دونیم ساعته مرستیالان

خوشحال آصفی

د نړۍ په هیڅ سهامی یا ګد شرکت کې دومره نه همغږي ، خپل سري ، قدرت غوښتنه او په ټوکه کې انارشیزم شتون نه لري لکه چې د افغانستان په سهامی یا ګد ملي یووالي شرکت کې شتون لريږ هغه تېره ورځ د ملي یووالي د ګد شرکت یو برخه وال د افغانستان د پانګه اچوونې یا (آیسا) اداری لپاره درې مرستیالان

وروپېژندل اما دوه نیمه ساعته وروسته بل برخه وال درې واړه منفک کړل او درې واړه یی د ټوپک په زور له یادې ادارې څخه وویستل حال دا چې دا درې مرستیالان هم له لسګونو غیر مسولو وسله والو ډلو سره راغلل او په څوکیو په زور کیناستل ، ته به وایي چې دا څوکۍ دوې اخستي او یا دوی ته په میراث پاتې دي یا هم چور او چپاول اعلان شوی ، دې ته وایي بې عزتي ، بې احترامي ، بي شرمي ، بې حیایي ، خپل سري ، قدرت غوښتنه ، په واک شخړه ، ګدوډې او په ټوله کې انارشیزم . دې ته ورته کله چې یاد ګډ د ملې یووالی شرکت په کار پیل کړې اصلآ د لومړۍ ورځې څخه د دغه ګډ شرکت د اوو برخه والو تر منځ د څوکیو ، پیسو او واک د ویش په سر اختلاف او نه همغږي شتون درلود او تراوسه پورې شتون لري ، تاسو ولیدل چې د دې شرکت یو برخه وال بیګاه د دفاع وزیر وټاکه اما ددې شرکت بل برخه وال خپل غږ پورته کړه چې زه یي نه منم !!!!!!!!!
او له دندۍ کوښه شو همداسې دغه شرکت د ټاکنو د کمیسیون د اصلاح لپاره مشره وټاکله اما بیا څو ورځې وروسته بل برخه وال په خپل سر باندې هغه له دندۍ کوښه کړه ، اول خو سړی لویه اشتباه او خطا کوي چې خپل غرور ، حیثیت ، عزت ، ابرو او خپل هر څه له خاورو سره لاهو کوي او دې ته حاضر شي چې له دغه شرکت سره کار وکړي ځکه دغه شرکت مونږ ولید چې د انسانانو له غرور ، عزت او حیثیت سره یې لوبې وکړې او لوبې کوي داڅه مانا لري چې بیګاه یو کس په دنده وګماره او بیا سهار وختي یي له دندې کوښه کړه ، نوي چارواکې ادارتو ته وروپیژنه اما څو ساعته وروسته یي له دندۍ ګوښه کړه . لومړی په خپلو کې جوړ راشې او په یو کس دعا وکړې او بیا یي اداراتو ته وروپیژنۍ ، لومړی پخواني کسان له دندو ګوښه او بیا نوي کسان چې ستاسو ټولو برخه والو خوښه په کې وي اداراتو ته وروپیژنۍ ، که چیرې غوارې ستاسو ګډ شرکت په همدغه انارشیکه او ګډوډه فضا کې دوام وکړي نو همغږۍ ولرۍ ، سالم مدیریت په خپل شرکت کې رامنځته کړۍ ، په تخصص او تجربې ټینګار وکړۍ ، په تعهد او زړه سوي تینګار وکړۍ ، په ړنا ورځ په اداراتو باندي د ټوپک په زور مه ننوځۍ او څوکۍ مه اشغالوۍ او حد اقل د دغه ګډ شرکت سیاسی تفاهم لیک ته احترام وکړۍ د یو بل امضا ومنۍ او احترام ورته وکړۍ ، کله چی یو څوک په دنده ګمارۍ نو یو او بل خبر کړۍ ، د هغه کسانو په عزت ، غرور ، ابرو او حیثیت لوبې مه کوۍ کوم چې غواړي په دغسی حالاتو کې له تاسو سره کار وکړي ، او که چیرې داسې ونه کړۍ نو ستاسو ګډ شرکت به هم لکه د لبنان او سویلي سوډان ګډ شرکتونو غوندې د یو کال نه زیات دوام ونه کړي او ټغر به يي ټول شي .
خوشحال آصفی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button