دمینی ملنګ

نعمت الله پټانزی < patanzai.w@gmail.com >

ستادحسن پلوشوکې
ستادمینې په سوچوکې
دملک لورې نادانې
شوم ستې په سرولمبوکې
××××
هله ژرشه مازدیګردی
اجازه له موره واخله
دګودرپه لوری راشه
شین منګې له کوره واخله
×××××
زه ولاړیم په شــنه پوله
ستادیدن ته می زړه کیږی
زه راغلــــی ستالپاره
دستاحسـن می خوښیږی
××××
شین منګی دپه سـرایښی
په سرکړی دسورشال دی
ستادزنی شنوخـــالوته
چی ونه ګـورم اوبا ل دی
××××
غټی سترګی خدای درکړی
غـونډه زنه نـری پوزه
ستاپه مینه کی ملنګ شوم
مادکورپه لوری بـوزه
××××
دروازی ته خیرات راوړه
کنډولی له اوړوډک کـړه
زه لمــن درته غوړومه
ورپیدادمورته شـک کړه
××××
چی داڅرنګه مـلنګ دی
چی کچکول ورسره نشته
په لمن کی خیرات غواړی
لوری بل خواځینی تـښته
××××
تاته ځـان نه معلومیږی
ډیره بده ښـــایسته یی
دکورمړی ته بی ځــایه
ته بی حده نن خفــه یی
××××
ورته ګوره ښکلی ځوان دی
دمـــلنګ جامی په تن کی
نه یی غـاړه کی تعویذشته
نه یی بوی شته په بـدن کی
××××
چی زمــونږکلی ته راشی
بیاله دغــه کلــی نه ځی
دروازی ته زمونږهروخت
بی اخـــــتیاره ننوځی
××××
موری داډیرښه ملنګ دی
کــرامت یی زوروردی
څه به نه وایی مـورجانی
دی له تانه مـــروردی
××××
نه ممیزاونه زیات توکی
نه له تاتورتوتان غواړی
لــږاوړه چی په کاسه کی
ورته راوړم ډیرپری ویاړی
××××
بس همدایې ښه عادت دی
چې ناری په زوره نه کړی
خیرناست دوی خوارکوټی
څه غوښتنه نوره نه کړی
××××
پریږده !نه دځی بل خواته
اوس خوټکنده غـرمه ده
که روان شی پاس تنګی ته
هغــه لارډیره اوږده ده
××××
نن دپاتی شی همــدلته
دغه شپه دنن ســـباکړی
بیابه ګوروپه سهـــارکې
که می پلارهـرڅه ویناکړی
××××
موریې وویل لورجانې
ګوره پلاربه دغوسه شی
دی ملنګ ته ځواب ورکړه
په جومات کې دمیلمه شی
××××
زمـاخوښـه ده چی نه ځی
په جونګړه کی ځای شته دی
ډیرناوخته دی مورجانې
که یې پریږدوڅومره ښه دی
××××
ناڅاپي یې پلارڅرګندشو
دی خبروته یی پــام وؤ
له غوسی نه یی رنګ سوروؤ
نه سلام نه یی کــلام وؤ
××××
په وینایی پــــیل وکړ
ملنګ جــانه !پاڅه پاڅه
له دی کلی نه به وځــی
له دې سترګومې  پــناه شه
××××
لوريي ډیره کړه بی خونده
دملنګ سره دڅــــه وؤ
ستادپلارمقـــام ته ګوره
له بدرنګ سره دڅــه وؤ
××××
مادتیښتې لارپیداکړه
ښه شوم خلاص شوم له عذابه
یودمینی ټــس می وخـوړ
خــدایه رایی کړی ثوابه
××××
لوريي پټه مورته وایی
زه ورخـــیژمه بلی ته
چی اوس لاړشی سباراشی
زمونږه جګی ودانی ته
××××
لا روان یمه په تیښته
یوپیکه غږیې راخورشو
ځوانې مرګ شې دامې واوره
نوم مې ستاپه یاری تورشو
××××
نوی غم د په سربارشو
په سبابه دغه چــل کړی
په خانانوکی دښـکارشو
خامخابه داعمــل کړی
××××
یوه ډیسی تپانچــه واخله
صرف دوه ډزه یی کافی دی
زمونږدکورمخـی ته راشه
وایه دامــرمی زیاتی دی
××××
بیانوتښته خپـل مالت ته
وایه هرچاته حـــالونه
دکــوزکلی دملک لــور
ته می وکـړل دوه ډزونه
××××
اوس زماشوه خیالیګـره
په رښتیاچی ډیره ښکلی
دکوزکلی دمـــلک لور
په خپل چــم کی نازولی
××××
نن جرګــی ته ورلیږمه
څوخانان اوڅوسپین ږیری
چی داپریکړه فیصله کړی
څوتورسری څوتورږیری
××××
دکوزکلی مــلک غواړی
څـوپسونه څوغوایان هم
زمـاپلارهم دامـــنلی
خپلــومه دادوستان هم
××××
اوس ګودرته په ډاډه زړه
چی ورځم حل مـدعاشوه
(پټانزیه) ستاشعــروکی
بس خیالي لیلی زمــاشوه

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button