ددرېیمی روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
ددرېیمی روژې تحفه
د درېیمی روژې زرین اصل :

مسلمانه وروره او مسلمانی خور ! دومره بې همتي او ناپوهي نو نه ده په کار، چي د لاس تړلي شيطان و حکم ته څوک غاړه ټيټه کړي او د جنت د خلاصو دروازو څخه مخ اړوي او د جهنم پر بندو دروازو ورځغلي !

او دا هم د درېیمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .

د یوې نیکۍ اړتیا
په يو روايت كی راځي چی د قیامت په ورځ به الله رب العزت يو ځوان ودروي . د هغه ګناهونه او نيكۍ به ټولی سره برابری سي . الله رب العزت به ورته وايي چی اې بنده ! كه ستا سره يوه بله نيكي هم وای نو ما به ته جنت ته بېولى وای . ځوان به ورته وايي چی یا الله رب العزته ! ما ته اجازه راكړه چی د خپلوانو څخه یې وغواړم . الله تعالی به اجازه وركړى . دا ځوان په زړه كی ډېر ډاډه وي ، چی زما خپلوان خو په دنيا كی ما ته په هر مصيبت كی پكار راتلل ، او زه به دوى ته پكار ورتلم نو ضرور به يوه نيكي راكوي .

اول به خپل ورور ته ورسي او ورته وبه وايي چی ورور جانه ! موږ په دنيا كی يو ځاى ژوند سره کړی دی ، زما او ستا خوشحالي يوه وه ، غم مو هم يو و ، ما او تا به يو لاس يو بازو وو . كه ستا به څه ضرورت و ما به پوره كاوه ، او كه به زما څه ضرورت و ، نو تا به پوره كاوه . اوس زه فقط یوې نيكۍ ته اړتیا لرم ، بس يوه نيكي راكړه . ورور به ورته وايي چی ګرانه ! نن ورځ زه ستا سره هیڅ مرسته نسم كولاى ، هسی نه چی زما نيكۍ كمي سي زه به څه كوم ؟ په دې ډول به ورور منفی ځواب وركړى .

د ورور څخه به د مأيوسۍ په حال کی پلار ته ولاړ سي او ورته وبه وايي چی پلار جانه ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو يخوالی يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، زما يوې نيكۍ ته ضرورت دی . په دنيا كی چی به كوم مشكل ما ته راتی نو ته به راسره ولاړ وې . پلار جانه ! ته خو زما د سر سیورى يې ، نن زما یو مشكل دی كه صرف یوه نيكي راكړې ، زما مشكل حل كیږی . مګر پلار به هم انكار وكړى ، او زوى به مأيوس ځنی روان سي .

خور ته به ورسي او ورته وبه وايي چی زما خورجانې ! زما او ستا په دنيا كی څومره ګرانښت او محبت و ، ما هر څه له تانه قربان كړي وو . زه ستا ورور يم ، زما فقط يوه نيكي كمه ده ، كه هغه راكړې نو نجات به حاصل کړم . مګر خور به هم انكار وكړى . دا ځوان به خپلې میرمنی ته راسي او پوره يقين به یې وي چی دا خو ضرور نيكي راكوي . ورته وبه وايي چی زما او ستا څومره محبت و ، تا چی به څه غوښتل ما به راوړل . اوس زما يوه نيكي كمه ده كه يوه نيكي راكړې ، زما ټول مشكل حلیږي ، خو دا به هم انكار وكړى .

رابه سي خپلې مور ته او دلته به یې پوخ يقين وي چی مور به می حتمأ نيكى راكوي ، ځکه چی په دنيا كی پر ما باندی ډېره مهربانه وه ، زه ورځم مور ته می . کله چی مور ته راسي ، ورته وبه وايي مورجانې ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو تور يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، ما ته يوه نيكى راكړه . كه یې را نكړې زه جهنم ته ځم . مور به يې انكار وكړى خو دغه ځوان به په زور سره چغې وهى ، مور جانې ! ستا زوى ستا مخي ته فرياد كوي ، ستا مخي ته ژړا كوي ، يوه نيكى غواړي ، مورجانې ! پر خپل زوى باندی لږ مهرباني او زړه سوﺉ وكه . پر خپل زوى باندې رحم وكه ، خپل زوى ته خو وګوره ، مور جانې ! په دنيا كی به زه تا ګرمۍ ته هم نه درولم ، خو اوس جهنم ته ځم ، صرف يوې نيكۍ ته اړتیا لرم ، يوه نيكي راكه .

د دومره سوالونو او زاریو سره سره به یې مور هم انكار كوي او نيكى به نه وركوي . وروسته به الله تعالی ته خالی لاس ورځی څو چی الله تعالی به دا ضرورت ورپوره کړی .

هو ، هر انسان تنها زوکیږی ، همداسی تنها به د الله تعالی حضور ته حاضریږی او د خپلو اعمالو حساب به ورکوی او هیڅ شی به یې هم پټ نه پاتیږی ( الحاقه ـ ۱۸ ) . هغه اعمال چی موږ یې کوو په ظاهره خو جنت ته د تللو وړ نه دي . نو الله رب العزت دې موږ پخپل فضل او كرم سره جنت ته بوځي . دا دنیا خو فانی او د سترګو په رپ کی درومی . وخت هم د بل هر شي غوندی د الله یو امانت دی چی ضایع کول یې خیانت ، مصیبت او فلاکت دی . الله تعالی د توبې دروازه خلاصه پرېیښې ده داسی نه چی ناوخته سی او بیا په قیامت کی د مور او پلار غوندی مهربانه خپلوان هم آن یوه نیکي لا نه راکوی .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button