دجـمـاعـت لـمونـځ

لمونځ كول په جماعت مؤكدسنت (ټينګ سنت) دى يعنى واجب ته نژدى دى حتى بعضى فقهاء وايى چه لمونځ په جماعت كول فرض دى اوكمال الهمام (رح) ئې واجب ګڼى، مسلم شـريف له حضرت عبداله ابن مسعود(رض) نه حديث رانقل كړيدى چه بيله عملى منافق څخه بل څوك دجماعت د لمانځه مخالفت نه كوى دجماعت د پريښيدودپاره شرعى عذرونه شته :
١. چه ډيرحاجت ورته پيداشى نوجماعت دى پريږدى خپل حاجت دى رفـع كـړى ځكـه چـه په ډير دروند اودس لمونځ مكـروه دى
٢. ويره له دښمن ياله څيرونكوحيواناتونه ٣. ډيرباران ياخټى ياډيره تاريكه ياسخت باد چه د مسجد دلارى په پيداكولوكښى خنډ كيږى ۴. داسى ناروغى چه مسجدته دتګ توان نلرى ۵. چه د مسجد امام مبتدع وى اوبل مسجدليرى وى . دامامت وړسړی هغه څوك دى چه دشريعت په احكاموښه خبروى، دغه حكم هغه وخت دى چه امام راتب دمسجدحاضرنه وى ځكه دمسجد امام كه څه هم كم علمه وى تربيګانه ملاښه دى، كه دشريعت په علم سره برابروه بياهغه څوك دامامت وړدى چه ښه قارى وى، كه په قرائت كښى هم سره برابروه بياهغه څوك دامامت وړدى چه پر هيزګاروى، رسول الله (ص) فرمايى كه چاپه پرهيزګارامام پسى لمونځ وكړلكه په نبى پسى چه ئې لمونځ وكړ، كه په پر هيزګارى كښى هم سره برابروه بياهغه څوك دامامت وړدى چه په عمرمشر وى، امامت دمريى مكروه دى ځكه چه مريى دبادارله خدمت نه وزده كړى ته خلاص ندى همدارنګه امامت د صحرانشينه مكروه دى ځكه چه په صحراكښى جهل غالب دى، امامت د فاسق هم مكروه دى يعنى چه په كبيره ګنهونواخته وى لكه زنا، لواطت، غيبت، د شرابوچښل، غلاكول اوداسى نور، امامت دړانده هم مكروه دى ځكه چه ړند خپلى جامى له نجاست نه نشى ساتلاى امامت د ولدزنا (ارمونى) مكروه دى ځكه چه له ارمونى نه دهرچا نفرت كيږى، كه دغه خلګ امامت وكړى لمونځ پسى روادى مګرمكروه دى. امام نبايدپرمقتديانوباندى لمونځ اوږدكړى (اوږد والى دلمانځه هله مكروه دى چه ترسنت قرائت بالاوى خوپه قدردمسنون دچالحاظ نشته) .
دښځولمونځ په امامت دښځى مكروه دى بياهم كه ښځوپه اما مت دښځى لمونځ كوۍ نوښځه امامه دى په مابين كښى د صف ودريږى لكه لوڅ نارينه چه لمونځ په جماعت كوى .
كه دجماعت په لمانځه كښى يومقتدئ وى دامام وراسته طرف ته ترامام يوقدم وروسته دى ودريږى اوكه مقتديان له يوه نه زياد وه نودامام ترشاه دى په امام پسى ودريږى .
دنارينه اقتداپه ښځه ياپه نابالغ هلك پسى روانه ده، رسول (ص) وايى تاسى ښځى وروسته كوى لكه خداى (ج) چه دوى وروسته كړيدى، همدارنګه دنابالغ هلك لمونځ نفل دى نواقتدادمفترض په نفل كونكى پسى روانه ده.
دجماعت په لمانځه كښى دصف ترتيب داسى دى چه اول دى لوى خلګ بيانابالغه هلكان بيا نرښځيان او بيادى ښځى صف يا صفونه تنظيم كړى، د ردمختاراوهدايه په حواله كه امام دنراو ښځودامامت نيت كړيوى اوښځه په صف كښى دنرپرڅنګ ودريدل دښځى لمونځ صحيح دى مګر د نارينه لمونځ فاسددى همدارنګه كه امام دښځودامامت نيت كړى نه وى نودنارينه لمو نځ صحيح دى اودښځى لمونځ فاسددى، دغه رنګه دځوانانوښځو حاضريدل دجماعت لمانځه ته مكروه دى ځكه ويره دفتنى (زنا) شته .
امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى چه دزړوښځوحاضريدل دسهار ماښام اوماخستن لمانځه ته مكروه نه دى اونه څه حرج شته همدارنګه امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه د سپين سرو ښځوحاضريدل دټولولمونځودپاره روادى ځكه چه سپين سرى ښځى ته دچاشوق نه كيږى، مګر د كوكب درى په حواله په نننۍ فتوى سره دى زړى ياسپين سرى ښځى هم دجماعت لمانځه ته نه حاضريږى ځكه چه فتنى ډيرى دى دزنا اوربل دى پربعضو زناكاروخلګوځوانه اوزړه ښځه فرق نلرى او په سپين سرو ښځوهم اعتمادنشته .
پاك سړى دى په هغه امام پسى لمونځ نه كوى چه دبولودڅڅيدو ناروغى ولرى يائې بادونه جارى وى ياټپى (زخمی) وى اوله ټپ (زخم) نه ئې وينى جاريوى، همدارنګه پاكى ښځى دى په مستحاضه پسى لمونځ نه كوى، قارى دى په امى پسى لمونځ نه كوى (مطلب له قارى څخه هغه څوك دى چه دومره حفظ دقرآن كريم ئې كړيوى چه لمونځ په رواوى، امى هغه څوك دى چه دومره حفظ دقرآنكريم ئې نه وى كړى چه لمونځ په رواوى)، هغه څوك چه دومره جامى ئې اغوستى وى چه عورت ئې پټ وى په لوڅ اوبرمنډ پسى دى لمونځ نه كوى . امام چه تيمم ئې كړيوى د اودس كونكولمونځ پسى روادى، همدارنګه امام چه مسح ئې پر موزوباندى كړيوى دهغوكسانولمونځ ورپسى روادى چه پښى ئې پريولى وى، ولاړخلګ دى په ناست امام پسى لمونځ وكړى يعنى چه امام دناورغۍ په هكله په ولاړه لمونځ نشى كولاى ځكه چه په حديث شريف كښى دبخارى، مشكوة اومسلم ذكر شويدى چه رسول كريم (ص) آخرلمونځ په ناستى كوي اواصحاب كرام (رض) به ورپسى ولاړوه .
څوك دى لمونځ په داسى امام پسى نه كوى چه هغه لمونځ په اشاره كوى، همدارنګه فرض لمونځ دى په هغه امام پسى نه كوى چه لمونځ ئې نفلى وى، دقضائى لمونځ كونكۍ دى په هغه امام پسى لمونځ نه كوى چه داصلى وخت لمونځ كوى ځكه چه په اقتداكښى يووالى دلمانځه شرط دى، اونفل
كو نكۍ دى لمونځ وكړى په هغه امام پسى چه فرض لمونځ كوى، كه چاپه امام پسى اقتداوكړه وروسته ورته معلومه شوه چه امام لمونځ بى اودسه راكړنودغه مقتدى دى خپل لمونځ بيرته راوګرځوى، دامام له بى اودسى نه خبريدل پخپله دامام په اقرارسره يا د دووكسانو شاهدى غواړى چه ووايى چه موږ دغه امام وليدى چه بى اودسه شواوبياپرلمانځه ودريدى، كه امام په هيره سره لمونځ په بى اود سى وركړ واجب دى چه مقتديان له خپلى بى اودسى نه خبركړى چه هغوى خپل لمونځونه راوګرځوى پدغه خبرتياكښى دى امام شرم نه كوى. امام شافعى (رح) په وينه اودس مات نه بولى نوپه شافعى امام پسى دحنيفيانواقتدانه رواكيږى ولى چه دامام پوزه وينى شى دى اودس نه نوى كوى نواحتياط پكاردى كله چه معلومه شى چه دغه شافعى امام دحنيفى مذهب مراعات كوى يعنى له وينى څه اودس نوى كوى نواقتدادى ورپسى وكړى همدا رنګه په داسى امام پسى اقتدا روا نده چه دهغه عقائد ستاپه مذهب كښى سبب دده دكفروى لكه (خوارج) .
لمونځ كونكۍ چه په جامويابدن لوبى كوى لمونځ ئې مكروه دى لكه چه پرږيره لاس تيروى ياپه پوزه ګوتى وهى ياجامى څنډى او داسى نور، ځكه چه په صحيح حديث كښى ذكرشويدى چه په تحـقيق سـره الله (ج) وتـاسى تـه درى عمـلونـه مكـروه ګڼلى دى : په لمانځه كښى په جامولوبى كول، په روژه كښى بى باكى اوبد ويل كول اوپه هديره كښى خندل . په لمانځه كښى دى شګى ياډبرى له سجدى له ځاى نه نه ليرى كوى كه پردغه شګوسجده سمه نه لګيدل نويوځل يادوه ځلى دى پلاس برابرى كړى، په لمانځه كښى دى په ګوتوټكان نه كوى اونه دى ګوتى سره جار باسى اونه دى پرتشى لاس نيسى ځكه چه دغه شيطانى عملونه دى، په لمانځه كښى دى جامى نه ځوړندوى لكه چه پټه پرځان واچوى اودواړه پلونه ئې ايله وى يعنى پراوږوئې نه وى راګرځولى ياچپنه يا پوستين ياكورتۍ ئې اغوستى وى مګرلستوڼى ئې نه وى اغو ستى، په لمانځه كښى دى دسرويښتان نه غوټه كوى اونه دى ښى اوكيڼ طرف ته ګورى (په لمانځه كښى كتل درى قسمه دى دسترګوتركنجانوكتل چه كراهت پكښى نشته ليكن دخشوع څخه دلمانځه مخالف عمل دى، بل دسرګرځول چه دا عمل مكروه دى دريم دځګـرګـرځـول چه په دغه عمل لمونځ فـاسديږى) . همدارنګه په التحيات كښى دى دسپى په څيرنه كښينى، دامام ابوجعفرطحاوى (رح) فيقه دسپى په څيردناستى تفسيرداسى كړى دى چه كناټى پرځمكه كښيږدى زنګنونه جګ ودروى ځان سره ټول كړى اولاسونه هم پرځمكه كښيږدى چه په صحيح حديث كښى هم له دغسى ناستى نه نهى راغلى ده همدارنګه په لمانځه كښى دى دچادسلام ځواب نه په خوله وركوى اونه پلاس . په لمانځه كښى دى بيله عذره چهارزانونه كښينى ځكه چه سنت طريقه پاتيږى خورك اوچښنګ به هم نه كوى كه دغه عملونه وكړى نوپه اتفاق سره لمونځ فاسددى .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button