د احمد شاه بابا د اداري جوړښتونو پېژندنه

امین ستانکزی

احمدشاهي سلطنت د رامنځته کېدو سره سم په لومړي سر کې درې بنسټېزو چارو ته اړتیا لرله چې عبارت دي له ؛ ملي ځواک ، پوځي ځواک او مالي ځواک څخه

لومړی ځواک ملي ځواک او پشتوانه وه چې د شیر سرخ زیارت کې د پښتنو مشرانو د نهه ورځني بحث څخه وروسته یې احمد شاه بابا د واکمن په ډول وټاکه او ټولو د پاچا په ډول ومانه.

دویم پوځي ځواک ؛ لکه څنګه چې احمد شاه بابا د نادرافشار په شاهي ګارډ کې د افغاني او اوزبکي قواوو مرستیال قومندان وه ، د نادرافشار له قتل څخه وروسته یې همدا روزل شوی او جنګېدلی ځواک منظم کړ او د کندهار په لور یې حرکت وکړاګر که دا ډلګۍ وړه هم وه خو د کیفیت له درکه ځکه عالي وه چې د نادرافشار په ټولو لشکر کشیو کې یې ګډون لاره او ټولې نظامې زده کړې یې اخیستې وې.

ګنډا سینګ او میرغلام محمد غبار دا ډلګۍ شپاړس زره عسکر ښایي.

درېیم مالي پشتوانه ؛ احمدشاه بابا د پاچا کېدو سره سم ددې څرک نه لیدل کېده چې په مالي لحاظ دې هومره ستره پشتوانه ولري خو د نادرافشار حرم له لوټمارانو ساتلو له امله د نادرافشار میرمنې احمدشاه بابا ته د کوه نور مشهور الماس او نور قیمتي جواهر ډالۍ کړل.

د احمد شاه بابا کندهار ته راتګ سره سم پدې وخت دې تصادفا هغه ډله چې مشري یې تقي خان اخته بیګي په غاړه لرله او د پيښور ، ملتان او پنجاب څو کلن مالیات او باج یې د نادرافشار حکومت ته راوړ د کندهار په لور د احمد شاه بابا حضور ته راوستل شول. د افغانستان در مسیر تاریخ کتاب په حواله دا خزانه یو میلیون درې لکه او شپیته زره روپیو معادل وه چې نغدې روپۍ ، سره زر او نور جواهر پکې شامل وه . خو ځېنې سرچینې یې درې میلیونه او ځېنې نورې یې بیا دیارلس میلیونه روپۍ ښایي.1

لومړۍ برخه : ملکي ادارو جوړښتونه

د احمد شاهي عصر د اداري جوړښتونو په اړه د هېواد تکړه تاریخ پوه میر غلام محمد غبار په خپل کتاب (احمد شاه بابا افغان) کې په تفصیل سره ذکر کړیدی خو موږ به یې یوازې د ځېنو برخو لنډېز را واخلو .

د احمد شاه بابا اداري جوړښت له هر ډول قومي ، مذهبي او سمتي مسایلو پاک وه دا خبره اکثره تاریخ لېکوونکو هم کړېده ؛ احمدشاه بابا سني مذهبه وه خو په اداراتو کې د نورو مذهبونو پېروانو لکه د شیعه ګانو او سیکانو هم په لوړو موقفونو باندې دندې ترسره کولې چې د احمدشاه بابا د حکومتدارۍ معیار کار اهل کار ته سپارل وه . 2

په احمدشاهي سلطنت کې نورو مذاهبو ته پوره پوره ازادي ورکړل شوې وه هیڅکله یې په زور خلک د دین پریښودو ته نه دې هڅولي د ټولو مذاهبو پیروانو مذهبي ازادي لرله د احمدشاهي سلطنت تر چتر لاندې سیکانو ، هندوانو ، مسیحانو او شیعه ګانو بشپړه ازادي لرله تر دې چې په خپل شاهي ګارد کې یې د نادرافشار له وختونو پاتې ارمني مسیحانو ته ځای ورکړی وه .3

احمد شاه بابا په دولتي چارو کې د چارواکو او کارکوونکو په وړتیا او د هغوی په کارونو باور لاره هماغه وجهه وه چې اکثریت کارکوونکي یې په دندو تر پایه پاتې شول یانې د احمد شاهي دورې وظیفوي مصؤنیت ( Job Security) درجه خورا لوړه وه او د کارکوونکو ادلون بدلون ډیر نه تر سره کېده خو د ټولو اداري کارمندانو باندې په یو نه یو ډول یې نظارت او پټه څارنه لرله احمد شاه بابا د مجازاتو او مکافاتو له پالیسۍ کار اخیسته او پدې برخه کې یې نوم ډیر روښانه دی. همدا پر کارمند باور او څارنه وه چې په دومره سترې جغرافیوي واک کې یې په ټولو چارو باندې بشپړ کنترول لاره .

داحمد شاه بابا اداري جوړښتونه د پخوانیو اسلامي حکومتونو ، د عربو او ترکانو له ترکیب متاثره وه یانې پدې توګه له دودیزو او ملي حکومتولۍ سره د سېمې په کچه د اداري جوړښتونو یو ډول ګډ جوړښت یې ټاکلی وه البته ځېنې ایراني تاریخ پوهان وايي چې احمدشاه بابا د نادرافشار په حکومت کې پاتی شوی وه نو د ادارې طرز و طریقه یې د افشاري دورې له روش څخه استفاده کوله خو ګریګوریان بیا دا خبره ردوي هغه وايي چې، د احمدشاه بابا حکومت په قبیلوي تشکیل ولاړ وه دی همدارنګه د احمد شاه بابا حکومت یو پراخ بنسټه حکومت وه چې د هرې قبیلې او مذهب خلکو پکې دندې لرلې .4

یوه څه چې زه یې حیران کړی یم له اوسني عصر سره سم چې د ځېنو ځانګړو کارونو او برنامو لپاره چې ځېنې اداري چوکاټونه لکه ځانګړې ادارې او (Authority) چې کارونه پر مخ وړي کټ مټ د احمد شاهي عصر کې هم ځېنې داسې ادارې وې چې یوازې احمدشاه بابا ته ځواب ورکوونکې وې او نیغ په نیغه له پادشاه سره په تماس کې وې . ځېنو ولایتي ادارو له مرکز سره تماس نه لاره بلکې له سېمه اېزو واکمنانو یې امر اخېسته او خپل کارونه یې مخته وړل.

په احمد شاهي عصر کې ځېنې تکړه ، مخورو او مسلکي کسانو په یوه وخت کې څو دندې هم مخته وړلې چې ددې ډیرې بېلګې هم شته .

الف: وزارت (صداعظم )

د احمد شاه بابا د واکمنۍ پر مهال کورنیو چارو وزارت ته د واړه صدر اعظمي ویل کېده چې دې ته به یې د وزیر خطاب کاوه دا سړی تر پادشاه وروسته د هېواد لومړنی کس وه، کله، کله به یې د پادشاه نه شتون کې د وکالت په نوم د نائب السلطنه چارې هم پر مخ وړلې.

د دې بست لرونکي د دندو په مهمو مسؤلیتونو کې لاندې برخې هم شاملې وې

په دولتي ادارو څارنه
د پادشاه سلاکاري
د واکمنو په مرسته ټولنیز امنیت ساتنه
د سېمه ایزو ساتونکو په مرسته د لویو لارو ساتنه
د واکمنو او نورو ملکي چارواکو ګمارنه البته د نائب الحکومه ګانو په پشنهاد د همدې وزیر له لارې د پادشاه په امر ټاکل کیدل.
د پوستې او لیک لیږد را لیږد چارې
د مالیو را غونډول. په هغه صورت کې چې چا به مالیه نه وه تادیه کړې .

او نور ګڼ مسؤلیتونه چې په هماغه وخت کې به یې تر سره کول .

د احمد شاه بابا وزیر بیګي خان بامیزی وه چې ، د اشرف الوزراء رسمي نامه سره یادیده او په لیکنو کې وزیراعظم ورته ویل کیده ، په ځېنو تاریخي یاداښتونو کې ورته امیر کبیر او مختار مشیر هم ویل شوېدی. 5

خو ځېنې تاریخ پوهان بیا وایي چې مالیې وزارت ته چې له احمد شاه بابا مخکې زمانې کې د دیوان اعلی نوم ورکړی وه هم په احمد شاهي دوره کې زیات د صلاحیت لرونکی وه او مشریې وزیر شاه ولي خان نوموي خو دا دوه نومونه چې پورته ذکر شول د وزارتونو په منصبونو باندې پاتې شوي اشخاص دي چې احمد شاه بابا پرې ډیر اعتماد کاوه . 6

پدې اړه یو بل مستند لاسوند هم شته چې د عثماني خلافت په نوم د علیحضرت احمدشاه بابا هغه لیک دی چې د مشهد د محاصرې په اړه یې لیکلی دی، خپل وزیر اعظم یې شاه ولي خان بامیزی یاد کړی دی چې هلته یې نور ستر ، ستر القاب هم ورته ذکر کړی دي. 7

ب : اعلی دیوان

اعلی دیوان د احمدشاهي عصر مهمه او ستره اداره وه چې د عادي مالیاتي چارو سربیره یې لاندې ذکر شوي مسؤلیتونه هم لرل .

د باج اخیستنې لپاره د ګمرکاتو ادارې رامنځته کول
د کرنې او اوبو لګونې له لارې مالیاتو را ټولونه
دولتي شتمنیو ثبت او په اجاره ورکول چې دېته یې (خالصه) ویلې
سوداګرو او بزګرانو سره د مرستې کولو اداره او تنظیم دا یې (تقاوي) هم بلله .
د دولتي ودانیو ثبت
د خوړو زیرمتونونه جوړول او کنټرولول
ضرابخانو ، نغدي او جنسي اموالو خوندیتوب او څارنه
دولتي کارمندانو (ملکي او نظامي) ته د معاشاتو تادیه
ددې پورته ذکر شویو مسؤلیتونو ور اخوا ددې وزارت دنده په ټوله کې د دولت ټولې سرچېنو څخه د مالیو او سرمایو د راټولونې ، ساتنې او وېشنې مسولیت یې په غاړه لاره.

د احمدشاه بابا په وخت کې یې دې وزارت ته (دیوان بیګي) ویلې چې تر علیحضرت وروسته دیوان بیګي په مستوفي باندې تبدیل شو.

د احمدشاه بابا دیوان بیګي یا وزیر مالیه عبدالله خان بامیزی نومیده .8

د اوسني مالیې وزارت په خپل رسمي ویب سایټ کې د مالیې وزارت په تاریخچه کې لیکي ؛ د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چارو ته زیات ارزښت ورکول کېده، د لومړي ځل لپاره په ( ۱۱۴۰ ) لمریز کال کې د دولت د نورو چارو او تشکیلاتو تر څنګ یوه شعبه رامنځته شوه چې د همایون اعلی په نامه سره یادیده او سردار عبدالله خان بامیزي یې چارې پر مخ وړلې دې شعبې ته د دیوان بیګي نوم هم ذکر شوی وه چې د وخت په تېریدو سره د دیوان بیګي لقب په مستوفی المالک واوښت او مسؤلیتونه یې د اوسني مالیې وزارت هومره وې . مستوفي المالک په خپل کاري ځواک سره د ټولو ولایتونو مالي او حسابي چارې همغږي او څارلې .9
ج: شرعیه محکمه

په احمد شاهي عصر کې شرعې مسایل ټول د قاضیانو او روحانیونو په لاس کې وه چې پولیس او نظامیان ددې شرعي حکمونو پلي کوونکي ول د ولایاتو او لرې سېمو قاضیان په خپلو چارو کې خپلواک او د مرکزي محکمې تر اثر لاندې یې کار نه کاوه وروسته بیا د مرکز قاضي ته یې قاضي القضات وایه د احمد شاهي عصر قاضي القضات ملا فیض الله خان نومیده چې بیا وروسته د ابدالیانو په دوره کې ملا محمد سعید اخوند قاضي القضات وه چې په مهر باندې یې دا مسجع بیت کښل شوی وه

محمد سعید از فضل حق مشهور شد قاضی القضات شه محمد شد 10

روایت دی چې، دغه شرعي محکمه له هر پلوه خپلواکه او د کارونو په اجرا کې یې د خپلو پرېکړو له مخې یې اجرات کول.

د : شاهي دارالتحریر

د دې ادارې دندې د شاهي فرمانونو لېکل او لېږل وه چې د احمدشاهي عصر یو له مهمو ادارو څخه ګڼل کېده پدې اداره کې د څو مشرانو د لاس لاندې کارونه تر سره کېدل چې ( منشي باشي ) چې د سر لېکوونکې په مانا دی سمبالیده .

د احمدشاه بابا سر لېکوونکي سعادت خان سدوزی او میرزا هادي خان وو. 10

سر بیره پر دې مهمو وزارتونو او ادارو ځېنې ځانګړې ادارې چې په دربار کې دننه وې هم دلته یې د ځېنو ذکر لازمي ګڼو .

عرض بیګي؛ ددې اداره دنده داوه چې ، د خلکو عرایض بادشاه ته وړاندې کړي او بیرته یې ځواب په خلکو وسپاري د احمدشاهي عصر عرض بیګي حاجي کریمداد خان وه چې بیا وروسته د کشمیر نائب الحکومه هم وټاکل شو.
میلمه پال( مهماندار باشی ) ؛ ددې ادارې او شخص دنده د تشریفاتو او میلمنو د پالنې مسؤلیت پر غاړه لاره چې د احمد شاهي عصر مهماندار باشی حفید احمد شاه نومیده .
د پخلنځي څارن؛ دې شخص به د شاهي کورنۍ او دربار د میلمنو د خوړو تنظیم او د پخلنځي د څارنې مسؤلیت پر غاړه لاره .
ویاند (جهرچي باشي) ؛ سرتیرو او ملکي مامورینو ته یې د پادشاه امرونه او حکمونه اورل همدارنګه یي په دربار کې ځانګړی مقام لاره .
اردو باشي یا عمله باشي؛ دغه شخص به د دربار د کارکوونکو او ساتونکي نظم او کنترول په لاس کې لاره چې د احمد شاهي عصر اوردو باشي عبدالله خان نومیده چې یو وخت د سرهند کلا مشر هم ټاکل شوی وه .
پیشخانه چي یا پیش خدمت باشي؛ دې دواړو شخصیتونه د دربار د سامان آلاتو او لوښو د سمنبالښت چاري پر مخ وړلې .
نسقچي باشي؛ دا سړی د نسقچیان په نامه د یوې ډلې مشر وه چې د پادشاه د سپرلیو سره به نږدې ول او د بادشاه امرونه او جزاګانې به یې پلې کولې.
په ځېنو نورو تاریخي یاداښتونو کې نقسچیان، هغه ډلې ته ویل شویدي چې په مجرمینو باندې به یې د حکمونو تطبیق کاوه او او د سلطنت عمومي اوخصوصي احکام به یې عوامو او خواصو ته رسوه.

میر اخور باشي ګري؛ میر اخورباشي ګري د ټول هېواد په سطحه د څارویو لکه اسونو ، اوښانو ، غوایانو ، خرو ،فیلانو او کچرو د سمالښت چارې په غاړه لرلې چې ددې څارویو لپاره د ورشو ګانو او وښو ترتیب او تنظیم هم ددې ډلې په غاړه وه، دا یوه له مهمو ادارو څخه ګڼل کېده چې په خپلواک ډول یې مستقیما د پادشاه تر نظارت لاندې دنده پر مخ وړله. د پوځي اډو او قشلو لپاره د سورلیو برابرولو او تنظیم چارې هم د دې ډلې په غاړه وې.11
خزانه داري؛ دې ادارې د یوه مشر تحویلدار تر نظارت لاندې کار کاوه چې، د دربار له باوري کسانو څخه شمیرل کیده د مالي مسایلو اړوند ټول فرمانونه یې د دفاع او مالیې وزارت سره په ګډه تعقیبول او ددې ادارې مسؤلیت وه چې دا نظارت ترسره کړي.
داروغه ګي، اخبار څانګه او هر کاره باشي؛ دا استخباراتو خپلواکه اداره ده چې په خپلواک ډول یې د پادشاه د نظارت لاندې کار کاوه پدې اداره کې نارینه او ښځېنه کارکونکي کار کاوه او د هېواد د ټولو برخو په اړه یې معلومات لرل او پادشاه سره یې مستقیما اړیکه لرله. د دولت تر حاکمیت لاندې په مرکز او لرې پرتو سېمو کې د جاسوسانو په لرلو یې د ټولو مواردو په اړه دقیق معلومات لرل او له مرکز سره یې شریکول. د احمد شاه بابا هره کاره باشي میر هوتک خان نومیده.
ضبط بیګي ګري؛ تاریخ پوهان ددې ادارې په اړه سره یو نظر نه دي خو د اکثریت تاریخ لېکونکو له قوله دې ډلې په ښارونو کې د کوټوالۍ او پولیسۍ دنده پر مخ وړله.
____________________________

ماخذونه:

1 . پوپلزايی، عزيزالدين وکيلی، احمد شاه بابا وارث مجدد امپراتوری افغانستان جلد اول ، چاپ 1359، 50 مخ

2 . رستم الحکما، هاشم ، رستم التواریخ ، چاپ کال ، 1348 ، مخونه ـ 227 ـ 231 . تصحیح محمد مشیري تهران چاپ.

3 . ګنډا سینګهـ، درانی احمدشاه، ژباړه ، نصرالله سوبمن 1366 ـ 24 ، 464 ، 46 مخونه

4 . ګریګوریان ، وارتان، ظهور افغانستان نوین ، چاپ کال 1388 ، مخ ـ 47

5 . د فقیرالله مکتوبات، 270 مخ د فقیرالله علوي شکارپوري د لیکونو کتاب ، چاپ کال ؟ لاهور

6 . ابوالفضل، بیهقي تاریخ ، چاپ کال ، 1862 ز ، مخ 3111

7 . جلالي، غلام جیلاني، نامه احمدشاه بابا بنام سلطان مصطفی ثالث عثماني، چاپ، 1383 ، دانش خپرندویه ټولنه ، مخونه ـ 35 ـ 36

8 . ابن محمد، امین ابوالحسن ، ګلستانه (مجمل التواریخ بعد نادریه) مخ ـ 155 ، چاپ کال 1896 لندن .

9 . https://mof.gov.af/ps/%D8%B2%D9%85%D9%88%D9%86%D8%B2-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%DA%93%D9%87

https://mof.gov.af/

https://www.mof.gov.af/ps د وزارت مالیې پېژندنه

10 . کاتب هزاره ، ملا فیض محمد ، سراج التواریخ ، کابل چاپ ، مخ ـ 62

11 . غبار ، میر غلام محمد ، احمد شاه بابا افغان، د امین الله دریځ ژباړه ، دانش خپرندویه ټولنه کال 1377 ، پیښور ، مخ ، 66.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button