دافغانستان د اولسونو تاریخي پیوستون

درنو لوستونکو! څو ورځې مخکې دلندن په یوه څنډه کې د دافغانستان دورونو اولسونودیوالي او پیوستون دخوندې ساتنې داړتیا په هکله یوه غونډه را بلل شوې وه.نوموړې غونډې ته دنورو وطنوالو په شان ماهم دڅه ویلوهوډ درلود.دغونډې په اوږدو کې دغونډې تر نیمايي زیاتو ګډون کوونکو خپل خپل څه وړاندې کړل.چا دتیروپه پته دخپل زړه بړاس وویست،چا داوسنیو واکمنولمنې پر شا ور واړولې،ځینو دهمدې اوسنیو واکمنواو آن داشغال ددوام دعاګانې واورولې او ځینو هم هسې دنوبت پور ادا کړ.دغونډې بهیر دسلګونو دغه شان نوروغونډو په شان وښوده چې دافغانستان خلک او اولسونه به دخپلو ملي عامو ګټواو تاریخي پایښت لپاره دیو ه تاریخي ضرورت له مخې سره یو او یو غږ شي .خو«روښانفکران» به ېې کله هم له خپلووړووړو کلو او کلو څخه را ونه ووځي.له بده مرغه حالات ښيي چې دخلکواو روښانفکرانو تر منځ واټن ورځ تر بلې په اوږدیدو دی.اوکله کله  خوهغه ویره انځوروي چې زموږ دهیواد مخکښ نسل به په داسې شاکش نسل واوړي چې پیړۍ پیړۍ به ېې بیا خپلو خلکو اوتاریخ ته ورونه رسي.ما چې په یاده غونډه کې همدا ویره وونکی انځور ولید، نو مې خدای خدای کول چې زما نوبت را نه شي.په ژوند کې مې همدا یوه غوښتنه لکه چې خدای ومنله.دډوډۍ غږ شواو غونډه بې له هیڅ پایلې پر ډوډۍ ورماته شوه.دوو درې دوستانو زما دلیکلې لنډې وینا متن لوستی و او په بیا بیا ېې غوښتنه وکړه چې دا متن رسنیوته ورکړم.دادۍ هغه لیکلی متن  ستاسو مخې ته ږدم.ښايي په یوځل لوستلو وارزي.

افغانستان یونوم نه بلکې دزرګونو پیړیودیوه لوی تاریخ ویاړلی میراث دی. لرغونې آریانا دویدي او اوستايي تمدنونو ځانګو اودډیرو پراخه پولو یوه بې پایه فرهنګي سیمه وه.دمنځنیو پیړیو خراسان دسترو تاریخي  حماسو او وتلو ملي پاڅونونو په درنه پانګه دتاریخ اوچته نښه وه . ددغو دواړو  تاریخي جغرایايي جوړښتونو په دننه کې  دبې شمیره اولسونو مادي او معني شتمنۍ او ملي تاریخي هویت  له ټولو مادي او معنوي شتو سره نه دکوم زور یا جبر له مخې، بلکې  دوخت او زمان د غوښتنو پر بنسټ دافغان او افغانستان په نامه زموږدوروستیو پیړیو نسلونو ته را ولیږدیدې. او په دې توګه افغانستان دبې شمیره ورونو اولسونوګډ کور او له ویشه وتی تاریخي ویاړ شو. یو وخت ما دافغانستان  داولسونودژبو او ملي جوړښتونواو ملي فرهنګي شتمنیو په هکله څه اخباري څيړنې در لودلې . همغو خامو څیړنو ښودنه کوله چې  په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۳ ژبو او ملي واحدونو دپیړیو او آن دزریزو په اوږدو کې یو له بل سره څنګ په څنګ دګډو ویاړنو تاریخ جوړکړیدی.ارواښاد احمد علي کهزاد دافغانستان هغه وتلی تاریخ پوه چې یو عمر ېې  هم ځانله او هم له بهرنیو لرغونپوهانو سره په ګډه کار کړی  او تر ډیره دسانسګریت له ژبې سره دبلدتیا له لارې ېې دزند دژبې له جوړښتونو سره هم پیژندنه تر لاسه کړې او دویدي او اوستايي تمدنونو ډیرې تیارې ېې روښانه کړي .په ښکاره او په تاریخي مستنداتو دا راښيي چې هغه هیواد چې نن افغانستان نومیږي په لرغونو پیړیو کې دآریايي وینې در لودونکو بې شمیره انساني کتلو لویه غیږه وه.کهزاد دویدي تمدن دڅیړنې په لړ کې  دلسو قبیلویا لسو ملکانو له خپل منځي جګړو څخه یادونه کوي په دغو لسو قبیلو یا ملکانو کې دالینایانو،( نورستانیانو)،پکت یا پخت( پښتنو) ،دادیک ( هغه چې اوس ېې تاجیک بولو)  بهالانا ( دبولان  ددرې اوسیدونکي) ، شیوا ۰( داندوس یا شیوکیو اوسیدونکي) او نور را په ګوتو کوي. کهزاد په دې آند هم دی چې ددادیکانو ټاټوبی په پکتیکا کې واو ښايي دوی هم دپخت ،پختون یا پښتنو یوه څانګه او یو ټبر وي.                           

ارواښاد میر غلام محمد غبار په دري ژبه د( افغانستان تاریخي جغرافیا ) په نوم یو وتلی قلمي اثر لري چې یو وخت په کابل پوهنتون کې ګستتنر شوی واو دمرستندویه درسي اثر ځای ېې در لود، لیکې چې  له آریانا څخه دآریایانو ډیره وروستۍ کوچیدنه دمعمول خلاف چې له شمال څخه به نیمروز یعنې جنوب ته او له هغه لوري به ختیځ او لویدیځ ته خوځیده ، دافغانستان له شمال ختیځو سیمو څخه دخاواک له کوتل څخه واووښته اود پنجهیر( داوسني پنجشیر نوم له همغه تاریخي پنجهیر څخه اخیستل شویدی،هیر،هار، ویهاراودې ته ورته نومونه ټول داورتون یا آتشکدې په معنی دي چې بیلګې ېې په ګندهارا، ننګرهار،کندهار،هیرمند، نوبهار یا نواویهارا او نورو کې لیدلی شو)  ریزه کوهستان،پشد، الیشنګ، الینګار او الینا له لارې چترال ته وروختل او له هغه ځایه جنوب ته وکوچیده. غبار ښيي چې په دغه مهاجرت یا خوځیدنه کې څلورو آریايي توکمونو، یا قبایلو برخه درلوده چې هغه دپکت یا پکهت ،دادیک ، آپارید او ستاکید په نومونو یادیدل.غبار لیکي چې ددغه مهاجرت په وروستي تم ځای کې ښايي د مالڅر په سر ددغو قبیلو تر منځ جګړه شوي وي. ددغې جګړې په پای کې پکت یا پکهت( یادونه کیږي چې دافغانستان په زړو ټایپې وسایلو کې دپښتود«ښ» توری نه و نو ځکه پښت په پکت یا پخت اوپکهت لیکل شویدی) او دادیک چې دجګړې یو لوری و ماته خوري او بیرته چترال ته را ګرځي . څرنګه چې دچترال سیمه سړه او واورینه وه دغه دوه قبیلې له همغې تللې لارې څخه بیرته بلخ او باختر ته را ګرځي او غبار په پای کې دا ښکلې جمله لیکي چې وايي« پکهت ودادیک پس به وطن آبايي شان برګشتند»یادونه کیږي چې غبار آپارید موجوده افریدیان او ستا کید موجوده خټکیان را پیژنې. له دې تاریخي یادونو څخه موکومه تاریخي  څیړنه په پام کې نه ده . مقصد دادی چې دافغانستان دخلکو او اولسونوتاریخي جوړښت ښيي چې دآریانا او خراسان په مادي او معنوي میراث ناست افغانستان ددغه یا هغه قوم ځانګړې شتمني نه ده. دغه لوی ،دروند او له ویاړنو ډک تاریخ دویش وړ نه دی. څوک ویلی شي چې بلخ یابلهیکا یا ام البلاد دکوم ځانګړي قوم یا ټبر ټاټوبی و.دتخار او تخارستان لوی تاریخ دچا میراث و، دکندهارا لرغونی تمدن په کومه ځانګړې وینه پورې اړه لري ، په آقکپروک ، نادعلي ، پنجوايي،هراپه او مهنجدروکې دکوم قوم او ټبر هډوکي خښ دي. هزار سم دچا میراث دی، دبامیانو عقیدې او غلغلې له چا او کومې وینې را پاتې دي ، بګرام او تاکسیلا دلویو کوشانیانو داوړي او ژمي  پلازمینه  دکومې ځانګړې وینې میراث دی . ری ،نیشاپور ،هرات او بلخ  خو دخراسان  لويي ځمکې وې  خو هرات  هغه د ادب ، هنر او حکمت دروازه او دختیځ دتاریخي رُنسانس غوړیدلی او نړیوال شهرت ته رسیدلی ټاټوبی دکومې وینې او مینې را پاتې شتمني ده. هرات په تیموریانو اوشیبانیانودرُنسانس ځانګو شوه ،هلته کمال الدین بهزاد،امیر علي شیر نوايي او جامي دښکلو هنرونو ،سیاسي کمال او وتلي ادبي بهیر مخکښان شول ، دهغوي په څنګ کې په لسګونواو سلګونوسیاسي ، ادبي ، علمي اوهنري څیرې را وغوړیدې او دختیځ دپوهې او تمدن ډیوې ېې ولګولې،دهرات مکتب دهیڅ ځانګړي قوم وینې او ژبې میراث نه دی. دهغې دورې دهرات یا تاریخي آریا یا هریوا واکمن تیمو ریان او ازبکیه شیبانیان و خو تاریخ ېې اولسونو جوړ کړی نه واکمنو.دهرات مصلاوې دکوهر شاد بیګم په همت آسمان ته پورته شوې. څوک ویلی شي چې ګوهر شاد بیګم په کومه وینه او خټه پورې تړلې وه.هو زموږ تاریخ او جغرافیایی جوړښت دډیرو نورو اولسونو په شان نه دی.دلته نه شمال دیوه قوم یا ټبر سیمه ده ، نه جنوب او نه ختیځ یا لویدیځ.دلته په دې تاریخي ټاټوبي کې له شمیره وتي اولسونه دپیړیو او زریزو په اوږدو کې دومره سره اغشل شویدي چې بیلتون ېې دژوند ، ودې او غوړیدو زیری نه، بلکې دټولو دورکې او لویدو تریخ پیغام لري. زموږ خلک او اولسونه دقومي،ژبني، ملي یا فرهنګې توپیر غوښتنې له ناروغۍ څخه لرې او پاک دي. له بده مرغه دنفاق ، بیلتون غوښتنې او توپیر پالنې ټولې ناروغۍ موږته له بهره ، دپردو په لمسه اودپردوپه  پانګونه زموږ دړندو روښانفکرانو یا ښه ده چې په زغرده ووایودبدنامو وطن دښمنو ، ناکامو سیاست بازانو په خولو اومغزو را لیږدول شوی دی . دغه مقلد، پلورل شوي  یا تیر وتلي ناکام سیاست بازان  یواځې دخپل نوم ، شهرت ، مقام او ثروت ته رسیدو په خاطر زموږ دخلکو او اولسونو تاریخي یوالي او پیوستون ته مرګونی ګوزار ورکوي. له بده مرغه دسړې جګړې په اوږدو کې ددولتونو او حکومتونو دکړنو ځای جاسوسي شبکو ونیو. دجاسوسي شبکو سیاست له هرډول اخلاقي تومنې لرې په فساد،دروغو، تیر ایستنو او خونړیو توطئو ولاړدی.ددغو بشري ضد هڅو لومړی موخه د روښانفکرانو ښکار دی. روښانفکر دخپل اوښتونکي او سیال خصلت له مخې ډیر ژر دتوطئو ښکار ګرځي او ډیر ژر دجاسوسي شبکو دلاس په باښو اوړي.دجاسوسي شبکوښکاریان خپلو باښو ته ښه خوراک او طلايي ځنځیرونه جوړوي او له سړو تودو څخه ېې هم ساتي . منګولې او مښوکې ېې دخپلو همنوعو دڅیرلو له پاره داسې ورتیرې کوي چې غوښې او پوټکي څه چې هډوکي هم څیرلی شي.

دافغانستان خلک او اولسونه اوس له همدغو پردو روزل شوو باښو سره مخ دي.موږ ته دا خبره مهمه نه ده چې دنفاق، توپیر غوښتنې ، ویش او دهیواد دتجزیي خبرې له کومو غاړو، ژبو او کلو څخه را وزي.هر څوک په هرډول او په هر پلمه چې دواحد افغانستان ویش او دړې وړې کولو خیالونه پالې زموږ دخلکو او اولسونو دښمنان دي. دلته پښتون، تاجیک، هزاره، ازبیک، ترکمن،نورستاني، پشه يي ، بلوڅ ، هنود او نوریو هم ځان له مسؤلیت څخه نشي ژغورلی.ویل کیږي چې سمدلاسه تردوو زرو زیاتې رسنۍ دافغانستان دتاریخي شتون دله منځه وړلو لپاره دپردو په مالي پانګه لمسونې او هڅونې کوي. دغه لمسونې او هڅونې بې له شکه دجاسوسي شبکو په پانګونه ولاړې دي.دپانګوالې نړۍ جاسوسي شبکودتیرې پیړۍ په اوږدو کې ختیځ او په تیره بیا مسلمان اولسونه له خپلواکو او ملي واکمنیو څخه بې برخې کړي دي.ددغو اولسونو واکمنۍ دمرییتوب تر کچې په پردو پورې تړلې واکمنۍ دي . له دغو واکمنیو څخه دهیوادونو دروغې ژغورنې تمه یو هسې خیال او یو لیونتوب دی. په همدې خاطر دی چې موږ پر خپلو ورونو اولسونو غږ کوو چې په خپل پیاوړي یوالي او یو غږ را پاڅیدنې  دپردو تِغر ټول کړي، په پرو پورې تړلې ټولې ناروغۍ په خپله  له منځه ځي.موږ دورونو اولسونو په منځ کې لویو اولسونوته وایو چې لوی اولسونه باید پراخه له میني ډکه غوړیدلې غیږه او دځغم وړ لویه حوصله ولري. ددوی سینې باید هغه لوی سمندر وي چې ډیرې خړې پکې دسمندر تل ته رسوي او خپل شین سپیڅلی آسماني رنګ تل اوچت ساتي .  دهغې ورځې په امید چې دوطن ټول ورونه اولسونه  په یوه لوی ملي پاڅون کې په خپله ګډه میړانه داشغال ، فساد او توپیر پالنې ریشې وروچې کړي.او نړۍ ته وروښيي چې زموږ دپایښت تاریخي توان همغه دي چې و.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button