د آرام خوب لارې چارې

ریاض مقامزی

څېړني ښيي، چې پر له پسې بې خوبي بدې روغتيايي پايلې لري. بې خوبي د ژور خفګان، لټۍ، ګنګسيت، چاغوالي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي.
په همدې اساس اړينه ده، چې په کافي اندازه خوب خوب وکړو. ځينې خلک له بې خوبۍ شکایت کوي. په دې لیکنه کې ځينې لارې چارې شته، چې مرسته درسره وکړي.

ذهن مو آرام کړئ
مخکې له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شئ، د ځینو ساده تمریناتو په مرسته خپله ذهني آرامي ثابته کړئ. تاسو کولای شئ حمام وکړئ، کتاب ولولئ او یا هم د ژوند خوږې خاطرې مو ذهن ته راوړئ. دا کارونه مو ذهني آرامي تضمينوي او د ښه خوب لپاره مو آماده کوي. خو کوښښ مه کوئ، چې مطالعه په کمپيوټر یا هم موبایل کې وکړئ. د موبایل د ښيښې وړانګې ستاسو خوب نا آرامه کولی شي.

کوټه مو منظمه وساتئ
که ستاسو د کوټې توکي ګډوډ وي، کتابونه مو بې ځایه وي، د المارۍ پلې خلاصې وي او یا هم نورې ستونزې وي دا کار مو خوب نا آرامه کوي او د بې خوبۍ سبب کېږي.

د ويښېدو لپاره د موبایل له زنګ “Alarm” څخه استفاده مه کوئ!
که څه هم اوس وخت کې ډېری خلک د زنګ لرونکي ساعت پر ځای له موبایل څخه ګټه اخلي خو؛ دا چاره مو خوب غیر منظم کوي. که تاسو موبایل خپل خوا کې پرېږدئ نو تاسو مجبور یئ چې خپلو پيغامونو، ايمېلونو او … په اړه فکر وکړئ. نو خوب مو ورک کېږي او په بې خوبۍ اخته کېږئ.

ژوره ساه واخلئ!
ژوره ساه اخيستنه د فشار لرې کولو تر ټولو غوره لاره ده. په حقیقت کې ژوره ساه ټول بدن ته د آرامۍ پيغام ورکوي. تاسو د خوب په وخت کې ژوره ساه واخلئ تر څو هر ډول فشار مو له ذهنه لرې شي او آرام خوب وکړئ.

له مناسب بالښت څخه ګټه واخلئ
که تاسو آرام یئ، ستونزې و نه لرئ او بیا هم آرام خوب نه شې کولای نو ښه به وي چې خپل بالښت بدل کړئ. ځينې وخت نامناسب بالښت زموږ د خوب آرام ګواښي.

د تخت یا کټ ځای بدل کړئ
تکرار هر څه بې خونده کوي. که تاسو تل په یوه ځای کې ویده کېږئ دا چاره مو خوب بې خونده کوي. او بیا ورو ـ ورو په بې خوبۍ اخته کېږئ. نو ښه ده، چې د خپل کټ یا تخت ځای په څو میاشتو کې بدل کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button