دنولسمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

د نن زرین اصل :

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی پر درو کسانو ترحم وکړئ:
لومړى : هغه کس چي عزتمن وي خو اوس خوار سوى وي .
دوهم : هغه کس چي بډاى وي خو اوس غريب سوى وي .
درېيم: هغه عالم چي په ناپوهانو کي بې نومه پاته سوى وي .

درنو دوستانو ، لطفأ دغه حدیث ته ښه متوجه سیً او بیا یې تحلیل کړئ . یوه دنیا علم او عمل دی ! نو دا هم نولسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

څوک لمونځ نه کوی ؟

د درېیم ټولګي معلم د شاګردانو څخه وپوښتل چی آیا راته ویلای سیً هغه کوم انسانان دي چی لمونځ نه کوی ؟

یوه ماشوم په معصومیت سره ځواب ورکړ چی هغه خلک لمونځ نه کوی چی مړه سوي دي .

ښوونکي وویل چی صحیح ده .

دوهم زده کونکي په افسوس سره وویل چی هغه خلک لمونځ نه کوی چی زده یې نه دی .

معلم وویل چی دا هم صحیح ده .

درېیم شاګرد په لوړ ږغ وویل چی هغه خلک لمونځ نه کوی چی مسلمانان نه دي .

استاد وویل چی دا هم صحیح ده !

هو ګرانو لوستونکو ، که ښه متوجه سو په رښتیا هم لمونځ هغه کسان نه ادا کوی چی زده یې نه وی یا مسلمانان نه وی ! او یا په رښتیا هم مړه سوي وی . راسیً چی اوس موږ د دغو ماشومانو د ځوابونو مطابق خپل ځانونه و ارزوو . پوښتنه دا ده چی موږ له دغو ډلو څخه په کومه یوه کی حسابیږو ؟ آیا مړه یو ؟ آیا لمونځ مو زده نه دی ؟ او که مسلمانان نه یو ؟ په حقیقت کی دا درې واړه ځوابونه ډیر باریک ، حساس او خطیر دي . رسول الله (ص) فرمایی چی لمونځ د مسلمان او کفر بېلونکی دی . او فرمایی چی لمونځ د اسلام پایه ده . روایت دی چی په قیامت کی به لومړۍ پوښتنه د لمانځه وی .

انسان اصلأ د الله تعالی د عبادت له پاره خلق سوی دی ( الذاریات ـ ۵۶ ) ، نوری چاری فرعی دي . خو زموږ زیاتره ځوانان ، آن زاړه هم لمونځ نه کوی چی په دې سره د لویی ګناه مرتکب کیږی حال دا چی قرآنکریم لمونځ د بدو کارو مانع بللی دی .

مهمه باریکي دا ده چی لمونځ او هر عبادت باید په خپل اصلی مفهوم سره وی نه دا چی عبادت په عادت او سرعت سره اوښتی وی ! هیله ده چی نور نو هغه څه راپیل کړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو . راځی چی د بدلون او سمون فیصله وکړو ، یعنی د لمانځه څخه یې راپیل کړو . اسلام راته وایی چی لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . که هوس دی نور دې بس دی !

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button