دلته جنايتکار پر جنايت نيوکه کوي!

ليک: عبيدالله ساحل

زموږ  د هيواد حالت هغې غرقې شوې بيړۍ ته ورته دی چې د نجات او خلاصون هېڅ لار نلري، هر جنايت کار پکې د خپلو جنايتونو اسونه وزغلول او په تېره د صليبي يرغل وروسته خو د هيواد وضعه او حالت دومره کړکيچن او د زړه خوږۍ وړ شو، چې د کاڼو په څېر زړونه به يې هم د اوريدو او ليدو تاب رانه وړي، د دې بدرنګو له راتګ سره سم د جنايتونو لمن پراخه شوه، هېڅ کوم داسې جنايت او وحشت پاتې نه شو، چې دلته ازمايل شوی نه وي او د دغه ولس د عام وګړو وينې پکې زبيښل شوي نه وي، دلته د هر ساکښ او بې ساه جسم په حق کې پراخه جنايت او ظلم وشو خو د خجالت او افسوس ځای دا دی چې د دې جنايتونو مرتکبين خپله هماغه افغانان دي، چې  اوس په پوره سپين سترګۍ او بې شرمۍ په خپلو جنايتونو سترګې پټوي او د نورو جنايتکارانو په جنايتونو نيوکې کوي؛ د هيواد په سياسي او ټولنيزو قضاياو کې روانې پېښې دومره له شرمه ډکې دي چې په مثال وړاندې کولو سره يې رښتونې افغان د خجالت او حسرت احساس کوي.

د پرون ورځې مشهور او وتلي جنايتکاران چې د ولس په وينو او غوښو يې ځانونه ورسول، ژوند يې اباد کړ او مطرح شول نن په خپلو جنايتونو سترګې پټوي او د بل جنايتکار په جنايت نيوکه کوي، د درد خبره دا ده چې دا ولس خو اصيل بچيان لري او په ټوله معنی رښتوني افغانان هم لري خو هغوي دغه ناخوالې له ورايه څاري او د تعليق، نقد او نيوکې حق نلري دغه حقوق ترې سلب شوي او هماغه چاته ورکړل شوي چې ترننه د خيانتونو او جنايتونو په رنګ ککړ دي.

له ولس مشر نيولې تر کوچني مامور پورې هر يو د دغه داغ دار ژوند ژوندۍ بېلګې لري؛ کرزي جناب په خپل دور کې د ځينو شعاري او سمبوليکو کارونو تر څنګ د سلګونو ايماني او افغاني ارزښتونو جنازه وويسته، خو اوس په ډيره سپين سترګۍ ځان د ولس په منځ کې محبوب او منلی بولي او په هماغه جنايتونو نيوکه کوي چې ده جناب پرون ترسره کړي ؤ؛ کرزي جناب د خپل مکار او فريب کار دور په دوام کې يو ځل د يوې خبري سرچينې سره په مرکه کې په ډېر اب او تاب وويل چې پاکستان زموږ ورور دی او هندوستان مو دوست، خو اوس چې د هماغه پاکستان سره نوی ولسمشر غني لږ ځان ورنږدې کړي نو پر ده اور ولګيده او سمدلاسه  يې غږ پورته کړ، کرزي په خپل دور کې د څو ولايتونو استخباراتي او کاري راپورونه په مستمر توګه پاکستان ته ورکړل او يا يې پرې وپېرودل، تر دې چې د پاکستان سره يې د خواخوږۍ احساس دومره پياوړی شوی ؤ، چې يو ځل يې په مرکه کې وويل که امريکا هم په پاکستان حمله وکړي موږ يې تر څنګ ولاړ يو… نو اوس دا جناب د نوي ولسمشر په هر وړ او ستر ګام ولې په دومره سپين سترګۍ چغې او رمباړې وهې، دا حق خو د هغه چا دی چې د دې ولس سره يې خيانت او غدر نه وي کړی، نه د هغه چا چې تاريخ يې د غدار او خائن په نوم پيژني، منم چې د کرزي جناب خيانتونه ډېر ستر خو ډېر مدبرانه او عاقلانه ؤ، عام ولس يې په خپل مکر او فريب ډېر زيات دوکه کړ خو د پردې تر شايې ورسره دومره ستر خيانتونه وکړل چې تر پيړيو به د دې خيانتونو بار افغانان په اوږو وړي.

د ده جناب په دور کې د انګلستان (mi6) سره اړيکې او رابطې دومره محکمې وې چې په پايله کې يې د دغه هيواد په غيږ کې په سلګونو موازي حرکتونه رامنځ ته شول او د هغه حرکتونو په سقوط او ټکني کولو کې يې رول ولوباوه چې په اصل کې د لوړ اسلامي فکر په درلودلو سره د دې ولس رښتونې بچيان ؤ؛ په افغانستان کې د اسلامي حزب د ختمولو او يا هم له خپل مسير څخه د ګرځولو، د افرادو او کدرونو د وژلو او ترور کولو پروسه د  (Mi6) په غاړه وه، چې د دې ماموريت د اداء کولو لپاره يې کرزی مناسب شخص وګاڼه او په همدې ماموريت يې وګوماره، چې هغه جناب هم دغه ماموريت په پوره امانتدارۍ او رښتولۍ سره اداء او د اخرت پېټې يې پرې دروند کړ.

ځکه خو انګلستان د ده جناب د اوږو  چپن په ډېر ويآړ او افتخار په خپل ملي موزيم کې ځای پر ځای کړه او د ده د کارنامو قدر يې په همدې کار سره ترسره کړ؛ خو دا جناب فکر کوي چې افغانان به زما له دې خيانتونو او جنايتونو نه وي خبر او زما پر مصنوعي ژړا او مکر به غوليدلي وي ځکه خو اوس په ډير جرئت سره د يو جنايتکار په توګه د بل په جنايت نيوکه کوي.

له پورته نه که راښکته شو او د واليانو له ډلې عطاء محمد نور ژوند، کړنو او  د پراخه جنايتونو په کړکۍ سر وردننه کړو، نو د دومره سترو سترو جرمونو او جنايتونو بېلګې به مو تر سترګو شي چې تر کلونو به مو خوب وتښتوي، خو بيا هم دا جناب د لسګونو بې وزله پښتنو په وژنې او ترور سترګې پټوي او دفاع وزارت ته په نوي احتمالي نوماند معصوم ستانکزي نيوکه کوي او د رباني په قتل کې يې شريک ګني، د دغه نيوکو پر محال به دی څه فکر کوي؟ يا ورته موږ کاڼه ښکارو او يا هم دی ليونی دی.

دلته زما هدف دا نه دی، چې ګوندې د يو جنايت کار په وړاندې د بل جنايتکار طرف داري وکړم، بلکې تعجب کوم چې په دې ولس څه لوبې رواني دي، چې د پرون ستر جنايت کار د نن ورځې په نوي جنايت کار نېوکې کوي او هغه کتله چې د دې جنايتونو او خيانتونو پاکه پاتې ده، له دې پريکړو او نيوکو محرمه ده ان تر دې چې غږ يې هم څوک نه اوري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button