دخدای بخښلی سوماصاحب په یاد

ــــ دخدای بخښلی سوماصاحب په یاد :ــــــ
ــــــــــــ دسترسوماشخصیت ـــــــــــــ
سترشخصیت دعلم پوهی اوعرفان ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ــــــــــ ★ ـــــــ
په یوه بیوزله کورنئ کی راپیداشوهغه
دعلم پوهی په زیورزراراسته شوهغه
هیوادکی ننه اوبهریی لوړی زده کړې وکړې
ویاړمودټول افغانستان خوست اوپکتیاشوهغه
سترکمیاه پوه سياستوال اولوي انسان ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ــــــــــــ ★ ــــــــــ
په علم پوهه یی سمبال کړل ډیربچیان دوطن
دخدمتویی کړل جوګه تنکی ځوانان دوطن
د انسانیت او افغانیت لار یی وروښودله
په مرګ یی ځکه دی خفه ټول افغانان دوطن
لوی رهنماموداولس دزوړاوځوان ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ـــــــــــ ★ ــــــــــ
دخواراولس په درداوغم کی تل غمجن پاتی شو
لوی مدافع دخپلی خاوری اووطن پاتی شو
دکوم ظالم جابرپه وړاندی ګونډه نه شوکله
د ژوند ترپایه دی زرین اصل ته ژمن پاتی شو
د حق د لاری مبارزاو قهرمان وو سوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ـــــــــــــــ ★ ــــــــــ
دظلم زورپه وړاندی کلک لکه لوی غرولاړوو
تل به په مخ کی د جابراو ستمګرولاړ وو
دتوراوسره ښکیلاک په وړاندی دافغان په توګه
توره په لاس لویه سینه لکه سپرولاړوو
دګران وطن له لویشتی لویشتی نه قربان ووسوما
ګوښی دخوست نه دلوی افغانستان ووسوما
ـــــــــــ ★ ــــــــــــ
سرکی روزل یی دیوه لوی افغانستان خیالونه
دیوی ابادې دنیاګئ اوبل جهان خیالونه
داستعماردبیلتون کرښه یی جعلي بلله
له اټک سیندنه ترآمودیوه افغان خيالونه
دمرګ ترورځې په دی هیله اوآرمان ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ـــــــــــ ★ ــــــــــــ
موږته یی تل درس دیووالی اووحدت راکړی
په ځای دکرکې یی احساس دمحبت راکړی
تل مهربانه اوزړه سواند ووپه وړواوزاړو
تل یی پیغام دورورولئ اوصمیمیت راکړی
ژوندی تاریخ دحوادثولوی داستان ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ـــــــــــــ ★ ــــــــــــ
مرګی ظالم اخلی له موږنه تل د سرسړي
د قلم، تورې ، د میدان اود ډګرسړي
دکورپه ځای چه پری ورانيږي لراوبردوطن
دسترسوماپه شانی لوی اومعتبرسړي
دزړه له کومی په هرخپل اوپردي ګران ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ــــــــــ ★ ــــــــــــ
نه یی په ژوندچاته دیوی روپئ نقصان ورکړی
نه یی ضررچاته ورکړی نه یی زیان ورکړی
نه یی یوه بده قیصه چا ته له خولی وتلی
نه یی په لاس نه یی په پښوچاته تاوان ورکړی
روهینه ورکړې جنتونه قدردان ووسوما
ګوښی دخوست نه وودلوی افغانستان ووسوما
ــــــــــــ ★ ـــــــــ
۱۸.۱۰.۲۰۱۵ م.روهین ـ جرمنی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button