دستر نومیالي خوشحال خان بابا په هکله یو څو خبرې

انجنیر عبدالقادر مسعود
دستر نومیالي ، ویاړلي، فرهنګي، ادبي، سیاسي او مبارز شخصیت خوشحال خان بابا په هکله یو څو خبرې

ارواښادخوشحال خان خټک دشهباز خان زوی چه د پښتنو یوې قبیلې (خټکو)مشر او سردار ، د یحیی خان لمسی دملک اکوړه کړوسی ؤ. دی دپښتو ژبې د ادبي، فرهنګي شخصیت په توګه یو لوي او وتلی لیکوال پیاوړی او غښتلی شاعر او دتورې او میړانې اتل ؤ.دی دخټکو په یوه لویه او درنه کورنۍ کې په (۱۰۲۲) هجری قمری کال کې د (سرای) نومې ځای کې زیږدلی دی ، او د( اټک) دمست اوڅپاند سیند په غاړه لوی شوی دی .

خوشحال خان خټک په یوه شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی ؤ، پلار او نیکه یې تر ملک اکوړه پوری ټول خانان او قومي مشران وو، او د هندوستان د مغولي دولت په خوښه ملک اکوړه د وریښمو د تاریخي لاری ساتندوی ؤ. وروسته د شهباز خان له مرګه دا کار دڅوشحال خان په برخه شو.
خوشحال خان خټک تر شل کلنۍ پورې ډیرکتابونه ولوستل،دده دشعرویلوسرشار استعدادهم داباسیند په څیر په څپو راغی او دزیاتې پوهې خاوند شو اوهم یې په شل کلنی کې په شعر ویلو پیل وکړ .
دی په پښتو او پاړسی ژبی ښه او اوچت شعرونه لري ، عربی، پاړسی اوانکوژبې یې ډیری ښی زده کړی وی . ده د پښتو نثر، د شعر له رنګه راویست او د محاوری رنګ ته یې نژدی کړ.دده په شعر او نثر کې دپښتنولي احساس پروت دی، نو په دی لحاظ کولای شو ووایوچې دی مستحق داستاذې او مشرۍ دی، اودپښتوژبې پیاوړی نثر لیکونکی، وتلی لیکوال، پوخ شاعر، مؤرخ، څیړونکی او نامتو مؤلف ګڼل کیږي .

ښاغلی محمدکاظم آهنګ چې یو ادبي ،فرهنګي څیره او د افغانستان دمجلی مدیر ؤ، دخوشحال خان خټک دادبي او فرهنګي شخصیت په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي :
خوشحال خان خټک ، ادیب نامور، مرد آزاده وشاعر خوش کلام نه تنها در زبان پښتو داد سخن داده ومکتب جدیدی در شعر بنیان ګذاشته است بلکه در زبان دری نیز سخن آفرینی ها نموده است .
په همدی لیکنه کې په بل ځای کې دخوشحال خان د خواږه اوپه زړه پورې کلام حکمت او پوهه داسې ستایي .

مختصر اینکه تشبیهات لطیف، کنایات نغز، کلمات زیبا، اسلوب روان وساده توام با عمق و پختګی در اشعار دری خوشحال خان خټک موجود است . که این موضوع وقوف و رسایی اورا منحیث شاعری در زبان غیر از زبان اصلی او ثابت میسازد والبته
باید ګفته شود که رسایی او مثلیکه خودش میګوید مانندزبان اصلی او نیست ولی با آنهم کلام دری او با لطافت ها و نازک خیالی های ادبی آمیخته بوده در کلام خود ظرافتهای ماهرانه شعری و ادبی را بکار برده است .
دخوشحال خان خټک ژونداو آثارو دقیقه څیړنه او مطالعه د ډیر وخت غوښتنه کوی . زه غواړم چې په ډیر لنډیز سره د ده قلمي لیکنې او کتابونه چې خپاره شوي دي معرفی کړم .

مسټر راورټی نامتو ختیز پوه د ده آثار له (۲۵۰) څخه هم زیات بولي .دده مشهور آثار دا دي :

– کلیات : په دی کتاب کې نږدې (۴۰) زره بیتونه ځای په ځای شوي دي .
-دپښتنوتاریخ : په دی اثر کې یې د پښتنو داتنیکي او نسب په باب څرګندونې او څیړنې شوې دي .
– دستار نامه : چې دملي افغاني احساس داغیز لاندی لیکل شوی ده اوددستاراولونګۍپه اړوندمسایل پکې راغلي دي .
– عیار دانش : دانور سهیلی پښوژباړه ده .

– فضل نامه :په دی کتاب کې ددیني اوفقهي مسایلوپه هکله څیړنې شوې دي.
– طب نامه یا صحت البدن : په دی اثر کې دصحت اوروغتیامسایلو په اړه څیړنې شوې دي اودمختلفو ناروغۍ لپاره پکې ډیر ښه دارو او درمل ښودل شوي دي .
– سوات نامه :په دی اثر کې د سوات جغرافیي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ادبي حالات بیان شوي دي .
– باز نامه : په دی اثر کې دښکار په اړه یو سلسله مالومات راغونډشوي دي .
– فرخ نامه : په دی اثر کې د تورې، میړانې اوقلم بحثونه شوي دي .
– فراق نامه : په دی اثرکې دخوشحال خان هغه شعرونه چې ده په جیل کې لیکلی دي ځای په ځای شوي دي .
– اخلاق نامه : په دی اثر کې داخلاقواوانساني سلوک په باب مالومات وړاندی شو ي دي .
– آینه : په دی کتاب کې د فقهي افکارپه هکله مالومات بیان شوې دی .
– بیاض : په دی کتاب کې دنثر په اړه مالومات راغونډ شوي دي .
– دخوشحال رباعیات : په دی اثر کې په زړه پورې څلوریزې را غونډې شوې دي .

– تفسیر سوره یوسف :

– پښتوهدایه : دا اثر له عربی ژبی څخه ژباړل شوی دی .
– زنځیری : دا اثر د لیکدود په اړه لیکل شوی دی .
– ریاض الحقیقت :دا دنثر کتاب دی په دی کتاب کې د پرهیز ګاری په هکله مالومات راغونډ شوی دی .
داهغه آثار دي چې معلوم ، مشهوراوپه لاس راغلی دي، خو په سلګونو نور آثار یې هم شته چې ورک شوي دي . که چیرې د خوشحال خان خټک آثار په دقیقه توګه ولولو څر ګندیږي چې دی د خپل وخت دی مروجو علومو لکه : فلسفه، منطق، حکمت،طبابت، تفسیر، فقه، حدیث ، معانی، عروض، بیان …….اوداسی نورو علومو سره بلد ؤ .

هغه خدمتونه چې خوشحال خان خټک دپښتو ژبی ادبیاتو ته کړی دي ساری نه لري او ده د نوم دتل له پاره زموږ دپښتوادبیاتود تاریخ په آسمان کې روښانه اوځلیدونکی دی .

دده دآثارو څیړنه او د ده ادبي ، فرهنګي او ملي شخصیت دهېواد په محدوده کښې محدودنه دی پاتې شوی، په نړۍ کښې دلویو پوهانو اوپوهنیزومرکزونوله خوا دیو علمي ،ادبي، تاریخي اوسیاسي مشرپه توګه ستایلی او منلی شوی دی . ده دیوستر مفکر، مؤلف، عالم، فاضل، محقق، مؤرخ، لوی شاعر اوادیب په توګه پوره شهرت ګټلی دی . دده دژوند، ملي ،فرهنګي شخصیت او آثارو په هکله ډیری زیاتی لیکنی شوې دي ، دهېواداوباندنیولیکوالانواو څیړونکوخپلی علمی څیړنی ورباندی کړی دي .دنړۍ ډیرو پوهانو دده آثارلوستي اوژباړلي دي .

زموږ دهېواد ځلیدونکوستورو لکه : پوهاند عبدالشکور رشاد، پوهاندصدیق الله رشتین ، پوهاندعبدالحی حبیبي، استاد ګل پاچا الفت، امیر حمزه شینواری او داسې نورو وتلیواو نامتو پوهانواو لیکوالانو د ده په هکله کتابونه ، مقالی او د ډاکترۍ
تیسیسونه لیکلي دي . دی د یو لوی مبتکر شاعر ، دیو ملي لیډر په حیث، اوملي اتل،اوبشر دوست انسان په څېرنه یوازی په هېواد کې دننه، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم دلویدیځو او ختیځوپوهانو او لیکوالانو له خوا پیژندل شوی دی .

دده په هکله جارج مارګنسټرن، سراولف کیرو، پروفیسور میکنیزي، مشهور ختیځ پوه راورټي، ډامسټیټر، ګرکیسیون، بیډولوف، ډاکتر کریسن، روسي ختیځ پوه او افغان پوه اسلانوف، نیکولای دوریانکوف، سونخیف لولف، پادري هیوز، ډورن ، الفنستن او داسې نورو پوهانو او ختیز پیژندونکو هم ډیری مقالې لیکلې دي او څیړنې یې پرې کړی دي .
لنډه داچې دخوشحال خان آثار اود ده دلوی ادبي او اتل شخصیت پیژندنه په انګیسي ، روسي، ډنمارکي، هندي، اردواو دري ژبو ژباړل شوي او خپاره شوي دي .
خوشحال خان خټک دهېواد دیوغوره نومیالي شخصیت په توګه تل د خپل هیواد، ولس،او د آزادی، دپښتنودیوالي،افغاني اتحاداو اتفاق، دتورې اومیړانې سره ډیره مینه در لوده او د انسانیت او انساني کرامت احترام یې کاوه او دده په غزلیاتو، قصیدو،رباعیاتواو نورو متفرقه آثارو کې دانسان او انسانیت په هکله ډیر شیان لیکل شوی دي او تل یې هڅه کړی چې هېوادوال یې هوسا، بسیا،آ باداو آزاد ژوند ولري . دی د انساني غوره صفتونو خاوند، یو درویش صفته انسان او د درویشانو او قلندرانو خصوصیات لرل او یوسخاوت مند انسان ؤ . لکه چې وایي :

نیستی هستی ده که ته پوهیږې
لویي پستی ده که ته پوهیږې
بده تر هر څه په دا جهان کښی
خود پرستی ده که ته پوهیږې
=====================
وګړی واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دی چې کار د بل کا
څوک چی آرام ګټی د نیکو نام ګټی
د خوږو زړونو دارو به تل کا
بیا وایي :
سخاوت می د تقلید په رسم نه دی
زه له ځایه د سخی بابا پسر یم
دحاتم غوندې می خیل و حشم نشته
په عطا کښې له حاتمه برابر یم

دی د تورې ، میړانې ، شرافت، راستۍ، تقوا، لوړتیا او پوهنې ځلانده او روښانه ستورې ؤ . لکه چې وایي :
په جهان د ننګیالی دی دا دوه کاره
یا به وخوری ککرۍ یا به کامران شی
بیا وایي :
څو وانخلی له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه ارام
=====================
یا عاشق شه ، یا شهید
چه یادیږی په بدلو په سندرو
او بیا وایي :

درست دیوان مې لکه باغ د علم ګنج دی
پکښې شته هر راز ګلونه هر نهال
========================

ډیردی کتابونه مشتمل په دیرشوحرفونو
کل واړه که ګورې له الفه دی زوولی

دهندوستان دمغلومقتدر اوسرکښه دولت هر وخت دپښتنو د استعمالولواو اسارت په لاره کې له زر،زوراو زاریو نه نیولې بیاتر دسایسوپوری له هر ډول وسایلونه په ډیر محارت او عالی شکل کاراخیسته . کله چې شاه جهان په ناروغۍ اخته شواو مړشو وروسته له ده له مرګه د ده زوی اورنګ زیب په قدرت ورسیده . کله چې اورنګ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته معلومه وه ، چې خوشحال خان دیو توریالي سرباز په توګه ده ته سر نه ټیټوي او دده دوست نه شی کیدای .اورنګ زیب د خوشحال خان سره تماس ونیوه او ده ته یې وویل : ستا کورنۍ ،ستاپلار او نیکونه ټول خانان او قومي مشران وو،او ستاپلار زماپه دربارکې ډیر قدر او عزت درلود، خو پام کوه چې پښتانه دمغلو په مقابل کې سر در څخه پورته نکړي .

مګر خوشحال خان هغه عشق او احساسات چې د خپل هیواد، پښتنو او ولس سره لرل دده خبری ته غوږ و نه نیوﺉ .
خو دوخت په تیریدوسره دخوشحال خان محبوبیت په خپله قبیله کې زیاتیده اوروابط او تماسونه یې د نورو پښتنو سره لاپیاوړي کیدل او د دوی سره یې اړیکی ټینګی ساتلی وی .

دی د دوی په فرهنګي، کلتوري ، اجتماعي او سیاسي خصوصیاتو ، ارتباتاتو ، دودونو، لهجو،عادتونو، متلونو او اصطلاحاتو باندی آشنا ؤ . له همدی کبله ده د خپلو مطالعاتو او څیړنو په اساس د پښتنو د تیر تاریخ په تیره بیا په هند کې د افغانانو له سیاسي کارنامو سره ځان پوره بلد کړی ؤ .

دا ښکاره وه چې اورنګ زیب خوشحال خان خټک د یوه نه پخلا کیدونکي دشمن په توګه پیژندلی ؤ، او د ده ظالم حکومت د خوشحال غوندی شخصیت نه شو منلی . اورنګ زیب د مغولي دولت د زمامدارانو په مشوره خوشحال خان نو هغه ووچې په نامردانه ډول ګرفتار او وروسته له څو میاشتو دی یې د هند د (رنتبور) په جیل کې بندي کړ.دی څلور کاله بندی ؤ. اوده په دغه جیل کې زیات آثار هم ولیکل لکه :
دستار نامه، ترجیح بند، ترکیب بند او داسی نور .
دا بند د خوشحال خان په ژوندکې داسی یوه حادثه وه چې دی دمغلومرکزی حکومت له استعماري ماهیت اودهندوستان د خلکو له عام خصوصیاتو سره نور هم بلدشواو ده په خپل سیاسي افکارو کې مکمل بدلون راوست او ده خپله لاره په شعوري ډول
وټاکله او د مغلو په ضد یې توره پورته کړه اوداسی یې وویل :

پس له بنده دی دا عزم — دخوشحال دخاطر جزم
یا نیولی مخ مکی ته — یا مغل و سره رزم
او رښتیا هم له بنده وروسته تر مرګه پوری خوشحال خان د مغلو سره پخلا نه شو او خپلې مبارزې ته یې د اورنګ زیب پاچا په مقابل کې دوام ورکړ .

خوشحال د خټکو خان د یوسفزیو سره جوړه وکړه اوخپله توره یې یوازی دخټکوقبیلې دپاره نه بلکه د ټول افغان د پاره راویستله . لکه چې وایي :

که توفیق داتفاق پښتانه مومي زوړ خوشحال به دوباره شي په دې ځوان

بیا وایي :
چه درست ګلزار دی د اتفاق دی
چه درست خار زار دی ګنده نفاق دی

د ده ننګ او غیرت، وطني عشق اواحساسات او انقلابي طبیعت څپی ووهلی، دهند دمغولي حکومت دغور ځولو لپاره یې دافغان د ننګ توره پر ملا کړه او په لوړ غږ یې وویل :

دافغان په ننګ می وتړله توره
ننګیالی دزمانی خوشحال خټک یم
یا وایي :
لا تر اوسه په لرزه پریوزی له کټه چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

په رښتیا چې دی یوتوریالی اوزړوراو دتورې اوعمل قهرمان دوطن په غم غمجن او د پښتو په درد دردمن او یولوی،پیاوړی اوملي شاعر ؤ .

ده نه یوازی په توره او میړانه کې یو کلک عزم اولوړ همت درلود، بلکې د شعر او شاعرۍ بازاریې هم تودساتلی ؤ. دخوشحال قلم خوشحال خان ته ابدي ژوندورپه برخه کړ . کولای شو ووایو چې دپښتو ژبه او ادب ځکه بختور دی، چې دخوشحال خان
په څېرنامتواومفکر انسان یې پخپله غیږ کې وروسته له پیرروښان څخه وروزه . دغې سترادیب او لیکوال او پیاوړي شاعر نه یوازی په خپل کړکیچن ژوندکې د تورې او میړانې غږ پورته کړ، بلکې په ادبي او فرهنګي ډګر کې په هیواد کې د ننه او بهرد
توری اوقلم د خاوند په توګه پیژندل شوی او ستایل شوی دی . لکه د خوشحال خان په څېر ستر شخصیتونه په نړۍ کې ډیر کم پیدا کیږي چې هم شاعر، هم لیکوال ، هم څیړونکې، هم مفکر اومؤلف، هم ژباړونکې، هم سیاسي لیډر دخپلو خلکواو دمیړانې او تورې خاوند وي .

ده دتورې شرافت او حیثیت او د قلم فضیلت په ډیر شهامت او میړانې تر پایه پورې وساته . د ده آثار او اشعار د پښتو ادب په آسمان کې ډیر ځلانده او نه ورکیدونکي ستوري دی . ده په خپلو آثاروکې خپل ولس ته میړانه، ټینګ عزم، غیرت، لوړ همت،
سرشیندنی، شجاعت ، ننګ، وفاداری، صمیمیت، دوستی، سپن ویل، عدالت، انصاف، وطن پرستی، ملی اتحاد، یوالی، کاراوزیار، اسلامي مقدساتوته احترام کول ،کلتور، اخلاق ، تربیه او داسی نور ډیر صفات او عالی مفاهیم ورښودلی دی .
ده د تصوفي او اخلاقي اړخ څخه را نیولی تر عشقي، حماسي، اجتماعي،فلسفي جنګي، او دوطن د محبت اومینی تر کچه پوری په خپلو اشعاروکې د دغو اجتماعي خصوصیاتواواوصافو او عالی افکارو انعکاس د شعر په لباس کې نغښتی دی ، او
د هر چا په ذوق برابر شعرونه یې ویلی دی . د ده اشعار د عواطفو او پاکو، سپیڅلو احساساتو هینداره ده او دخپل ادب په بڼ کې یې رنګارنګ ګلان کرلي دي .

( اقبال لاهوری) چې یوپیژندل شوی شاعر دی دخوشحال خان خټک د پوهی اوحکمت زړورتیا ،میړانی ، سپین ویل او ټیګ عزم په هکله داسی وایې :

آن حکیم ملت افغانیان—- آن طبیب علت افغانیان
راز قومی دید و بی باکانه ګفت —- حرف حق با شوخی رندانه ګفت
خوش سرودآن شاعر افغان شناس —- آن چه بیند باز ګوید بی هراس

دی د پښتو ادب یو ملي شاعر،مؤلف اومفکر، څیړونکی ، ژباړونکی اودننګ د ډګر قهرمان دی .دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په نوره نړۍ کې هم شهرت لري اود یورپ خلکو ورته دیو ملي ،قومي لوی شاعر اولیکوال خطاب ورکړی دی .
د دی ستر شاعر ، نامتو پهلوان ، دتوری او قلم اتل او پیاوړي زعیم آثارو په هکله ژور علمی اومختلف مطالعات او څیړنې شوي دي .
د خوشحال خان خټک (دستار نامه) یومشهور او منثور اثر دی، چې د ملي افغاني جذباتو او احساساتو دتاثیر لاندی لیکل شوې دی .
(دستار نامه ) یو سیاسي او تربیوي کتاب دی ، خوشحال خان خټک د دی کتاب په هکله لیکلی دي : (شل) هنره (شل) خصلته چه اختیار شوی دی په دوه بابه کښی به واضیح شی :

اول په کښی د ځان پیژندګلوي ده . بیا ورپسی هنر دعلم دی بیا ورپسی نورکسبونه فنونه حرفتونه دی . د (دستار نامه) په باب ښاغلی سمندر خان سمندر دکتاب په مقدمه کښې لیکلي دي :
(دخوشحال دستار نامه په حقیقت کښی د عزت، حرمت او سړیتوب درنه پګړۍ ده . که څوک د(دستارنامې) په معیاردغه (شل )هنره او (شل) خصلته نه لری نو دقام دمشری د دستار تړلوقابل نه دی .) خوشحال خان خټک په دی کتاب کې د پښتون ملت او ولس ویښول د دوی عیبونه ورښودل او دوی په شعوري لحاظ د وطن، استقلال،خپلواکۍ دمینی سره آشنا کول او د قومي مشرۍ او سیاسي پوهې او ملي احساساتو، وطن دوستۍ اوملیت پرورۍ مختلف اړخونه تشریح کړی دی . دی غواړي چې وښي لارښوونکی او نمونه پښتون بایدڅنګه وي .نن ورځ دنړۍ سیاست پوهان دیوخپلواکه دولت سیاسي رهبری ته ډیر اهمیت ورکوي .ځکه چې دیو ټولنی مشردهغی ټولنی داستقلال ،خپلواکۍ اودخلکو لارښوونکی دی . خوشحال خان د واقعی مشرانو په هکله ډیری خبری لري اووایې :

چه د ستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
خوشحال په دی بیت کې پګړۍ، خولۍاو تاج دیوانسان دسړیتوب مقام،غوره اخلاقو عاداتو، کلتور اوفرهنګ سمبول ګڼي او وایې : دستار هغه څوک باید په سر کړي چې قابلیت یې ولری . دا یوه په زړه پورۍ نصیحت نامه ده لوستل یې هرچا ته په کار دي .
د خوشحال دپیژندلو او آثارو په باب دومره مقالی او کتابونه چاپ شوي دي چې پای نه لري . د دغې لیکنې په آخر کې ویلی شم خوشحال خان دپښتودادبیات په تاریخ کې هغه لوی ملي ،سیاسي،علمي ، ادبي اونامتوتوریالۍ شخصیت دی چې له مړینی نه وروسته یې په ټوله پښتونخوا کې ساری پیدا نه شوه . دی وایې :

دخوشحال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
خوشحال خان په ژوند کې وصیت کړی ؤ چې ما په داسی ځای کې ښخ کړی چې دمغلو د اسونود پښوګردونه ځما په قبر رانشي . د دی قهرمان او دتوری او قلم سردار دا وصیت هم پوره شو .

دغه لوی شاعر اومتفکرعالم او دمیړاې اوتورې اتل په (۷۸) کلنۍ په (۱۱۰۰)کال کې له دې فاني دنیاڅخه سترګي پټې کړې . زه هم دهغه لوی ملي ، ادبي،فرهنګي اوعلمي شخصیت ته ددرناوی او ژور عقیدت سر ټیټوم او له لوی څښتن څخه هغه ته جنتونه غواړم . روح دی ښاد وی .

ستا دښایست ګلونه ډیر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

په ډیر درنښت :

په پای کې د تاسو پام دخوشحال خان بابا د یو څو عشقي، حماسي، ټولنیز،فسفي وطني، تصوفي، او اخلاقي شعرونو ته راګرځوم .
غزل
که مسجد ګورې که دیر —- واړه دیو دی نه شته غیر

یو می بیا موندپه هر څه کښې —- چه می وکړه د زړه سیر

هغه ځای په سیر ګرزم —- چه ترې نه رسیږی طیر

خوشحال یو وینی خوشحال دی —- ورنه ورک دی غیر و زیر

غزل
لاله در موسم بهار بود
عیش با روی ګلعزار بود
با رخ و زلف او سرو کارم
در شب و روز روزګار بود
آهوی چشم تو چه آهویست
که در آن شیر نر شکار بود
رخ تو همچو نو شګفته ګلیست
عندلیبان او هزار بود
قد تو در میان دیده ما
همچنان سرو جویبار بود
وقت آن خوش که بعد هجرانت
یا ر همچون تو در کنار بود
قصه درد ما چه میپرسی
حالم از چهره آشکار بود
همچو خوشحال عاشق رخ تو
نیست ممکن که در دیار بود

غزل
نو بهارو می معشوقه و جام است اینجا
زهد و پرهیزو درع را چه مقام است اینجا
قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی
غیر می هر چه بودجمله حرام است اینجا
یارب آن مغبچه را هیچ ګزندی مرسان
که برویش نګران خاص و عام است اینجا
پیشم از مشک ختا دم مزن ای مشک فروش
که پر از نګهت آن زلف مشام است اینجا
شاه من تند مران رخش که بس مردم شهر
بهر نظاره تو بر درو بام است اینجا
می نوازد می خوش لحن به جادوی نفس
آهوی کوه و بیابان همه آرام است اینجا

غزل
لبت از آب حیوان آب برده
رخت نور از رخ مهتاب برده
ندانم در دوچشم او چه جادوست
که از چشمان عاشق خواب برده
به تاب زلف و پیچ جعد مشکین
صبوری از دل بیتاب برده
ګر آن بت را چو محراب است ابرو
منم چون سجده در محراب برده
بعارض دل به چشمان دین بلب روح
سلامت را همه اسباب برده
نه تنها دل ز خوشحال خټک برد
که زهد از دست شیخ و شاب برده

غزل
چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا
زه به نه کړم هېرې نورې سترګې ستا
يا د باز يا د طاوس يا د شاهين دي
يا د تور هوسي که ګورې سترګې ستا
لکه وژغوري کبلی په سنبل زار کې
د خواره اوربل تر سيوري سترګې ستا
لکه پټ سواره د جنګ نېزې په غاړه
دا اوږده باڼه پرې پورې سترګې ستا
چې دې هسې و هر در و ته ولاړ کړ
د عاش دی اور په کورې سترګې ستا
لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي
زه چې ووينم ميخورې سترګې ستا
چې دې غوښت هغه ديدن دی ورته ګوره
که خوشحال نه دي کورې سترګې ستا

غزل
عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ
دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا
په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني
هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا
دوه مين که سره هر څو، مرور وي
خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا
تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي
که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا
څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه
ما به هم په هومره داغه مبتلا کا
همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي
چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا
په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله!
په خاطر به دې د اور لمبې والا کا

غزل
که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک
په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک
واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ
ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک
چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي
نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک
بدرګه که محبت راسره نه وای
يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک
ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې
ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک
د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي
روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک
ته پخپله راته ووايې چې وايه!
ګڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک
ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه!
د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک
ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي
په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل څوک
تا پخپله سپينگ خوله خوشال ته ورکړه
ګڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک

غزل
مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک
له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک
مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد
نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک
لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې
د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک
چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي
په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک
په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې
په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک
لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې
همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم
چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک

غزل
زه چې هسې په تعجيــــل او په شتــــاب ځم
خرابات لره په هيلــــــــه د شـــــــــــــراب ځم
د ساقي د لاسه مــــــــى چې تتــــــــاول كړم
بيا په بيارته به بېخوده مست خـــراب ځم
د ساقـــي د مــخ جذبــــــــه مې مــخ ته بـولي
چې دا هسې ميكــــــــدې ته په ترتــاب ځم

درد د درد مـې يـــې له خمـه دى نوشــــلى
اوس په هيـله په اميـــــــــد د مى نــاب ځم
چې مې نه شي بله يو سر بل سر ستــــــــرگې
له جهــــــــــانه مخ پوښــــلى په نقــــاب ځم
له دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو
د دې سيند دپاسه زه لكه حبـــــــــــاب ځم
خوب وخور مې له خاطره فرامــــــــوش دى
دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم
د محبــــــوبې د جمــــال شغلـــې اتـــــش دي
زه خوشحــال يې له ليدلو زړه كباب ځــــــم

غزل
بيا رباب د مغني ښه سرايت کا
په نغمه کې نوی نوی حکايت کا
شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم
د بهار ګلونه ماته هدايت کا
ګدايانو لره غم د ګېډې ډېر دی
بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا
د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي؟
په جفا کې چې دا هومره عنايت کا
په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شم
لکه څوک چې له شکر و شکايت کا
دا زما د بخت اثر نه دی نو څه دی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button