د اسلام ضد اعمال

سید عبدالله پاچا

لکه څرنکه چي تاسو ته بهتره معلومه ده چي اوسنۍ جګړه د قران او احادیثو په رڼا کي ناروا بلکی د وحشتونو زیرمه بلل کیږي، نن سبا چي کوم وحشتونه تر سره کیږي په هیڅ مذهب کي ورته ځاي نشته، او عاملینو ته یي د الله جل جلاله له لوري سخت عذاب اوغضب ذکر شوي دي.

د قران او سنتو مطابق هر شخص د خپلو اعمالو مسؤل دي، چا چي ظلم کړي دي د سزا حقدار هم هماغه دي،د هغه بچیان ،دوستان او یا د هغه د قوم او مذهب نورو خلکو ته د سزا ورکول نشته، الله تعالی د الانعام په سورت فرمایلي دي: هر څوک چی کوم عمل (ګناه او جرم) کوي نو پر هماغه یي مسؤلیت دي، او هیڅ انسان د بل انسان د ګناه مسؤلیت پر غاړه نه لری ، ،بیا تاسو بیرته خپل رب ته ورګرځی، نو هغه به تاسو خبر کړي پر هغو عملونو چي تاسي به پکی اختلاف کاوه، اسلام چاته د دی خبری اجازه نه ورکوي چي بی ګناه انسانانو ته دی د ظالمو افرادو د ظلم وجه سزا ورکړل شي،د نبي کریم علیه السلام ارشاد دی: هیڅ یو غیر هیڅ یو بی ګناه مسلمان د بل په ظلم نه نیول کیږي، ځکه هغه ترهګر چي د نورو هیوادونو په لمسون د ګران افغانستان پر بی ضرره او بی ګناه هیوادوالو باندی ظلم او زیاتي کوي،دوي د قران او سنتو د احکامو ښکاره مخالفت کوي، او ډیر ژر به د خپلو بدو کړنو سزا وویني.

په دی وروستیو کی چي کومی پیښی تر سره شوی، لکه د البیرونی پوهنتون د استاذانو پرموټر د سرک غاړی ماین په چاودنه کی یو شمیر استاذان شهیدان او یو شمیر نور پکی سخت ټپیان شول، دا یواځینۍ پیښه نه وه چي تر سره شوه بلکی دی ته ورته د تیری شپی د بغلان په مرکزی ولسوالۍ موټر بم برید کی یو شمیر ګرا ن هیوادوال شهیدان او ټپیان شوه.

خلاصه دا چي دغه وحشیانه بریدونه د اسلام د اصولو خلاف عمل دي،اسلام داسی کړنۍ په کلکه غندی او عاملین یي د سختی سزا مستحق بولی.

باید ووایو د دښمن له خوا چي هره ورځ د افغانستان پربی ګناه وکړو، ملی اردو، ملی پولیسو او عام المنفعت تأسیساتو د رنګا رنګ نومونو لاندي بریدونه او حملي تر سره کیږی، دا ټول د دی ښکارندوی دی چي دوی د شرعی علومو څخه بی خبره ده په دی معنی چي کله یو انسان علمی پوه ونه لری قضایاوو ته سمه پاملرنه نه کوي، د حرامو غیر حرامو تر منځ توپیر نشی کولی ان تر دی چي په دی هم نه پوهیږي چي د بی ګناه خلکو وژل مباح عمل دی او که ناروا.

بل دا چي کله سړی داسی معلومات تر لاسه کوی چی نا سم وی او کله هم کیدای شی چی صحیح وی، خو دروغو او داسی منفی ویناوو ورباندی اغیز کړی وی او ریښتینی معلومات یی تر پردی لاندی پټ کړي وي، نوموړی له دې درواغو او بې دلیله معلوماتو څخه د اغیزمنتیا په نتیجه کې په داسې اعمالو لاس پورې کويس چی هغه د اسلام دمبارک دین له ا صولو او اوامرو سره ښکاره ټکر لري .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button