دغه عادتونه مو د شخصي او کاري ژوند کیفیت لوړوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که کار پنځوونکی یا د یوې ادارې مدیر یاست او یا هم غواړی نوی کار پیل کړی، نو ښه ده چې ځینې داسې عادتونه خپل کړئ چې پر خپلو توليدوونکو توکو او هغو کسانو چې له تاسو سره کار کوي، مثبت اغېز ولري. له دې سره په څنګ کې هغه څه ته چې غواړی ورسېږی، نو باید له یوې منظمې او مخکې ازمویل شوې تګلارې ګټه واخلئ او ګام پر ګام مخ ته ولاړ شئ.

په دې لیکنه کې ۱۰ هغو عادتونو ته اشاره شوې ده چې په شخصي او کاري ژوند کې مو د مثبت بدلون لامل کېږي.

کله مې چې د لومړي ځل لپاره د یوه کار پنځوونکي په توګه کاروبار پیل کړ، له ځانه مې پوښتنه وکړه، څه شی د دې لامل شول چې دې ځای ته را ورسېدم؟ اعتبار، پیسې او د نورو ستاینه او هڅونه هغه څه وو، چې زه یې دې ځای ته را ورسولم. د تېر عمر په اړه مې چې فکر کوم، زه ډېر نېکمرغه انسان وم، ځکه ما له ډېرو ارزښتناکو کسانو سره اړیکه درلوده، دوه اړخیزې اړیکې مې ځکه ګټورې وې چې د دواړو خواوو په ګټه وې، نه یوازې زما په ګټه؛ ځکه یو انسان په تېره بیا مسلمان باید دا ځانګړنه ولري، هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي باید د نورو لپاره یې هم خوښ کړي او ګټه یې ورته ورسېږي. دې هر څه ته رسېدل ناڅاپي نه وو، بلکې د ور رسېدو لپاره مې تل د زده کړو هڅه هم کړې ده.

۱- د نورو خبرې واورئ او د امکان په صورت کې ورسره مرسته وکړئ

د نورو خبرو ته غوږ نیول او ورته پام کول په کاروبار کې ډېر اړین دي. کېدای شي د مقابل کس خبرې تاسو ته ارزښت ونه لري او یا هم ستاسو په کاري ژوند کې ډېرې مهمې نه وي. په رسمي مجالسو کې ډېرې خبرې په دې جملې پای ته رسېږي: «زه څه خدمت درته کولی شم؟» په دې جمله کې ډېر لوی ځواک پروت دی او همدا یوه جمله کولی شي له مقابل کس سره ستاسو کاري اړیکې قوي او ژورې کړي.

۲- د مقابل کس اړینې خبرې یادداشت کړئ

کله چې تاسو د مقابل کس سپارښتنې او غوښتنې اوری، درسره یادداشت یې کړئ. کله چې تاسو یو څه له ځان سره یادداشت کوی، له موقتې حافظې څخه مو ځي او په دایمي حافظه کې مو ځای نیسي. دغه څه مو پر عادت بدلېږي او د اړتیا په صورت کې یې ژر په یاد راوړلی او ګټه ترې اخیستلی شی.

۳- مهربانه اوسئ

مهربانه او زړه سواندي اوسئ. دغه څه مو پر یوه تلپاتې عادت بدل کړئ. هڅه وکړئ چې هېڅکله هم په غوسه نه شی. دا مه هېروئ چې عاقلانه او له زړه سوي څخه ډکې کړنې تل ښه پایله لري. په اصل کې دغه څه تاسو ته چانس په لاس درکوي چې له نورو سره په اسانۍ اړیکه ټینګه کړی.

۴- له شاوخوا کسانو سره مو ښې اړیکې ولرئ

په دې وروستیو کې مو د انټرنېټ له لارې د کاري اړیکو په اړه د ۲۰ کسانو نظرونه واخیستل. په زړه پورې خو دا ده چې ۱۹ کسانو یې د خپل کاروبار د پرمختګ اصلي لامل ښې او تلپاتې اړیکې په ګوته کړې وې. ډېر کله په یوه مناسب وخت کې یوازې (جوړ په خیر) هم کولی شي ستاسو لپاره د یوې دایمي کاري اړیکې لامل شي.

۵- پر ژمنو مو عمل وکړئ

یوې لویې غونډې ته بلل شوی وم، د زیاتو واورو له کبله ډېری بلل شویو کسانو په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه. د غونډې جوړوونکو ته مې ډاډ ورکړ چې زه به هرو مرو ستاسو په غونډه کې ګډون کوم. د دې لپاره چې غونډې ته پر وخت ځان ورسوم، له خپلو ټولو امکاناتو مې کار واخیست. که په خپلو کړو ژمنو عمل وکړی، کولی شی د نورو خلکو پام در جلب کړی او یوه ښه کاري اړیکه رامنځته کړی.

۶- د هغو کسانو خيال ساتئ چې ارزښت درته لري

که مو له یو چا سره کاري اړیکه خرابه شوې وي، بیا یې نو په اړه ډېر فکر مه کوئ. په شاوخوا کې مو ډېر نور کسان شته چې له تاسو سره کار کوي. هغوی ته ارزښت ورکړئ چې له لاسه یې ور نه کړی. تر اوسه پورې دویم ځلي کاري اړیکې جوړولو هېڅ پایله نه ده ورکړې، ځکه اعتبار د ملغلرې اب ته ورته دی، چې یو ځل له منځه ولاړ شي بیا نه راګرځي. ځان غوښتونکي مه اوسئ او دغه کسان بې ارزښته مه ګڼئ؛ ځکه دغه کسان ستاسو د کارکوونکو، مدیرانو او شریکانو په توګه ستاسو په کاري ژوند کې ډېر ارزښت لري.

۷- نور کسان هم ومنئ

کله چې له حقیقت او ښه کار سره مخ کېږی، نو ويې منئ. د ځان غوښتنې ناروغۍ ته مو په زړه کې ځای مه ورکوئ. ښه ده چې ووایئ: «ډېر ښه» او یا «زه باوري یم چې دا کار به دې د ټولو خوښ شي». د نورو د کار تاییدول او قدر یې کول د لویو وګړو کار دی، دغه څه مو عادت وګرځوئ.

۸- مناسبې ډالۍ انتخاب کړئ

د ډالۍ اخیستلو پر وخت یوازې خپله ګټه په پام کې مه نیسئ؛ بلکې هغه احساس ته هم پام وکړئ چې مقابل کس یې د تر لاسه کولو پر مهال باید ولري.

۹- د ژوند ښې پېښې مه هېروئ

د هغو کسانو کلیزه او د واده ورځ په یاد ولرئ چې له تاسو سره کار کوي. کولی شی په داسې ورځ خپلې نېکې هيلې یوازې د یوې ټليفوني اړیکې، پیغام او ایمېل په وسیله له خپل همکار او کارکوونکي سره شریکې کړی او مبارکي ورکړی. دغه کړنه مو کاري اړیکې ته قوت وربښي.

۱۰- ښه عادتونه مو بايد تل د ژوند برخه وي

دا سمه ده چې ښه عادتونه مو په کاري محیط کې د بریا لامل کېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې دغه ښه کارونه یا عادتونه یوازې په کاري محیط کې باید ولری؛ بلکې له کار پرته د ژوند په ټولو چارو کې ترې ګټه واخلئ. دوستان، کورنۍ، د ژوند ملګری/ملګرې او نور هغه کسان چې تاسو ورسره سروکار لری، ستاسو دې ډول عادتونو ته اړتیا لري. نو که غواړی د ژوند په ټولو چارو کې بریالي وی، ښه عادتونه مو د ژوند برخه وګرځوئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button