د اشتها کموالی څنګه او ولې رامنځته کیږي؟

کله چې د انسان لوږه کمه شي، خوړو ته یې زړه نه کېږي او ژر نه وږی کېږي، نو دغه حالت ته د اشتها کموالی یا Anorexia ویل کېږي.

ولې د اشتها کموالی رامنځته کیږي؟

د څېړونکو په باور، د ویټامین B1 یوه مهمه دنده د لوږي او مړېدو د احساس تنظیم دی، چې د دې ویټامین په کمښت سره د اشتها کموالی رامنځ ته کېږي.

د اشتها کموالی اکثره وخت د تبې له واقع کېدو سره سم پېدا کېږي، د سګرټو، نسوارو او پان له استعمال سره هم پېدا کېږي.

د هغو خوړو استعمال چې له هغې سره ژبه وچه او د لاړو افرازېدل کمېږي هم دا ناروغي واقع کېږي، د ویټامین B1 له کموالي څخه هم دا ناروغي منځته راځي.

په وجود کې د ویټامین B1 وظیفه:

۱- د جسم د طاقت د پیداکولو لپاره ډیر ضروري دی
۲- دخوړو دهضمولو او اشتها لپاره ضروري دی.
۳- د اعصابو د قوت او سالم ساتلو لپاره مهم دی.
۴- د ماشوم دجسم د غټوالي لپاره مهم دی.

د ویټامین B1 کموالی په جسم کی څه تاثیرات پیداکوي؟

۱:- دماشوم غټوالی په ټپه دریږي او دماشوم جسم ضعیف کیږي.

۲:- اشتها کمیږي او د کانګې احساس او اسهال ورته پیداکیږي.

۳:- تناسلې غدې ضعیفه کیږي او جنسي میلان کمیږي.

۴: – که ډېر کم شي د هغه څخه د بري بري ناروغې منځ ته راځي.

د هاضمي د سیستم په ټولو ناروغيو کې د اشتها کموالی صورت نیسي، د معدې زخم او د معدې سرطان د دې ناروغۍ غټ اسباب دي.

کورنۍ او کاروباري پرېشانۍ، غم او خوشالۍ سره هم دا ناروغي منځته راځي.

څنګه کولای شو چې دغه ناروغي له منځه یوسو؟

مناسب کار او فعالیت کول:

ډاکتران وایي د ورځې منظم پلان سره کار کول مو په ښه روغتیا اغیز کوي، که هر انسان د ورځې مناسب کار او فعالیت ترسره کړي نو هیڅکله د اشتها د کموالي له ناروغۍ سره نه مخ کیږي.

۱:ـ ورزش کول

ورزش د ډیری ناروغیو مخه نیسي.
که غواړئ چې روغ او سالم صحت ولرئ نو هره ورځ ورزش ته وخت ورکړئ.

۲:ـ خوراک باندې کنټرول

ډیر خلک غیر منظم خواړه خوري چې دا هم د اشتها د کموالې او د ځینو نورو ناروغیو لامل ګرځي.
که هر انسان صحي غذا چمتو کړي او له غیرې صحي خوړو ډډه وکړي نو هیڅکله به د اشتها د کموالې یا له ځینو نورو ناروغیو سره مخ نه شي.

۳:ـ سهار پلي ګرځېدل

په پاکه صفا او ازاده هوا کې ناسته ولاړه د اشتها د کموالي په خاتمې کې مرسته کوي.

هغه خلک چې ډير وخت یې په دفترونو یا نورو داسې بوختیاوو تېریږي چې ډیر فزیکي کار نه کوې، د دوی لپاره قدم وهل یو له غوره ورزشونو څخه دی او که غواړې له خپلې روغتیا سره مرسته وکړې نو قدم وهلو ( پلي ګرځیدو) ته دې خامخا وخت جلا کړي تر څو له ناروغیو څخه خلاص وي.

لیکنه: ډاکټر سمیع الله وزیري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button