دقرآن کريم دتلاوت آداب

مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
دقرآن کريم تلاوت له لويواوغوره عباداتوله جُملې څخه دی.
داځکه چي دقرآن کريم قاري دالله پاک سره په مجلس کوي،الله پاک يادوي،له دې امله يې الله پاک هم يادوي.
داقرآن چي موږاوتاسويې تلاوت کوو،يايې اورو اويايې حفظ کوودادهغه ذات کلام دی چي ټول کائنات  يې پيداکړي دي،دمخکينواو وروستنوټولورب دی،دادالله پاک محکمه رسۍ ده،اونېغه لارده،دمبارک ذکر،اوښکاره رڼاده.
الله پاک دحضرت جبرئيل-علیه السلام-په ذريعه دنبي-عليه السلام-په مبارک زړه په عربي سپېڅلې ژبه  نازل کړڅوخلگ دالله پاک له نافرمانيوووېروي.
کله چي دادومره لوی عبادت دی نوبايددقرآن کریم دتلاوت په وخت کي ددې مقدس اوسپېڅلي کتاب  ادب وکړو.
څودتلاوت له امله دلازياتوثوابونوخاوندان وگرزو.
دلته زه غواړم چي دقرآن کريم دتلاوت آداب وليکم.
علامه سيوطي رحمه الله په خپل کتاب کي په تفصيل سره دتلاوت آداب ددلائلوسره ليکلي دي.
خوزه غواړم چي په مختصره توگه دتلاوت آداب دمحترمولوستونکوسره شريک کړم.
۱:دقرآن کريم دتلاوت لپاره اودس کول مستحب دی.(بې اودسه تلاوت کول هم روادي په دې شرط چي قرآن کريم ته لاس ورنه وړل شي.)
۲:تلاوت بايدپه پاک اوسپېڅلي ځای کي وکړي چي هلته هيڅ نجاست وجودونه لري اوغوره داده چي  په مسجدکي وکړل شي،په حمام اولارکي تلاوت مکروه دی.(حمام خوپاک نه وي اوپه لارکي خلگوته تکليف رسېږي اوددوی دنه پاملرني له امله دقرآن کريم بې حرمتي کېږي.)
۳:قبلې ته مخامخ په آرام،عزت،خشوع اوسرښکته کولوسره کښېناستل مستحب دي.
۴:دقرآن کريم دتعظيم اودطهارت په مقصدترتلاوت مخکي مسواک وهل سنت دي.
۵:دتلاوت ترشروع مخکي  اعوذبالله لوستل سنت دي.
6:له سورة التوبة پرته دهرسورت په پيل کي بسم الله بايدولوستل شي.
۷:قرآن کريم بايدپه ترتيل اودتجويدپه پام کي نيولوسره ولوستل شي.(بايددمجلواواخبارونوپه څېرپه تېزئ سره ونه لوستل شي چي دسړي فکردسورت پای ته وي چي کله به ور ورسېږم.)
۸:قرآئت په سوچ اوفکرسره لوستل سنت دي،دا(په سوچ اوفکرسره دقرآن کريم  لوستل )لوی مقصداومهم مطلوب دی(ځکه دقرآن کريم دنزول اصلي هدف دادی څوځان ورباندي پوه کړل شي اوبيادهغي پوهي په رڼاکي خپل ژوندسرته ورسول شي)په تدبراوفکرلوستلوسره سينې خلاصېږي اوزړونه روښانه کېږي.
همدارازدقرآن کريم سره مناسبي ځيني دُعاگاني هم بايدولوستل شي دبېلگي په توگه نبي-عليه السلام-به  چي:سبح اسم ربک الاعلی ولوست،سُبحان ربي الاعلی به يې ولوسته همدارازنوري دُعاگاني هم راغلي دي.(خودا هغه مهال چي په لمانځه کي نه وي)
۹:دتلاوت په وخت کي ژړل،يادژړه هڅه کول چاته چي ژړانه ورځي،خشوع اوغم کول مستحب دي.
۱۰:قرآن کريم په ښه اوازسره لوستل سنت دي.
۱۱:ځيني احاديث داسي راغلي د ي چي له هغوپه لوړاوازتلاوت کول مستحب معلومېږي اوله ځينوپټ اوپه کښته اوازلوستل مستحب معلومېږي.
تطبيق داسي دی:په پټه لوستل په هغه ځای کي غوره دي چي له رياءوېرېږي،ياچاته تکليف رسېږي اوله دې پرته جهرغوره دی.
۱۲:قرآن کريم ته په کتوتلاوت کول له ياده ترتلاوت غوره دی ځکه قرآن کريم ته کتل مطلوب عبادت دی.
۱۳:دچادخبروله امله تلاوت بندول،همدارازدتلاوت په دوران کي خندل،په عبث کاروکي مصروف کېدل اوعبث(يوې اوبلي خواته)کتل مکروه دي.
۱۴:غوره داده چي دقرآن کريم دترتيب موافق تلاوت وشي.
۱۵:دقرآن کريم دختم په وخت کي دُعاءکول سنت دي.(په دې وخت کي دُعاءقبېږي)
(الاتقان في اصول القرآن ملخصا:ج۱ له ۲۱۲نه تر۲۲۴مخ پوري)
الله پاک دي دقرآن کريم سره دزيات تعلق توفيق راکړي آمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button