دا ښایسته ژوند او ښکلي دنیا مه بدرنګه کوئ

سید عبید الله نادر

دښمن د دې لپاره چې خپل شوم نیتونه تر سره کړي ، نو جګړې ته یې مذهبی نوم او رنګ ورکړی ، ځکه په دې نوم سره یوه ډله جاهلان او نادانان غولولی او تیر ایستلی شي .

د بلي خوا هر پیښه چې بی اندازې د افغانستان او د جهان د خلکو په وړاندی ډیر کراهیت ولري ، او ډیر زشت وي هغه ردوی یې نه منی، په داسي حال کې چې همدوی کړی وي . په دې ټکي هم ټول افغانان پوه شول ، ځکه دا غمیزی د اندازی نه زیات تکرار شول ،او تکرار شوی .په لنګي کې دوی بمونه کېشودل او خود کشی حملي دوی وکړی ، چې د استاد برهان الدین ربانی وژل یې یوه نمونه ده ، دوی د لنګی هغه حثیت ته چې د افغان په کلتور کې یې لري ، هم پام ونه ساته په کراتو دوی په قرآن شریف کې بمونه ځای پرځای کړل چې ډیری یې ګرفتاره شول ، چې دې هم ثابته کړه ، چې دا کار خو مسلمان نه کوی ، دوی په دې کار سره وښوده چې د مسلمانۍ نښي په دوی کې نشته ، په جوماتونو کې یو ځل نه بلکه څو څو ځلي خود کشه انتحاری حملي وشوی ،او ډیر مسلمانان په کې د لمانځه په وخت شهیدان شول،چې دا کار د دوی د مسلمانۍ ادعاوی هم ردوی ، او حتی د دوی مسلمانۍ کې شک دی ، د دوی د اعمالو نه ثابته شوه چې دوی مسلمانان نه دي ، او که دوی ادعا کوی چې دا کارونه مونږه نه دي کړي ،نو دا کارونه خو څو څو ځلي اوپه زرګونو ځلي تکرار شوي ، یانی په دي زرګونو ځلي یو ځلي هم تاسي دا کارونه نه دي کړي؟ د بلی خوا دوی په سلګونو مکتبونو یا ښوونځیو ته بمونه ایښي ،او په بمونو او ماینونو یې الوزولي ، چې په یو هم نه په سل ګونو مکتبونو باندی دا کار شوی ، چې دې کار سره یې ځانونه د تعلیم او تربیي د علم او معرفت مخالفین ښودلي ، ، او هغوي چې دوی میدان ته راوستي ، او یا په اصطلاح دوی یې جوړ کړي ،او رامینځ ته کړي ،هغوي هم د تعلیم او تربیي مخالف ښکاره کوي ،په تیره بیا د روژی په ۲۷ د سه شنبه په ورځ کومی چاودنۍ چې د سیدالشهدا د مکتب تر مخي وشوي ، ډیر شاګردان په کې مړه او زخمیان شول ، چې یو ځل بیا د دې کوردلانو ضدیت یې د علم او معرفت سره وښوده ، د لوګر واقعه خو هم په همدې روژه کې چې د ۱۴۰۰ کال د روژی میاشت ده، چې ډیر مسلمانان په روژه ماتي باندی ناست ول ،په همدې میاشت کې ځیني حملي په پروان ، لغمان ، او بغلان ولایتونو کې هم وشوي ، چې دوی د روژی میاشت ته هم ونه کتل ، بله موضوع یو خو طالب همدا په خوله کې دي ، څرنګه چې د پَردیو استخباراتو له خوا په خوله کې ورکړل شوي ،طوطی واره یې تکراروی ، چې افغانستان اشغال شوی ، دلته خارجی قوا پرته ده ، او دا چې دی په خپله کوم سازمان پوری تړلی دی ، د دي نه سترګي پټوی ، د وینا په وخت کې یا یې هیر وي ، او یا ورته بادار همداسي وییلي وي ، چې په ډیر وقاهت او بیشرمۍ سره ځان د خلکو په سترګو کې ووهي ،او ځان نا ګاره واچوي ، دا د هغوي مشوره ده ، چا چې دوی را مینځ ته کړي دي ،او په هر څه سترګي پټي کړي ، بل د بندیانو په هکله ډیر دوی وغږیدی ، یو ځلي بندیان په ډیره پیمانه خوشی هم شول ، خو ډیری یې بیرته د جنګ لیکو ته را ودانګل او راوګرځیدل ، چې دا تعهد هم دوی ونه ساته ، بل د زندان نه د خوشی کیدو په وخت کې په ستره سپینو جامو تور واسکټونو او تورو لونګیو سره لکه چې له یوې لوی عالی مدرسی څخه فارغ شوی وي ،دوی رخصت شول ،او یا مدالونه ورته د ورکولو په حال کې دي ، چې دا هم زمونږ د خلکو په ذهنونو کې ډیر سوالونه خلق کړل ، په رسنیو کې وښودل ، په داسی حال چې دوي په ډیر بد حالت کې نیول شوی وو ، بله دا چې کله دوی وایي چې مونږه د افغان حکومت آستازو سره نه ګورو ، دا هم د دوی طرز د فکر نه دی ، او دا ورته په خوله کې کیښودل شوي دي ، د پاکستان د استخباراتو کړنۍ اوس د دنیا او افغانستان د خلکو د سترګو نه نه پټیږي ، او ان عوامو ته ښکاره دي ، په دي پوه شئ چې خلک تاسي په میډیا کې ویني ، او ستاسي تبصری اوری او دا به په میډیا کې تر ډیر زمانه پاتي هم شي ، او پر تاسو به قضاوتونه هم کیږي ، ستاسی ریشخندی مرکی ټول اوري ، او دا به په میډیا کې تر ډیر زمانه پاتي هم شي ، حرکات او سکنات مو ټول اهل خبره په خپلو سترګو ویني ، ستاسو نا عاقبت اندیشه خبری بی ځایه غرور او د ادب او نزاکت نه لیری خبری او اکټونه ، چې استخاراتی بادرانو آستازیتوب کوی ، دا هم خلک په میډیا کې ویني ، پر ځای د دي چې حکومت او ملت ووایي چې مونږ د دي قاتلانو او جانیانو سره د مذاکري د پاره نه کښېنو ، تاسي وایاست چې مونږ د افغان حکومت آستازي نه منو ، په داسي حال کې چې په دا څو کلنو کې چې هغه جنایتونه تاسي تر سره کړي ، د هیڅ چا له نظره پټ نه دي ، مکتبونه سیځل شوي ، او په کې انتحاری حملي شوي ،مکتبونه یا ښوونځي وران شوي ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ شوي ، جوماتونه سیځل شوي ، په جوماتونو کې انتحاری حملي شوي ، په عامه ځایونو کې حملي شوي ، په ښارونو کې مو چاودنۍ کړي ، په موټرونو کې او نورو ځایونو کې مو چاودني کړي ، همداسي درواخله یو سر تمبه جاهل او د دنیا او مافیها نه بیخبر یاست ،ستاسی دا اعمال د قیافو څخه هم ښکاري ، په سپینو جاموکې پټیدای نشئ ، تاسی د علم او معرفت دښمنان یاست د ټولو هیله د ا ده چې سوله راشی ، یانی دایمی سوله راشي ، نو ټولو هیله دا ده چې پریږدئ دا د علم او معرفت پتنګان خپل سبقونو او درسونو ته، پریږدئ چې دوی خپل سبقونه او درسونه ووایي ، پریږئ چې دوی د نړۍ د خلکو سره سیالان شی ، او پریږدۍ چې دوی د معرفت په اوږو ډیر لیری واټنونه ته د دنیا او کاییناتو ته ورسیږي ، چې دوی په ډیر څه پوی شي ، چې مونږ لا پرې پوه نه یو ، دا د علم کاروان پریږدۍ چې ګړندی شي ، او مخ په وړاندی لاړ شي ، دوی پریږدئ چې پرمختګ وکړي ، مه پریږدئ هغه دیوان چې دا ښایسشه ژوند بد رنګه کړي ،ژوند ښکلی دی ، او دنیا هم ښکلي او رنګینه ده ، خو یو شمیر دیوان د انسانانو په څیرو کې ، غواړي دا دنیا بد رنګه کړي ،د ماشومانو په زړونو کې د کینې او نفرت پر ځای د محبت ځای هم پریږدئ ، دا د علم او معرفت کاروان مه ودروئ ،ای د تورو ضمیرونو، او خیرن باطن خاوندانو ! پریږدئ چې دا کاروان خپل سر منزل ټه ورسیږي ، پریږدئ چې ورځ تر بلي ورځي حیرت انګیزه کشفیات وشي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button