیزه د امیر شېر عليخا ن د دویمې پلا پاچاهۍ (۱۸۶۸ – ۱۸۷۸ ز) لسیزه ده، چې د نوي او معاصر تمدن پیلامه یې بللی شو، دویمه لسیزه د خپلواکۍ لسیزه ده، چې د افغانستان د خلکو په ملاتړ علیحضرت امان الله خان (۱۹۱۹ – ۱۹۲۹) د هېواد خپلواکي واخسته او درېیمه لسیزه د دموکراسۍ او اساسي قانون لسیزه (۱۹۶۳ ـ ۱۹۷۳ ز) ده، چې په دې لسیزه کې د ډلیزو رسنېیو خپریدا، د دموکراسۍ پراختیا او پر مختیا، د سیاسي شعور وده او پرمختګ او نورې هڅې د بېلګې په توګه یادولی سو.

په یا دوو درې واړه لسیزو کې تاریخ لیکنې ته هم لاره اواره شوه، چې ښایي یو شمېر لیکنې او څرګندونې د تاریخ لیکنې له اوسني مېتودیک او دېد کتیک سره لږو ډېر توپیر ولري …

زما د پوهې له مخې د نوي معاصر مېتود پر بنسټ تاریخ لیکنه باید تعلیلي او تحلیلي بڼه ولري، د‌‌ ټولنپوهنې او انسان پېژندنې (Anthropology) په ارونو او بنسټونو ولاړه وي او په سنتي ځانګړتېاوو کې د لیکوال ځیرکتیا، د نثر ښکلا، ادبي او هنري ښېګڼې، د لیکوال ناپېیلتوب، د یوه تاریخي کلتوري (Culture,Area) چاپېریال انځورول، د لیک لوست اخلاقي اړخ (د چا د شخصېیت سپکاوی ونه شي) موهم ګڼلی کېږي.

تاریخي لیکنې باید داسې نه وي، چې یو سیلاني راځي له ښکلا ډکې رنګیني ګوري او خوند ترې واخلي او له بدرنګیو سره یې کار ونه لري…تاریخ باید ښېګڼې او بدګڼې دواړه وڅاري ،نه دا چې یوه بڼه خپله کړي او له بلې سره کار ونه لري.

د ټولنیو علومو د مسلکي او د اکاډېمیکې پوهې څښتن په دې پوهېږي‌، چې یو تاریخپوه باید دهر ټا کلي پېر او زمان له ټولنپوهنې (اقتصادي،کلتوري،سیاسي اکر)، لرغونپوهنې

Archaeology) ، توکمپوهنې (،Ethnology) او له نورو ټولنیزو مناسباتو سره ځان په بشپړه توګه اشنا کړي.

د ساري په توګه، د اولسمې پېړۍ ټولنپوه کلوویروس Cluverius په هر اړخیزه ټوګه د لرغوني جرمني او ایټالیا بېلا بېلې خواوې داسې انځور کړي لکه د همغې ټولنې د ټاکلي مهال استوګن چې وي او یا را واخله د الکسا ندرون همبلولد ګټور Essay on new Spain اثر، چې د مکسیکو تاریخي جغرافیه یې په ښه توګه څېړلې ده.

له دې لنډې یا د ونې نه مې موخه دا وه چې ما د امان الله خان د واک او ځواک په تړاو د ګڼو کتابونو پا ڼې اړولي دي، د بریټش کتابتون دروازه مې هم ټکولې ده، د بریتانیا او هند ګالریو، موزیمونو او نندارتونو ته مې هم سر وهلی دی، ځان مې ستړی کړی او بیا مې دا لیکنه کړې ده… نه وایم چې کره او بشپړه به وي، ځکه چې اماني نهضت د یوه ستر ښوونځی بڼه لري او هغه دچا خبره که وغواړې چې یوه بې عیبه لیکنه وکړې نو لیکوال به نشې او که بې عیبه دوست پېدا کړې نو بې دوسته به شۍ، ولې بیا هم هر څوک کولی شي چې زما لیکنه تر خپلې کره کتنې لاندې راولي، خو په دې توپیر سره چې لاسوندونه او ماخذونه مستند وي…!؟

زه په دې اند نه یم چې یوه انګریز لیکوال اویا یوه بل ختیځپوه چې څه لیکلي هغه به نو هیځ تېر وتنه نه وي کړي او داسې هم نه ده چې د هغوۍ څر ګندونې به بې ګټې وي …که موږ له موضوع لرې نشو په لسګونو داسې بېلګې موندلی شو چې په پرتلیزه توګه د دوۍ په لیکنو کې ښېګڼې او بدګڼې شتون لري.

امان الله خان څرنګه واک ته ورسېد؟

لومړۍ برخه ،

د پسرلي په میاشت کې امیر حبيب الله د جلال اباد نه (حوت میاشت) د لغمان ښکار ځای کله ګوش ته لاړ. دسلطنت چارې یې خپل دریم زوی عین الدوله امان الله ته سپارلې وې. نایب السطنه او معین السلطنه ورسره ملګري ول.

یو شمېر دکورنۍ غړي او درباریان په سرکې نصرالله خان، شهزاده عنایت الله خان او امان الله خان د امیر د ناوړه کړو وړو نه ډیر خواشیني ول. دا چې امیر ونشو کولای د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د انګرېزانو نه خپلواکي تر لاسه کړي. نو ځکه د دربار (سری ګوند) د نصر الله خان په مشرۍ په قران کریم لاس لیک وکړ چې په ژمنۍ تفرېح ځای جلال اباد کې د امير چاره وکړي.

کله چې د پېښې وخت راورسېد نایب السلطنه نصرالله خان له خپلې پرېکړې پر شاشو او خپلو کسانو ته یې وویل چې نه غواړم د تخت لپاره خپل ورور وه وژنم.

ولې بیا هم امیر چې په خپله خېمه کې ویده وه او د ځواکونو څلور حلقې ترې تاو وې چې د هر ټولي مشر شامحمود، شاه ولي (د نادر خان وروڼه)، احمد علي، احمد شاه (د نادر خان د کاکا زامن) او له دې سربيره شاهي پوڅ هم و…. محمدنادر د دې ځواکونو اعلى قوماندان وو.

د شپې ناوخته (درې بجې شاوخوا) د حوت په شلمه سبایې ۲۱/۲۰ بجې شی د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو؟

د ده د وژلو په تړاو د ډېرو انګېرنو شتون چې ګنې امیر «د سردار شاولیخان لخوا وژل شوی دی. ولې بیا هم یقني نه دی» ۱

امان الله خان چې د خپلې مور (علیا جضرت) له بابته، امیر حبیب الله خان نه خوا بدې وه د هغوی دری فعاله ډلو په لړ کې یو وه چې ګڼې د پلار په په وژلو کې ښکېل ګڼل کیږي.

داسې انګېرنه هم شته چې شجاع الدوله خان امان الله خان ته ډېر نږدې وه او د میر قاسم خان لغماني له انده.

« په کومه تومانچه چې امیر وژل شوی وه هغه علیاحضرتې ور کړې وه. ځکه چې علیا حضرتې ده ته زوی ویلې وه.۲

په هر حال دا یوه سیاسي وژنه ګڼلی شو. په دې کې د هندي اسنادو په بنسټ د سردار یحی خان لمسی هم ښکېل برېښي یوتن افغان په رنګون کې د امیر زوی سردار محمدکبیر خان ته کیسه کړې وه « د قاتل پښه د خېمې په تناب کې بنده شوه و ولېد او دی بیا ونیول شو۳ د دې خبرې مانا داده (سردار یحی خان دری زامن لرل محمد اصف، محمد عظيم او محمد یوسف) چې ګڼې محمد نادرخان امير ته نږدۍ یو پوځي مشر علي رضا چې قاتل یې لیدلي وه په څپړه و واهه چې چيغې مه وواهه امیرصاحب له خوبه اوزي، چې په پای کې همدغه علي رضا په دار وه ځړول شو.

میر غلام محمد غبارچې په هرات کې له شجاع الدوله خان سره نږدې همکار وه د هغه له خولې کښلي دي چې امیر حبیب الله خان دده له خوا وژل شوي دى.

میرمحمد صدیق فرهنګ پرته له کوم ماخذ او لاسوند نه لیکلي دي چې:

« زما یوه دوست دامان الله خان د واک په مهال له څرخي غلام نبي خان سره کار کاوه راته وویل:

امیرحبیب الله خان د امان الله خان په اشاره د شجاع الدوله خان له خوا ووژل شو.۴

خو د امیر په وژنه کې کرنيل علیشا له محاکمې نه ورسته ووژل شو، چې د امیر د خېمې ساتونکی وه [1]

د دې ټولو څرګندونو سره سره امیر حبیب الله خان د ناڅرګند سړي لخوا چې تر اوسه پورې د ده قاتل نامعلوم دى ووژل شو.

سردار نصرالله خان له یوې لنډې وینا وروسته محمد نادرخان ته دنده وسپاره له چې د نظم د ټینګښت لپاره جلال اباد ته ولاړ شي او محمد ولي خان ته یې دنده و سپارله چې د امیر مړی ننګرهار ته ولېږدوي.

پخوا تر دې چې امیر خاوروته و سپارل شی شا اغاسي علي احمد خان وویل: تر هغې چې امیر ونه ټاکل شي امیر خاورو ته نه سپارل کېږي. نو د بیعت لاس یې وړاندي کړ. ولې معین السلطنه ټېل واهه بیا یې د بيعت لاس مخ ته کړ چې لومړي بیعت زما حق دي. د امیر حبیب الله خان له ښخيدو نه وروسته سردار نصرالله خان په جلال اباد کې او امان الله خان په کابل کې د سلطنت اعلان وکړ.

سردار نصرالله خان په دې ډاډه وه چې د ده دوه ورونه (عنایت الله خان او حیات الله خان عضد الدوله) چې په کله ګوش کې هم ور سره ول دده تر شا ولاړ دي.

نو ځکه د دوی له بیعت نه وروسته په جلال اباد کې سلطنتي مېشت پوځي ځواک، هلته مېشتو درباریانو، ملکي مامورینو او مذهبي مشرانو ده ته بیعت وکړ چې موږ د نقیب صاحب (سیدحسن ګیلاني)، میر صاحب جان د اسلام پور پاچا، د چارباغ حضرت صاحب (میرمعصوم) د بېلګې په توګه یادولي شو.

سردار نصرالله خان بیا د هند وای سرای ته د خپل ورور له وژلو خبر ورکړ چې د شپې (۳بجې) د یوه نامعلوم کس لخوا امیر شهید شو، او زه د ټولو لخوا د افغانستان پاچا و ټاکل شوم.

کله چې امان الله خان د خپل پلار له وژلو خبر شو ده په کابل کې د سلطنت اعلان و کړ او د فبرورۍ په ۲۸ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې د حضرت فضل محمد(شمس المشایخ) اخوند زاده حمیدالله د تګاو ملا او نور د عیدګاه په جومات کې ورته پګړۍ په سر کړه.

امیر نصرالله خان د یوه رسمي مکتوب په ترځ کې له دې دمخه ورته د یوه لیک په ملتیا (شجاع الدوله په لاس) امیر امان الله خان ته د ټولو پېښو خبر ورکړی وه.

له دې سربېره یې یو پلاوی هم ور واستوه او کله چې شجاع الدوله خان وه ځنډېده نو بیا یې د یونس خان په نوم یو بل تن ولېږه چې هغه امیر امان الله خان ته بیعت وکړ.

شجاع الدوله خان او علام محمد خان چې کله بېرته جلال اباد ته و رسېدل نو امیر نصرالله خان ته یې د کابل د خلکو شور او زوږ د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو د فبرورۍ په ۲۴ په مراد خانۍ کې د امان الله خان وینا او د کابل مېشتو سردارانو او در باریانو د بیعت کیسه و کړه. نصرالله خان چې نه یې غوښتل د افغانانو وینه تویې شي نو هغه هم پرته له کوم مخالفته بیعت وکړ. ولې استیوارت انګېري، نصرالله خان د جمعې په لمانځه کې موجود وه چې ملا په خطبه کې امان الله یادکړ.

که څه هم امیر نصرالله خان د مخه ناظم دوست محمد خان ته دنده سپارلې وه چې د پکتیا خلک دده په ملاتړ را پاڅوي.

محمد حسین خان مستوفي یې هم دېته هڅولی وه چې د تګاو او نجراو له لارې خلک د شمال لخوا دېته را وبولې چې د ده دواک لپاره امان الله خان دېته اړ کړي چي امان الله خان ده ته ببیعت وکړي.

همداراز د قطغن والي محمد صفرخان ناظر ملا عبدالرزاق اندړ او نور د ساري په توګه د یادولو وړ دي، چې مذهبي او سیمه ییز واک یې د پام وړ وه.

نوموړي سردار ملا اندړ او د ده زامنو پرمټ د ننګرهار په بېلابېلا سیموکې په تېره باجوړ، مومند واو د نورو قبایلو سیمو کې هم د ځان په ګټه هلې ځلې پیل کړې.

خو ریچارډ مکونا چې په دې اند وه چې د نصرالله خان د نه بري لامل دا وه چې ملتپاله ځوانان، وسله وال ځواکونه او خلک د امیر امان الله پلویان شول.

هغه مهال چې امیر امان الله دده او د خپلو ورونو بیعت لیک د میرزا محمدحسین مستوفي له خوا تر لاسه کړ، نو په ټول هېواد یې عږ وکړ چې زه به تر هغې د پاچاهۍ تاج پر سر نه کړم چې افغانستان مې له بهرنۍ ښکېلاک نه ازاد کړی نه وي.

له بیعت نه وروسته د مارچ پر(۸) مې نېټې (۱۹۱۹زکال) نصرالله خان، سردارعنایت الله خان او حیات الله خان له جلال اباد نه د موټر په وسیله کابل ته ورسېدل. ولې بریتانوي استازی حافط سیف الله خان په جلال آباد کې پاتې شو او دوی د امیر له خوا تر نظر لاندې ول.ځکه چې امان الله خان په لمړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې زه به د پلار قاتلان نیسم. (نور بیا)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button