دشپاړسمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

دشپاړسمې روژې تحفه

د نن زرین اصل :

د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . او دا هم شپاړسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

د کینی او حسد زیانونه
علماوو د حسد او حاسد زیانونه داسی ښودلی دي
لومړی ـ حاسد انسان د الله تعالی پر تقدیر باندی اعتراض کوی ؛
دوهم ـ د حسد په وجه د انسان ایمان داسی خرابیږی لکه پر ویښتانو چی چاړه راکش سی او ټول ختم یعنی وخریل سی ؛
درېیم ـ د حاسد په زړه کی تل خپګان ، افسوس او ارمانونه وی ؛
څلورم ـ حسد د یهودو مرض دی ؛
پنځم ـ د حسد کوونکی انسان ایمان کمزوره وی ؛
شپږم ـ د حاسد انسان څخه ظلم هم کيږي ؛
اووم ـ حاسد ته د الله تعالی نعمتونه سپک ښکاری .
نو الله دی په دې مرض ټول مبتلا مسلمانان بیرته روغ کړی او متباقی دی الله وژغوری . خو رښتیانۍ پریکړه په موږ اړه لری .

Exit mobile version