دقابیل ودهابیل کیسه

دقابیل ودهابیل کیسه

 

ددواړو شخصیت:-

   قابیل دآدم(ع) زوی دی، د ه دشیطان  ملګري اختیار کړې وَه ، ددښمني ، کیني ، بدبختیو ، بدایسیدلو او شیطاني کا رولاره یي غوره کړي وَه. نوځکه په لویه ګناه کي لاهو شو ، چي په نړي کی لمړی بشر وژونکي وګڼل شو، چي ټول ژوند یي  په  پيښماني وعذاب کي تیرشو، او په آخرت کي به له خپلي ګناه څخه پښتل کیږي.

   هایبل هم دآدم (ع) زوی دی،ده درحمان – ا لله(ج) – لاره ټاکلي ده، چي ایمانداري،دوستي ، نیککاري،خیر ، اورحماني والهي کارونه وکړي، نو ځکه په نړي کي بختور وو، او په آخرت کي به دبشریت لومړی شهید په جنت کي ګڼل کیږي.

دکیسي سر:-

   کیسه کونکي عالمان وایي چي : حواء به  هرپله – وارـ غبرګلوني لنګیده، او په هره ګیده کي به یي زوی ولور راوړل، وایي چی دا شل ګیډی لنګه شوي، چي په دي حساب حواء څلویښت زامن او څلويښت لوراني آدم(ع) ته را زیږولي دي.

   حواء په لمړي نس کي – قابیل – و –اقلیما – راوړي دي، چي قابیل یي لمړی زوی او اقلیما یي لمړۍ لور ګڼل کیږي، او په ورستي نس کي یي – عبد المغیث – و- امه المغیث – چي آخرنی زوی او آخرنۍ لوریي شمیرل کیږي.

   کله چي دآدم(ع) او حواء زامن ولورانې لویان شول، نو دوی دا بریکړه وکړه چي دحواء دیوې ګیډې  زوی به دهغې دبلي ګیډی له لور سره واده وکړي، او پر عکس ددې دټولو اولادونو ترمنځ به ددوی وَدونه کیږي.

   داچي- قابیل واقلیما – دیوه نس عبرګلوني وُه ،او-هابیل و لبودا – دحواء دبل نس غبرګلوني وُه، نو آدم(ع) قابیل ته وویل چي ته له – لبودا – سره واده وکړه، او هابیل به له اقلیما سره واده وکړي، هابیل چي دخیر سړي وُه ، موافق شو، خو قابیل ته داخبره منظوره نشوه، سرغړونه یي وکړه، ویی ویل هریو له موږ څخه د خپلي غبرګلوني سره واده وکړي، او که نه پایله به یي کورني جنجالونه وي، ادم (ع)ورته وویل چي دیوي ګیدي غبرګلونيو واده کول له یو بل سره جواز نه لري.

   په دې وخت کي په آدم(ع) له اسمانه کوم تعلیمات نه وُه راکوزشوي ، نوځکه یي قابیل وهابیل ته وُویل چي لاړشي د لوړغره په سر باندي پاک الله(ج) ته قربان وړاندي کړي، له تاسونه چي دهریوه قربان  الله(ج) قبول کړ ،هغه به له اقلیما سره واده وکړي.

  دقربان وړاندې کول:-

قابیل چي بزګروه څکمي او کروندې یي ډیري وې، خوسره له دې هغه الله(ج) ته له خپلې کروندې او زراعتی محصول څخه  ډیر یو ناچیزه او بیکاره برخه پاک الله(ج) ته قربان دلوي غره په سروړاندې او کیښوده، داځکه چي ده لوړه کړي وه چي اقلیما به ورڅخه هابیل وانخلي، او هغه به دی خپل ځان ته واده کوي،که قربان یي خدای(ج) ته ومنل شواوکه ونه منل شو،                     مګر هابیل چي یو ډیر مالدار سړي وه او دډیرو څارویو څښتن وه،له  خپلو څارویو څخه یي چي ترټولو ښه کډ – پُسه – وه پاک الله(ج) ته دهم هغه د لوي غره په سر قربان وړاندې کړ.

   ددوی په زمانه کي په که دچا قربان الله(ج) ته ومنل شو نو له اسمان څخه به اور زاکوز شو او منل شوي قربان به یي له ځان سره پورته کړ، او دقربان دڅښتن مراد به پري پوره شو، او کوم به چي اور وُنه خوړ نو مانا دا چي پاک الله(ج) ته وُنه منل شو، او دوړاندي کونکي مراد یي پوره نشو،او نشي کولی چي خپلي موخي – هدف – ته ورسیږي.

   قابیل وهابیل په انتظار کي وه چي دکوم یوه ډالۍ  به پاک الله(ج) ته منل کیږي ، ګوري چي له اسمان نه اور راکوزشو، دهابیل ګډ – پُسه-  یي وخوړاو دقابیل ډالي یي پریښودله ، اوله سترګونه فناه شو، او دهابیل ګډ ورسره ورک شو.

   هابیل خوشحال شو چي قربان یي ومنل شو،او قابیل ته دومر ګرانه او سخته تمامه نشوه، او نه له هغه سره دانیت وه چي قربان به یي ومنل شي.

دهابیل وژل:-

   قابیل ډیر په غوسه شو چي دهابیل قربان  الله(ج) ومانه، او اقلیما به ورڅخه لاړه شي، نو خپل ورور هابیل ته په ګواښ کي شو، او ورته وُیي ویل : زما دسوګند په لوي څښتن وې چي تابه مړ کړم، هابیل ورته وویل چي ولې؟ هغه ورته وویل چي یو خو داچي الله(ج) ستا قربان ومانه او زمایي ونه مانه، بل داچي زما ښکلې خوریي ستا نسیب وګرځوله او ستا بدرنګه خوریي زما په برخه کړله، چي نوروګړي به وایي چي ته ترمانه ښه یي ، او اولادونه به دپه تا ویاړ کوي ، او زما تراو لادو په ځانونه ښه ګڼي، هایبل ورته وویل چي به دې ټولو کي زماګناه څه ده؟

   هغه څوک چي له الله(ج) څخه بیریږي نو الله(ج) دهغه غوشتنه مني،او دوعایي قبلويوي، -بل داچي- که چیري تا خپل لاس زما په وژلو پورې کړ، چي ته ما مړکړي،نو زه به خپل لاسونه ستا په وژلو کي راپورته نکړم، داځکه چي زه دنړي دمخلوقاتو له لوي څښتن څخه بیریږم.       (إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ (27) لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ (28).المائده

  

   سره له دې چي هابیل  په زوراو قوت کي په قابیل باندي بر وُه، خوخبره داوه چي یو خو له خدایه بیریړه ،او بله داوه چي دقابیل له مشري نه شرمیده چي په هغه باندي دمرګ لاس ور پورته کړي، او هغه دهغه مشر وروردی، نوځکه یی هغه ته وویل چي زه غواړم چي ته زما دوژلو او دخپل وژونکې نیت په ګناه ګرفتار شي، تر څو چي داور دملګرو سره ملګری شې، هغه چي دظالمانوجزاء وي ، چي دا په ضمني ډول سره له هابیل څخه قابیل ته نصحت او دګناه له عذاب څخه بیرول دي، چي ګوندي قابیل به له خدایه وډارشي او دوژلو مفکوره به له دماغ څخه وباسي.( إِنِّي أُرِيدُ أَنْ تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذَلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ (29

      مګر شیطان دقابیل ځان – نفس ـ دې ته راوپاراوه ، چي خپل ورورمړکړي، هغه وه چي خپل وروریي مړکړاو له زیان منو څخه وګرځیده  ،(     فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ (30 

دوژلو لار:-   

    کله چي هابیل ته ثابته شوه چي قابیل یي هرومرو وژني، نو په دې فکر کي شو چي له شر څخه لري شي ،او دجکوغرو سرو ته له خپلې الداري سره لاړشي،خوقابیل په هغه پُسي وروپا څیده ، او دهغه پلټنه یي کوله ، ترهغي پوري چي په یوه لرې لوړغره کي یي په خوب ویده پیداکړ،  قابیل ته دهابیل دوژلوښه فرصت او پوره بریالیتوب میلاو شو، وایي چي قابیل ته دوژلو لاري وچاري نه ورتللې،او نه پوهیده چي څنګه یي مړ کړي،خو شیطان چي دبني بشر لوی دشمن ده ، په بیړه باندي راغی ،یومرغه یي په لاس کي نیولي ، قابیل ته یي ځان ورښکاره کړ، کله چي قابیل ورته وکتل ګوري چي شیطان یوه تیږه لاندي کیښودله او دمرغه سریي پري کیښود او بله تیږه يي راپورته کړه، او دمرغه سریي ددواړو تیږو ترمنځ ورچیت پیت کړ،قابیل چي دامنظر ولید ویي غوښتل چي په خپل ورورباندي یی عملي تطبیق کړي، هغه وه چي یوه لویه ډبره یي په لاسو کي راپورته کړله، او دهابیل سرته نژدې چي په درانه خوب ویده وُه ،په ډیر زور وقوت سره یي دهغه په سرباندي وروُوِشتله، چی سریي ماتشو او وینی و ماغزه یي پرځمکه بانې وُبهـید ل،چي دا د بشریت لمړني ویني توئیدل ګڼل کیږي.

   قابیل خپل ورورمړ کړ، او شیطان دهغه دوژلو لاره ورته وروښو دله، په  لویه ګناه او بلا باندي اخته کړ،او دخپل ورورله مړه جسد وبدن سره یي په غم وماتم کي پریښود.

   هابیل شلکلن وه ، چي خپل وروریي قابیل هغه مړکړ،او قابیل نه پوهیده چي دهغه په جسد باندي څه وکړي .

   داچي هابیل دالله(ج) له نیکارانوڅخه وُه،او بل داچي دمړي پرده او کرامت په خښولوکې وي،

 نو الله(ج) دهغه دکرامت اوپت وپردې دساتلو له پاره ، دوه کاغان راولیږل،چي دقابیل په مخکي سره په جکړه شي او یو له هغوی څخه هغه بل مړکړي ، او بیا په خپلي ټونګي او منګلوځمکه ورته غوچه کړي، او هغه مړکارغی پکښي ورواچوې او خاورې پرې ورواړوي.

   کله چي قابیل دکارغانو دا منظر ولید  دهابیل په وژلو زښت ډیر پيښمانه شو،او په ژړاکي به یي ویل چي زما لپاره دمرګ وهلاک راشي،ما ددغه کارغه غوندې هم ونشو کولای چي دخپل ورورپه پت وپرده ساتلو باندي خاوري ورواړوم،( قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْأَةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ (31)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

   دمجاهد په یوه روایت کي راغلي دي چي:قابیل دخپل وژل شوي ورورمړی- جسد – یي سل کاله په خپلو اوږوباندې  وګرزاوُه، او نه پو هیده چي څه پري وکړي.

   زه وایم  چي:شک نشته چي په دې روایت کي ډیره مبالغه ده،او هغه ددوو شیانو له نګاه نه غیر صحیح  ګڼل کیږي:

   لمړی داچي پکښی کوم قوي دلیل نشته، دوهم داچي له علمي او انسانۍ منطق سره برابرې نلري.

 

   په هابیل باندې ځمکه واسمان ژاړي:-

      داچي ځمکه او اسمان دالله(ج) د نیکاره عبادتکونکي په مړینه باندي ژړاکوي، ډیرروایتونه له انس ، ابن عباس، مجاهد، وسعید ابن جبیراو دوی غوندې نوروڅخه شوي دي چي:  په اسمان کي دهرمخلوق لپاره دوه دروازې خلاصې وي، چي له یوې څخه یي رزق وخواړه هغه لره تر ځمکي راکوزیږي،او لله بلې څخه یي دهغه  کارونه دالله(ج) دربارته پورته کیږي، خو کله چي مړشي دواړه دروازې وتړل شي،که چیري نیک کاره وي، اسمان پري ژړاکوي، وایي چي زما په رزق باندي یي قناعت درلود او په ځمکه کي یي حرام نه خوړل،او ځمکه پري ژړاکوي ،چي له ماڅخه به یي دپاک الله(ج) دربارته نیک کارونه ورپورته کیدل، او حرام خورۍ او بدکارۍ  به یيپه ماکي نه کولې.   

   له انس – ض – څخه روایت شوی چي رسول دالله(ج) ویلي: ما من عبد الاوله بابان ، باب یخرج منه رزقه، وباب یدخل منه عمله وکلامه،فاذا مات فقداه  وبکیا علیه.

   ورسته یي بیا داایت وُوایه (فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ )(29).

 

ګړندی سزا :-

   په پښتو کی وایي :چی بد کوي بد به پرزې ، قابیل دهابیل تر وژلو او خښولو لږ ورسته په ډیر سخت عذاب باندې اخته شو، هغه داچي – لکه څنګه چي له مجاهد او ابن جبیر نه روایت کیږي، او په ابن کثیرکي راغلي دي- دیوي پښې – خپې – ساق یي له ورانه سره ونیښت ، چپ تګ وتللو کي به یي په یوه پُښه ټوپونه وهل .په دوبي –  وُړي- کي به یی چي هرلورته مخ واړاوُه، دلمر په ګرمۍ به سوزیده، او په ژمي کي به یی چی هرخواته مخ واړاوو، دژمي په یخنۍ به سوه زیده، ترڅو چي په بني بشرکي دهرمغرور او هر ظالم  لپاره عبرت وي،اوپه د پوشي چي دخپل ظلم پایله په هرومرو په دنیا او آخرت کې ویني، زموږ دلوی څښتن پیغمبر(ص) وایي :  

  تردینه لویه ګناه نشته چي پاک الله(ج) دهغي حښتن ته په دنیاکي ژر ترژر جزاء ورکړي، او له هغې څخه ځینې نوره په آخرت کي ورته وسپمول شي، لکه دلوی څښتن له حدودونه سرغړونه او له خواخوږوسره اړیکې پریکول.( ما من ذنب اجدر ان یُعجل الله عقوبته في الدنیامع مایدخر لصاحبه في الآخره من البغي وقطیعة الرحم)

   نوځکه قابیل دنیا وآخرت بایلل او هابیل هغه دواړه وګټل ،والعاقبة للمتقیڼ.

                                              داستاذ علي خان صافې — لیکنه

  

      

  

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button