د اشتها د ښه کولو لارې

ډاکتر رحیم

د خپلې اشتها جوړول یا زیاتول هم په اصطلاح یو ډول له چل ول ډک کار دی دی؛ په خاص ډول کله چې هغه خواړه ډیر در مخته کیږي کوم چې دې نه خوښيږي، یا درته ښه نه ښکاري او یا سخت وي. خو ورخطا کیږۍ مه، ددې لپاره چې ښه خوراک وکړئ او اشتها مو برابره وي، له دې لاندې لارو چارو کار واخلئ:

۱– تل سبناری کوئ

سبناری د ورځې د پیل لپاره تر ټولو غوره خواړه دي. د شپې له تیریدو وروسته چې هیڅ مو په کې نه وي خوړلي یو سالم او متوازن سبا ناری د ورځې لپاره سالمه اماده ګي ده.

سهارنۍ خوړل مو انرژي زیاتوي، چې له امله به یې ستاسې وجود د ټولې ورځې لپاره فعاله وي، په دې ډول سره به ستاسې اشتها لا زیاته او برابره شي.

د شیدو، ماستو، حبوبات یعنې دانې، تازه میوې او نور تازه سبزیجات د سهار په چای کې څښل و خوړل ډیر ګټور وي.

که غواړئ چې په وجود کې مو د تودوخې درجه سمه وساتئ، نو بادام او کوچو نه استفاده وکړئ، یا یې له نورو دانو او خوړو سره یوځای وخورئ، د وجود لپاره به ډیر ګټور او مفید تمام شي.

۲– سپک خواړه پرلپسې یا عادتاً وخورئ

که چیرته تاسې هر سهار هغه خواړه وخورئ چې هغه سپک وي، یعنې ډیر غوړ او قوي نه وي، لکه تازه میوې چې هندواڼې، انګور او نور په کې راځي، نو تاسې به ورسره ښه صحت او اشتها ولرئ.

ددې کوچینو خوړو په خوړلو سره به مو په پرلپسې ډول سره بلاخره اشتها ښه شي او هغه خواړه به هم وخوړلی شئ چې هغه سخت وي یا درانه خواړه وي لکه غوښه.

۳– د خپلې خوښې خواړه وخورئ

هغه وخت ډیر خوراک کیږي کله چې د خپلې خوښې خواړه خورئ. کله چې بهر خواړه اخلئ نو هڅه وکړئ چې د ځان لپاره هغه خواړه واخلئ چې ستاسې خوښ وي او ښه درته ښکاري. خو دومره بې حسابه خوارک یې هم مه کوئ چې خدای مه که په بله ناروغۍ مو اخته نه کړي.

۴– د تیز بوی لرونکو نه ډیره استفاده مه کوئ

ځیني خواړه شاید دومزه تیز بوی ولري چې تاسې یې له خوړلو وړاندې په بوی ماړه شئ یا مو زړه خراب کړي. له دغه ډول خوړو نه ډیره استفاده مه کوئ، په خاص ډول هغه مهال چې کله تاسې وږي نه یاست. وږم لرونکی یا بوی لرونکی ماهیان، پنیر او نور… چې بوی پر تاسې ډیر تیز او بد لګیږي، هم مه کاروئ ځکه دا ډول خواړه نه شئ خوړلی او زړه مو خټه کوي.

۵– خواږه او خوشبوي لرونکي خواړه وخورئ

هغه خواړه چې یو ډول خوشبوي درکوي او ښکلی بوی لري له هغوی استفاده وکړئ څو ډیر خوراک یې وکړای شئ. لکه ځینې مثالې، ځیره او نور خواړه چې د خپل جذبوونکي بوی له امله یې خلک خوښوي. همداراز دڼیا، نعنا هم یو ډول ښه بوی لري.

۶– اوبه او نور مناسب مایعات وڅښئ

د خوراک تر څنګ له ځینو مایعاتو هم استفاده وکړئ چې خواړه مو ورسره هضم او ښه تیر شي. کله چې یو انسان موړ شي، نو له اوبو څښلو وروسته یې بیا اشتها کیږي چې نور خوراک هم وکړي، کیدای شي دا تجربه تاسې ته هم شوې وي.

۷– د خوارک لپاره مناسب ځای انتخاب کړئ

په اوړي کې یخ او په ژمي کې ګرم ځای کې د خوراک و څښاک لپاره کیښنئ. ځکه اکثره وخت د ګرمۍ یا یخنۍ له امله خوراک ته د انسان زړه تنګیږي او پریږدي یې یا یې په ارامه نه شي خوړلی او ژر ژر یې خوري چې دا ښه نه شي هضمیدلی.

۸– سپورټ وکړئ

هڅه وکړئ چې ډیر سپورت وکړئ، ځکه د سپورټ یا ورزش د نورو ګټو تر څنګ دا ګټه هم ده چې د نور خوراک لپاره مو اشتها برابره شي. دا معمول ده چې ورزشکاران یا هغه خلک چې ګرځي او کارونه کوي هغوی ښه خوراک کولی شي، ژرنه مړیږي او په ډیره مینه سره خوراک او څښاک کوي.

۹– له دوستانو او کورنۍ سره شریکه ډوډئ وخورئ

له کورنیو او ملګرو یا خپلې میرمنې/خاوند سره خوراک وکړئ، ځکه په شریکه له نورو سره یوځای خوراک له دې امله هم ښه وي چې تر ډیره پورې خوراک کې یو بل اشتها یا شخوند ته په کتو سره ډیر خوراک وکړي. یا ځیني وخت د یو بل سره د ملګرتیا لپاره هم ډیر خوراک وي.

۱۰– له ډاکټره مشوره وغواړئ

ددې لپاره چې اشتها مو برابره شي او ستونزه مو حل شي له ډاکټر نه مشوره هم وغواړئ څو یې درملنه درته وکړي او حل لار درته په ګوته کړي.
ستاسې د ښې اشتها او مناسب خوراک په هیله

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button