دزكـوة بيـان

زكات په لمانځه پورى تړلى عبادت دى ولى چه په قرآن شريف كښى دوه اتيا(٨٢) ځله ﴿اقيموالصلوة واتواالزكوة﴾ ذكرشويدى او د هجرت په دوهم كال د روژى ترمخه فرض شويدى، مصنف (رح) ليكلى دى چه زكات واجب دى په اصطلاح كښى دفقهاء (رح) واجب هغه عمل دى چه كول ئې ثواب لرى او منكر ئې كافر نه ګڼل كيږى لكه دلوى اختراخترئ، سرسايه، د وترلمونځ اوداسى نور، فرض هغه عمل دى چه منكرئې كافردى، څرنګه چه زكات داسلام دمقدس دين له پنځوبناؤڅخه يوه داسى بناء ده چه د قرآنكريم په آيت اونبوى احاديثواودامت په اجماع سره يوثابت عمل دى چه منكرئې كافردى نودمصنف (رح) مراد له واجب څخه فرضيت دى چه دغه اصطلاح په فقه اواصولـوكـښى شته .
زكات پرهر آزاد بالغ اوعاقل مسلمان باندى فرض دى، زكات په لغت كښى وده (نمو) ته وايى چه اداكول ئې په مال كښى سبب د نمو(ډيروالى) دى يعنى خداى پاك ئې په دنياكښى پرمال او دولت بركت ږدى اوپه آخرت كښى ثواب وركوى په دغه قول سره دالله (ج) چه د دوه ويشتمى(٢٢) پارى دسورت سباپه نه ديرش (٣٩) آيت كښى فرمايى ﴿ومآانفقتم من شى ء فهو يخلفه﴾ يعنى هرهغه شى چه تاسوله خپلومالوڅخه دخداى دپاره چاته وركړى خداى پاك دهغه بدل دركوى، زكات پاكۍ ته هم وايى لكه چه الله (ج) دسورت توبه په يوسل اودريم (١٠٣) آيت مبارك كښى فرمايى ﴿خذمن اموالهم صدقة تطهرهم وتزكيهم﴾ يعنى اى محمده! ددوى له مالونه زكات واخله چه دوى پاك اوبركتناك كړى، په شريعت كښى زكات ومسكين مسلمان ته دهغه ملك يا دولت څخه چه كامل نصاب ته ورسيږى او پوره يوكال ورباندى تير شى دهغى برخى وركول دى چه خداى (ج) تعين كړيده چه بيان به ئې وروسته راشى، زكات وركول پرنابالغه مسلمان، ليونى او مكاتب باندى نشته (مكاتب هغه مريى دى چه بادارئې ورته ووايى چه په څوقسته معين مبلغ راكړه نوته آزاد يى) نودمكاتب پيسى كه څه هم نصاب ته رسيدلى وى زكات ورباندى نشته همداراز پرنابالغه اوليونى ځكه زكات نشته چه په عبادت مكلف نه دى، مګرسرسايه، عشراودبندګانودحقوقوتاوان ورباندى شته كه څوك دخپلى شتمنى په اندازه دبندګانوپوروړى وى زكات ور باندى نشته، كه دچاشتمنى دخلګوترپورډيره وه اودغه ترپور اضافه شتمنى نصاب ته رسيدلى وه اوكال ورباندى تيرشوى وو نوزكات وركول ئې فرض دى، د اوسيدلوپرسراى، د اغوستلوپرجامو د كورپراسباب، د سپرلۍ پرحيواناتو، دخدمت پرمريانواو د استعما لولوپرسلاح زكات نشته، د زكات د وركړى سره نيت تړلى دى ځكه چه زكات عبادت دى اوپه عبادت كښى نيت شرط دى كه څه هم دعبادت نه مخ كښى وى لكه په پيشلمى كښى د روژى نيت يعنى كه له مال يادولت نه دزكات برخه جداكړى نو د وركړى په وخت كښى ئې همدغه نيت معتبردى، دزكات په وركړه كښى دخولى ويناشرط نده دزړه نيت معتبردى خودخولى دوينا ګټه داده چه غنى ياسيد به ووايى چه زه د زكات داخستلوحق نلرم و مستحق كسانوته ئې وركړه، مسحق د زكات، عشراوخراجو اسلامى حكومت دى، كه حكومت اسلامى نه وونوبيادى وحق لرونكو كسانوته وركړى، كه چانيت دزكات نه ووكړى اوخپل ټول مال اودولت ئې خيرات كړ زكات ئې ساقط شو يعنى زكات ورباندى نشته مګركه ئې يوه برخه دمال اودولت خيرات كړه او د زكات نيت ئې نه وو كړى نوزكات ئې نه ساقط كيږى يعنى زكات به وركوى .
د اوښـانـوزكـوة: كه د اوښانوشميرترپنځه كم وو زكات ورباندى نشته كله چه شميرئې پنځه څړنكواوښانوته ورسيږى اويوكال ور باندى تيرشى ترنه (٩) اوښانوپورى دزكات برخه ئې يوپوسه دى بياچه شميرئې لس (١٠) څړنكواوښانوته ورسيږى اوكال ورباندى تيرشى ترڅلورلس (١۴) پورى دزكات برخه ئې دوه (٢) پسونه دى د اوښانوپخپله څړكول دكال په ډيره برخه پورى شميرل كيږى يعنى كه اوښان په كال كښى يوه يادوى مياشتى پخپله څړ ونكړى او پركورواښه وخورى زكات ورباندى شته، كه ټول كال يادكال ډيره برخه پركورواښه وخورى زكات ورباندى نشته، همدارنګه د كرايى پراوښانوزكات نشته، د كوكب درى په حواله دتجارت اوښان كه څه هم پخپله څړكوى زكات ورباندى نشته، كله چه داوښانو شمير پنځه لس (١۵) ته ورسيږى ترنه لس (١٩) پورى دزكات برخه ئې درى (٣) پسونه دى، كه شميرداوښانوشل (٢٠) ته ورسيږى ترڅلور ويشت (٢۴) پورى دزكات برخه ئې څلورپسونه دى، كه د اوښانو شميرپنځه ويشت (٢۵) ته ورسږى ترپنځه ديرش (٣۵) پورى د زكات برخه ئې يوه يوكلنه جونګۍ ده (چه دعمريو كال ئې پوره كړيوى)، كله چه د اوښانوشمير تر پنځه ديرش (٣۵) زيادشى ترپنځه څلويښت (۴۵) پورى دزكات برخه ئې يوه دوه كلنه جونګۍ ده (چه دعمردوه كاله ئې پوره كړيوى)، كه داوښانو شميرترپنځه څلويښت (۴۵) زيادشى ترشپيته (۶٠) پورى د زكات برخه ئې يوه درى كلنه جونګۍ ده (چه دعمردرى كلونه ئې پوره كړيوى)، كه داوښانو شميرله شپيته (۶٠) نه زياد شى ترپنځه اويا(٧۵) پورى دزكات برخه ئې يوه څلوركلنه اوښه ده (چه دعمرڅلوركلونه ئې پوره كړى وى)، كه د اوښانوشميرترپنځه اويا(٧۵) زيادشى ترنوى (٩٠) پورى د زكات برخه ئې دوى دوه كلنۍ جونګيانى دى (چه دواړو د عمردوه كلونه پوره كړيوى)، كه د اوښانو شميرتر نوى (٩٠) زيادشو ديوسل اوشل (١٢٠) پورى دزكات برخه ئې دوى (٢) درى كلنۍ جونګيا نى دى (چه دعمردرى كلونه ئې پوره كړى وى)، په بخارى شريف او داحاديثوپه ټولوكتابوكښى ذكرشويدى چه رسول اكرم (ص) دغه د اوښانودزكات الهى حكم وخپلوټولوعاملانوته په ليك سره خبروركړ، دخلفاء راشدينو په وخت كښى هـم دغـه حـكم وو اوترقيامت پورى دغـه حـكم پاته دى .
كله چه داوښانوشميرتريوسل اوشل (١٢٠) زيادشى نو د زكات د فرضيت ترتيب دى له سره را وګر ځوى يعنى تريوسل اوپنځه ويشت (١٢۵) پورى دزكات برخه يوپسه اودوى درى كلنۍ جو نګيانى دى (چه دعمردرى كلونه ئې پوره كړيوى) په همدغه تر تيب پرلسواوښانودوه پسونه، په پنځلس كښى درى پسونه، په شل كښى څلورپسونه اضافه كيږى، كله چه شمير د اوښانويوسل او پنځه ويشت (١٢۵) ته ورسيږى تريوسل اوپنځه ديرش (١٣۵) پورى د پسه ځاى يوه يوكلنه جونګۍ نيسى يعنى دزكات برخه ئې يوه يوكلنۍ او دوى دوه كلنۍ جونګيانى دى، كه داوښانوشمير يوسل اوشپږديرش (١٣۶) ته ورسيږى تريوسل اوپنځه څلويښت (١۴۵) پورى دزكات برخه ئې يوه دوه كلنۍ اودوى درى كلنۍ اوښانى دى (چه يوى دعمردوه كلونه اودوو دعمردرى كلونه پوره كړيوى)، كله چه داوښانوشميريوسل اوپنځوس (١۵٠) شو دزكات برخه ئې درى درى كلنۍ اوښانى دى (چه دعمردرى كلونه يى پوره كړيوى)، چه د اوښانوشميرله يوسل اوپنځوس نه زيات شى نصاب دى له سره شروع كړى يعنى پرپورتنى زكات برسيره پرپنځو اوښانويو پسه، پرلسو اوښانو دوه پسونه، پر پنځلس اوښانو درى پسونه اوپرشل اوښانوترڅلورويشت پورى څلورپسونه دى، كله چه داوښانو شمير يوسل اوپنځه اويا(١٧۵) ته ورسيږى تريوسل او پنځه اتيا(١٨۵) پورى دزكات برخه ئې يوه يوكلنۍ اودرى درى كلنۍ اوښانى دى (چه يوى دعمريوكال او درو دعمردرى كلونه پوره كړيوى)، كله چه داوښانوشميرله يوسل اوپنځه اتيا(١٨۵) نه زيات شى تريوسل اوپنځه نوى (١٩۵)پورى د زكات برخه ئې يوه دوه كلنۍ او درى درى كلنۍ اوښانى دى (چه يوى دعمر دوه كلونه او درو دعمر درى كلونه پوره كړيوى)، كله چه داوښانو شميرله يوسل اوپنځه نوى (١٩۵) نه زيات شى تردوه سوه (٢٠٠) پورى دزكات برخه ئې څلوردرى كلنۍ اوښانى دى (چه دعمردرى كلونه ئې پوره كړيوى)، كله چه داوښانوشميرله دوه سوه (٢٠٠) نه زيادشى نصاب به بيرته له سره شروع كوى، لكه ديوسل او پنځوس (١۵٠) نه چه شروع شوى وو. د اوښانوپه زكات كښى به اوښه وركوى چه نسل ورنه ونيول شى. بختى اوعجمى اوښان دزكات په نصاب كښى سره برابردى اوعربى اوښ هغه دى چه مور او پلار ئې دواړه عرب وى .
دغـوايـانـواوغـواوو زكـوة: هغه غوايان ياغواوى چه پخپله څړكوى شميرئې له ديرش (٣٠) نه كم وى په نصاب كښى داخل نه دى زكات ورباندى نشته كه ئې شمير وديرش (٣٠) ته ورسيږى يو كال ورباندى تيرشى اوپخپله څړكوى دزكات برخه ئې يوكلن ګلګى ياګلګۍ ده (چه دعمريوكال ئې پوره كړيوى)، كه ئې شمير وڅلويښت (۴٠) ته ورسيږى دزكات برخه ئې د دوو(٢) كالوګلګى ياګلګۍ ده (چه دعمردوه كلونه ئې پوره كړيوى)، دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په نيزكه شميردغوايانوياغواوو ترڅلويښت زيادشو ترشپيته (٦٠) پورى دزكات برخه پر زيادشوى غوايانودلسمى برخى څلورمه ده دمثال په توګه كه يو غويى ياغوا ترڅلويښت بالاشى ديوى ګلګۍ قيمت څلورزره افغانۍ وى نو د تيرحساب په تناسب دګلګۍ د قيمت لسمه برخه څلورسوه افغانۍ كيږى او دڅلورسوو افغانيو څلورمه برخه سل افغانۍ شوه، كه دوه غوايان بالاشى نوپه هغوكښى دلسمى برخى قيمت دګلګۍ نيمه برخه كيږى چه د زكات برخه ئې دوه سوه افغانۍ كيږى، كه درى غوايان بالاشى نو درى څلورمى د ګلګۍ دقيمت درى سوه افغانۍ كيږى، امام ابويوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه له څلوښت (۴٠) نه تر شپيته (٦٠) پورى پر زيادشوى غوايانوياغواوو د زكات زيادتوب نشته، خوكله چه دغوايانوياغواووشمير شپيته (٦٠) ته ورسيږى دزكات برخه ئې دوه يوكلن ګلګيان يا ګلګيانى دى، كه دغوايانوشميراويا(٧٠) ته ورسيږى د زكات برخه ئې يويوكلن اويو دوه كلن ګلګان دى، كه دغوايانوشميراتيا(٨٠) ته ورسيږى د زكات برخه ئې دوه دوه كلن ګلګيان دى، كه ئې شميرنوى (٩٠) ته ورسيږى د زكات برخه ئې درى يوكلنى ګلګيانى دى، په سلوكښى دوى يو كلن اويوه دوه كلنه ګلګۍ ده په همدغه ترتيب دزكات برخه په هرلس (١٠) غوايانوكښى له يوه كلنۍ ګلګلۍ نه و دوه كلنۍ ګلګۍ ته زيادت كوى، د زكات برخه په غوايانواوګاؤميښوكـښى يوشان ده .
دپـسـوزكـوة: د پسوشميرچه له څلويښت نه كم وى زكات ور باندى نشته كله چه شميرئې و څلو يښت ته ورسيږى پخپله خوله څړكوى يوكال ورباندى تيرشى تريوسل اوشل (١٢٠) پورى د زكات برخه ئې يوپسه دى، كه يوپسه بل ورباندى زيادشى تردوه سوه (٢٠٠) پورى دزكات برخه ئې دوه پسونه دى، كه پردوه سوه (٢٠٠) پسونويوبل زيادشى تردروسوو(٣٠٠)پسونوپورى د زكات برخه ئې درى پسونه دى، كله چه دپسوشمير وڅلورسوه (۴٠٠) ته ورسيږى دزكات برخه ئې څلورپسونه دى، بياپرهروسلو(١٠٠) پسوباندى دزكات برخه يوپسه بالاكيږى، پسه، ميږ او وزه په زكات كښى سره برابردى .
د آسـانـوزكـوة: آسان چه نراوښځى يوځاى ګډ ژوندكوى يوكال ورباندى تيرشى خاوندئې اختيار لرى د زكات برخه دهرآس پرسر دى يودينار وركړى يادى ټول آسان قيمت كړى په هر(٢٠٠) دوه سوه افغانۍ كښى دى پنځه افغانۍ دزكات برخه وركړى، امام ابوحنيفه (رح) وايى هغه نرآسان چه دماده آسانوسره ژوند نه كوى زكات ورباندى نشته، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه په آسانوكښى هيڅ زكات نشته همدارنګه امام ابوحنيفه (رح) اوامام محمد (رح) وايى كه خره اوغاترى دتجارت دپاره نه وى زكات ورباندى نشته كه دتجارت دپاره وى نوپه قيمت كښى ئې زكات شته، همداراز د اوښ جونګيان چه عمرئې دوهم كال ته نوى رسيدلى، ګلګيان چه دعمريوكال ئې نه وى پوره شوى او وريان چه عمرئې تريوه كال كم وى زكات ورباندى نشته مګركه د دوى سره ددوى لويانو ګډ ژوندكوى بياټول حسابل كيږى نوپه ټولو كښى زكات فرض دى، امام ابويوسف (رح) وايى چه پر ذكرشوى وړوحيواناتوهم زكات شته چه يوبه ورڅه وركوى ولى فتوى پرقول دطرفينو ده، كه پر چا باندى دزكات برخه دوه كلن څاروى پاته وى اوهغه نه پيداكيدى نوزكات اخستونكۍ دى دلوړسن څاروى ورنه واخلى يعنى مالك مجبورنه دى چه حتمى به دوه كلن څاروى پيداكوى، زكات اخستو نكۍ دى دڅاروى اضافه قيمت ومالك ته وركړى يادى دكم سن څاروى او دهغه پاته قيمت له مالك نه واخلى، دكوكب درى، هدايه، ردمختار او نوروكتابوپه حواله دامام اعظم ابوحنيفه (رح) په مذهب دحيواناتودزكات په وركړه كښى د حيوان دقيمت وركړه رواده، همدارنګه په سرسايه، نذر، اوكفاراتو كښى دقيمت وركړه رواده، د يوى اوغوبل پرغوايانو، دكرايه كښۍ پراوښانواوپر واښه خوړونكوحيواناتويعنى چه څړنه كوى او پركور واښه خورى زكات نشته، زكات اخستونكۍ دى ترحق ښه ياترحق بالامال نه اخلى اوهم دى ترحق كښته ياترحق كم مال نه اخلى ميانځګړى مال دى واخلى چه يوهم تاوانى نشى، كه پرچاباندى دمال نصاب وو دكال په اوږدوكښى ئې ګټه وكړه دهمهغه جنس نصاب نورهم زيادشو نوګټل شوى مال دى له زوړمال سره ګډكړى اودټول مال زكات دى وركړى ځكه چه پرګټل شوى مال دكال تيريدل شرط ندى، همداراز كه چااوښانى، ميږى او غواوى درلو دى او د هغوى په شيدو او كوچو او مستوئې پيسى ګټلى نوكله چه پردغه پيسوكال تيرشى زكات به ئې وركوى، هغه حيوانات چه د كال په ډيره برخه كښى په څړسره ژوندكوى كه شپږمياشتى يا اضافه ترشپږمياشتو پركورواښه وخورى زكات ورباندى نشته .
امام اعظم اوبوحنيفه (رح) اوامام ابويوسف (رح) وايى زكات په نصاب كښى دى په عفوكښى نه دى، دمثال په ډول كه چااوه (٧) اوښان درلودل پنځه ئې نصاب دى اودوه ئې عفودى چه دزكات برخه ئې يوپسه دى، كه دكال دتيريدو وروسته او دزكات دوركړى ترمخه ئې دوه اوښان مړه شوه يايى خرڅ كړه نو د زكات برخه به هغه يوپسه وركوى ځكه چه زكات په نصاب كښى دى اونصاب باقى دى. امام محمد(رح) اوامام زفر(رح) وايى چه يوپسه دى قيمت كړى اوقيمت دى پر(٧) برخوتقسيم كړى پنځه برخى ئې د زكات دى ځكه زكات په نصاب اوپه عفوپه دواړوكښى دى، كه دزكات له فرضيت نه وروسته دچامال هلاك شونوزكات ئې ساقط شو يعنى زكات ئې هم هلاك شو، ځكه چه زكات جز د مال دى او جز يوه برخه دكل ده كله چه كل هلاك شى نوجزهم هلاك شو، كه څوك د نصاب خاوندوو دكال ترتيريدونه مخكى د زكات وركړه ورته رواده
دسـپـيـنو زرو زكـوة: سپين زرچه تردوه سوه (٢٠٠) درمه كم وى زكات ورباندى نشته، كله چه مقدارئې ودوه سوه (٢٠٠) درمه ته ورسيږى اويوكال ورباندى تيرشى تر(٢۴٠) دوه سوه اوڅلويښت درمه پورى دزكات برخه ئې پنځه (۵) درمه ده، امام ابوحنيفه (رح) وايى چه وروسته له دوه سوه (٢٠٠) درمو پر هرڅلويښت در موچه كال تيرشى د زكات برخه ئې يو(١) درم دى، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد(رح) وائې چه تردوه سوه (٢٠٠) درمه ډيرشى زكات ئې په شمير د دوو سوو (٢٠٠) درمودى، يعنى كه دوه سوه اوشل (٢٢٠) درمه وى نو د زكات برخه ئې پنځه اونيم (۵،۵) درمه ده اونورهـم په دغـه قـياس .
كه په سكه لرونكوپيسوكښى سپين زر ډيروه هغه حكم دسپينو زرولرى، وزن (تول) ئې معتبردى، كه په سكه لرونكى پيسوكښى غش (كوټ) ډير وه حكم دعروض لرى مقدارئې اعتبارنلرى هغه وخت زكات پركيږى چه نصاب ته ورسږى .
څرنګه چه دنړۍ مروجه اسعاريوشان نه دى نولازم دهرمملكت مسلمانان دسپينو زرو د زكات د ور كړى په هكله داصل معيارچه دوه سوه (٢٠٠) درمه دى قيمت پخپلواسعارومعلوم كړى بيادى د زكات برخه معلومه كړى .
د زكات د وركړى په هلكه هرڅوك دخپلى شتمنۍ دزكات د ور كړى مسئول دى، يعنى ښځه يا اولادو نه دى دپلارياخاوند د زكات د وركړى په هيله خپل اسلامى فرض نه پريږدى .
د سـرو زرو زكـوة: سره زرچه له شل مثقاله كم وى زكات ور باندى نشته كله چه مقدارئې شل مثقاله ته ورسيږى اويوكال ور باندى تيرشى دزكات برخه ئې نيم مثقال ده، امام اعظم ابوحنيفه (رح) فرمايى كله چه سره زرترشل مثقاله ډيرشى نو پرهرڅلور مثقاله د زكات برخه دوه قيراته ده، يعنى پر اضافه دوه يا درى مثقاله زكات نشته ځكه چه ترڅلورمثقاله كم وى زكات ورباندى نشته، مګر ياران (رح) وايى چه ترشل مثقاله هرڅومره بالاشى په حساب دشلومثقالوبه زكات وركوى، همدارنګه په بى سكه سرو اوسپينوزرو زيوراتواولوښوكښى زكات شته .
دعروض زكـوة: بيله سپينواوسرو زرو نورټول شيان عروض بلل شويدى لكه قالينى، كمبلى، موټر، كتابونه، جامى، سامان دكانونه سرايونه، حيوانات، مشينونه اوداسى نور، عروض هرڅه چه وى كه دتجارت دپاره وى زكات ورباندى فرض دى، مصنف (رح) قيد د تجارت ځكه ورسره ذكر كړيدى كه دغه عروض كه څه هم بيه ئې ترنصاب بالاوى دخپل استعمال دپاره وى نوپرهغه زكات نشته لكه دسپرلۍ موټر، په كوركښى داستعمال كمبلى داغوستلوجامى اوداسى نور، مګر يو موټر چه دتجارت دپاره وى قيمت ئې نصاب ته ورسيږى زكات ورباندى شته همداراز دكانونه سرايونه او داسى نور. دتجارت عروض چه بيه ئې ونصاب ته دسرو ياسپينوزرو ورسيږى زكات ورباندى شته، دغه عروض دى دفقيرانواومسكينانودګټى په خاطرپه سپينوياسروزروقيمت كړى امام ابويوسف (رح) وايى چه په كوم مال ئې دغه عروض پيرودلى وى په هغه مال دى بيه كړى كه ئې په سرو ياسپينو زروپيرودلى نه وه په عروض ئې پيرودلى وه نودهغه وطن په مروجه اسعارودى قيمت كړى، امام محمد (رح) وايى كه مالك عروض په نقده ياپه پور پيرودلى وى اوس دى د وطن په مروجه اسعارو قيمت كړى، كه دعروضو نصاب دكال په اول اوآخركښى پوره وو او دكال په مابين كښى ئې تاوان كړيوى دزكات فرضيت نه ساقطيږى يعنى زكات به وركوى، مګركه دكال په اول كښى نصاب پوره وو او دكال په آخركښى كم شونوزكات ورباندى نشته امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى دعروضوبيه دى له سرو او سپينو زروسره ګډه كړى، دغه رنګه دنصاب دپوره كيدودپاره د سروزرو بيه دى له سپينوزروسره ګډه كړى، دمثال په ډول كه چاسل درمه درلودل اودسل درموئې عروض هم درلودل نودواړه دى سره ګډ كړى د دوه سوه درموزكات دى وركړى، همدارازكه چالس مثقاله سره زر درلودل اونورئې سپين زر ياعروض درلودل چه دهغوبيه هم لس مثقاله سره زركيږى ټول دى سره ګډكړى دشل مثقاله سرو زرو زكات دى وركړى، ياران (رح) وايى سره زراوسپين زر دى په اعتباردبيع (قيمت) نه سره ګډوى بلكه په اجزاء سره دى ګډكړى امام حنيفه (رح) وايىكه چا سل درمه درلودل اوپنځه مثقاله سره زر چه بيه ئې سل درمه وه او كال پرتيرشوى وو نو ددوه سوه (٢٠٠) درمو زكات دى وركړى ياران (رح) وايى زكات ورباندى نشته ځكه سپين زركه نيم نصاب دى سره زرخونيم نصاب (لس مثقاله) نه دى بلكه پنځه مثقاله دى نواجزاء ئې برابره نده.
دكرنى اوميووزكـوة: پدغه بحث كښى دمصنف (رح) مرادله زكات نه عشردى، په زكات كښى نصاب شرط دى ولى په عشر كښى شرط ندى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) فرمايى هرهغه ثمرچه له ځمكى نه راوزى كه ليږوى اوكه ډيروى دهغه لسمه برخه عشر وركول فرض دى په دغه حديث سره چه نبى كريم (ص) فرمايلى دى ﴿مااخرجته الارض ففيه العشر﴾ يعنى هرهغه حاصل چه له ځمكى نه را ووزى په هغه كښى لسمه برخه د فقيرانواومسكينانو ده، په حديث شريف كښى دليږاوډيرذكرندى شوى .
هرحاصل (ثمر)چ ه په روانواوبواوبه شويوى يادآسمان په باران اوبه شوى وى لكه غنم، جوار، اوربشى، ماش، لوبيا، نخود او داسى نورچه حاصل ئې دساتلووړوى، اوهغه چه حاصل ئې نه ساتل كيږى لكه انار، مالټه، كيله، ګنى، خټكى، هندوانه اوداسى نور دعشر وركړه ئې فرض ده، په لرګو، نلانواو وښوكښى عشرنشته مګرپه حواله د(١٨۴) صفحى د اول جلد د هدايى كه چناران ياعما رتى لرګى كرل شوى وى په حصول كښى ئې دعشروركړه فرض ده . هغه نلان چه پخپله راشنه كيږى عشر پكښى نشته كه د تجارت په هكله كرل شويوى نوعشرورباندى شته، كه په ځمكه كښى په قصدسره شپشتى ياشوتله ياداسى بل شى كرل شويوى په حصول كښى ئې د عشر وركړه فرض ده، دهدايى ذكر شوى صفحى زياده كړيده چه دتاكبرى پرتاكانواوپر پروړو عشرنشته مګر كه چادنقدو پيسونصاب درلودى او دزكات وركولومخ كښى ئې پروړخرڅ كړل نود پروړو پيسى هم له نقدوسره جمع كيږى او د ټولو پيسوزكات به وركوى .
امام ابويوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى د عشروركړه يوازى د كرنى په هغه حاصلاتوكښى فرض ده چه ثمرئې دوام او بقالرى (دهدايى داول جلد په (١٨٣)صفحه كښى دثمربقالږترلږه يوكال ښودل شويده) لكه غنم، اربشى، جوار، وريجى، لوبيا، نخود او داسى نور، پس ديارانوپه مذهب په مڼو، انارو، كيلو، مالټو نارنج، ناك اوداسى نوروكښى عشرنشته، همدارنګه ديارانو(رح) په مذهب دځمكى حاصلاتوته نصاب شرط دى چه پنځه وسقه دى چه يووسق په كاسه دنبى كريم (ص) شپيته كاسى كيږى، ياران (رح) وايى چه په سبزيجاتوكښى عشرنشته لكه بانجن، بادرنګ،ترتيزك ګندنه، شلغم، ملۍ، پالك اوداسى نور، په حواله د ردمختاروالبدائع په دغواختلافاتوكښى فتوى پرقول د امام اعظم ابوحنيفه (رح) ده .
دامام اعظم (رح) په مذهب هغه كښت چه دارهډپه اوبوپه لويو سلوغو سره اوبيږى كومى چه دغوايى يا د اوښى په واسطه ئې را باسى دحاصلاتوشلمه (٢٠) برخه ئې عشرده، ياران (رح) په دغه فتوى كښى ورسره موافق دى، امام ابويوسف (رح) وايى هغه پيدا وار چه پلورل او پيرودل ئې په وسق نه كيږى لكه زعفران اومالوچ (پنبه) نوپه بيه كښى د ارزانه حاصلاتود پنځه وسقودبيع سره په مستقيم تناسب سره عشرفرض دى، د مثال په توګه كه دجوارو د پنځه وسقوبيه سل (١٠٠) افغانۍ وى عشرئې لس (١٠) افغانۍ دى نو د مالچو او زعفرانودقيمت په هرسل (١٠٠) افغانيوكښى د عشربرخه لس (١٠) افغانۍ ده، امام محمد(رح) وايى هركله چه حاصل دمالچو او زعفرانو و پنځه چنده ته دهغه عمده شيانو ور سيږى چه دهغه داندازى مقياس وى زكات ورباندى فرض دى چه په مالچوكښى پنځه غوټى (انډيه)، په زعفرانوكښى پنځه منه دى (من ٣۶٠ درمه دى) . امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى د عسل (شاتو) حصول له عشرى ځمكى نه كه لږوى اوكه ډيروى دعشر وركړه ئې فرض ده، امام ابويوسف (رح) وايى په شاتوكښى هغه وخت عشرفرض دى چه حاصل ئې لس (١٠) زقوته ورسيږى، امام محمد(رح) وايى دشاتوحصول چه ترپنځه فرقه كم وى عشر ور باندى فرض نه دى، يوفرق اته لس (١٨) منه دى چه ټوله نوى (٩٠) منه كيږى همدارازهغه شات چه له خراجى ځمكى نه حا صل شى عشرورباندى فرض نه دى .
چاته دزكـوة وركړه روا اوچاته نارواده: ددغه موضوع د مسئلو زده كړه ډيره مهمه ده ځكه چه دنيااودولت زړګى ته نژ دى اوډيرخوږ دى، بعضى كسان چه پخپله غنيان دى او د دوى پرشتمنۍ باندى فرض عين زكات پاته دى نه يوازى دخداى پاك زكات نه وركوى بلكه دنورو زكاتونه هم را ټولوى، دزكات نه وركول دخداى پاك (ج) له حكم نه سرغړونه او د بل د زكات اخـستل ورته حرام دى، كه زكات وركونكۍ دزكات اخستونكى په غناخبروى زكات ئې صحيح ندى اونه ئې غاړى په خلاصيږى، كومو كسانوچه د زكات دنه وركړى په هكله يادغنا په صورت كښى دبل دزكات اخستلو په هكله حيلئ جوړى كړيدى خپل ځانونه ئې ښه غولولى دى خوالله (ج) نشى غولولاى كه چاپركوم غنى باندى د مسكين ګمان وكړ او زكات ئې وركړهغه هم ورنه واخست نودزكات وركونكى غاړى خلاصى شوى مګر و زكات اخستونكى ته حرام دى، د زكات وركړه د زړه په اراده پورى اړه لرى دخولى ويناشرط نه ده خودخولى دويناګټه داده چه هغه څوك چه د زكات اخستلومستحق نه وى وبه وايى چه زه غنى يم ياسيديم دزكات اخستل راته روانه دى كوم غريب ته ئې وركړه .
الله(ج) دقرآنكريم د توبه دسورت په شپيتم (٦٠) آيت مبارك كښى فرمايى ﴿انماالصدقت للفقرآء والمسكين والعملين عليها والمؤلفة قلوبهم وفى الرقاب والغامرين وفى سبيل الله وابن السبيل ط فريضة من الله ط والله عليم حكيم﴾ په تحقيق سره زكاتونه ددغوكسانولپاره دى لکه فقيران، مسكينان، عاملين (چه داسلامىحكومت له لورى د زكاتوپه راټولولومقررشويوى) مؤلفة القلوب (هغه كسان چه داسلام راوړلو هيله ئې كيږى ياپه اسلام كښى كمزورى وى اوداسى نور)، فى الرقاب (د مريانوسره د هغوى دغاړوخلاصولوپه هلكه مرسته چه دمالك نه ځانونه آزاد كړى) پوروړوته، د خداى په لاركښى لكه جهاداونورښه كارونه مسافرته، دزكات وركړه دالله (ج) له لورى فرض ده او الله (ج) دښه پوهى اوحكمت خاونددى .
له ذكرشوى اته ډلونه دزكات حق له مؤلفة القلوب نه ساقط شو ځكه چه خداى (ج) اسلام بيله دوى نه عزتمن اوغنى كړ. مؤلفة القلوب هغه ضعيف الايمانه كسان وه چه دپيسو دپاره په اسلام كښى پاته وه ياهغه كافران وه چه دپيسو دپاره واسلام ته راتلل په قرآنكريم كښى ودوى ته برخه وركړه شويده اودرسول كريم (ص) په زمانه كښى دوى خپله تنخواوړله، په حواله د(١٨٧) صفحى دهدايى د لومړى جلدكوم وخت چه رسول كريم (ص) له دنيانه رحلت وكړاوحضرت ابوبكرصديق (رض) د اسلام خليفه شودغوكسانو ورته وويل چه زموږ مكتوب راوليكه چه ستاوخلافت ته رانقل شو حضرت ابوبكرصديق (رض) دوى ته ددوى دتنخوامكتوب وركړ بيادوى وحضرت عمر(رض) ته راغلل چه په هغه هم دغه مكتوب لاسليك كړى، حضرت عمر(رض) هغه مكتوب څيرى كړاودوى ته ئې وويل رسول كريم (ص) ځكه تاسى ته تنخوادركول چه ستاسو زړونه له اسلام سره مينه پيداكړى نن چه الله (ج) اسلام ته عزت اوغلبه ورپه برخه كړه ستاسومرستى ته اړتيانشته اوس زموږ او ستاسى ترمابين يااسلام دى ياتوره ده اوبس .
دوى بيرته وحضرت ابوبكرصديق (رض) ته راغلل اوورته ئې وويل چه داسلام خليفه ته ئې كه حضرت عمر (رض) دى؟ حضرت ابو بكرصديق (رض) ورته وويل چه انشاءالله دئ دى، پر دغه مسئله ټولوصحابه كرام (رض) په اتفاق سره اجماع اوحكم وكړچه دمؤلفة القلوب برخه به نه وى .
حسن بصرى، امام زهرى، امام محمد او امام شافعى رحمت الله عنهما وايى چه د مؤلفة القلوب برخه نده ساقط شوى اوس ئې هم د مسلمانانوامام وركوى ځكه چه د دوى برخه په قرآن اوحديث سره ثابته ده نوپه قول دحضرت عمر(رض) خونه منسوخه كيږى، د دوى ددغه دليل په ځواب موږ حنيفيان وايو چه دقرآن شريف دغه حكم په اجماع اواتفاق سره منسوخه شو، دوى وايى چه دقرآن مسخ په اجماع سره رواده خوچه داجماع دليل هم قطعى اويقينى وى، عينى وايى چه دغه ځواب ضعيف دى ځـكه چه دقرآنكريم قاطعيت اوقوت داجماع ترقوت ډيردى، صحيح ځواب په اتفاق سره دټولوفتاواوو دادى چه قرآنى حكم په سبب دختم د هغه حكم ومسخى ته رسيږى يعنى دمؤلفة القلوب دتنخوا د حكم سبب د اسلام ضعف ووكله چه داسلام مبين دين قوى شونو دضعف سبب ئې ختم شو نو د قرآن كريم حكم هم ختم شو، بل مثال ئې دقرآن كريم په ډيروآيتوسره دكافرانوپه مقابل كښى دجهاد فرضيت دى چه سبب ئې كفردى، كه دنړۍ ټول كافران مسلمانان شى نودقرآنكريم حكم دجهادپه هكله هم ختم شو.
فقيرهغه څوك دى چه لږ شى ولرى دلږشى اندازه بعضوديوى شپى اوورځى خرڅه ټاكلى ده او بعضو ديوى مياشتى خرڅه ټاكلى ده مسكين هغه څوك دى چه هيڅ نلرى، عامل هغه څوك دى كه ئې كار كړيوى امام ياحاكم دهغه دكارپه اندازه يوڅه وركړى، وركړه په رقاب كښى داده چه دمكاتبو مريانو سره د دوى له مالكانوڅخه د خلاصون په هكله مرسته وشى، غارم هغه څوك دى چه پوروړى وى، فى سبيل الله هغه څوك دى چه په غزاكښى بى خرڅه شى كه څه هم په وطن كښى مالداره اوغنى وى، وبن السبيل هغه څوك دى چه په خپل وطن كښى هرڅه لرى مګرپه داسى ځاى كښى وى چه هلته هيڅ نلرى احتياج وى، دغه ذكرشوى ډلى د زكات مستحق دى وبل چاته زكات وركول رواندى، زكات ور كو نكى ته رواده چه وهرى ډلى ته د ذكرشوو ډلو لږ لږ زكات وركړى كه ئې خوښه وى ټوله دى يوى ډلى ته وركړى، زكات وركونكى ته روانده چه واهل ذمه ته زكات وركړى (اهل ذمه هغه كافردى چه دهميشه دپاره په ذمه وارى په اسلامى مملكت كښى اوسيږى) دكوكب درى د(۵۴) صفحى په حواله واهل ذمه ته بيله زكات نه نورټول خيراوخيرات وركول روادى، زكات وركونكۍ دى د زكات په پيسو مسجدنه جوړوى او نه دى د زكات په پيسو مړى ته كفن رانيسى، زكات وركونكۍ دى دمړى پوردزكات په پيسو نه اداكوى، دزكات وركونكۍ دى غنى ته زكات نه وركوى (غنى هغه څوك دى چه دنصاب مالك وى)، دعالمانودپاره يوجلد د تفاسيرو، فقهى، داحاديثودلغت كتاب لكه مجمع البحار يا تفسيراتقان اويوجلددهغه كتاب چه دكتابوحل په كيږى له حاجت اصلى څخه دى غنانه پرثابتيږى، كه كتابونه تراصلىحاجت اضافه شى اوقيمت ئې ونصاب ته ورسيږى نوغنى دى دزكات اخستل ورته روانه دى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه زكات وركونكۍ دى زكات وغنى ته نه وركوى، وخپل پلاراونيكه يا تر دوى لوړلكه ورنيكه ته دى نه وركوى، خپل عيال ته دى زكات نه وركوى كه څه هم مسكينان وى كه نروى اوكه ښځه وى كه په كوركښى جداوى اوكه ګډوى، همدارنكه زكات دى لمسيانواو د لمسيانو وعيال ته نه وركوى كه څه هم په مرتبه كښى كښته وى خپلى مور او نياته دى زكات نه وركوى كه څه هم لوړوى، خپلى ښځى ته دى زكات نه وركوى، ښځه دى وخپل خاوند ته زكات نه وركوى ياران (رح) وايى چه دښځى زكات وخپل خاوندته روادى زكات وركونكۍ دى وخپل مكاتب ته زكات نه وركوى، زكات دى وخپل مريى ته نه وركوى، زكات دى نه وركوى دغنى ومريى ته، زكات دى دغنى نابالغه زوى يالورته نه وركوى، كه دغنى زوى يالوربالغ وه كه څه هم د پلارسره ژوندكوى د بل چا دزكات وركړه ورته رواده، زكات دى و اولادته دهاشم، دعلى(رض)، اولاد دعباس (رض)، اولاددجعفر(رض)، اولادته دعقيل (رض) او اولاد دحارث (رض) ته چه دعبدالمطلب زوى دى نه وركوى، د دوى ومريانوته دى هم زكات نه وركوى .
بنى هاشم ترسيدانوعام دى سيدانوته دزكات اخستل حرام دى په دغه قول سره دنبى كريم (ص) ﴿يـا بنـى هـاشم ان اللـه حرم عليكم غسالة اموال الناس اوسانهم وعوضكم منهاخمس الخمس﴾ يعنى اى بنى هاشموپه تحقيق سره خداى (ج) حرام كړى دى پرتاسو پريولى دخلګودمالو(زكات اوخيرى) اوعوض ئې دركړ تاسوته پنځمه دپنځمى دبيـت المال (دغنيمتو)، دبنى هاشمو او سيدانودزكات په اخستلوكښى دفقهاوواختلاف دى بعضى دحر مت سبب شرافت ددوى دنسب بولى چه هغه شرافت ترقيامت پورى پاته دى نوزكات اخستل ورته حرام دى، بعضى فقهاء(رح) وايى چه سبب دحرمت ئې خمس الخمس دى لكه په حديث كښى چه ذكرشويدى، څرنګه چه اسلامى حكومتوخمس الخمس له دوى نه بندكړيدى نوزكات اخستل ورته روادى والله اعلم .
امام ابوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) وايى كه زكات وركونكى داسى چاته زكات وركړچه دده يقين ووچه دغه فقيردى وروسته معلومه شوه چه هغه غنى ووياهاشمى ياكافر وو او ده ته معلوم نه وو چه دغه هاشمى ياكافردى، يائې په تاريكه كښى وفقيرته زكات وركړ وروسته ورته معلومه شوه چه هغه فقيرنه وو زماپلار يازمازوى وو نودده دزكات وركړه صحيح ده دوهم ځل اعاده د زكات ورباندى نشته، امام ابويوسف (رح) وايى چه په ټوله ذكر شوو صورتوكښى پر زكات وركونكى د زكات اعا ده (راګرځول د زكات) شته په وركړه شوى زكات ئې غاړى نه خلاصيږى .
كه زكات وركونكى په سهوه سره چاته زكات وركړ او وروسته ورته معلومه شوه چه زكات اخستونكۍ زماخپل مريى يامكاتب وو نوپه قول د دروامامانو(رح) دزكات وركړه ئې صحيح نه شوه د زكات اعاده به كوى يعنى بيابه زكات وركوى، دزكات وركړه هغه چاته روانده چه دنصاب مالك وى، دلته مال مشخص ندى دهرمال نصاب چه وى، دزكات وركړه وهغه چاته رواده چه د نصاب خاوندنه وى كه څه هم روغرمټ اوپركسب اوكارغښتلى وى، د زكات وړل له يوه ښارنه وبل ښارته مكروه دى بلكه زكات وركونكۍ دى خپل زكات دخپل استوګنى په ښاركښى ومحتاجانو او فقيرانوته ورتقسيم كړى، مګركه زكات وركونكۍ اړشوچه دده دوستان اوقريبان په بل ښاركښى ډير محتاج دى نووهغوته دزكات وړل مكروه نه دى .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button