د اسد اته ويشتمه؛ څو پېښې څو تأثره

وحيدالله مصلح

د ازادۍ ورځې په مناسبت يوه سيمينار ته د موضوع راته ويل شوي وو، ما د نورو کتابونو تر څنګ د ارواښاد مير غلام محمد غبار تاريخ هم راواخېست. له نظرياتي اختلاف نه ور اخوا او سره له دې چې غبار چپي افکار لرل؛ خو په کوم اسلوب چې غبار تاريخ ليکلی نو په دې کې هغه بې سياله دی، د هېواد د تاريخ ليکنې په ډګر کې غبار لوی قامت دی او لوی نوم دی. ما چې په ځانګړي ډول د غازي امان الله خان او ازادۍ ورځ په مناسبت غبار لوست نو نالوستې پېښې مې مخې ته راتللې او نوي تأثرونه مې پر ذهن خورېدل. غبار له غازي امان الله خان سره سخته مينه لري، خو هغه هيڅکله د ريښتياو په ځای کې پېښو ته انحراف نه دی ورکړی، او پېښې يې په امانت ثبت کړي.

مطالعه انسان له مخکې له مخکې قضاوت او د پېښو په وړاندې له تعصب نه ساتي، مطالعه انسان ته له پېښو سره د ريښتيني تعامل او عادلانه برخورد وړتيا ورکوي. هيڅ انسان لره نه ښايي چې لږ تر لږه تاريخ په نظرياتي قناعتونو کې راواخلي، د فېسبوک په کنځلو او تومتونو کې او د تنظيمي جذبو په شور کې تاريخي پېښې ځای نه لري. د تاريخ ځای د تاريخ پاڼې دي چې يو انسان يې بايد فقط د پېښو په توګه ولولي خو تحليل دې خپل ولري.

تش لاسې بې انډوله جګړه!

هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه همغه جګړه غازي امان الله خان په خپل انداز کې وکړه، هغه مهال چې انګليس په هند کې وو او ايران کې يې هم لښکرې ګرځېدې د غزا ناره په کې درنه ناره وه، غازي چې انګليس ته د ۱۹۰۵ کال د تړون د بيا کتنې ليک ولېږه، منتظر پاتې نه شو او سملاسي يې ازادي اعلان کړه.

که تاسو له انګليس سره د افغان ځواکونو زور او ځواک پرتله کړئ، نو له انګليس سره جنګ يوازې د افغانانو سرزوري ګڼلی شئ، يوه لويه امپراتوري چې په اروپا کې يې المان، اترېش او عثماني ترکيې ته ماتې ورکړې وه، څرنګه پرې د غازي امان الله خان لښکرې غورځېږي، دا تعجب دی.

دا جګړه له هره پلوه بې انډوله وه، په هر محاذ کې د انګليس او هند ځواکونو او وسلو شمېر په کراتو زيات وو، هغوی منظمه اردوه وه او هغوی تربيه شوي نظاميان وو او هغوی د اعاشې او اکمال له نظره په ډېر لوړ حالت کې وو، خو افغان پوځونه چې ټول شمېر يې تر ۶۰ زرو رسېده ډېر نامنظم وو، خواړه او پوښاک يې غريبانه او پر خپل ځان وو، د وسلو او اکمال حالت يې ډېر خوار وو او دوی اصلاً د انګلیس له پوځ سره په دغه حساب نه شوای جنګېدلی، يوازې په دې جګړه کې نه بلکه په لومړۍ او دويمه جګړه کې هم افغانان دغسې تش لاسي وو، او ډک لاسي يرغلګر يې په مخ او څټ وهل. تاسو که د افغان انګليس په دويمه جګړه کې د انګليس لښکرې له بولانه تر کابله تعقيب کړئ، نو تاريخ به تاسو ته په دغه ټوله لاره د انګليس د لښکرو لوڅې هديرې دروښايي، تاسو به په کې په کابل کې متجاوزين ډېر بې وسه اړ محاصره ووينۍ، خو دا هر څه افغانان په خپل همت او سرزورۍ کوي، د نړۍ کوم ځواک هم نه شته چې ورته وسلې ورکړي، روزنه ورکړي او حمايه يې کړي. او دا زمونږ د تاريخ راپاتې تسلسل دی، مونږ ته راښايي چې افغانان په تشو لاسونو لوی ځواکونه څنګه پرزوي.

کله چې د پکتيا پر محاذ د سپه سالار محمد نادرخان په مشرۍ لښکرې له ټل او واڼې اوړي او هغوی چې کوهاټ ته نارسيده له جنګه منعه کېږي دا هم د تاريخ متاسف حالت دی، د نادرخان لښکرې او خپله هغه د غازي امان الله خان د جنګ پر متارکه په نه زړه هملته تمېږي خو په مياشتو مياشتو د ټل او واڼې پرېښودو ته نه حاضرېږي، هغوی له انګليس سره د ډېورنډ د کرښې حساب کاوه. که دغه غالب لښکر همداسې کوهاټ ته تللي وای او پر پېښور راښکته شوي وای او له خيبره پرې د چکنور ملاصيب، جنرال محمد عمرخان او کنډک مشر محمد اکليل خان بدخشاني پوځيان ورغلي وای، له چتراله پرې عبدالوکيل خان او ميرزمان خان ورشيوه شوي وای نو دا جګړه په خپل نرخ کې افغانانو ګټله.

د مشرقي پر محاذ چې کله صالح محمد خان له وزير محمد ګل خان مومند سره له جنګه پر شا شول، انګليس ډکې ته راورسېد او بيا چې په باسول کې د چکنور ملا صيب او روحاني مشرانو ولسي لښکرې د جنرال محمد عمرخان، غلام نبي څرخي او کنډک مشر محمد اکليل خان بدخشاني له نظاميانو سره انګليس ته ودرېدل دوی يې په بله مرحله کې پر شا وتمبول او دا بايللی محاذ يې وګاټه.

د کندهار محاذ، شيعه او سني فتنه!

د کندهار محاذ لپاره سردار عبدالقدوس خان مشر ټاکل شوی وو، هغه چې له کابله روان شو، په غزني کې ورسره محمد الله هزاره او عباس خان هزاره له خپلو هزاره قوميانو سره يو ځای شول او په کندهار کې ورسره سيد نورمحمدشاه قزلباش، محمد اسلام خان بلوڅ او ګڼ پښتانه مشران يو ځای شول.

د کندهار والي لوی نايب خوشدل خان له انګليس سره د جنګ تابيا نه لرله او مزاحمت يې کاوه، سرادار عبدالقدوس خان لومړی همدا خوشدل خان له دندې وشاړه، او بيا د انګليس پر ضد جنګ ته وخوځېد، په همدې مهال يو حنفي اهل السنت زلمی بې درکه شو، او چې لټه يې پيل شوه نو مړی يې د قزلباشانو له سيمې راوويستل شو، او په دې ډول د شيعه او سني د ټکر فعال حالت رامنځته شو. که په همدې مهال معقولو او بادرايته مشرانو منځګړتوب او مصلحتوب نه وای کړی نو دې فتنې د جنګ په دې محاذ کې د انګليس پر ځای خپله افغانان او مسلمانان په خپلو کې اچول، ويل کېږي چې دا توطيه انګليس طرحه وه او د خوشدل خان په واسطه يې تطبیق کړه.

دغسې پېښې وروسته بيا د شوروي پر ضد د جهاد په وختونو کې هم څو ځل تجربه شوې، او دا اوس هم د شيعه او سني فتنو شولانګه له بيرون نه طرحه کېږي.

د ازادۍ جګړه، خو کوم هسې جګړه؟

دلته يوه مهمه پوښتنه چې بايد مطرح شي دا ده چې ايا دا جګړه د اشغال پر ضده وه؟ که د اشغال پر ضد وه نو د هغه مهال افغانستان په محدوده کې خو انګليس پوځونه موجود نه وو، که د ډېورنډ کرښې يا کوزنيو پښتنو په ننګه وه نو بيا غازي ولې د پنډۍ په تړون کې د ډېورنډ کرښه بيا ځلې ومنله؟

په افغانستان کې انګليس پوځونه موجود نه وو، افغانستان په داخلي لحاظ خپلواکي لرله خو په بهرنيو سياستونو کې د انګليس تابع وو، او دا تابعيت د امير حبيب الله خان تر وخته په تړونونو کې رسمي او په لومړۍ نړيواله جګړه کې بېساری عملي شو. د ازادۍ جګړې افغانستان په بهرنيو سياستونو کې خپلواک کړ، خو دا واضح ده چې په وطن کې د انګليس لښکرې نه وې چې ويستل شوې وای، نو په دې مانا دا جګړه بېخي بل ډول وه.

د ازادۍ دا جګړه په ټولو محاذونو کې وګټل شوه، خو چې تاواني شوه نو په اوربندونو او پنډۍ تړون کې تاواني شوه، متارکه په داسې حال کې وشوه چې غازيان په ټل او واڼه اووښتي وو، ميرام شاه ته رسيدلي وو، کوهاټ ته نزدې وو او که همداسې مخته تللي وای نو پېښور يې فتحه کاوه، متارکې غازيان سخت نااميده کړل او دوی په ماتو زړونو ګټلې سيمې بېرته دښمن ته سپارلې.

د پنډۍ تړون، په کوم تاوان!

غازي امان الله خان پنډۍ ته د سولې د تړون لپاره پلاوی ولېږه، د دې پلاوي مشري د کورنيو چارو وزير علي احمد خان کوله، علامه محمود طرزی د بهرنيو چارو وزير له دې ټاکنې سره موافق نه وو. داسې شک کېده چې علي احمد خان د انګليس ځری دی، دا علي احمد خان د کندهار د والي لوی نايب خوشدل خان زوی وو، کوم چې په کندهار کې هم د ازادۍ د جګړې په مقابل کې مزاحمت کاوه.

د پنډۍ تړون لاسليک شو، خو کوم تاوان چې په کې افغانانو وکړ هغه داسې وو چې افغانان په کې مغلوب لوری شو او انګليس چې ماته يې خوړلې وه پر افغان لوري يې ډېرې بدرنګې ومنلې:

په هند کې يې د امير حبيب الله خان ټوله شتمني کنګل کړه.

د هر راز صادراتو او وارداتو لار يې پر افغانانو وتړله.

او په غټ شرم کې د افغانستان دولت د ډېورنډ کرښه بيا ځلې ومنله.

له شوروي سره اړيکې!

کله چې غازي امان الله خان د انګليس نه خپلواکۍ اعلان کړه، په همدغه مهال يې له شوروي سره د اړيکو هڅه وکړه، څو ليکونه د غازي امان الله خان او شوروي مشر ولاديمير لېنن تر منځ تبادله شول، وروسته بيا د افغانستان او شوروي اتحاد تر منځ د دوستۍ تړون هم لاسليک شو.

غازي چې د شوروي نوي انقلابي رهبرۍ ته ليک لېږلو او اړيکې يې ټينګولې دا دوستي په همدې تناظر کې د غازي مجبوري وه چې له هره اړخه د انګليس په لښکرو کې راګير وو. د ډېورنډ پر ټوله کرښه او ايران په ټوله خاوره انګليس بلوسېده، هغه لږ تر لږه د شمال له سرحدونو په بېغمۍ کې غوښتل چې د ډېورنډ پر کرښه د انګليس پر مورچلونو ډزې وکړي.

د ازادۍ جګړه او ماورألنهر!

د افغانستان د ازادۍ اعلان د منطقې پر ازادۍ غوښتنې غورځنګونو اغېز ښندلی، دا اغېز په ټول ګاونډ کې محسوس دی، هغه مهال په سيمه کې يوازې افغانستان وو چې يا خو ازاد پاتې شوی او يا د ازادۍ په جنګ کې مصروف پاتې شوی، نو ځکه خو يې حق جوړېده چې په سيمه کې د ازادۍ پر رمز واوړي.

له انګليسه د افغانستان د ازادۍ پر مهال بخارا هم له استعمار سره د مبارزې غورځنګونه لرل، له دغو ازاديپاله خوځښتونو سره چې غازي کومه مرسته کړې هغه د تاريخ پر سينه ټومبلی وياړ دی، دغه وياړ غازي تر پايه وساته او معامله يې پرې ونه کړه.

د افغانستان تر ازادۍ وروسته، د بخارا پاچا سيد علم خان ته غازي امان الله خان خپل پوځيان، څلور توپونه او دوه فيلان ور ولېږل، د بخارا پاچا بيا د کودتا او جنګ تاب رانه وړ، ماته يې وخوړه او په بخارا کې افغان پوځيان بنديان شول چې وروسته بيا د عبدالهاي داوي او غلام صديق خان څرخي په وساطت راخوشې شول، امير سيد علم خان کابل ته رامهاجر شو او همدلته بيا وفات او دفن شو. دا وروستی ځل نه وو، غازي امان الله خان وروسته بيا د شورويانو پر ضد مبارز انور پاشا هم حمايه کړ.

په داسې حال کې چې غازي له شوروي اتحاد سره د دوستۍ تړون درلود خو بيا يې هم د هېواد په شمال کې د ازادۍ غورځنګونه په خپل انداز کې حمايه کړل، دا په دې دلالت کوي چې نوموړی غازي څومره ازاديپاله وو، له دې معلومېږي چې د هغه دښمني له انګليس سره نه وه، د هغه دښمني له غلامۍ او بادارۍ سره وه، او دا باداري که د انګليس وه او که د شوروي، غازي پرې ګوزار کړی.

ازادي او پر هند يې اغېز!

د افغانستان د ازادۍ لوی تاثير د هند پر نيمه وچه وو، هند چې له لسيزو د انګليس مستعمره وه، هغوی د ازادۍ رموز نه درلودل، د ازادۍ لپاره هغوی خپلو ايډيالونه تل په افغانستان کې لټول، همدا لامل دی چې د مشرق شاعر علامه اقبال خپل ټول رمزونه په افغانستان کې لټوي، هغه غزنوي ته، ابدالي ته ليکل کوي، هغه غازي امان الله خان ته پيام مشرق ليکي، او هغه محمد نادرخان او محمد ظاهر شاه ته قصيدې ليکي. او دې څو عوامل درلودل، لومړی دا چې افغانستان په تاريخي لحاظ په هند کې واکمنۍ لرلي او سلطان محمود غزنوي او احمد شاه بابا هلته د مسلمانانو په ننګه غزاګانې کړي، دا په دې معنا چې افغانانو تل په هند کې د مسلمانانو د حق پوښتنه کړې او هغوی په همدې تاريخي مبنا افغانانو ته د مشرۍ او خپلو ګټندويو په سترګه کتل.

دويم لامل يې په هند کې د افغان سيد جمال الدين د ازادۍ غوښتنې انقلابي درسونه او کنفرانسونه وو، هغه چې کله په هند کې وو نو په هندي ولس کې يې د ازادۍ شور او جذبه پیدا کړه، په هندي ولس کې يې د ملتپالنې اور په لمبو کړ او هغه چې کله له هنده تبعيدېده نو لامل يې هم دا د ازادۍ ناره وه. هنديانو ته سيد جمال الدين افغان د ازادۍ رمز وو.

درېم لامل يې دا چې په دا دومره لوی هند کې له انګليس سره د ازادۍ جګړه ونه شوه، خو کوچنی افغانستان د انګليس لويه هديره وه، د لوی مستعمره هند په ګاونډ کې کوچنی افغانستان هيڅکله د انګليس ثابته مستعمره نه شوه، بلکه دلته چې انګليس راغلی نو استعمار ته يې دمه نه ده پيدا کړی، له يو مسلسل جنګ سره مخ شوی او په جنګ کې پر شاتللی. نو په دغسې جنګونو کې افغانانو خپل د ازادۍ رهبران درلودل او همدغه د ازادۍ رهبران د هند لپاره د ازادۍ رمزونه وو او هغوی ترې الهام اخېست.

کله چې غازي امان الله خان د انګليس نه خپلواکي اعلان کړه، همدغه مهال بيا په لاهور، ډيلي، امرتسر، وزير اباد، ممبۍ، احمد اباد او د هند په لويو ښارونو کې د انګليس پر ضد مظاهرې پيل شوې، هغه چې وروسته بيا وټکول شوې. په هند کې دغه مهال علماو فتوا ورکړه چې پر مسلمانانو فرض دي چې افغانستان ته هجرت وکړي، له هغه ځايه په ګڼ شمېر کې کوزني پښتانه افغانستان ته رامهاجر شول، خو دلته تر څه مودې وروسته تنګ شول او بېرته خپلو کورونو ته لاړل. د خان عبدالغفار خان په شمول ګڼ کوزني مشران دلته په وفدونو کې راغلل او له پيغامونو سره بېرته لاړل.

د غازي لوی لاسته راوړنې!

د غازي تر ټولو لويه لاسته راوړنه د هېواد ازادي وه، د ازادۍ له نعمت او ارزښت سره بل هيڅ ارزښت سيالي نه شي کولای.

غازي د سوداګرۍ، اقتصاد، تعليم، فرهنګ، ادارې، نظامي، هوايي ځواک، لارو او مواصلاتو، ښارجوړونې او بېلابېلو برخو کې ډېرې زياتې لاسته راوړنې درلودلې، غازي د افغانستان لپاره د ترقۍ ډېر لوی خوبونه ليدل، او هغه چې په کوم شوق او ملي جذبه دې خوب ته کار کاوه دا د افغانستان په تاريخ کې بېساری ده.

په اقتصادي برخه کې پر شرکتونو، فابريکو کار وشو، د اورګاډي پاټلۍ پيل شوې، په پام کې وه چې د هېواد جنوب له شمال سره د اورګاډي په پټلۍ ونښلول شي. د برق سټېشنونه جوړ شول او برېښنا يې فابريکو ته ورکول شوه، د اوبو څو بندونه جوړ شول لکه د غازي بند او د غزني سراج بند. د الوتکو د ترميم او پرزه جوړولو فابريکه جوړه شوه، د موټرو د ترميم او پرزو جوړولو فابريکه جوړه شوه، د نساجۍ فابريکه جوړه شوه. د دې لپاره چې ولايتونه له مرکز سره ونښلول شي نو د تليفون او تليګرام پر پروسې کار پيل شو.

په تعليمي ډګر کې په حبيبيه او امانيه لېسو کې فرانسوي او الماني ښوونکيو تدريس کاوه، په ټول افغانستان کې ۳۲۲ لومړني ښوونځي جوړ شول او تر ۱۹۲۷ پورې ټول ۵۱ زره شاګردان په زده کړو بوخت وو. په مسلکي لېسو کې ۳۰۰۰ زده کوونکي موجود وو. څو سوه زده کوونکي د زده کړو لپاره ترکيې، جرمني، فرانسې، ايټاليې او شوروي ته ولېږل شول. معارف ته لويه بوديجه په پام کې ونيول شوه چې د دفاع او دربار تر بودېجې وروسته درېمه لويه بوديجه يې تشکيلوله. طب ښوونځی جوړ شو او په پايتخت کې لوی کتابتون ايجاد شو.

په فرهنګي برخه کې په کابل او ولايتونو کې ۱۳ جريدې خپرېدې، په دوی کې ارشاد النسوان جريده، اتحاد مشرقي جريده، افغان ورځپاڼه، د تعليم او تربيې مجله، امان افغان اونيزه، د پوځ مجله، اتفاق اسلام اونيزه، اتحاد جريده، د اعلاناتو لپاره ابلاغ جريده او حقيقت جريده شامل وو.

له دې سره په څنګ کې انيس ازاده اونيزه هم له چاپه راوتله، د دې اونيزې مسئول غلام محی الدين انيس وو. نسيم سحر د احمد راتب خان په مشرۍ او نوروز ۱۵ ورځينۍ د ميرزا محمد نوروز په مشرۍ خپرېدې.

د غازي په وخت کې لومړی ځل راديو جوړه شوه او سينما ته کار وشو، ارواښاد غلام محمد خان ميمنه ګی المان ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو او کله چې راستون شو نو د رسامۍ ښوونځی يې پرانېست چې وروسته بيا د هېواد په کچه يو لوی هنري نوم شو.

د غازي په واکمنۍ کې اساسي قانون جوړ شو، لويې جرګې راوغوښتل شوې، شورای خاص يا د دولت شورا چې د پارلمان حيثیت يې درلود جوړ شو او ګڼ قوانين تصويب شول.

د غازي په وخت کې افغانستان ۱۱ الوتکې درلودې، او ۶۵ کسان يې د هوايي زده کړو لپاره ترکيې، فرانسې، ايټاليې او شوروي ته ولېږل. حربي فابريکه جوړه شوه، او دافع هوا توپونه او زره پوش موټرې پوځ ته وارد شول.

د سالنګ او پکتيا لوی لارې جوړې شوې او پر نورو لارو کار پيل شو. دارالامان جوړ شو، ملکي او نظامي روغتونونه جوړ شول، کابل ته د اکسرې ماشين وارد شو، او دار المجانينونه او دار الايتامونه جوړ شول.

غازي دغه مهال ترکان، جرمنيان او فرانسويان د روغتيا، تعليم، پوځ، تخنيک او لرغون پوهنې په برخه کې په کار ګمارلي وو.

د اروپا اوږود سفر:

پاچا ډېره ښه روان وو، د پرمختګ چارې يې په شعور او پلان پيل کړې وې، د پرمختګ دغه مزل ډېر ګړندی وو او ټول ولس د غازي تر شا ولاړ وو. خو پاچا د يو هيئت په ترکيب کې د اروپا د کتلو اراده وکړه، دغه څو مياشتينی سفر د پاچا لومړنۍ لويه اشتباه وه، غازي له داسې وطنه د اروپا پر شپږ مياشتيني سفر تللو چې تر شا يې له توطيو ډک اداري نظام پرېښی وو، داسې هېواد چې د تاريخي روايتونو پر اساس هلته توطيه بازو چارواکيو محیط په پرله پسې ډول د غازي پر ضد جوړاوه، په ادارو کې هم فساد خور وو او ولس هم له ماليو تنګ شوی وو، بس فقط د غازي غياب کولای شول چې د ده پر ضد توطيو ته سرعت ورکړي.

د دغه اوږده سفر بله بده اغېزه دا وه چې غازي او ټيم يې د اروپا له پرمختګه ډېر متاثر شول او د دې اغېز په ژورو کې هغوی دا هير کړل چې د اروپا دغسې پرمختګ په سليقوي او لباسي ريفورمونو کې نه دي رامنځته شوي، غازي داسې انګېرل چې پرمختګ لپاره اړينه ده چې غرب له ټولو اخلاقياتو او سليقو سره ومنل شي. هغوی ولې دا هيرول چې که اروپا پرمختګ کړی وو او که ترکيه په کې ښايسته وه نو دا د څو ورځو کمال نه وو، اروپا ته د خپل ماضي نه شوکت پاتې وو او ترکيې په کې پر اسلامي نړۍ د عثماني سلطنت شان درلود، دوی فقط فکري بدلون ته لار ورکړې وه، فيزيکي وجود له پخوا برم درلود. خو افغانستان چې نه يې فيزيکي شان درلود او نه په فکري ډګر کې د اروپا سلیقو ته جوړ وو دې نويو ريفورمونو ته تيار نه وو.

غازي او هیئت دا هير کړي وو چې دوی د داسې ملت استازي دي چې د تعليم کچه په کې ښکته ده، اقتصاد يې خوار دی، په وچه کې ايسار دی، له انګليس سره يې شخړه ده، دفاعي ځواک يې نامنظم او ډېر کمزوری دی، قبايلي جوړښت په کې د بغاوت قوت لري، او ملت يو روايتي او سنتي ملت دی. دوی له اروپا سره د خپل ملت دغه پرتله بېخي له پامه غورځولې وه.

که په ترکيه کې اتاتورک عثماني سلطنت ړنګ کړ او يو سکولار نظام يې حاکم کړ، نو هلته خو هغوی په کلونو د ضيا کوک الب، خالده اديب او نورو سکولار فکري کلپونو او سرچينو له لارې د ولس ځوان قشر پر ځان راټول کړی وو، او هلته خو اتاتورک له دې فکري تغير سره په خوا کې بيا د بغاوت د هرې څپې خاموشولو لپاره قوي نظامي ځواک او منظم پوځ درلود. په دغه انډول کې نو تاسو افغانستان تحليل کړئ چې دغسې وړتيا يې لرله؟

سليقوي رېفورمونه!

دويمه لويه اشتباه د خلکو له روايتونو او سنتونو سره د غازي ټکر وو، تاسو فرض کړئ، که په ۲۰۱۸ کال کې په کابل ښار کې پوليس ودرېږي او د مېرمنو له سرونو څادرۍ په خنجکونو لرې کړي، دا به د هېواد په لرو ابر کې څرنګ غبرګون ولري؟ بيا همدا غبرګون په ۱۹۲۸ کې وسنجوئ، چې هغه مهال به د خلکو او روحانيونو غبرګون څه وو؟ غازي امان الله خان په پغمان کې د خپلې مېرمنې له سره نه ټيکری لرې کړ او له خلکو يې وغوښتل چې خپلې مېرمنې د حجاب له قيده خلاصې کړئ. دا هر څه د خلکو له روايتي او سنتي حالت سره په سخت ټکر کې وو.

په لويو غونډو کې خلک مجبورېدل چې کالي لرې کړي، پتلونونه واغوندي، شپو خولۍ په سر کړي او امسا په لاس کې ونيسي، دوی ته ويل کېدل چې نور به د سلام پر ځای شپو خولۍ له سره ښکته کوئ، او دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې په دغه شمېر او دې اندازو پتلونونه، ددرېشۍ او شپو خولۍ نه وې، دې هر څه نوي سليقوي رېفورمونه مسخره کړي وو.

شاه د جمعې ورځې رخصتي پنجشنبې ته واړوله او په پوځ کې يې د ږيرې خرېل جبري کړل، دې ټولو غازي د يوه داسې کس به توګه مشهوراوه چې له ديني رموزو سره يې شخړه شروع کړې. د نکاح په اړه چې څلور ښځې يې منعه کړې وې، دا خورا حساسه مسئله وه، دا د ديني متونو سره ټکر وو او په روحانيونو کې يې لوی بحث رامنځته کړی وو.

د غازي، روحانيونو او ولس ټکر!

غازي په لومړۍ مرحله کې د حقيقي پرمختګ لار پرانېستې وه، او ولس له خپل ټول لږ تعليم او قبايلي جوړښت سره د غازي د اصلاحاتو د دې حقيقي دورې ملاتړ وکړ، مکتبونو ته لاړل، پر سرکونو يې حشر کار وکړ، په نظامي اډانو کې جذب شول او غازي يې د پرمختګ په هر ميدان کې حمايه کړ. هلته نه بغاوت وو او نه له غازي سره د برخورد اراده، بلکه امان الله خان په ټول ملت کې د ازادۍ د جګړې د ګټونکي او غازي په توګه يو دروند مشر وو.

خو کله چې خبره د روايتي او کلتوري رېفورمونو تپلي حد ته ورسېده نو ورو ورو ولس خپل روحاني مشرتابه ته غوږ شو او غازي يې له پخوانيو لارو په بدلو لارو وموند، په دې ډول د غازي او ولس تر منځ واټن همداسې مسافې اخېستې، هغه مهال چې په کليو او ولسونو کې نه راديو وه او نه د اړيکو عصري سېسټمونه؛ نو حکومت په دغسې بند حالت کې نه شوای کولای چې ولس ته خپله خبره وکړي، ولس يوازې د روحانيونو خبرې اورېدې او روحانيونو خلک د غازي د سليقوي او کلتوري اصلاحاتو پر ضد بسيجول.

په دې ډول دا ټکر داسې مرحلې ته ورسېد چې له شينوارو نه لښکر کشي وشوه او په کابل کې امير حبيب الله خان کلکاني د حکومت پر ضد وسله والې ډلګۍ منسجمې کړې، غازي چې په کابل کې جنګ وليد او د ولس غوسه يې د ارګ په دروازو کې محسوس کړه نو پاچاهي يې سردار عنايت الله خان ته پرېښوده او خپل د کندهار په لور لاړ.

درېمه لار!

کاشکې غازي امان الله خان دغه سليقوي رېفورمونه نه وای ديکته کړي، پرېښي يې وای چې همغه حقيقي اصلاحات په همغه تېزۍ مخته لاړ شي، زمونږ د ملت ستونزه د حجاب او پتلون او شپو خولۍ نه وه، زمونږ د هېواد لومړيتوب صنعتي او کرنيز انقلاب وه، زمونږ د اردو او بنسټونو تقويه وه، د سوداګرۍ، اقتصاد، تعليم او تحصيل په برخه کې همغسې د پرمختګونو مزل وو، او په دې ټولو برخو کې ملت د شاه امان الله غازي تر شا ولاړ وو.

خو ايا د روحانيونو دغسې غبرګون منطقي وو؟ دا مسئله هم څنډل غواړي، له بده مرغه افغانستان په تاريخي لحاظ د علماو له اړخه هم کمزوری پاتې شوی، هغه مهال ډېری روحانيونو يا د دربار په اداګانو او يا د پيرانو په خانقاه ګانو کې له نازونو خوندونه اخېستل، کله چې غازي پر دوی دولتي معاشونه بند کړل دوی نو تر دې وروسته شاه امان الله پسې ذره بينونه ګرځول.

له بلې خوا د علماو اکثريت لکه د هند د نيمې وچې ستر علما نه وو، دلته د سيمې په کچه لوی مدرسې نه وې، ديني طالبانو ډېرې محلي زده کړې کولې، د فقهې لومړني کتابونه، فلسفه او منطق يې ويل، د قرآن او حديثو لوی درسونه او څېړنيز بحثونه يې نه درلودل. دوی د فتواو مېړني وو هغه چې مونږ دا مهال هم په افغانستان کې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان يو.

د غازي د اصلاحاتو په وړاندې درېمې لار ته اړتيا وه، درېمه لار د سياسي او ټولنيزو فشارونو لار وه، خو له بده مرغه په هېواد کې داسې سياسي او ټولنيز جريانونه نه وو چې هغوی دې د غازي دغسې لنډه منډه وسنجوي او په دې اړه خپل تحليل او طرحې ولري. او په روحانيونو کې هم داسې وړتيا نه وه چې پر شاه دې سياسي او ټولنيز فشارونه وارد کړي. روحانيونو چې مشري يې وروسته امير حبيب الله خان کلکاني کوله د حکومت کولو وړتيا يې نه لرله، تجربه يې نه لرله او يوازې د حکومت د پرزولو پسې يې ټوپکې ګرځولې. دوی چې وروسته بيا له خپلو ځانونو کومه وړتيا ښودله هغه ډېر متحجرانه برخوردونه وو چې مکتبونه په کې بند شول، پر مېرمنو د زده کړو مجالونه وتړل شول او د پرمختګ لپاره نه پلانونه وو، نه طرحې وې خو بس د جنګي شناخته و حکومتولي وه چې د افغانستان د اداره کولو وړتيا يې نه درلوده.

د روحانيونو دغسې تند غبرګون او ولسي اغتشاشونو يو جوړ حکومت ړنګ کړ او افغانستان يې له تېزې ترقۍ نه لومړی يوې بلوا او وروسته يوه خوړين مزل ته ورکړ.

په داسې حال کې چې غازي د واک په وروستيو ورځو کې خپل ټول وروستي ريفورمونه او قوانين لغوه اعلان کړل، نو بيا خو د روحانيونو دغسې وسله وال برخورد بېخي خپل شرعي منطق له لاسه ورکوي، کاشکې هغه مهال روحانيون او ولس پر غازي بېرته اعتماد کړی وای او يو جوړ حکومت يې پر اغتشاش نه وای راړنګ کړای.

د دې دورې ملامت دواړه دي، خپله غازي امان الله خان د سليقوي او پرديو رېفورمونو په تپلو پړ دی او روحانيون او ولس د وسله وال تقابل په غبرګون کې ملامت دی، هلته د يو سوليز مزاحمت اړتيا وه چې شاه امان الله خان غازي يې د دغو رېفورمونو پر انجام پوه کړی وای او غازي بېرته مخکينيو مترقي او ريښتينو اصلاحاتو ته مخکې شوی وای.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button