دټاکنيزو خپلواکو کمېسيونونو سرنوشت څنګه ټاکل کيږي؟؟؟

 

د۲۰۱۴ کال دلانجمنو او اوږدو ټاکنو وروسته چې د ملت دميليونو رايو پرځای د امريکا دبهرنيو چار وزير جان ګيري يوې رايې زموږ سرنوشت وټاکلو او  د خلکو د هغې تمثيل شوې ارادې پرمخ يې نه هيردونکې څپيړه  ورکړه چې د تاريخ په کرښو کې به  د  ولس د حماسې په مقابل کې دا درې اړخيزه معامله چې د  دواړو نوماندانو او جان ګيري په منځکړيتوب ترسره شوه تور داغ  په توګه پاتی شي.

اجرايه رياست هم پلوو کسانو چې دخپل لنډغرتوب او وحشت اوږده سابقه لري تل يې په تشدد او دټوپک دميل په مټ يې خوړلې او  ساتلې ده  نو د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې چې عبدالله عبدالله  ددې ټاکنو  بريالی نه شو نو هماغه  مهال يې هم نارې سورې شروع کړی خپل ګريوان يې وشلولو او په خپلو ويښتو کې يې ګوتې واچولې ترڅو په نظام کې شريک شي خو  عبدالله عبدالله د دويم دور ټاکنو ته د ورتګ څخه  دانکار په موخه ميليونونه ډالر امتيازونه واخيستل، هغه مهال هم عبدالله اجرايه رياست او په نظام  کې ځان شريکول غوښتل خو دمالي امتيازاتو په اخيستلو  او د امريکا د سفير په غوښتنه  د واک له شراکت څخه لاس پرسر شو.

د۲۰۱۴ کال ټاکنې هم  د هماغو پخوانيو ټاکنو د سرنوشت سره مخ شوی بايلوونکي نوماند عبدالله عبدالله  بياهم دمنم نه منم ترشعارونو سره  د موازي حکومت اعلان وکړ خو داځل بهرنيانو د تير په خلاف عبدالله عبدالله د جان ګيري په سپارښتنه د اجرايه رياست په جامو کې په حکومت کې د مساوي واک سره راڅرګند شو.

عبدالله عبدالله او ډله يې چې د هېواد وروانولو اوږده تجربه لري د خپل مکر او فريب له مخې ۵۰ سلنې ورسيدلي واک اضافه واک داخيستلو هڅه کوي، دا مافيايي کړۍ په دې پوهيږي چې راتلوونکی واک ته رسيدلو په موخه کومې لارې او چارې دي چې  دوی واک ته رسيدل يقيني کوي.

د ولسمشرۍ او په هرو ټاکنو کې درې مهم ارګانونه دي چې په هغې انحصار کولی شي يوڅوک تر ارګ ماڼۍ ورسوي  چې يو هم د کورنيو چارو وزارت دی ځکه دا وزارت د ټاکنو د پيل څخه ترپای پورې د ټاکنو سره همکار ارګان په توګه په ټاکنو کې مهمه ونډه اخلي د مراکزو او محلونو د امنيت څخه نيولې، درايو کارتونو ويش، ټاکنيزو موادو انتقال،د رايې اچونې پر ورځ په مرکزونو او محلونو کې دخلکو تالاشي، د مرکزونو امنيت تامين، د رايې اچونو وروسته د رايو پاڼو او صندوقونو انتقال او بالاخره په ټوله هغه مرحله کې چې د ټاکنو مامورين وي پوليس يې ترڅنګ وي اود افغانستان په  څير هېواد کې چې د قانون پرځای د ټوپک ميل فيصلې کوي نو بيا د پوليس د زور سره خو د ټاکنو د بې د فاع مامورين هيڅ نه شي کولی ځکه  هماغه مامورين د همدوی لخوا ګواښل او بيا د همدوی په خوښه صندقونه ډګوي نو همدې وزارت اهميت ته په کتو ډاکتر عبدالله عبدالله د کورنيو چارو وزارت خپل کړ ترڅو په راتلوونکو ټاکنو کې خپل همفکره کسان ځای پرځای او د دوی په نفعه ټاکنې وڅرخوي چې په همدغه ولسمشريزو ټاکنو کې هم نوموړي وزارت  همدا کار وکړ.

دوهم دپوهنې وزارت دی چې داهم په ټاکنو کې مهم رول لري د ټاکنو ۹۰ سلنه مرکزونه د پوهنې وزارت په مکاتبو کې خلاصيږي او هم د۷۵ ٪سلنه زيات د ټاکنو د ورځې کارکووونکي هم د ښونځيو معلمين او متعلمين تشکيلوي نو  داجرايه رياست ډلې دا وزارت چې په يو ډول نه يو ډول په سيمه کې د لوړ رتبه  کسان په سيمو کې په معلمينو او معارف کارکوونکو تاثير لري دا وزارت له ولسمشر څخه خپل کړ او هم د پوهنې وزارت دکمپاين په مرحله کې هم زيات اغيزمن پاتی کيدای شي.

او دريم  دټاکنو خپلواک کمېسيون سياسي ملاتړ د نوماند سره  له هره پلوه  مهم دی اجرايه رياست او پلويان يې چې مار چيچلی له پړي ډاريږي  فکر کوي که چيرته ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې ټاکنيزو کميسيونونو  د دوی دتقلب مخه نه وه نيولی نو په لومړي پړاو کې دوی هتما ګټوونکي ول نو په همدې موخه د ولسمشر او اجرايه ريس ترمنځ شوی تفاهم ليک چې پکې دټاکنيزو کميسيونو اصلاح کول د لومړيتوب په توګه ياد شوي لا دناقانونه تفاهم ليک د نافذيدو د لومړۍ ورځې څخه هڅه کوله چې په ټاکنيزو کميسيونونو کې د اصلاحاتو په نوم خپل کسان ځای پرځای ترڅو خپلې راتلوونکې ټولې ټاکنې پرې تضمين او  د دوی ګټو ته ژمن کسانو راوستلو او ياهم په ټاکنيزو کميسيونو کې دوی ته د وفادارو کسانو په ساتلو کې  رول ولوبوي.

نو له څه باندې نهو مياشتو لانجو او برخوردونو وروسته اجرايه ريس په دې بريالی شو چې د ټاکنيزو کميسيونونو اصلاح لپاره خپله طرحه قدم په قدم پلي  خو هغه مهال چې  ولسمشرد انتخاباتي اصلاحاتو کمېسيون لپاره شکريه بارکزۍ وټاکله او اجرايه ريس د شديد مخالفت سره مخ شوه، ولسمشر دخپل دريځ څخه دوه متره شا تګ داثابته کړه چې دولسمشر کمزوری دريځ به د ټاکنيزو کميسيونو واګي  په لوی لاس د اجرايه ريس په لاس کې ورکړي چې متاسفانه همداسې وشول.

د ولسمشر لخوا دکوچني اختر دمخه  دانتخاباتي اصلاحاتو (۱۳) کسزيز پلاوي اعلانيدل نور هم مدني نهادونه،سياسي ګوندونه،ټاکنيز کميسيونونه او عام ولس ناهيلي کړل او  دټاکنو خپلواک کمېسيون چې نسبتا مسلکي وړ افراد درلودل د دوه ډلو څه چې د(۷) تنو ترمنځ وويشل شول ځکه دانتخاباتي اصلاحاتو کمېسيون جوړښت ته که په دقت وليدل شي نو دغه ۱۲ تنه هم په حکومت کې دشريک باڼو  لخوا معرفي شوي او د همدې کسانو په غوښتنه به ټاکيزو کمېسيونونو کې خپل دسهم کسان ورننويستل کيږي او دا کمېسيون به  دسهم دارانو په مرکز بدليږي.

دحيرانتيا خبره خو داده چې  ولسمشر د خپل ۵۰٪سلنې ونډې څخه هم سمه استفاده نه ده کړی او ددې په ټيم کې دصبرينا ثاقب په نوم ميرمن  عبدالله عبدالله پلوی خو له ده ټيم څخه معرفي شوې.

انتخباتي اصلاحاتو کمېسيون کې دښاغلي شاه محمود مياخيل او کاوون کاکړ  او کرياب څخه چې په خټه پښتانه دي هم د معجرې هيله مه کوي چې ستاسو  له ګټو به دفاع وکړي ځکه  په دوی کې خو ځينې کسان خپله هڅه کوي دټاکنيزو کمېسيونو کې دکميشنرانو په توګه راشي نو هغوی ستاسو له غمه مړه نه بلکې خپله خيټه يې خوښيږي.

اوس ددې ځای دی چې وړاندوينه وکړو چې په دې کمېسيون کې شته کسان هيڅکله د ولس څخه استازيتوب نه  بلکې د ولسمشر او اجرايه ريس څخه  استازيتوب کوي،  ټاکنيز خپلواک کمېسيونونه به انتخاباتي اصلاحاتو کمېسيون له برکته د ملي توب پرځای په ډلو ټپلو او ډله ګيو و ويشل شي او د ټولنې لويه برخه چې هغه عام ولس دی په دې مختلطه  غيرمتجانسه  اينه  کې هيڅکله ځان ونه ګوري،بلکې  او نه به  په راتلوونکي دملت واقعي استازي  د ولسواکۍ او د ټاکنو له لارې د خپل دروند ملت استازيتوب و شي کولی.  

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button