دڼیا (ګشنیز) مو پښتورګي پاکوي

ژباړه: صالح محمد هوتک

طبي نړۍ کې ورته د روغتیا د خزانې نوم ورکول سوی دی، علمي نوم یې  Coriandrum Sativum او موږ ورته ګشنیز یا دڼیا وایو، په اسیا او افریقا کې په پراخه پیمانه موندل کېږي او تر نیم متر جګېږي.

دڼیا (ګشنیز) د ګڼ شمېر طبعي موادو په شتون سره ستاسو پښتورګي پاکوي،قوي یې ساتي، او د روغتیا لپاره هغه ټول ویټامینونه لري کوم چې زموږ بدن ورته ضرورت لري، لکه: ویټامین آې، ویټامین بي، ویټامین سي، همدارنګه اوسپنه، کلسیم، پوتاشیم اومګنیزیم هم لري.

دڼیا (ګشنیز) د نورو زیاتو ګټو سربېره د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا، د زړه د ناروغیو، وینی فشار، پریشانۍ د کموالي او د بې خوبۍ تر څنګ د پښتورګو د ډبرو د لمنځه وړلو لپاره هم زیات ګټور دي.

همدا راز ډنیا (ګشنیز) قوي اشتها راوړنکي دي یعني د خوړو په هضم کې مهم رول لري، ځکه ډنیا د هضم غدو ته د هضم لپاره شیره تولیدوي او په دې توګه اشتها زیاتوي.

د ګشنیزو په وسیله مو پښتورګي پاک کړئ!

تګلاره:

ان شاءالله څو ورځي وروسته به یې پایله پخپل ادرارو (تشو بولو) کې ووینئ.

یادونه:  ښځي باید یاده سوې کړنه او یا هم د دڼيا (ګشنیزو) د استعمال څخه د امیندوارۍ او میاشتني عادت پرمهال په کلکه ډډه وکړي ځکه د دوی لپاره خطرناکي پایلي لري.

Exit mobile version