د آرمانو قافله

هلـته د علــــم بیړۍ ، د مـعرفت خـــــواته ځي
د علم وفن په رڼا، مخ په وحــــد ت خواته خي
دلــــــــــــــــــته زمونږ، امـیدونو آرما نو قافله
تورتمــو کې ده روانه، جهـــــــالت خواته ځي
نادر

د دنیا په علم و فن باندی سمبال یو څو تنه فضايي بیړي چلونکي ،د فضا په تورو تیارو کې ،د بشر د نوی ژوند د آرمانونو د تحقق د پاره چې د نوی دنیا ته لار پرانیزي ، د بشر د نوی ژوند د آرمانونو د تحقق د پاره د فضا پراخه غیږي ته و توغول شوه،بیړۍ په خپل دوامداره حرکت د ماموریت د تر سره کیدو د پاره روانه ده . بشر په ډیر بی صبرۍ ، او په نهایت با خبرۍ د دي قافلي د پیام انتظار کاږي ،په دي لمحو کې هر کلمه چې د بیړۍ له ناستو محقیقینو او چلونکو څخه رارسیږي ، د بشریت د تاریخ یو دروند مضون دی ،او په زرینو کرخو لیکل کیږي ،هر شیبه هر پیام د بشر د حال بدلون ښکاره کوي ،غمخواران د بشر په هره لمحه کې د نشراتو او نورو ذرایعو له لارې د نوي بدلدنونو په هکله معلومات تر لاسه کوي ، د بشر دا غمخواران د هرې شیبی پیام ته په ډیر بی صبرۍ په انتظار وي ،د قافلي زمریان په هره شیبه ،د دوی حیرانونکومشاهدات او پیغامونو دنیایی ناست محقیقین په حیرت کې اچولي ، په داسی حال کې چې هغه څه چې هغوی یي په ځپلو سترګو ویني ،نو په ژبه یي نه شي بیانولای ،خو بیا هم ناست محقیقین د د کمرو او ټلویزیوني کمرو مخي ته د دوی د کلیماتو څخه ډیر برداشت کوی ،بیړۍ چلونکي او په بیړۍ کې ناست محقیقین دوی د بشر د روښانه راتلونکي له پاره په خپل ځان هر راز تکلیفونه ؛ګالي او د بیړۍ فرمان یي په لاس کې دی ،دوی د خپل مسوولیت د تر سره کیدو له پاره ،هوښیار بیدار او تیاره ښکاري ،د نفس حکومت په دوی کې نشته ،ځکه چې د دي دومره عظیم او لویو مسوولیتونو په غاړه اخیستلو ، او د چارو د تر سره کولو د پاره ،ښايي په علم و فن باندی سمبال ، او فرشته خویه انسانان اوسي ،دوی د یوي ذرې د حقیقت د پیدا کولو د پاره د تمام نفساني آرزوګانو او آرمانو څخه تیر دي . او خپل عمر یي د بشر د ډیر لیري راتلونکي د پاره وقف کړی .بیړۍ په بیکرانه او پراخه فضا کې د یو ژور دقټ او کنترول لاندی روانه ده ، پس له ډیرو کړاونو دا دی ، د هغه ستوري او مدار ته نژدي شوي چې بشر د مخه د ژوند او حیات اټکل په کې کړی وو . د دي شیبی هر پیام د ساینس دانانو،فلسفیانو، علماوو ، او د ژور فکر خاوندانو د پاره نه هیریدونکي ده ، خبر لحظه په لحظه د ډیر قوی بی سیم په ذریعه رارسیږي . بیړۍ ستوري ته د کوزیدو په حال کې ده ،د نړۍ د ګوټ ګوټ د تازه خبر او بدلون په انتظار دي بیړۍ د داسي یو ستوري په مدار کې ده ، چې فضا یی لکه د ځمکي د فضا په شان په آسمان کې یي وریځي په حرکت کې دي ،شا او خوا یي سیندونه ، دریابونه دي او درنو غرونو د شااو خوا نه یی ګرد چاپیر لنګر اچولی دی . شین آسمان یي لکه د مځکي په شان شاه خوا ځنګلونه یي هم لکه د مځکي د ځنګلنو په شان دي بیړۍ د سنیدونو ، او دریابونو نه لږ لیري ، په یوه ډاک کې چې د تورو کاڼو دشته ده هلته کوزه شوه ،د بیړۍ مخي ته یوه جونګره څپرۍ وه چې د کوډلي په شان جوړه شوی وه ،چې ډیر بیحده وه زَړه ، او په همدي ویجاړه ډاک کې دریدلی وه کږه ،د کوډلی وران صورت د ډیرو زمانو د تیریدو ، افسانه بیانوله ،چې لرغون پوهه انسانان پرې ښه پوهیده ،چې دا کوډله څه داستان بیانوي، د کوډلي مخي ته ډیر تخنیکې وسایل پراته وو، د بیړۍ محقیقینو چې د دنیا په ټولو علومو احاطه درلوده ، پوهیدل چې دا کوډله څه افسانه بیانوي ، کوډلی دوی ته داسي وییل : چې ګوندی ډیر کلونه مخکي ،ما دلته ستاسونه مخکي د نوي ژوند پیغام راوړ ، یو څو تنه بیړۍ چلونکي او محقیقین دلته کوز شول .او زه یی د ځان داوسیدو لپاره جوړه کړم زما په مخ کې یي یو بیرق وو درولی ،او دا خورا ډیر وسایل یی چې د څیړنو د پاره دي ، دا یي دلته ، زما او د بیرق تر مخه پریښودل ، دا بیرق مې تر ډیره وساتلو ، خو یوه شپه توفاني باد راڅخه یوړه ،دا بیرغ زما د کلنو مونس او غمخوار وو ،او د بشر د فتحي او ظفر نښانه وه ،چې زما په مخ کې تر ډیره موده ولاړه وه ،او رپیده ،په شپو شپو به مونږ د یو بل سره د زړه ارمانونه بیانول مونږ وو چې دا ډاګونه مو وساتل ،مونږ د لمړي ځل د پاره د نوی ژوند پیغام دلته راوړ .زمونږ قافله لاړه چې بیرته به د نورو وسایلو سره راځي ،او د بشر د پاره د نوی حیات زیرۍ ورکوي.مګر ډیري زماني شوي ، خو د دي قافلي درک و نه لګید ،ډیری زماني مود خپلي قافلي د راتګ انتظار و ایست خو د قافلي اثر او درک و نه شو ،کله به داسي وشو، چې د دي ستوري په فضا کې یوه بیړۍ ښکاره شوه ،مونږ به ډیر خوشحاله شو چې ګوندي زمونږ کاروان راغی ،خو چې بیړۍ به راکوزه شوه ،د بیړۍ نه به بل شاني مخلوق راکوز شول ،او زما دبیرق او دا پاتي شو ي تخنیکي وسایلو عکسونه به یي واخیستل ،بیا به بیرته لاړل خو زمونږ د کاروان څخه خبر رانغی ،زه فکر کوم چې دا زمونږ کاروان د څه د پاره ځنډ شو ،زما په تصور کې فکر کوم د مځکي په مخ یو عالمی جنګ راپیش شوی ،او نوی مدنیت یي له مینځه وړی ،ولی چې د دي کاروان او مدنیت مخه بی د جنګ او جهالت نه بل څه نشي نیولای .نو جنګونه د تل له پاره د علمی نړۍ د پاره خنډ ګرځیدلی شي ،نو لعنت دي وي په جنګ
چې د علـم د پاره خنډ دی، هغه جنګ دی
په حیثیت ، د مدنیت ، باندی غوځنګ دی
انســـاني مقـام ته نه ښــايي ، چې وکړي
هغه کار چې ، انســانیت دپاره ، ننګ دی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button