دچنګاښ په لومړۍ دې وکیلان له پارلمان وویستل شي

اجمل جان

تقریباً پنځه کاله وړاندې دپېسو ،روابطو ،درغلیو، زور اونورو غیر قانوني لارو چارو څخه په استفادې او سنیو پارلماني وکیلانو تر پارلمان ځان ورساوه ،دبریا سره سم يې دولسونو خدمت ته شاه او د انتخاباتي منډو ترړو پرمهال دولسونو سره شوي ژمني یو خوا او دخپلو شخصي ګټو او جیب ډکولو په لټه کې شول ،لومړی يې په لوړو بستونو باندې دخپل خپلوانو په مقررۍ لاس پورې کړ، دلوی قرار دادونو دترلاسه کولو لپاره يې هم لاسونه وغځول،دبېلابېلو سفارتونو سره یې په یو او بل نوم پراخې لیدنې کتنې ترسره کړې او دخپل جیب ډکولو په موخه يې دهغوی سره ناسم معلوماتونه شریک کړل،دهمدې لارې يې بې شمېره برسونه ترلاسه په ځینو يې خپل خپلوان نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ولیږل او ډیری نور يې ددې مظلوم ملت پر هغو بچو چې دلوړو زده کړو ارمان يې درلود په لوړوقیمتونو وپلورل کړل.

دمخ په ختمیدونکي پارلمان وکیلانو زړونه په پورته ذکر شویو غیر قانوني کړنو یخ نه شول،دخپل موقف څخه په استفادې يې په نظامي ،عدلي،قضايي او ملکي اداروکې پراخې لاس وهنې ترسره کړې،دولتي ځمکې يې غصب کړي،خپل خپلوان يې په سیمه ییزو اداروکې په دندو وګمارل او په بېساري ډول يې له امنیتي ځواکونو څخه دخپل ځان په ګټه استفادې وکړي،دا چې دوی ته ولس یوازې دپنځو کلونو لپاره د باور رایه ورکړې وه ،دانېټه هم مخ په ختمیدو شوی ده، دوی په دې پنځه کلنه موده کې دشویو ژمنو او وطن دوستۍ خلاف یوازې دخپل جیب ډکولو په فکر کې شول، دهمدې فردې غوښتنې په اساس يې ځانونه ملیونران او دهېواد باور ته يې په نړیواله کچه سخته صدمه ورسوله.

ددې ټولو ترڅنګ کله به چې دمخدره توکو خبره په رسنیو کې راغله نو معلومه به شوه چې په دې غیر اسلامي کړنه کې هم دپارلمان وکیلان ښکیل دي او دخپلو شخصي ګټو دترلاسه کولو لپاره به يې وزیر صاحبان استیضاح کول او په دې سره به يې د باور رايي د ورکړې په سر له هر وزیر څخه لس ګونه زره ډالره اخیستل، که په لنډه ووایم که هره غیر قانوني کړنه مو په نظر راځي تر شاه به يې ددوی لاس وي .

خو پوهیږئ چې دوی څه وايي : کله چې همدا د غیر قانوني کړنو ټیکداران په رسنیو ،ټلویزیونونو کې کیني ،ځانونه سم حقوق دانان،مبلغین او ددې ولس اصلي غمرازان ښای،ترڅو دبیاځل لپاره ولس په دوی باور وکړي او رایه ورکړي. ولس د ولسمشر،عدلي او قضایای ارګانونو څخه هیله کوي چې ددوی موده تمدید نه کړي او دوخت دپوره کیدوسره سم يې دپارلمان څخه وباسي ..

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button