د اردو جوړول په لنډو ټکو کې

دولت وزیري

دا چې اردو د یوه هېواد لپاره څومره اړینه ده له دې بحث څخه تېرېږم، خو دا جوته ده، چې د اردو جوړولو لپاره د یوه هېواد بشري نیرو، د تهديدونو اندازه او اقتصاد اساسي رول لري.

که وګورو زموږ هېواد د بشري ځواک له پلوه پر ځان بسیا هېواد دی.

د تهديدونو اندازه هم ګاونډیانو ته په کتو خورا لوړه ده.

د اقتصاد له پلوه چې د اردو په جوړولو کې اساسي رول لوبوي اوس مهال په ډیره ټیټه کچه کې دی.

په داسې حالاتو کې داسې اردو ته اړتیا ده چې د هېواد له اقتصادي حالت سره برابره وي، خو باید داسې اردو وي چې تر هغه پورې چې ټول ملت ټوپک ته لاس کوي، اردو باید د ټولو تهديدونو ځواب وویل شي.

دا به نو څرنګه اردو وي؟

دا به نسبتا کوچنۍ، په خو وسلو سمبال، فعاله، د جګړې په هنر پوهه او په اسلامي او افغاني لوړې انګېزې سمباله اردو وي.

د دې لپاره چې اردو نسبتاً کوچنۍ وي او وکولای شي د هېواد ټولو غوښتنو ته په سمه توګه ځواب ووایي اړینه ده چې په جوړولو کې يې بشپړه پاملرنه وشي.

لومړی:

اردو باید د هېواد د هوا او ځمکنیو شرایطو ته په کتو سره جوړه شي. د افغانستان د اراضي او جوي شرایطو ته په کتو داسې يوې اردو ته اړتیا ده چې مبایل او په هغو وسلو سمبال وي چې مډرنې، سپکې او د انتقال امکانات يې د نفر، اسانو او چورلکو له توان څخه پوره وي.

دویم:

د اردو هغو جزوتامونو ته ډېره پاملرنه وشي چې د چټک غبرګون او چټک حرکت قابلیت ولري، لکه د کوماندو، پراشوټي، ځانګړي او استخباراتي جزوتامونو.

درېیم:

په دې ډول اردو کې ډېر اساسي رول هوايي او مدافعه هوايي ځواکونه لوبوي. هوايي ځواکونه باید د دې وړتیا ولري چې دښمن پر وخت او زمان کشف او له منځه یوسي. د دې تر څنګ د دښمن پر عمق د برید توان ولري. پر دې سربېره په هر ډول شرایطو کې د جزوتامونو د دیسانت توان ولري.

څلورم:

په معاونه یا کمکي جزوتامونو کې ډېره پاملرنه د انجنیرۍ، مخابرې، کشف، استخباراتو او د مورال برخې ته ته کار ده.

د اردو د وزارت او ستر درستیز قرارګاوې باید کاملاً سره جلا وي. له وزارت قرارګاه باید په قطعي توګه د ستر درستیز په قرارګاه او محاربوي جزوتامونو کې مداخله ونه کړي.

د وزارت قرارګاه باید شپه او ورځ د اردو لپاره د منابعو په موندلو، اکمالاتو او د تولیدي منابعو په جوړولو بوخته وي.

د ستر درسیز قرارګاه باید د اردو په روزلو په تکتیکي، اوپراتیفي او ستراتیژیکه برخه کې په پلان جوړونه بوخته وي.

د اردو شکل څه ډول وي؟

د اردو داوطلب او د مکلفیت شکلونه دواړه ګټې او زیاتونه لري. ښه به دا وي چې د اردو لپاره یو مختلط شکل رامنځته شي او هغه په دې شکل چې مسلکي او تخنیکي پرسونل ټول داوطلب او د اوږدې مودې لپاره وي لکه: افسران، بریدملان، د هوايي، مخابرې، انجنیرۍ، توپچي، کشف او استخباراتو پرسونل.

د پليو جزوتامونو لپاره کېدای شي د یوه معین معاش په ورکولو سره د یوه یا یوه نیم کال لپاره د مکلفیت دوره رامنځته شي. له دې سره به ټول هېوادوال د هېواد د خدمت ویاړ تر لاسه کړي او له دښمن سره د جګړې پر مهال به تر يوې لنډې دورې وروسته د دفاع لپاره چمتو وي.

د اردو په جوړولو کې له هېواد سره د مینې انګېزه ډېره اړینه ده.،د دې لپاره په اردو کې د دښمن د رواني جګړې پر ضد او د رواني جګړې پر مخ وړلو لپاره ځانګړې پاملرنه په کار ده. د دې لپاره باید مجرب کسان په دوامداره توګه موظف وي.

محرميت د اردو لپاره په دې مانا دی چې د دښمن سترګې ړندې او ستا د لیدو توان نه لري. ډېر څه شته چې ولیکل شي خو د دې لیکنې له حوصلې څخه پورته دي. نور تفصیلات په نورو لیکنو کې راځي.

په اردو کې بې له تبعیضه د ټولو هېوادوالو ګډون اړین دي البته د پوهي، انګیزې او د هېواد سره د مینې او سرښندنې له مخې. مننهد اردو جوړول په لنډو ټکو کې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button