دماليې له ورکړې آزاد بنیادونه او دولتي ایجنسۍ

 

ژباړن : نورالحق نبي زاده

 

نن ورځ یواځې د امریکا دمتحده ایالاتو په خاوره کې تر څلوېښت زرو څخه  ډېر د مالې وړ نه بنیادونه(هغه بنسټونه چې  دماليې له ورکړې آزاد دي. ژ) شتون لري  چې ډېری یې خپلې ریښتېنې موخې هم نه پټوي . په همدې شمېر نور بنیادونه بیا د جهاني کېدو او د حکومت د مرکزي کولو په چارو کې د پټو ټولنو پلانونو ته مرستې رسوي .

  نورمن دود چې د کانګرس د انتخاباتي کمیټې د کار مسئول و او د بنیادونو او د هغو معادلو سازمانونو څېړنه د همدغې پارلماني کمیټې له صلاحیتونو څخه ده څرګنده کړه چې په کال ۱۹۵۲ – م کې د « فورد بنیاد » رئیس په خپله ده ته وویل چې د هغه بنیاد « د سپينې ماڼۍ د هدایت سره سم د امریکا په متحده ایالاتو کې زمونږ د ژوند د بدلون لپاره » ( ۱ ) په دې موخه ځانګړی شوی دی تر څو له شوروي اتحاد سره ګډ سوله ییز ژوند سمبال کړي . داسې ښکاري چې د کمونیزم په ړنګېدو ، د ملګرو ملتونو او ناتو سازمانونو په راڅرګندېدو او همدا شان د بېلا بېلو اقتصادي تړونونو په لاسلیک کېدو سره دا موخه نږدې تر لاسه شوله .

  د هغو ټولنو او بنیادونونو په اړه چې د « کوپړۍ او هډوکو » له پټې ټولنې ، د نړیوالو اړیکو د شورا ، درې اړخیز کمیسون ، د ایلومیناتي فري ماسوني ډلو او نورو پټو ټولنو سره تړلي دي د ځينو لیکوالانو سر سري نظر د یو څه حیرانتیا موجب ګرځي . په تېره بیا د لاندینیو ټولنو او بنیادونو په اړه : د نړیوال انکشاف ایجنسي ، د امریکا د مدني آزادیو اتحادیه ، د امریکا د نژادي اړیکو شورا ، د امریکا د مطبوعاتو انستیتوت ، د انحصار ضد لیګ ، عربي بیورو ، د آسپېن انستيتوت ، د هومانیستي سایکالوژۍ ټولنه ، د بېتېل انستیتوت ، د کرداري ( سلوک ) علومو  څېړنیز مرکز ، د قانوني حقوقو مرکز ، عیسوي سوسیالیستي لیګ ، د کیوبا د څېړنې مرکز ، د دموکراتیکو بنسټونو مرکز ، کمونیستي لیګ ، د چارپېریال ساتنې بنیاد ، فابیاني ټولنه ، د فورد بنیاد ، د ملي پرمختګ بنیاد ، د مارشال الماني بنیاد ، د هادسون انستیتوت ، د آرام سمندریزې اړیکې ،  په نشه یي توکو د روږدوالي ، جنایت او عدالت انستیتوت ، د ستراتیژیکو څېړنو نړیوال انستیتوت ، د مېلن انستیتوت ، میتافزیکې ټولنه ، د میلنر ګروپ ، د مېن پېلېرین ټولنه ، د سره پوستو کسانو سره د مرستې ملي اتحادیه ، د کلیساوو ملي شورا ، د نوې نړۍ بنیاد ، د رنډ کارپوریشن انستیتوت ، د ستندفورد علمي – څېړنیز انستیتوت ، د تاویستوک د انساني اړیکو انستیتوت ، د اندېښناکو عالمانو اتحادیه ، نړیوال سور صلیب او د موټر سپورتونو نړیواله اتحادیه ( ای ام اس اې ) .

  د بېلګې په توګه د آسپېن انستیتوت یو « د پام وړ دیپلوماتيکي نفوذ لرونکی نړیوال شرکت دی » . د « آسپېن ویکلي » خپرونې ژورنالیست څرګنده کړه چې دغه انستیتوت څه نا څه شپېته  ملیونه خالصه پانګه لري او په منظمه توګه د اولسمشرانو ، صدراعظمانو ، فیلسوفانو ، دولتي لوړ پوړو چارواکو ، سلاکارانو ، ښوونکو ، ژونالیستانو ، انځورګرانو ، فعالانو او د داسې نورو استازو مېلمه پالنه کوي . دغه بنسټ د پنځه سوه بانفوذو کسانو په لرلو سره سیالي کوي . ( ۲ ) . مګر سره له دې چې دغه انستیتوت په ملي او نړیوالواله کچه شهرت لري خو بیا هم د ډېرو سیمه ییزو استازو او د هغو کسانو لپاره چې ورڅخه لیدنه کوي د یوه راز په توګه پاتې دی .

  انستیتوت په ۱۹۴۰ – مو کلونو کې د آسپېن د هومانیستي څېړنو انستیتوت په بڼه وپنځول شو خو په ۱۹۷۰ – یمو کلونو کې د هومانیزم ضمیمه ورڅخه لرې شوه . د انستیتوت بنسټ ایښودونکي لاندې کسان وو : د شیکاګو صنعت ګر ولتر پيپک ؛ د شیکاګو د روکفیلر پوهنتون رئیس روبرت ماینارد هتچینس ؛ فیلسوف مورتیمر آدلر ؛ د نړیوالو اړیکو د شورا او د « کوپړۍ او هډوکو » پټې ټولنې غړی ، د « لایف » او « تایم » ځواکمنو خپرونو مشر هنري لوس . دغه ټول کسان له هغه پوهنتون سره تړلي وو چې د « بریتانیکه دایرةالمعارف » کمپنۍ د شیکاګو څانګه جوړوي .

  سره له دې چې د پراختیا او له ځمکې څخه د ګټې اخیستو په مسئلو کې له ښار سره یو لړ جدي اختلافات لري خو بیا هم د آسپېن انستیتوت د خپل مېشت ځای د ګاټيزه غره له تسکین بښونکي فضا څخه کار اخلي او د خپلو ګڼ شمېر سمینارونو او کنفرانسونو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایي .

د سیاسي څېړنو انستیتوت د سلګونو هغو بېلا بېلو ګروپونو لپاره د املېیلو یو سازمان دی چې هم د چپ او هم د ښي سیاسی طیف استازيتوب کوي . دا د هغه سازمان یوه بله بېلګه ده چې له پټو ټولنو سره تړاړو لري . په دې تړاو لیکوال ډاکتر کولمن لیکي : « د سیاسي څېړنو انستیتوت د هغې شېبې له پیل راهیسې چې د برتران روسل او انګلیسي سوسیالیستانو په مرسته د جیمز پي. واربرګ او روتشیلد د کورنیو له خوا وپنځول شو د امریکا د متحده ایالاتو بهرنی او کورنی سیاست یې ټاکه او بدلاوه . د سیاسي څېړنو د انستیتوت موخې د انګلیسي « ګردي میز » ټولنې له خوا ټاکل شوې وي . یوه تر ټولو ښکاره موخه یې د امریکا په متحده ایالاتو کې د اساسي خوځښت په توګه د « نویو چپو » پنځونه وه . د سیاسي څېړنو انسیتوت باید مخامختیا سمبال کړې ، لمسونې ، ګډوډۍ او له کنترول څخه وتي حالات یې جوړ کړې ، د چپ نیهیلیستي سوسیالیزم « ایدیالونه » یې خپاره کړي ، د نشه یي توکو د ټولو ډولونو د خپرېدنې څخه یې ملاتړ کړی وای . انستیتوت باید داسې « لوی ډانګ » شوی وای چې د امریکا د متحده ایالاتو سیاسي دستګاه ته یې ټکان ورکړی وای » .     ( ۳ ) .

  لیکوال اس. ستیون پاول څرګنده کړه چې هغه موخه چې د سیاسي څېړنو د انستیتوت له خوا اعلان شوې وه هغه د « امریکا په متحده ایالاتو کې د ټولو اقتصادي ، سیاسي ، اجتماعي او فرهنګي مؤسساتو له منځه وړنه وه » . د هغې هر اړخیزې پلټنې په پایله کې چې د کمونیزم له ړنګېدو دمخه تر سره شوله نوموړی دې پایلې ته ورسېده چې « د سیاسي څېړنو د انستیتوت د فعالیت د صفحه بندۍ صورت حساب د دې شاهدي ورکوي چې ډېر هغه څه چې انستیتوت تر سره کول هغه د شوروي اتحاد په ګته وو . د لیبرال اکادمیک څېړنیز مرکز د اساساتو په پنځونه کې انستیتوت ځانګړي بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي » . ( ۴ ) .

  د څېړونکو د څېړنو سره سم د سیاسي څېړنو د انستیتوت د مالي تمویل زیاته برخه د هغو سازمانونو له خوا برابرېدله چې د نړیوالو اړیکو له شورا سره ښکېل وو . په دې تړاو د « روبین بنیاد » چې د « لارد ډې انډ لارد » په نوم د نیویارک یوه حقوقي شرکت یې استازیتوب کاوه تر ټولو زیاته ونډه اخیستې ده . د لاردانو د کورنۍ غړي له ۱۸۹۸ – یم کال راهیسې د « کوپړۍ او هډوکو » سازمان غړي وو . ونستون لارد چې له ۱۹۵۹ – م کال راهیسې د « کوپړۍ او هډوکو » پټې ټولنې غړی و ، د هنري کیسنجر پخوانی دستیار ، په کال ۱۹۸۳ کې د نړیوالو اړیکو د شورا رئیس او د اولسمشر ریګان په دوره کې په چین کې سفیر و .

  د «فورد بنیاد »عمومي رئیس مک جورج بندي داوږده وخت لپاره  هر چېرته حاضر  و . نوموړی د نړیوالو اړیکو د شورا او د « کوپړۍ او هډوکو » ټولنې غړی ، د ملي امنیت په شورا کې سلاکار او هغه څوک و چې د تونکین خلیج  پېښه یې سر ته ورسوله چې پایله یې د ویتنام جګړه وه . ( ۵ ) .

  د ۱۹۸۰ – یمو کلونو په نیمایي کې د دموکراتیکو بنسټونو د څېړنې مرکز د فعالیت له برکته د امریکا په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د راوستلو نوښت وړاندې شو چې مالي سمبالتیا یې د فورد بنیاد له خوا سمبال شوله . مګر د خلکو د ډېرو سختو اعتراضونو له کبله هغه هڅه بریالۍ نشوه .

  د شتمنو کسانو نړۍ ته په خاصه سترګه کتل د هغوی پر لارویانو هم اغېزه وشېندله ، نو ځکه هغوی د لندن د اقتصادي او سیاسي علومو د ښوونځي په شان د سترو پوهنیزو او تنویري مرکزونو په تأسیسولو لاس پورې کړ . د دغه ښوونځي د تأسیس مالي سمبالتیا د روکفیلر بنیاد ، د کارنېګې انګلیسي بنیاد او نورو هغو بنسټونو له خوا سمبال شوه چې د « مورګان انډ کمپني » سره تړلي وو . دغه ښوونځی د فابیاني ټولنې د بنسټ ايښودونکي سیدنې جیمز بېب له خوا وپنځول شو .

  فابیاني ټولنه چې په کال ۱۸۸۳ کې په لندن کې تأسیس شوه د تکاملي سوسیالیستانو یو ګروپ و چې خپل نوم یې له رومي جنرال فابیوس کونکتتور څخه په امانت اخیستی دی . جنرال فابیوس وتوانېده چې د هانیبال ډېر لوی پوځ ته د بریالیو بریدونو په مټ ماته ورکړي .  له دې چې فابیوس له عمومي نښتو څخه ډډه وکړه نو په پای کې بریالیتوب ور په برخه شو . له دې چې د فابیایي سوسیالیستانو موخه « د ځمکې ، د افرادو د تولیدي پانګې او طبقاتي مالکیت د برابرولو له لارې د ټولنې بیا سنبالونه وه » نو ځکه یې د فابیوس تکتیک خپله وسله وګرځوله .

         په واقعیت کې د فابیاني سوسیالیستانو او کمونستانو تر منځ یواځينی فرق همدغه د تکتیک مسئله وه . هلته چېرې چې کمونستانو غوښتل د انقلاب له لارې سوسیالیستي نظام ټېنګ کړې ، فابیایي سوسیالیستانو هڅه کوله چې د تبلیغاتو او پارلمان له لارې ورو ورو د سوسیالیزم په لور ودرومي .

       فابیانیان یو وخت د خپل یوه وتلي غړي ، لیکوال هربرت ویلس له خوا رسوا شول . په کال ۱۹۰۶ – م کې هربرت ویلس وویل : « زه په خپله ټولنه کې   . . . په زړه پورې بې ځایه ټګي وینم ، یو څه عقیدې ته ورته ، چې نړۍ کولی شي سوسیالیزم ته ورسېږي حتی چې په اړه یې در ته شک هم پيدا نشي » . ( ۶ ) . د دې پر ځای چې له دغې غوښتنې څخه د رټتیا اخیستنه وشي ، فابیانیانو د ویلس څرګندونې ته پاملرنه ونه کړه ، خپل د پټې او ټګۍ تکتیک ته یې دوام ورکړ

       نور نوموتي فابیانیان جارج برنارد شاه او انګلیسي اقتصاد پوه جان ماینارد کینز وو . د اقتصاد پوه کینز « نوي اقتصادي نظرونه » چې حکم یې دا وه چې دولت باید بازار مار ، اشتغال ایجاد پر اقتصاد ډېر کنترول ولري . د « ریګاني اقتصاد » او « د اصلاحاتو ضد کړنو » تر پيله پورې د کینز اقتصادي نظریاتو د امریکایې اقتصاد بنسټ جوړاوه . د « ریګان اقتصاد » د شیکاګو  پوهنتون اقتصاد پوه میلتن فریدمن او د هغه پولي نظریې ولمساوه .

       وروسته له هغې چې فابیانان د انګلیسي لیبرال او محافظه کاره ګوند په چوکاټ کې خپلو سوسیالیستي ایدیالونو ته په رسېدو کې ماته خوري نو په کال ۱۹۰۶ – م کې د یوه بل نوی ځواکمن ګوند ، د انګلیس کارګر  ګوند بنسټ ږدي.

         د شلمې پېړۍ په پيل کې د فابیاني ټولنې بنسټ ګر بېب د لندن پوهنتون له سره تنظیموي او د تعلیمي مؤسسو فدراسیون راپنځوي ، په ۱۹۰۲ او ۱۹۰۳ کلونو کې د زده کړو په اړه د انګلیس پر قوانینو کار کوي او د لندن د اقتصاد دښوونځی بسټ جوړوي

       د لندن د اقتصاد ښوونځي د نوموتیو محصلینو په ډله کې دیوید روکفیلر ، جوزیف کنیدي ( کشر ) او د هغه کشر ورور ، په را وروسته کې اولسمشر جان اف. کنیدي ، رابرت کنیدي ، په راتلونکې کې سناتور دانیل موینیګن ، لیکوال ذکریا ستچین او ویندوی اريک سېوارید وو .

       د امریکا په متحده ایالاتو کې پټو ټولنو ته نږدې دولتي ایجنسۍ  ګڼ شمېره دی . دلته د بېلګې په توګه یواځې له یو څو هغو ایجنسیو څخه یادونه کوو چې تر نورو مهمې دي : سي آی اې ، د ملي امنیت شورا ، د پلټنو فدرالي اداره ( اف بي آی ) ، د ملي امنیت ایجنسي ( ان اس اې ) ، د دفاعي څار ایجنسي ( ډي آی اې ) ، د امریکا د متحده ایالاتو د څار ټولنه ( آی سي ) ، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې اداره ( ډي اي اې ) ، د شرابو ، تمباکو او وسلو د کنترول اداره ( اې ټي اف ) او د بېړنیو حالاتو د کنترول لپاره فدرالي ایجنسي . دغه ایجنسۍ  د ملي امنیت د شرایطو ، د خپلو خاصو دندو او د جرمي کړنو او د باخبره کسانو په اړه د مالوماتو د خوندي ساتلو د اړتیا له کبله دوه مخي خصلتونه لري .

        له دننه نه پر دولت باندې د پټو ټولنو له خوا د ټينګ کنترول لرلو څرګنده بېلګه د ملي امنیت شورا ده چې د ۱۹۴۷ – م کال د ملي امنیت د مصوبې مطابق ، له تأسیس څخه یې اساسي موخه دا ټاکل شوې وه تر څو د وسله والو ځواکونو د کارونې په ګډون پر امریکایي سیاست باندې اغېزه وکړي . ډېری امریکایان هیڅ خبر هم نه دې چې د ملي امنیت نفوذ لرونکې شورا کې څوک ځای پر ځای کېږي . که پوه شي هغوی به ډېر حیران شي چې د ملي امنیت شورا د مشرانو ترکیب چې  له اولسمشر ، د اولسمشر له مرستیال ، د بهرنیو چارو او د دفاع وزیرانو څخه عبارت دي  او دا هغه دولتي چارواکي دي چې له مخکې نه د نړیوالو اړیکو د شورا او یا د درې اړخیز کمیسون د غړیو له خوا په شلمه پېړۍ کې تیار شوي دي . ( ۷ ) .

         څرنګه چې څېړونکي یې اټکل کوي ، که چېرې د دولت او د کارو بار لوړه رهبري د پټو ټولنو له خوا مهار شي نو د ټیټو پوړیواو څانګو کړنې نه باید مهمې پایلې ولري . د دولت د مامورینو غوڅ اکثریت صادق او د ښه نیت لرونکي کارګران دي ، هغوی یواځې  د خپلو لوړو مقامونو سپارښتنې او لارښوونې سر ته رسوي . ډېرو دولتي مامورینو د داسې امرونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړلې چې نا سم تصور یې ورکاوه او یا دا چې د خپلو لوړو آمرینو له پټو رازونو نه خبر نه وو نو له دې چې د هغوی لپاره ډېر ګټور نه وو نو لرې شول او پر ځای یې داسې کسان ځای پر ځای کړل شول چې د پټو ټولنو د غړو لپاره جوړ وو .

        نن ورځ ډېر خلک داسې  انګېري چې د نارینه وو او ښځو یو کوچنی ګروپ د خپلو دوستانو او جوړو سره په ګډه نه یواځې د نړۍ ډېرې اساسي ستونزې رهبري کوي بلکې همدا شان د مالې وړ نه بنیادونه هم سمبالوي . دغه کسان له بېلا بېلو لارو له یو بل سره  تماسونه ساتي . نړیوال بزنس او سیاست ، کنفرانسونه ، ټولنیزې غونډې او نبیادونه هغه څه دي چې د دوی ارتباطات سمبالوي . دغه ګروپ ډېر نومونه لري لکه : نوی نړیوال نظم ، ۳۰۰ کسیزه کمیټه ، ایلومیناتي فري ماسوني ډله ، پټه ورورولي او یا سم ساده « هغوی » . حتی ځينې لیکوالان یې داسې ګڼي چې دغه کسان له بل ستوري راغلی عقل ( د درک قوه ) رهبري او یا اداره کوي چې « د زندان قوماندانان » یا « ساتونکي » یې بولي .

        ژورنالیست ویلیم تي. ستېل لیکي : « شلمې پېړۍ ته د اوښتو په پېر کې دغه د نوي نړیوال نظم پلان په فري ماسون پورې تړلی و ، وروسته بیا په ایلومیناتي فري ماسون پورې وتړل شو خو د ګردي میز د ګروپ په راڅرګندېدو سره چې لا هم شتون لري او د هغه ( د ګردي میز – ژ. ) امریکایي ورونو ، د نړیوالو اړیکو د شورا په پلان باندې واوښت ، له یوې پېړۍ څخه بلې پېړۍ ته مشال لاس په لاس شو » . ( ۸ ) .

         د ۱۹۹۹ – یم کال په نیمایی کې ښکاره شوه چې هماغه زوړ مشال لا هم د ۲۰۰۰ – م کال ټولټاکنو لپاره ګټور تمامېدلی شي . د پخواني اولسمشر او د سي آی اې د رئیس ، مشر زوی جارج بوش چې د ټولو پورته یادو شویو پټو ټولنو سره یې تړاو درلوده ، د محافظه کارۍ نظریې یو ټېنګ خواخوږی او د جمهوري غوښتونکي ګوند اصلي کاندید و . د اولسمشر کلینتن مرستیال او د نړیوالو اړیکو د شورا غړی آلبرت ګور د دموکراتانو  له رسوایۍ ډک ګروپ مشري کوله . آلبرت ګور لا دمخه د والستریت رڼا ورکوونکي ستوري د ملاتړ لټه کړې وه . ( ۹ ) .

         یو ځل بیا امریکایی رأی ورکوونکی مجبور و چې  د ګلوبالیستانو له ملاتړ څخه برخمن بوش او د ګلوبالیستانو له  ملاتړ څخه برخمن آلبرت ګور تر منځ انتخاب وکړي . خود په خوده څرګنده ده چې د ټولټاکنو پایلې هر څه چې وي  ګلوبالیستان ګټونکي دي .

        د ۱۹۹۹ – یم کال په پای کې ګلوبالیزم له یوه کوچني ولاړ حالت ( رکود ) سره هغه مهال مخامخ شو کله چې له شپېته زرو څخه ډېرو مظاهره چیانو چې د کارګري اتحادیو غړي ، د چاپېریال ساتنې  او د اساسي قانون ټېنګ پلویان وو په ګډه  د امریکا د سیاتل په ښار کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د تر سره شوې غونډې پر ضد اعتراض وکړ . اعتراض کوونکو داسې انګېرله چې په یادې غونډه کې د امریکا استقلال او د کار ځایونو ته زیان رسېدلی دی . تر کنترول لاندې رسنیو د « غیر قانوني بلواګرو » د کړنو پر ضد بایکوټ سمبال کړ ، که څه هم ستونزې هغه وخت را ولاړې شوې کله چې په وسلو سمبالو پولیسو د مظاهره چیانو په وهلو او په ګازو مسمومولو پيل وکړ .

         که ساده ووایو د ګمرکي تعرفو او تجارت په اړه عمومي لانجمن تړون ته یې په کال ۱۹۹۵ – م کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان نوم ورکړ چې د بلدربرګ کلوپ د موخو د پلي کېدو د انجن او د تجارت په لار کې د ټولو خنډونو د لرې کولو په توګه ورته پراخ کار شوی و . دا هم باید څرګنده شي چې کارل مارکس آن په ۱۸۴۸ کې اعلان کړی و : « زه – د آزاد تجارت پلوي یم » ، آزاد تجارت « پخواني ملتونه ټوټې ټوټې کوي » او « ټولنیز انقلاب ته سرعت وربښي » . ( ۱۰ ) .

        له دې چې د نوي نړیوال نظم موخې نن ورځ د هر بل وخت په پرتله واقعیت ته لا نږدې کېږي ، نو ځکه هغه لیکوالان او څېړونکي چې په دولت او بزنس کې د پټو ټولنو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو په رول باندي باور لري ، داسې احساس کوي چې دوی عوامو ته د حقیقت رسولو په لاره کې د نهیلۍ له یوه کاږه  واږه  خنډ سره مخامخ شوي دي . مخکښ خپروونکي په دې تړاو مالومات نه چاپوي او خبري آژانسونه دغسې مالوماتونه نه يې اخلي او نه یې خپروي ، او ډېری وخت په داسی لیکوالانو ملنډې وهي ، هغوی « وېره اچونکي » او د « توطئې تئوریسینان » بولي . ځينې وختونه د هغو څېړونکو پر ضد چې ډېرې ژورې کېندنې کوي آن د زورزیاتي ګواښونه کېږي .

 

اخیست ځایونه :

[ ۱ ] –Ralph Epperson . The Unseen Hand : An Introduction to the Conpirationl Vien of History . P. 209.

[ ۲ ] –Paul Anderson . ” The Aspen Institute : A ” private university ” running the world from high in the Rockies ?. Aspen Times Weekly .  July 25 – 26. 1998. P. 13 – A.

[ ۳ ] –Dr. John Colermn . Conspirators Hierarchy : The  Story of the Committee of 300. Carson City . NV: America West Publishers . 1992. P. 235, 236.

[ ۴ ] –Steven Powell . Covert Carde : Inside the Institute for Policy Studies . Ottawa ,IL : Green Hill Publishers . 1987. P. 360 – 364.

[ ۵ ] –James Perloff. The Shadow of power . P. 129.

[ ۶ ] –Per  Fogereng. ” H . G . Wells : I TOLD  You So …” , Portland Free Press . November – December . 1996. P. 7 .

[ ۷ ] –John Prados . Keepers of the Keeys : A History of National Security Council from Truman to Bush.New York:William Marrow and Company.1991.P.31.

[ ۸ ] –William T.Still.New World Order:The Ancient Plan of Secret Societies.Lafayette ,LA:Huntington House Publishers,1990.P.191.

[ ۹ ] –Lanthe Jeanne Dungan.”Al Gore’s Wooing Wall street “.The Washington Post National Weekly Edition .January 18.1999.P.12.

[ ۱۰ ] –The Sportlight.December 13.1999.P.2.

 aimalhassin@aim.com

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button