دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

پنځمه برخه

«دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده   چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ

نلسن ماندیلا

یکدم دل ما غم زده ګان شاد نشد       ویرانه ئ ما از ستم آ باد نشد

دادن بسی برای آزادی جان             اما چه نتیجه ملت آزاد نشد

فرخی یزدی

لیکنې ته تر ورګرځیدو مخکې یوه لنډه یادونه: درانه لوستونکي پوهیږي چې تر لاس لاندې لیکنه  یوه دپام وړ تاریخي څیړنه نه، بلکې د رسنیو دتوان برابر دپیښو یو لنډ او ځغلنده بیان دی. هیله من یم چې یو وخت دغه لړۍ داسنادو او منابعو په پراخه ښودنه دیوه کتاب په توګه دتاریخ مینه والوته وړاندې کړم.دهغوشمیر دوستانو ددې نیوکې په ځواب کې  چې «استقلال تیر شو خو لیکنه لا روانه ده.» باید ووایم چې هرڅه به تیر اوهیر شي خو راځي چې استقلال تیر اوهیر ونه ګڼواو له هغو احساساتو راووځوچې هرڅه  بس یوه اونۍ زموږ شور او احساس را پاره وي.

دشاه امان الله دلنډې واکمنۍ دوره له ټولو تودو جزمي خوځیدنو سره سره دټولنیزو، اقتصادي او په تیره بیا دفرهنګي نوښتونو یوه دپام وړ دوره وه.په خواشینۍ سره ویلی شو چې دهیواد په کچه دسیاسي بدلونونو لړۍ څه ناڅه تته اوتر ډیره دواکمنۍ په همغو زړو لارو روانه وه.باور او اعتماد دواکمنۍ په لوړوپوړیو کې له ټاکلو  سرداري اشرافي کورنیو او ددوی له جاسوسانو اومخبرانو څخه چې ډیر ېې په پردو مزو هم تړلي وو، وا نه ووښت.نه یواځي داستقلال دجګړې له تاوده ډګر نه را تښتیدلي ونازول شول بلکې  دبیلګې په توګه دمنشي عبدالقادر اومحمود سامي په شان دپوښتنې وړ کسان دسر سړي شول. شاه دسردار سلطان محمد خان طلايي او دسردار محمد یعقوب خان دخسر سردار یحیی خان کورنۍ یا دامیر حبیب الله خان دمصاحبانو اولادې ته دومره ناز، قدرت اوتوان ورکړ چې دمشروطیت او افغان ځوانانو دنهضت دټولنیز انقلاب هیلې له همغه پیله له زوال سره مخ شوې. هغه شاه چې ځینو دموکرات، ځینو سوسیالیست او یوې لويي جرګې هم «امیرالمؤمنین» ونوماوه، په ناغوښتې توګه دومره پرځان اخته شو چې فکر ېې کاوه چې هرڅه دی دی او نور دچا مشورې، مرستې او لاس نیونې ته اړتیا نه لري.نه ېې په خپلو کړنو کې چې بې له شکه پاک او وطنپال  ترقي غوښتونکی احساس ېې درلود چاته دمشورې لپاره غوږ کیښود او نه ېې په خپلو څرکندونو او اوږدو سفرونه کې دوخت دوتلو مشروطه غوښتونکو غږ واورید. دشاه فکر آن دې ته  هم ور وانه ووښت چې دپکتیا  (منګلو) بلوا دحضرتانو او دده ددربار دډیرو نږدې کسانو په پټو او ښکاره لمسونو راپیل شوه. ددغې بلوا په وخت کې محمد نادر خان ددفاع وزیر و، هغه ته ېې دبلوا دایل کولو امر وکړ ، خو نادر خان په رټه ددغې بلوا درام کولو ماموریت وانه خیست. شاه مجبور شوچې محمد ولی خان دروازي دغه لوري ته وګوماري . دروازي بلوا ماته کړه او دشاه له لوري داسې ونازول شو چې ددفاع وزارت ېې په ۱۹۲۴کال هغه ته ورکړ او محمد نادر ېې پلاس فرانسې ته دسفیر په توګه ولیږه. دا هغه تیر وتنه وه چې په راوروسته کې نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین دپرچم دمشرانو په برخه کې وکړه او پلاس ېې دوطن داشغال لاره پرانیسته.داسمه ده چې دمحمد نادر خان دریځ کوم ګوندي یا سازماني توان او موقعیت نه درلود خو دافغانستان دتاریخ دا لوری چې دلته کورنیو دپيښو لوری ټاکلی، هر چاته دلید وړو. دمحمد نادر کورنۍ ډیره لویه او دلوړو مقاماتو درلودونکې وه ، په افغانی ټولنه کې هغه وخت نسب ،مقام ،ثروت اوکورنی نفوذ دپام وړ و نه ټولنیز شخصیت. ضابط صاحب تل تر« معلم ګي» مخکې و. دمحمد نادر خان  او دهغه دورونو هغه لومړنۍ نازونې او دا له قدرت څخه راغورځونې او بهر ته په سفارتونو او نورو دندو لیږنې هغوی  ته بې له شکه دکسات او انتقام جذبې ور تودې کړې او دا دوخت دسترګې په لار فرنګي لپاره یو ښه زیری و.نادر او ورونو ېې په بهر کې خپلې دندې پریښودې اودبرتانوي هند خاورې ته را وګرځیدل. انګریز دغه کورنۍ ډیره ښه پیژندلې وه،  په همغه دسترخوان لویه شوي وه،هملته ېې زده کړې کړې وې او هملته له انګریزي سیاستونو سره آشنا شوي وه.

داواقعیت دلید وړ ووچې په اماني دوره کې عامو بغاوتونوله ټولو کورنیو او بهرنيو لمسونو او لاسوهنو له شتون سره دشاه امان الله دواکمنۍ دراپرځولو توان نه درلود او داځکه چې لا په خلکو او اولسونو کې دشاه له ټولو تیروتنو سره سره داستقلال وږمه چلیدله او شاه ددې تاریخي ویاړ ژوندۍ نښه وه.داماني نهضت درا پرځیدو عمده لاملونه په دربار کې دننه دکورنۍ ارتجاع او له همدې لارې انتقام ته ناست استعمارپه منګلو کې را وغوړیده. هغه مهال په سیاست کې دعامه نفوس  پرځای دکورنیو اعتبار او نفوذدپیښو لوری ټاکه. ویلی شو چې هم دګوډ ملا او هم د سقأ دزوی بغاوتونه یو له بل سره تړلې او له یوه لوري طرحه ، تعمیل اومخته وړل کیدل.دپکتیا په بغاوت کې دسر دار محمد یعقوب خان مشکوک زوی را مخ ته کیږي ، سردارمحمد یعقوب خان هغه څوک وچې دسردار یحیی خان  خپل خسر په مشوره او فعال کډون ېې له انګلیسانو سره دګندمک معاهده لاسلیک کړه او کله چې انګریزانو له کابله هند ته ولیږه دی او کورنۍ ېې هملته دبرتانوي هند په دستر خوان ناست و. دسقأ زوی هم تر څو هند برتانوي ته نه و ورتښتیدلی او هملته دانګریزانو له لوري یولس میاشتې ظاهراً نه وو بندي شوی او له همغه ځایه یوه انګلیسي ماموریت ته نه ورالیږل شوی دکوم شهرت نفوذ او کمال خاوند نه و. کله چې افغانستان ته را ولیږل شو او ددولت ضد بغاوت ېې را پورته کړ بیاهم دشاه امان الله په دربار کې دمخالفو او خائنو سردارانو اوحضرتانو په مرسته،مشورو او لمسونو او دغه شان دشاه امان الله دډیرو نږدې کسانو دبیلګې په توګه له سردار محمد عثمان خان او سردار علی احمد خان سره په پټه معامله کې دقدرت نیولو ته هیله من شو.وايي چې دا سردار علی احمد خان هم دشاه امان الله دخور میړه و. ( یادونه دغه وروستی څوک ښايي علی محمد خان وي . دی دکابل والي او ډاډه نهیم چې دشاه زوم دې وي)وروسته په عمل کې هم ښودل کیږي چې شاه امان الله ته ډیر نږدې کسان لکه محمود سامي دجګړې په جبهه کې عملاً دسقأ دزوی په ګټه عمل کوي او آن داسې ویل کیږي چې دغه پیژندل شوي جاسوس دباغ بالا دجګړې له ډګره دا خبره کوي چې موږ دسقأ دزوی په یاغیانو دتوپ ډزې کوو خو دتوپ مرمۍ په معجزه ېې توګه دکابل ښار ته را ګرځي.دمحمود سامي په هکله ویل کیږي چې دغه کس په عثماني ترکیه کې له خپلې خور سره په زنا تورن شو.دجزا او زندان له ویرې شام یا عراق ته چیرې چې دانګلیسي استعمار واکمني وه را وتښتیده. له هغه ځایه دامیرحبیب الله خان په وخت کې افغانستان ته را ولیږل شو. دهمدغه امیر په وخت پرده دجاسوسۍ تور ولګیده او له افغانستان څخه وشړل شو. خو څرنګه چې په حبیبیي لیسه کې دشاه امان الله  استاد ونو دغه شهزاده له خپل پلار نه دهغه بښنه وغوښته او بیرته افغانستان ته راغي اودامان الله خان په واکمنۍ کې  دمرکزي قول اردو قوماندان اوداردو په هرکاره بدل شو او له همدې موقعیت څخه په ګټه اخیستو ېې بې له شکه دانګلیس په اشارو دسقأ دزوی لاره ونیوه.

انګریزان دسیمې په سیاست کې دروسانو په شان دډیرو تجربو خاوندان وو. هغوی پوهیدل چې دنادر دکورنۍ پلاس دشاه امان الله را پرځول ښې او حساب شوې پایلې نه لري. په کار وچې داسې یو پرځان پورې تړلی یا تیروتلی را مخته کړې چې حالت دومره ترخه او کړکیچن شي چې اولسونه له مرګه په تبه راځي شي. سم په سمه هغه څه چې روسانو په خلقي واکمنۍ وکړل.انګریز ته ذخیره نادر خان او کورنۍ ېې وه  او شوروي ته هم ذخیره دپرچم مشران وو. دا دتاریخ یو بل بد مرغی تکرارو.

 د شاه امان الله را پرځول دیوه واکمن سیاسي لویدنه نه وه بلکې دهیواد دیوې پیړۍ شاته وهلو په څنګ کې دیوه خپلواکي غوښتونکي ،مشروطیت غوښتونکي  او ټولنیز عدالت اوترقي غوښتونکي تاریخي خوځښت اعدام ته تړل و. شاه امان الله دوخت په تیریدو او دپیښو په سختو پړسیدو خپل ډیر وتلي نږدې کسان آن خپل خسر علامه محمد طرزي له ځانه لرې کړل او ډګر هغو کسانوته پاتې شوچې له پراخه اداري او آن اخلاقي فساد خپرونې سره یو ځای ېې هر یوه ځانته دقدرت غوښتنه کوله.

نور بیا

 

aimalhassin@aim.com

 ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

 

څلورمه برخه

 دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده        چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې      غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ

نلسن ماندیلا

ترک مال وترک جان وترک سر       در ره مشروطیت اول منزل است

مخکې مو وویل چې داستقلال جګړه په درې لویو محاذونوکې پیل شوه. له دغو درې محاذونوڅخه یواځې په جنوبي محاذ کې جګړه دانګلیس ستر پوځي پنډ غالي دتل تاریخي کلا ته ورورسیده او انګلیس ېې دجګړې متارکې ته اړ ایست.جګړه داستقلال له پاره پیل شوې وه خو متارکه استقلال ته نه بلکې یوې پوځي متارکې ته ورسیده.داسې متارکه چې انګلیسي لوري نه یواځې داچې دافغانستان داستقلال خبره ونه کړه بلکې دجګړې دپیل مسؤلیت پر افغاني لوري ور واړاوه او له افغان لوري څخه ېې دخپلې غوسې په بدل کې دنورو بندیزونو په څنګ کې دهند له لارې افغانستان ته دوسلو او پوځي مهماتو را لیږدول هم بند کړل.داواقعیت نه پټیدونکی دی چې دراولپندي په مذاکراتو کې افغاني هیأت تر سیاسي کمزورۍ پورته له انګریزي لوري  یو ډول ویره او یا هم له هغو سره کوم پټ تړاو  شک له ځانه وښود.داسې ښکاري چې شاه امان الله خان دهیأت په ټاکنه کې یو ډول ګنګ مصلحت مخته نیولی و. په کار خو داوه چې دسرداري اشرافیت دمشکوکوڅیرو او دډاکتر عبدالغنی پنجابي په شان  کسانو پر ځای دمشروطیت آزمویل شوې ملي استعماري ضد شخصیتونه ټاکل شوي وای . خو دهیأت په ډله کې په پیل کې یواځې د پیژندل شوي مشروطه خواه عبدالهادي داوي پریشان نوم لیدل کیږي خو هغه په ښکاره وايي چې دې ته چمتو نه دی چې دسردارعلي احمد خان تر ریاست لاندې دراولپنډي مذاکراتو لاړ شي.داسې ګونګوسي هم وو چې ویل کیدل علامه محمود طرزي هم دهیأت له دغه جوړښت سره جوړ نه و. ددغه هیأت په ګډون کې دسردارعلی احمد خان تر ریاست لاندې دسردار محمد یونس خان، سردار عبدالعزیز خان ، دسوداګیریزو چارو ناظر غلام محمد خان  او دې ته ورته نورښيي چې شاه امان الله یا دخپل دربار دانګلیس پلوه محافظه کارانو تراغیزې لاندې و او یا ېې هم دیوه شهزاده په توګه له درباري اشرافیت نه بیرون څه ډیرڅه نشوی  لیدلی. په هیأت کې دډاکتر عبدالغني هندې شتون چې دژباړې دنده ېې هم په غاړه درلوده ، هم دغه هیأت تر پوښتنې لاندې راولي. یوشمیر څیړونکو داخبره تر ډیره له ځانه اوبدلې ده چې شاه امان الله داکتر عبدالغني او نرنجنداس افغان هندو په دې خاطروټاکل څو دهند دنیمې وچې دهندوانو لیوالتیا تر لاسه کړي. خو دافغانستان داستقلال دبرخلیک خبره باید ترټولو غوره او لومړی هدف وای. په هرصورت نوموړي هیأت نه دجګړې دیوه بریالي لوري په توګه بلکې هغه څه لاس لیک کړل کوم چې بې له شکه انګلیسي لوري په خورا مهارت تنظیم کړي وو.دراولپنډۍ په معاهده کې نه یواځې دافغانستان داستقلال خبره نه نشته،بلکې لکه څنګه چې وویل شول دجګړې دپیل پړه هم په دې سند کې پر افغاني لوري ور اړول شویده، له همدې کبله انګلیس دخپلې غوسې په بدل کې ددیورند دکرښې یو ډول په رسمیت پیژندنه پر افغاني لوري ومنله او تردې لا خواشینونکې غوښتنه داوه چې ددیورند دکرښې، نه ټاکل شوې برخې به دانګلیسي کمیشن له خوا ټاکل کیږي او افغاني لوری به ېې هم مني.همدې څو ټکو ته په پاملرنه دراولپنډۍ معاهده یوه تاریخي تیروتنه نه بلکې دافغانستان دخلکو او اولسونو او ددیورند دکرښې هغه لوري ته دراپاڅیدلو اولسونو دغوښتنو هیلو او آرمانونو خلاف نه بښونکی عمل و.داسې ښکاري چې شاه امان الله له ټولو وطنپالو او ترقي غوښتونکو احساساتو سره سره داولسونو له پراخه استعماري ضد خوځښت نه یا په خپله ویره درلوده یا ددربار اشرافیت او محافظه کارو ډلوهغه دجدي مقاومت پرځای یو ډول مصلحت غوښتنې ته ور ټیلوهلی و.داخبره ځینې څیړونکي کوي چې شاه امان الله دراولپنډۍ له معاهدې څخه خوانیولی او پرسردارعلی احمد خان باندې سخت په غوسه واو په همدې خاطر ېې ددغه سند لاسلیک هم دلنډې مودې له پاره وځنډاوه  خو کوم داسې څه ېې ونه کړه چې په نوموړۍ سند کې دکوم بدلون موجب شوي وای. ددغه ظالمانه سند لاسلیک بې له شکه یو دپوښتنې وړ کار و اودی. لکه چې وویل شول چې دافغاني هیأت مشر وروسته خپل انګلیسي سیال ته یو ګیله آمیزه لیک لیږي او یادونه کوي چې ولې په سند کې په کورنیو او بهرنیو چارو کې دافغانستان آزادي او خپلواکي نده منل شوې. انګلیسي لوری دلیک په ځواب کې یو ځاي په څو معنی ییز ډول ښيي چې افغانستان له دې وروسته په کورنیو او بهرنیو چاروکې خپله آزادي او خپلواکي لري . دغه جملې دانګلیس له لوري دافغانستان داستقلال په رسمیت پیژندل نه ښيي . داسې ښکاري لکه چې افغان لوري ته یو خیرات ورکوي نه استقلال. ددربار په دسترخوان راټول اشرافیت او محافظه کاران همدغه ځوابیه لیک دافغانستان داستقلا په رسمیت پیژندل تبلیغوي. او دا په داسې حال کې ده چې انګلیسي لوري یا برتانوي هند همدغه ځوابیه لیک هم هیڅکله خپور نه کړ.او لیک دافغانستان ددولت په پته نه بلکې دسردار علی احمد خان په پته راغلی و. له دې ځوبیه لیک څخه دهمري قصد داښيي چې غواړي افغان لوری په یوه شخصي ځوابیه لیک تیر باسي  او دوخت تیریدو ته سترګې په لاره شي.همدغه خبره افغان لوری  دې ته اړ باسي چې داځل دمحمود طرزي په مشرۍ یو هیآت دهند میسوري ته ولیږي،په دې هیأت کې پرنرنجنداس افغان هندو  برسیره دغلام صدیق خان چرخي او عبدالهادی داوي نومونه هم لیدل کیږي. ددغه هیأت لیږل په خپله ښيي چې دافغانستان استقلال لا تردې وخته له انګلیسي لوري څخه نه دی پیژندل شوی.دمیسوري جرګه په یوڅه ځنډ په دوو پړاونو کې تر سره شوه خو بیاهم دواړه لوري کوم روښانه توافق ته ونه رسیدل . داځل هم انګلیسي لوري په یوه یاددښت پاڼه کې دافغانستان بشپړاستقلال په دې شرط  ومانه چې افغانستان به له پولې هغه لوري ته دانګلیس پرضد لاسوهنې او لمسونې نه کوي. داهغه شرط وچې هم پوله په رسمیت پیژندل کیده او هم انګلیسان پوهیدل چې ددوی ضد خوځښتونه دپولې دواړو خواته پرګنیز رنګ لري او یو ځوانه واکمني ېې دکنترول توان نه لري نو انګلیس ته هر وخت پلمه په لاس ورتللی شي. انګلیس البته داخامه تمه هم درلوده چې په شپږو میاشتو کې به افغان دولت کمزوری او ددوی دتوطئوپه مرسته را وپرځول شي او دوی به تر هغه وخته کوم رسمي دحقوقي اعتبار درلودونکی سند نه وي ورکړی.

تاریخ لیکي چې په یوه لفظي مشاجره کې عبدالرحمن لودین شاه امان الله ته وویل چې مشروطیت دوه آرمانه درلودل : بشپړ استقلال اودمشروطه نظام پلي کول. استقلا دې په نیمایی کې پریښود او دمشروطیت دپلې کیدو لپآره هم دې ته چمتو نه شوې چې آن دصدارت مقام یو بل چاته وسپارې. لودین شاه ته دپادشاه ددې هڅې په وړاندې چې غوښتل ېې په یوه لویه ناسته کې ټول دده په صدارت رأی ورکړي په جرئت وویل چې داساسي نظام نامې له مخې شاه غیر مسؤل دی.ښه ده چې اداري چارې یوه صدر اعظم ته وسپارل شي چې دخلکو په وړاندې مسؤلیت ومني.

دشاه امان الله خان ددربار په شاو خوا را ټول شوي دقدرت خاوندان ډیری هغه کسان جوړوي چې دښکاره شواهدو او کړو وړو له مخې ېې داستقلال غوښتنه دوطن په ضرر او له فیل سره منګولې لګول ګڼل او مشروطیت خو ېې دعبدالقدوس خان اعتماددوله په غوښتنه دحضرتانوپه فتوا کفر او الحاد ګاڼه.ویلی شو چې په دغه دربار کې دمشروطیت له وتلو مشرانوڅخه دیوه لاس له ګوتو زیات کسان نه لیدل کیږي. او هغه چې یوڅه دمقام خاوندان هم شوي شاه دهغوی څنګ ته خپل مخبران ټاکلي دي او په دې توګه ېې داعتبار او اعتمادمزي په خپله شلولي دي.تردې هم دخواشینۍ خبره داوه چې شاه دمشروطیت ښکاره مخبران هغه چې امیر حبیب الله خان ته ېې  د  مشروطه غوښتونکو لیستونه ورکړي وو څو ټول دتوپونو دخولې مړۍ کړې دومره ځانته ورنږدې کړل چې دهغو په وړاندې ېې دمشروطه غوښتونکو مشرانو باور له لاسه ورکړ. شاه امان الله دمشروطه غوښتونکو په هلو ځلو دنوم ، شهرت ، واک او قدرت خاوند شو.خوهسې چې وايي قدرت دزمروپه میړانه تر لاسه کیږي خو دګیدړوپه خم اوچم له زمرو څخه کیدړو ته ورګرځې ، دشاه امان الله په واکمنۍ کې ېې خپله بیلګه وښوده.دشاه امان الله په واکمنۍ کې چې  دنهضت اماني  او افغان ځوانانو نوم ېې هم اخیستی داستاد محمد عظیم مشهور په عظیمو ،ملا منهاج الدین ،منشي عبدالقادر اودې ته ورته کسان تر عبدالرحمن لودین، داوي او په پای کې آن تر محمود طرزي ډیر داعتبار وړ وو.وايي چې عبدالرحمن لودین دشاهي دارالتحریر مشر و، شاه دهغه په څنګ کې منشي عبدالقادرچې یو نامطلوبه کس و، ګمارلی و، یو ورځ دلودین دې ته فکر شو چې شاه منشي عبد القادر ته څه پټې سپارښتنې ورکوي. لودین پوښتنه کوي  چې داڅه دې چې زه د دارالتحریر دمسؤل په توګه ورنه بې خبره ساتل کیږم.شاه دهغه خبرو ته ارزښت نه ورکوي ،لودین په دې پوهیږي چې شاه پر ده بې باوره دی او دباور څوک ېې همغه منشي عبدالقادر دی او هغه ېې دپلان له مخې ده ته ګمارلی دي نو له یوې لفظي مشاجرې وروسته هغه قلم چې څو ورځې مخکې شاه امان الله ده ته سوغات ورکړی و، هغه بیرته شاه ته ورکوي او ورته وايي  چې له دې قلم څخه پرته زه کوم څه نه لرم چې رانه پاتې شي. له دې سره له دفتره  ووځي. شاه له هغه څخه غواړي  چې تم شي خو لودین خپله پریکړه کړې وه.په دې هکله سید مسعود پوهنیارهم په خپل اثر«جنبش مشروطیت وقربانیان استبداد در افغانستان» کې لیکي چې« امان الله شاه چې هرنومیالی شخصیت یوې مهمې دندې ته ګماره ورسره سم ېې دخپل باور کس او یا یو جاسوس او راپورچې دهغه دڅارنې لپاره دده څنګ ته په دنده ګماره»وګورۍ دهمدغه اثر ۱۱۹مخ.

همغسې چې فیض محد کاتب هزاره دخپل وتلي اثر« تذکرة انقلاب» په پیلامه کې په ډیر درد او سوز لیکې چې دشاه امان الله په ګرد چاپیر هغه کسان را ټول شوي وو چې په فطرت اوشعور کې ېې له رشوت ، غدر ، خیانت… څخه نورڅه نه وواو ټول هم  دقافلې ملګري اوهم له غلو سره مل وو.  نودهغه را لویدنه په ښکاره دکورني غدر او خیانت نتیجه وه. بهرنیو لاسونو او په تیره بیا داماني نهضت را لویدو ته سترګې په لاره انګلیس هم خپلې توطئې دهمدغه کورني کثافت له لارې پلې کولې. شاه دسلطان محمد خان طلايي کړوسیانو او دیحیی خان لمسیانو ته دومره لوړتیا ورپه برخه کړه چې هغوی ځان دقدرت په څوقدمۍ کې لیده. نه یواځې داچې داستقلال دجګړې دبري  ویاړ چې تر ډیره دعامه اولسونه دسرښندونو نتیجه وه محمد نادر ته وروبښل شو او دهغه په نوم ېې دآزادي منار جوړ کړ بلکې وايي چې خپلې دوه خویندې ېې شاولیخان او شاه محمود خان ته ور واده کړې او په دې توګه دغه درې ورونه په دې باور شول چې دخپل پلار او کاکا دهلو ځلو په دوام چې دامیرحبیب الله خان په دربار کې ېې  دمصاحبانو په نوم لوی ځای درلود راتلونکې ځانته را خپلولی شي.  ځینې تاریخي یادونې داهم ښيي چې سردار محمد هاشم خان هم غوښتنه درلوده چې دشاه امان الله یوه خور ځانته په نکاح کړې  خوشاه له دغه وصلت سره مخالفت کوي او دغه مخالفت هاشم خان  دې ته باسي چې دعمر تر پایه دشاه خلاف عقده هیره نه کړي. داخبره ډیره پټه نه ده چې همدا دمحمد نادر خان کورنۍ وه چې دشاه اما ن الله له شاو خوا څخه ېې  دمشروطیت او افغان ځوانانوبرخه وتراشله  او ځای ېې دقدرت،فساد اوتوطئو تږو ته پریښود.همدغو واقعیتونو ته په کتنه لیدل کیږي چې شاه امان الله په یوه وخت کې له څو مخالفو جبهو سره مخ دی او دسمون او پرمختیا غوښتنې هیلې او آرمانونه ېې دخوځیدو ډګر له لاسه ورکوي. داستعمار جواسیس او لاسپوڅي ددغه ځوان آرماني امیر ټولو کړنو ته په هر ګام کې لومې ږدي.دغه کارتردې مخته ځي چې دهیواد دتر ټولو لويې  مذهبي کورنۍ  دمذهبي پراخه نفوذ درلودونکي لویان دپردو تر اغیزې لاندې دشاه پرخلاف دعمل ډګر ته را دانګي. داسې چې محمد صادق مجددي او دصبغت الله مجددي پلار محمد معصوم مجددي دیو زیات شمیر ملایانو په را خپلولو سره دشاه پر خلاف دکفر او الحاد فتوی ورکوي، ځانونه پکتیا ته رسوي او له هغه ځایه مخامخ بغاوت را پیلوي.داهغه وخت دي چې نور دشاه امان الله او دمحمد نادر خان دمتقابل اعتماد مزي هم شلیدلي دي اوشاه دنادر دکورنۍ له کړو وړو څخه یو ډول ویره ویني.شاه په دغې کورنۍ او درباري اشرافیت دزیات باور او اعتماد له مخې دافغان ځوانانو له غورځنګ څخه چې دمشروطیت اصلي وارثان وځان ګوښه کوي او په دې توګه  له دري مخالفو جبهو سره مخ کیږي.دمحمد نادر دکورنۍ دقدرت غوښتنې تنده،داستعمار دجواسیسو اولاسپوڅو دفساد پراختیااو دبغاوت لوري ته خوځیدنه او له دې سره دمشروطیت د اساسي وارثانو له ځانه لرې کول شاه ته په یوه مخالفه یا لږ تر لږه ناراضه برخه اوړي.له دې ټولو ستونزو سره دیوه ځوان او داحساساتو په نیلي سپور واکمن مقابله له همغه پیل څخه دلویدو نښې ښيي.یادونه کیږي چې په دې لیکنه کې شاه امان الله اودده واکمنۍ ته په څه انتقادي بڼه کتل دهغه ملي وطنپال ترقیخواه شاه له تاریخي ویاړلي مقام څخه څه نه کموي. قصد دادی چې دتاریخ له هر فصل څخه باید دنوو فصلونو په ګټه درس واخیستل شي .له بده مرغه زموږ دهیواد دتاریخ دردونکی تکرار دومره زیات دی چې هر ځل مو ډیر ستر بري په ډیره ارزانه بیه له لاسه ورکړي دي. دهمدې لیکنې په ورستیو برخو کې کله چې دوروستیو څه ناڅه څلویښتو کلونوبیان ته را رسو وبه وینو چې موږ څنګه تل په یوه زیان راوړونکې  او مرګوني تکرار کې را ایسار پاتې یو.  څه سترې قربانۍ مو ورکړي او څه طلايي فرصتونه مو له لاسه وتي دي.

نور بیا

aimalhassin@aim.com

 

 دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

دریمه برخه

«دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده

 چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې

غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ

نلسن ماندیلا

ترم مال وترک جان وترک سر

در ره مشروطیت اول منزل است»

امیر عبدالرحمن خان دوخت ددرباري لوړ پوړو روحانیونو له خوا ضیأ الملة و الدین( دملت اودین رڼايي) نومول شوی و. دده زوی امیر حبیب الله دهمدې ډلې له لوري دسراج الملة والدین(دملت اودین څراغ) په نوم ونومول شو. داسې ښکاري چې دغه نوي امیر دخپل پلار له جوړ شوي وحشت سره ډیر لیوال نه و نو ځکه ېې دواکمنۍ په پیل کې دهیواد په ګوټ ګوټ کې ډیرې ویروونکې جیلخانې او تورې څاګانې وتړلې او ویل کیږي چې یواځې دکابل دبالاحصار له تورو مرګونو څاګانو څخه ېې ۱۲ زره دمرګ په حال کې بندیان را خوشې کړل. دغه امیر دپوهنې ، سوداګري ، صنعت او ترانسپورت بیلابلو لورو ته څه نوې هڅې پیل کړې .دهمده په واکمنۍ کې دهیواد پلازمینه کابل  دبرښنا او پاکو اوبوله نعمت څخه په یوه کوچنۍ کچه برخمن  شو. دلته ددغه امیر تر لالس لاندې بدلونونه نه څیړو. هغه څه چې روښانه دي  هغه دادي چې دغه  امیرپه کورنیو او بهرنیو چارو کې دخپل پلار او ډیرو نورو پخوانیو امیرانو په شان دبرتانوي هند دواکمنو په لاس کې را ایسار او په خپله واکمنۍ کې له  آزادۍ او خپلواکۍ څخه بې برخې و. دغه امیر په ۱۹۰۵ میلادي کال  دمارچ په ۱۲  له انګلیسي استازي ویلیام دین سره هغه معاهده لاسلیک کړه چې په کې ویل شوي وو: امیر حبیب الله خان مني چې په ټولو کورنیو او بهرنیو چارو کې به ټول هغه څه تر سره کوي کوم چې دده پلار امیر عبدالرحمن خان دانګلیس له دولت سره منلي وو ، پرهغو به عمل کوي او دهغو خلاف څه به نه کوي.دده په وړاندې ویلیام دین هم ژمنه کوي چې ټولې هغه پریکړې چې تیر امیر له انګلیس سره کړې وې ، هغه به په خپل اعتبار پاتې وي

داسې ښکاري چې نوموړي امیر یا پخپله په کورنۍ کچه  دپوهې او فکري ویښتیا په برخه کې  څه لیوالتیا درلوده او یاهم دبرتانوي هند انګلیسې واکمنو دپانګوالې دموکراسۍ په لړ کې له یو لړ حساب شوو بورژوا دموکراتیک ډوله آزادیو سره ډیره سخته نه نیوه. له همدې کبله په افغانستان کې دیوشمیر ښونځیو او مدرسو بنسټ کیښودل شو . امیر دلومړي ځل له پاره مولوي عبدالروف خان قندهاري ته دسراج الاخبار په نوم دیوې خپرونې اجازه ورکړه خو دغه خپرونه له یوې ګڼې زیاته خپره نه شوه .په۱۱ ۱۹  کال  د دسراج الاخبار افغانیه په نوم یوه خپرونه دمحمود طرزي په مشر تابه را ووته چې تر ۱۹۱۸ میلادې کاله ېې خپرونې درلوودلې  . دغه خپرونه که څه هم چې دامیر تر سختې څارنې لاندې وه او سر محررېې دمجبوریت له مخې کله ناکله دامیر دستاینوپه کار کې زیاتی کاوه خو تر ډیره دهمدې خپرونې په شاوخوا دحبیبیی دښونځي  ، دشاهي مدرسې  او یوشمیر ښاري وطنپال مشروطه غوښتونکي  او دخپلواکۍ غو ښتونکي را ټول شول.له حالاتو څخه داسې ښکاري چې دغه امیر تر هغو چې دخپل ځان او واکمنۍ پر خلاف او دغه شان دبرتانوي هند دانګلیسي واکمنۍ پر خلاف څه نه وو لیدلي خپلو پیل شوو بدلونو ته ژمن و. له همدغو خوځښتونو څخه د« پټ ملې جمعیت » (جمعیت سری ملی) په نوم یو سازماني جوړښت را منځ ته شو. دغه جوړښت  په لس نفري ډلو ویشل شوی و،داسې چې هرې ډلې یو مشر درلود خوهیڅ یوې ډلې بله ډله او دهغې مشر نه پیژانده . په راوروسته کې همدغه ملي مشروطه غوښتونکي او استعماري ضد خوځښت په یوه ناسته کې پریکړه وکړه چې امیر حبیب الله خان باید فرهنګي ودې ته وهڅول شي او دجمعیت غړي دې  هم په ناپیژندل شوې توګه له دغه بهیر سره مرسته وکړي. دپټ ملي جمعیت ډلې چې لومړي مشروطه غوښتونکي هم یاد شوي په یوه بله غونډه کې پریکړه وکړه چې  دجمعیت هر غړی باید په تومانچه سمبال وي. ویل کیږي چې دجمعیت ددغې پریکړې متن تاج محمد خان بلوچ پغماني ته سپارل شوی و. ددغه وتلي مشروطه غوښتونکي ورور محمد شریف خان نومیده چې هم دده سخت مخالف و او هم دجمعیت له فکري بهیر سره په دښمنۍ کې ولاړ و او ددولت سخت ملاتړی و. محمد شریف خان دکوم ناپیژندل شوي لاس په لمسه دجمعیت وروستۍ پریکړه تر لاسه او هغه ېې امیر ته ورسوله . په دې اړوند دجمعیت دوو غړو استادمحمد عظیم خان چې دحربي فابریکې کارکوکونکی و او ملا منهاج الدین جلال آبادي دمشروطه غوښتونکو یو لوی لیست جوړ او هغه ېې په جلال آباد کې امیر ته ورورساوه . امیر پخپله ویلي و چې ما د ملا منهاج الدین ټول لیست ونه لوست او هغه مې په اور کې واچاوه که نه یو عالم به له تباهۍ سره مخ شوی وای.له دې سره سره دمشروطه غوښتونکو تعقیب اونیونې پیل شوې .په دې نیونو کې دجمعیت دسر مشران او دامیر هغه خاص غلام بچه ګان چې په دې لیست کې راغلي وو څوک اعدام ، څوک په جلال آباد او کابل کې دتوپ خولې ته وتړل شول او یو زیات شمیر ېې دارګ ، بالاحصار اوشیر پور جیلخانو ته ولیږل شول.په کابل کې سعدالدین خان الکو زایی او عبدالقیوم خان الکو زايي ، ملا محمد سرور خان الکوزایی  دتوپ خوراک شول او په جلال آباد کې لعل محمد خان کابلي  محمد عثمان خان پرواني  او لعل محمد خان غوربندي چې دریواړه دامیر خاص غلام بچه ګان وو  اعدام او له هغو څخه محمد عثمان خان  په توپ کې والوزول شو. تاریخ شاهدي ورکوي چې کله ېې مولوي محمد سرور خان دتوپ مخې ته ودراوه په ډیره سړه سینه ېې دیوه قلم غوښتنه وکړه . او له هغه وروسته ېې په همدې ورکړل شوي قلم ولیکل:

ترک مال وترک جان وترک سر

در ره مشروطیت اول منزل است

امیر حبیب الله خان  له همدې پیښې وروسته دمعارف په وده او پراختیا کې پښې ونیولې . ښايي درباریانو ېې او همدا شان انګلیسي بادارانو ېې ورته اشاره کړي وي چې دا هرڅه دپوهنې او فرهنګ له ودې را وزیږیدل .امیرلکه څنګه چې وویل شول  له دې لا ډیر مخکې  د۱۹۰۵ کال دمعاهدې له مخې په سختو انګلیسي مزو تړل شوی و. په واقعیت کې په دربار او له دربار څخه بهر ډیرو وطنپالو روښانفکرانو چې ډیر ی ېې دوخت روحانې څیرې او دښونځیو او مدرسو ښونکي وو په دې پوه شوي و چې  امیر حبیب الله خان  په خپله واکمنۍ کې یوه بلواکه تړلې څیره ده . له همدې کبله دده پر خلاف پټې او ښکاره خوځیدنې را پیل شوې وې . هغه وخت چې لومړۍ نړیواله نښته را منځ ته شوه او انګلیسي ځواکونه ډیری له برتانوي هند څخه دافریقا ښکر ته  تللي وو دمشروطیت  او استقلال غوښتنې نوې څپې په را غوړیدو شوې او له امیر څخه ېې هم دا غوښتنه درلوده چې دافغانستان داستقلال داعیه مخته کړي خو هغه امیر، دده دربار او ساتونکي ځواکونه  ېې دنن په شان داستعمار په داسې اقتصادي جبر کې راګیر وو چې دخپل هیواد  اواولسونو غوښتنو ته ېې نشوای کتلای . او همدا پلمه ېې چې په ظاهر کې پرځای هم بریښیده وړاندې کوله چې که داستقلال غوښتنه وړاندې کړم نو انګلیس به هرڅه را باندې ودروي .دامیر دغې بې ننګۍ  روښانفکرانو او اولسونو ته دا ورښوده چې تر څو دا امیر وي افغانستان دخپلواکۍ او مشروطیت آرمانونو ته نشي رسیدلی. همدې حالت  دتودې مقابلې اړتیا را وغوړوله او په کال ۱۹۱۸ کې دکابل ښار دشور بازار په برخه کې پر امیر دتومانچې ډزې وشوې . امیر ونه لګید . مرمۍ ېې دموټر په پوز ورونښتې .په چټکه پلټنې پیل شوې .وايي چې دوخت مستوفي الممالک میر زا محمد حسین خان په همدې سیمه کې د سرور بچه ء بیوه په نوم یو دکاندار جاسوس درلود او له هغه نه ېې دا راپور تر لاسه کړ چې پر امیر ناوړه قصد دکا کا سید احمد خان  لودین زوی عبدالرحمن لودین چې یو وتلی مشروطه غوښتونکی او استعمار ضد مبارز و ترسره کړی دی. عبدالرحمن خان لودین  او دعبدالهادي داوي (پریشان ) په ګډون یو لویه ډله مشروطیت او استقلال غوښتونکي  ونیول شول . امیر داځل په وژنو لاس پورې نه کړ او نیول شوي کسان  ېې په جیلونو کې وساتل . داوخت نور په دربار کې دننه سري (پټه )ډله او څه ناڅه ددربار کورني اختلافات ددې سبب شول چې دغه امیر دلغمان په کله ګوش کې  دشپې په درانه خوب کې ووژل شي او قاتلین ېې هم نا پیژندل شوي پاتې شي .دامیر له مرګ سره سم دده ورور نصرالله خان په جلال آباد کې دامارت غږ پورته کړ خو په کابل کې دوژل شوي امیر مشر زوی اما ن الله خان چې له مشروطه غوښتونکو سره ېې اړیکې درلودلې  دسلطنت غږ را اوچت او ځان ېې امیر اعلان کړ. دشاه امان الله تر ټولو لومړی ګام دافغانستان داستقلال غوښتنه وه . دا هغه غوښتنه وه چې دده خسر علامه محمود طرزي هم په خپل وار دخپلې پوهې او قلم په مرسته ډیرو زړونو اومغزونو ته رسولې وه . میر غلام محمد غبار لیکي چې  محمود طرزي دامیر حبیب الله خان  دواکنۍ په وروستیو کې دسراج الاخبار په ۱۳ ګڼه کال ۱۹۱۷کې « دافغانستان دخپلواک دولت» تر سریزې لاندې ولیکل چې دافغانستان خپلواک دولت  دخپلواکۍ په ټوله معنی خپلواک او آزاد و اووي به . موږ شپږ نیم کاله کیږي چې ځان مو خپلواک اعلان کړی او دخپلې دعوي په وړاندې مو هیڅ مدعي نه دی موندلی. دغبار له لیکنې څخه نه ښکاري چې دشپږ نیم کاله اشاره کومې مهمې نیټې ته ده خو داخبره روښانه ده چې محمود طرزي تر هربل چا ډیر پوهیده چې افغانستان استقلال نه درلود او دانګلیس یوه نا اعلان شوې مستعمره وه.  دمحمود طرزي دغه تفکر دده په مشهوره لیکنه حی علی الفلاح کې له ورایه ښکاري .دامیر امان الله خان له لوري دافغانستان داستقلال دغوښتنې وړاندیز دبرتانوي هند له مخالفت سره مخ شو اوددې مخالفت پایله دافغان او انګلیس دریمه جګړه را منځ ته کړه. دغه جګړه عمدتاً په درې محاذونو کې په لاره ولویده . دختیځ او لویدیځ محازونو قوماندانان صالح محمد خان او سردار عبدالقدوس خان اعتماد دوله له یوې درنې جګړې پرته شاته راغلل  خو دسهیلې محاز قومانداني دمحمد نادر خان پلاس کې وه . په دې محاز کې دپولې دواړو لوروته پراخه قومي ګډون دجګړې برخلیک له مخکې ټاکلی و .دجګړې په دغه محاذ کې څه ناڅه درې زره رسمي پوځیان جګړې ته ګمارل شوي وو خو یواځې دخوست له شاو خوا څخه تر لسو زرو زیات جنګیالي دجګړې په لومړیو کرښو کې په خپلو وسلو او خپلو خوړو ودریدل. ویل کیږي چې  دتل دانګلیسي قرار ګاه له سقوط مخکې محمد نادر خان ددو نورو په شان له جګړې څخه را په شا شوی و خو قومي خوځښتونو هغه دې ته اړ کړ چې مقاومت ته دوام ورکړي دغه وخت دانګلیسي ځواکونو روحیه کمزورې او انګلیس په خپله په لومړۍ نړیواله نښته کې سختې کمزورۍ ته ور اوښتی و ، له دې سره سم ېې دافغاني مقاومت په منځ کې دکمزوریو روحیه نشوی لیدلی نو ځکه دجګړې ددریدو او روغې جوړې غوښتونکی شو . ځینې څیړنې داهم ښيي چې شاه امان الله له انګلیس سره دجګړې په را پیلولو دخپلو محافظه کارو درباریانو تر سختې نیوکې لاندې راغلی و او دده داستقلال اعلانول ېې یوه ماجرا غوښتونکې او بدمرغي راوړونکې هڅه ګڼلې وه نو امیر هم دې ته اړ شو چې دبري او پرمختګ په حال کې جګړه ودروي او دانګلیس دروغې جوړې وړاندیز ته غاړه کیږدي . دهمدغې پریکړې له مخې دانګلیسي لوري دمتارکي دغوښتنې پر بنسټ جګړه ودرول شوه  اود۱۹۱۹ کال داګست په اتمه په راولپنډي کې له انګلیس لوري سره دمتارکې پریکړه وشوه . په راولپندې  کې دافغاني ډلې دخبرومشر دکورنیو چارو وزیرسردار علی احمد خان و. پردغه سردار له مخکې هم دا شک و چې ښايي له انګلیسي لوري سره څه ځانګړې اړیکې ولري .ویل کیږي چې عبدالهادي داوي پریشان  له همدې کبله دده تر ریاست لاندې هیأت کې له خپل ګډون څخه ځان ګوښه کړ.  دراولپندې دپریکړې عمده ټکي داوو.

سریزه: دلويي بریتانیی او دافغانستان دمستقل دولت تر منځ د۱۹۱۹ کال داګست داتمې د۱۳۳۷ دذیقعدې دیولسمې دراولپندي معاهده چې دلويي برتانيي او دافغانستان ددولت تر منځ دسولې دمنل کیدو لپاره ده.

لومړۍ ماده: ددغې معاهدې له لاسلیک سره دلويي بریتانيي او دافغانستان ددولت تر منځ به سوله وي.

دویمه ماده: هغه حالت ته په کتو چې دبرتانيی او افغانستان تر منځ دجګړې سبب شودبرتانيي دولت دخواشیني په څرګندولودهند له لارې افغانستان ته دتیرو دولتونوپه شان دوسلې او جګړه ییزو توکولیږدول دروي.

دریمه ماده:برسیره پردې دتیر امیردسوغاتونو پاتې برخه کنګل او نوي امیرته به دغه څه نه ورکول کیږي.

څلورمه ماده: دبرتاني دولت په همدې وخت کې دې ته لیوال دی چې پخوانۍ دوستي چې اوږده موده روانه وه په دې شرط بیا نوې کړي چې دافغانستان دولت دغه کار ته خپله لیوالتیا وښيي .شرط به داوي چې دافغانستان دولت دغه کارته په خپلو کړو وړو سره له ځانه لیوالتیا ښکاره کړي.هغه وخت به دبرتانيي دولت دې ته چمتو شي چې له شپږو میاشتو وروسته دبرتانيي او افغانستان دګډو ګټواو دپخوانۍ دوستۍ دنوي کیدو دخبرو او پریکړو لپاره نوی سفیر ولیږي.

پنځمه ماده:  دافغانستان دولت دهند او افغانستان تر منځ هغه سرحد چې تیر امیر منلی و، مني او هم ژمنه کوي چې دخیبر لویدیځ لوري ته دنه په نښه شوې پولې هغه برخه چې په دې وخت کې دافغانستان له لوري تیري وشو ډیر ژردانګلیس ددولت دکمیشن له خوا وټاکل شي ، او هغه برخه چې دبرتانيي ددولت کمیشن ېې ټاکي  ومني.دبرتانيي ددولت عسکر به تر هغه وخته په خپلو ځایونو کې پاتې کیږي چې دپولې ټاکنه تر سره شي.

دراولپندي معاهدې ته په کتو لیدل کیږي چې متن ېې انګلیسي لوري لیکلی دی او دپخوانیو معاهدو په شان ډیری کلمي په کې طوریه نما یا څو معنی ییزې دي.متن ښيي چې افغانستان دجګړې دوړونکي لوري نه بلکې دبایلونکي لوري دریځ لري. له سریزې پرته چې یو ځل د افغانستان دمستقله دولت نوم اخیستل شوی دمعاهدې په یوه ماده کې هم دافغانستان دازادۍ او خپلواکۍ دمنلو څه نشته او داخبره هم نه ښکاري چې افغانستان به له دې وروسته په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې دبرتانوي هند له مشورو او لاسوهنوآزاد او خپلواک وي. دمعاهدې تر ټولوشرموونکې خبره داده چې افغاني لوري نه یواځې ددیورند استعماري کرښه منلي بلکې ددغې کرښې دناڅرګندو برخو دټاکلو واک ېې هم انګلیسي کمیشن ته ورکړیدی او داېې هم منلې چې ددغه کمیشن کار به مني.

 دراولپندي دمعاهدې همدغه حالت ډیر څیړونکي په دې باور کړي چې  افغاني هیأت نه یواځې دافغانستان داستقلال غوښتنه نه ده وړاندې کړې بلکې له انګلیس سره ېې تیرې معاهدې هم په ناویلې توګه منلي دي. تاریخ ښيي چې آن عبدالرحمن خان لودین ډیر وروسته دستور په ماڼۍ کې امیر امان الله خان ته په خبرو کې وویل چې موږ دوه آرمانونه درلودل: دافغانستان استقلال او مشروطیت، استقلال دې په نیمه کې پریښود او دمشروطیت لپاره هم لږ تر لږه دې ته را نه غلې چې صدارت بل چاته ورکړې.ویل شوي چې امیر اما ن الله خان لودین ته په ځواب کې بس همدومره وویل چې ته نوکبریت ېې.(کبریت یا ګوګړ دعبدالرحمن لودین تخلص و)

داسې ښکاري چې دافغانې هیأت مشر تابه وروسته خپل شرموونکي دریځ ته کتلي او دانګلیسي هیأت مشر ته ېې کومه اعتراضیه لیکلې ده. دهمدغې اعتراضیه لیکنې په ځواب کې دانګلیسي هیأت دمشر ځوابیه لیک دراولپنډې دمعاهدې اړوند ښودل شوی او هلته بیا هم په څومعنی ییزو ټکو دافغانستان دخپلواکۍ یو ګنګ اعتراف شویدی. له معاهدې سره ددغه تړوني نیټه هم نه ده ښودل شوې او له حقوقي پلوه خو ځکه اعتبار نه لري چې هغه دیوه کس ځوابیه لیک دی نه د رسمي ناستو په منځ کې کومه پریکړه.په دې تړوني کې را غلي چې:دسولې په کنفرانس کې دافغاني ډلې رئیس ته دبرتانيي دډلې درئیس لیک:

 له درناوۍ وروسته – تاسو له ما څخه  دنورو ډاډینو غوښتنه کړیده، په دې هکله چې دسولې معاهده چې دبرتانيي دولت وړاندې کړې ددې لرونکې نه ده چې دهغې له مخې په کورنیو او بهرنیو چارو کې دافغانستان ددولت بشپړه آزادي او خپلواکي وښيي.زما دوسته که معاهده په ژوره وګورۍ وبه وینۍ چې هلته دافغانستان په چارو کې دغسې لاسوهنه شتون نه لري . تاسو ویلي وچې دافغانستان دولت نه غواړي هغه مقررات چې تیر امیر پرې موافقه کړې وه چې په کورنیو او بهرنیو چارو کې به دبرتانيي دحکومت له مشورې پرته څه نه کوي  باید واړول شي.په دې خاطر ماهم په یاد شوي مطلب ټینګار ونه کړاو په دې برخه کې په معاهده کې څه نه دي راغلي.په دې اساس یاده معاهده او دغه لیک افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې آزاد او خپلواک پریږدي.برسیره پردې اوسنۍ جګړې ټولې تیرې معاهدې له منځه وړې دي.

په دې ځوابیه لیک کې چې له رسمي خبرو اترو بهر دیوه کس لیکنه ده بیاهم دانګلیس له لوري دافغانستان دخپلواکۍ په رسمیت پیژندل نه ښيي بلکې یواځې دومره څه ښيي چې انګلیس به نور افغانستان په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې  آزادي او خپلواکۍ ته پریږدي.

نوربیا

ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

دویمه برخه

«دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده

 چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې

غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ

نلسن ماندیلا

دافغانستان دخپلواکۍ دخونړي برخلیک په سریزه کې مودلويي لوبې یا ګریت ګیم اصطلاح ته ګوته ونیوه. ویل کیږي چې دغه اصطلاح دلومړي ځل له پاره انګلیسي نامتو لیکوال کپلینګ دانګلیس اوروسیي سیالیو ته په پام، په ۱۸۳۷م کال کې په کار یوړه. څه ناڅه یو کال وروسته  انګریزي استعمارپه دې پلمه چې په ایران کې روسي پوځې ځواکونه غواړي دایران له لارې هرات تر لاسه کړي، دیوه تښتیدلي پا دشاه شهزاده شجاع په را مخته کولواودپنجاب له سکانو سره په ملګرتیا پر افغانستان پراخه پوځي یرغل وکړ(۱۸۳۹-۱۸۴۱) دغه یرغل دافغان اولس له پراخه ملي پاڅون سره مخ شو.دغه یرغل دکابل جلال آباد په لاره له یوه تن څخه پرته دټول انګلیسي یرغلګر اردو په وژنه پای ته ورسید.ددغه اردو شمیره ځینو لیکوالو ۱۲ زره ،ځینو۱۶ زره او یوشمیر نورو له دې هم لوړه آن تر څلویشتو زرو پورې ښودلې ده.له دغه لوی استعماري پوځ څخه یواځې یوزخمې انګلیس(داکتربرایدن) په خپل زخمي آس جلال آباد ته ورسید او هلته ېې دانګلیسي اردو دبشپړې نابودۍ خبر انګلیسي جنرالانوته ورکړ.له دغې ماتې وروسته په همدې ۱۸۴۱ کال کې دلويي لوبې اصطلاح دانګلیسي واکمنو له خوا را منځ ته شوه. دهغه وخت سیال ځواکونه لویه بریتانیا ، فرانس او تزاري روسیه ګڼل کیدل. انګلیسي استعمار دهند دنیمي وچې دخوندي ساتلو او فرانس او روسیی همدې وچې ته د ور اوښتلوپه تنده کې سوځیدل. هند ته دورتیریدلو په لاره افغانستان پروت و او له همدې کبله افغانستان دهند دلاندې کولو ګنجي شمیرل کیده. کله به چې روسيي یوګام په منځنۍ آسیا کې مخته کیښود او یا به له ناپلیون سره کومه پټه اوښکاره پریکړه تر غوږو شوه نو په انګریزي استعمار به اور بل شو. انګریزي مخکنیو تدابیرو غوښتنه کوله چې افغانستان یا ددرانو اوبارکزو ورونوپه مرګونو اختلافاتو او خپل منځي نښتو کې ټوټه ټوټه وساتي او یا هم داسې څوک په واک کې را ولي چې لاس او پښې ېې دبرتانوي هند په پړوتړلي وي.پر افغانستان دانګلیس دلومړی پوځي یرغل  مرګونې ماتې دانګریزي استعمار دزور او ځواک  افسانه را وپرځوله، داسې سخته ماته ېې وخوړه چې دټولې امپراتورۍ ستنې ېې ولړزیدې خو له دې سره سره ېې یو بری هم تر لاسه کړاو هغه داچې دافغانستان واګې ېې په پټو او ښکاره جوړښتونو امیر دوست محمد خان ته ور ولیږدولې. دغه امیردبرتانوي هند په ګټه او دلويي لوبې دانګریزي لوري په غوښتنه درې  کاره تر سره کړل. لومړی ېې   استعماري وحشي پوځونو ته وخت ورکړ چې دخپلې له لاسه ورګړې آبرو دتر لاسه کولو لپاره یو ځل کابل ته را ننوځي ، با لاحصار چیرته چې الکساندر برنس او قوتونه ېې دملي پاڅون په بهیر کې له منځه تللي وو داور په لمبو کې خاورې ایرې کړې ،چارچته  هلته چې دمکناتن مړی را ځړول شوی وو ږرانه او وسوځي ،غزني لاندې او دسومنات دروازه له ځانه سره برتانیی ته یوسي او دهرات مصلاوي هم ړنګې کړې. ددغه استعمار غوره کړي امیر دویمه کړنه داوه چې داستعمار پر خلاف ټول وتلې ملي اتلان ېې په مرګ ، تبعید اوبندي کولو دهیواد په برخلیک کې له برخي اخیستو څخه بې برخې کړل. امیر له هغوټولو وتلو استعماري ضد ملي مشرانوڅخه چې استعمار ېې دسر لویی لويي جایزې منلې وي یواځې یوتن (میر حاجي دمیر واعظ زوی ) له ځانه سره وساته. نائب امین الله خان لوګري ېې دبالاحصار په جیل کې دومره وکړاوه چې هملته ېې د۷۲ کلنۍ په عمر خپل ملي آرمانونه له ځانه سره خاوروته یوړل . له سردارسلطان احمد خان سره ېې دمرګ تر پولې منګولې ولګولې . خپل زوی ېې وزیر محمد اکبر خان چې دده په خاطر ېې استعماري ضد پراخه پاڅون  شاته وواهه او دده دواګو په لومړیو کې دامیر دتوان اوقوت لویه نښه و په دې ونه توانیده خپأ خسر نائب این الله خان لوګري له جیل څخه را وباسي  او هغه وخت چې امیر دبرتانوي ګورنرانو په اشاره پوه شو چې وزیر محمد اکبر خان داستعمار ضد نوو کړو وړو ته  لیوال دی نو بیا يي هم دبرتانوي هند دواکمنو دخوښي په خاطرهغه ته دیوه هندې طبیب په لاسوزهر ورکړل او له ژونده ېې خلاص کړ. دغه  نه بښوونکي جنایت برتانوي جنرالان او پلیتیکل په دې هم خوشحاله کول چې وزیر محمد اکبر خان دوتلی استعمار ضدملی ډیر لوی اتل نائب امین الله خان زوم واو دهغه په وژنه دنائب امین الله خان لوګري ټوله کورنۍ،قوم او دافغانستان استعماري ضد اولسونه ټول یو شان سوځیدل او دا یو تر ټولو سخت کسات وچې استعمار دخپل لاسپوڅي په مرسته تر سره کړ.امیر دوست محمد خان انګلیسانو ته په خپل دریم کار دا اطمینان ورکړ چې ټوله هڅه ېې دافغانستان دلویدیځ او شمال لویدیځ یعنې هغو سیمودامنیت ټینګښت دی کومې چې دروسي پرمختګ لوری نیسې. په همدې خاطر وچې دا وخت هند برتانوي دافغانستان په سر له روسيي سره یوې پریکړې ته ورسید او هغه داچې روسيي ومنله چې دافغانستان شمال ته به ریشې نه ځغلوي ، په افغانستان کې به سیاسي استازی نه لري او دافغانستان ټولې خبرې به دبرتانوي هند له لاري مخته وړي.ویلی شو چې په دغه دوره کې ظاهراً لویه لوبه پای ته رسیدلې وګڼل شوه او افغانستان دیوې بیلیدونکې(حایل) یا بفرستت سیمې په توګه وپیژندل شو. روسيي او هند برتانوي ېې په خپلواکیتوب اعتراف وکړ خوامیر حق نه درلود چې په بهرني سیاست کې دانګلیس له مشورې او اجازې پرته کوم ګام واخلي . په دې ډول امیر ته، نه خلکو او اولسونو ته، یوه مشروطه خپلواکي او یوه تړلې بلواکي ومنل شوه. کله چې له اوږدو کورنیو شخړوروسته امیر شیرعلیخان ته دواکمنۍ چارې ددویم ځل لپاره په لاس ورغلې دروسيي په لور دامیر شیرعلیخان جبري لیوالتیا ددې موجب شوه چې لویه لوبه یو ځل بیا دپیښو مخته راشي.دغه وخت روسانو دبخارا امیر په خپل لاسپوڅي اړولی و. ویل کیږي چې نه یواځې خبر لوڅوبلکې دروسيي رسمي ویندویانو هم داخبره خوځوله چې روسیه یواځې هغه وخت په منځنۍ آسیا کې خپلې لاندې کړې ځمکې خوندي ساتلی شي چې خپلې پولې دهندوکش غرونو ته چې یو طبیعی سرحد دی ورسوي.( یادونه کیږي چې دغسې یو نظر پر افغانستان باندې دشوروي لښکرو له یرغل نه اوږده کلونه مخکې هم  دوخت دشوروي اتحاد کمونیست ګوندته  دهغه هیواد یوه افغان پیژندونکي تاریخ پوه ورکړی و. او پردې ټینګار شوی و چې هندوکش آن دیوې محدودې اتومي نښتې په وړاندې یوه ډاډمنه طبیعي پوله کیدای شي) د دغو لمسونو په وجه امیر شیر علیخان دروسانو دپرمختګ ویرې ونیو او انګلیسي لوري ته ېې دروسيي دراتلونکو یرغلونو په وړاندې دمرستې لاس ور وغزاوه. انګلیسانو دغې غوښتنې ته پاملرنه ونکړه او ډاډه ووچې روسان دپترز بورګ دمعاهدې له مخې پر افغانستان یرغل نه کوي. امیر دبرتانوي هند له ساړه چلند څخه خوانیولی شو او روسي لوري ته ېې مخه کړه.همدغه حالت انګلیس ته دبیا پوځي تیري پلمه ورکړه اوپه ۱۸۷۸ کال ېې بیا پر افغانستان لښکرې را ماتې کړې. دانګریز دنوي یرغل یو توپیر داووچې دا ځل ېې دانګلیسي یا زموږ دخلکو په خوله ګوره پوځونوپرځای هندي او کشمیري اجیر ځواکونه افغانستان ته را مارش کړل.دافغانستان دخلکو او اولسونو خپلواکۍ غوښتونکو او استعماري ضد احساساتوديوه دویم ملي پراخه سر تاسري استعماري ضد پاڅون جنډې را پورته کړې. دملي مبارزینو یو نوی نسل را مخته شو. انګریزانو له خپل تیر زوال نه غټ درسونه اخیستي وو. سره له دې چې د۱۸۷۹ کال په وروستیو شیبو کې ېې دکابل په ښار کې  خپله کلابندي ماته کړه او ملي مبارزینوته یوه سخته ماته ور په برخه شوه خو انګلیس واکمن پوهیدل چې دملې پاڅون نوې او نه ایساریدونکې څپې را روانې دي نو دمجبوریت له مخې اوپه دې خاطر چې دافغان انګلیس دلومړۍ جګړې خونړی تاریخ تکرار نشي په پټه ېې له امیر عبدالرحمن خان سره چې په بخاراکې وتار وغزاوه او هغه امیر ېې دافغانستان دواګو نیولو ته په څه پټو اوښکاره معاملو را وباله. امیر عبدالرحمن خان دبدخشان له لارې تاشقرغان ، دکابل شمال اوکابل ته له هیڅ ډول مخالفت یا مقاومت پرته را ورسید. دغه امیر دامیردوست محمد خان په شان دانګلیس سره دپټو او ښکاره ژمنو له مخې خپل لومړی کارداستعمار ضد وتلو مشرانو په نیولو ، وژلواو له وطن څخه په شړلو پیل کړ.دمیوند نامتو فاتح  سردار محمد ایوب خان او دهغه دپلویانو پر ضد ېې مرګونې جګړه پیل کړه . بی شمیره ملي مبارزین ېې له تیغه تیر کړل،دقندهار اودکابل د بالاحصار ویرونکې جیلخانې اوتورې څاګانې ېې له استعماري ضد مبارزینو څخه ډکې کړې.دعلامه محمود طرزي پلار او دده کورنۍ ېې سره له دې چې له ایوب خان سره دجګړو په بهیر کې دامیر ترڅنګه ولاړ وو له ډیرو زورونو وروسته له افغانستان څخه وتو ته اړ ایستله. نامتواستعمار ضد اتل جنرال محمد جانخان وردګ او وتلی استعمار ضد ستر روحاني ملا مشک علم ېې په یوه پلمه لاس تړلي مزار ته وخوځول اوتاشقرغان ته په رسیدو ېې سرونه ورنه غوڅ کړل. دغه خونړي امیر  پر وژنو برسیره دبالاحصار  تورې څاګانې له څه ناڅه ۱۲ زره نارینه او ښځینه بندیانو څخه ډکې کړې او دژوند تر پایه ېې له دغو څاګانو څخه چا  بیرون ته سر را ونه ویست . هغه وخت چې دده زوی امیر حبیب الله خان  دغه توري ویروونکې څاګانې وتړلې او بندیان ېې وبښل په را خلاصو شوو بندیانو کې له ړندو سترګو او وچو هډوکو پرته څه نه وو پاتې او ټول یو په بل پسې په لڼدو شپو او ورځو کې له دې دنیا څخه لاړل.انګریزانو داځل دمعاملې له مخې خپل اجیر هندې او کشمیري پوځیان او جاسوسان له ځان سره ونه ایستل او هغه ېې په دې پلمه چې مسلمانان دي په کابل کې پریښول او په امیر ېې ومنله چې دهغوی ژوند به خوندي ساتي. له همدغه ځایه  په افغانستان کې دبرتانوي هند جاسوسي شبکې لاس نه خوړلې پاتې شوې او دلويې لوبې تنور ېې تود وساته.امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۳ کال له مارتیمر دیورند سره دګندمک دمعاهدې په دوا م چې په امیر محمد یعقوب خان منل شوې وه  ددیورند استعماري کرښه لاسلیک کړه.ویلی شو چې داکار نا څاپي او له مخکنیو ژمنو پرته نه و. دارواښاد غبار دلیکنې له مخې دبرتانوي هند واکمنو په امیر عبدالرحمن خان دغه شرطونه منلي وو: دافغانستان پاچا له انګلیس نه پرته له بل هیواد سره اړیکې نشي ټینګولی،قندهار به دامیر نه، بلکې دبل واکمن په لاس کې پاتې وي،دپشین اوسیبۍ سیمې به دانګلیس تر واک لاندې وي، هغه پریکړې ( دګندمک معاهده)چې دافغانستان دختيځو سیمو په هکله له امیر محمد یعقوب خان سره  ترسره شوې دي ، هغه  به په خپل اعتبار پاتې وي . دامیر له لوري ددیورند دکرښې لاسلیک کول  په داسې وخت کې تر سره شول چې امیر دغه وخت دهیواد په کچه ګومه درنه ستونزه نه درلوده، خپل سیالان ېې له مخې له منځه وړي وو،دملوک الطوایفي او ارباب رعیتي  مرکز ګریزیو مخه ېې په کلکه نیولې وه.یوه متمرکز فیودالي  ویروونکې اداره ېې را جوړه کړې وه.هند برتانوي هم په داسې موقعیت کې نه وو چې بیا امیر راوپرځوي او یا دکوم  بل پوځي یرغل پریکړه وکړي. خو له دې سره سره امیر ددوی په لاس کې داسې تړلی څوک وچې دبرتانوي هند له غوښتنو ېې دمخ اړولوتوان نه وو. هغه یواځې دنن په شان دخپلو خلکو او اولسونو په ځپلو کې بیرحمه اوخپلواک و. دامیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې دلويي لوبې هرڅه دبرتانوي هند په ګټه خو ځیدل. په همدې خاطر وچې برتانوي هند امیر ته سیاسي یا پوځي ستونزې نه را جوړولې.داسمه ده چې امیر عبدرالرحمن خان په موجوده پولو کې دیوې متمرکزې فیودالي واکمنۍ پخې تیږې کیښودلې او دارواښاد میر غلام محمد غبار په خبره دافغانستان دمعاصر یا نوي تاریخ تیږه ځکه ده کیښودله چې دلومړي ځل له پاره دهمده په واکمنۍ کې په تولیدي منا سباتو کې یو ژور بدلون را منځ ته شو.خو دغه امیر له برتانوي هند سره دسوداګري له ودې او پراختیا پرته دهیواد په دننه کې دښونې او روزنې ،کرنې او صنایعو دودې لپاره یو دپام وړ ګام پورته نه کړ.که څه هم چې کله ناکله به ېې دپیښور دقصه خوانۍ دبازارله توهمي مذهبي کیسو او افسانو څخه خپله کرکه ښودله او دهیواد په دننه کې ېې هم دروحانیت داستقلال ستونی نیولی وخو په نوې پوهه دنوو نسلونو روزنه  نه تر ستر ګو کیده.امیر او درباریانو ېې هیڅکله هم داستقلال او ملي خپلواکۍ خبره په خوله نه راوړه ځکه هغه په داسې استعماري مزو تړلی وچې داولسونو پوهه اورا ویښیدنه ېې هم دځان او هم دخپل استعماري بادار په زیان ګڼله.که به دبرتانوي هند یا ایران څه آزادې رسنۍ افغانستان ته را رسیدې هغه هم دامیر له اجازې پرته آن دده ډیرو نږدې کسانو نشوی لوستلی.

امیر عبدالرحمن خان هغه تاریخ ویروونکې څیره د هجري قمري ۱۳۱۹ کال دجماد الثاني دمیاشتې په نهمه      ( ۱۹۰۱) په داسې حال کې مړ شو چې چا ېې له ویرې دمرګ خبر نشو ورکولی.له دغه اوسپنیز امیر څخه یو خپلواک هیواد نه بلکې یوه له یاده وتې هدیره دده زوی امیر حبیب الله ته پاتې شو.

نور بیا

aimalhassin@aim.com

 

ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

لومړۍ برخه

دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده»

 چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې

«غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ»

نلسن ماندیلا

زاړه استعمار خپل نوم، رنګ اونیرنګ واړاوه خوسیمه ېې پرینښوده.دغه شان په وار وار دلويي لوبې یا ګریت ګیم دپای خبرې وشوې اودسړې جګړې دپای  نارې اونغارې هم پورته شوې خو په عمل کې دټول بشریت او په ځانګړې توګه دافغان اولسونورښتینی استقلال، آزادي او خپلواکې دپانګوالې نړي په همدې اختاپوتې منګولوکې را ایسار پاتې شول. موږ  له نن څخه پنځه کاله کم یو پیړۍ مخکې د۱۹۱۹ کال داګست په ۱۸دیوه سیاسي نیمګړی استقلال خبره له یوې سختې خونړۍ جګړې وروسته په ماتې خوړلي انګریزي استعمار ومنله.خوپه سیاست کې خامتوب،اقتصادي جبر، داستعمارله پرونې سیوري څخه دبشپړې را وتنې ویري او داستعمار دشبکه ېې جرړو په وخت نه وچول ددې لامل شول چې دبشپړ سیاسي،ټولنیز او اقتصادي استقلال آرمان موتل یو آرمان پاتې شي اودغه آرمان ته درسیدوبې شمیره هڅې مودپردو اوپردو پالوپه ګډه مرسته دوینو په ډنډونو کې ورډوب شې . دې یادونو ته به وروسته راشو، دغه لیکنه به دسریزې پرځای

دعلامه محمود طرزي د(حی علی الفلاح) دنامتو لیکنې دهغې برخې په پښتو ژباړه  را پیل کړو ،کومه چې دتاریخ پاڼو ته رسیدلې ده. یادونه کیږي چې په دې ژباړه کې ښايي د ژبنیوستونزو له کبله څه لفظي کمزورتیاوې شتون ولري خومحتوی ېې په بشپړه توګه را اخیستل شوې ده.

«حی علی الفلاح! (هله دنجات اوبری په لور). ای افغان پتمنه اولسه!خپل ملي شرافت او قومي عظمت خوندي کړۍ! دخپلې خپلواکۍ او دولتي واکمنۍ ساتنه وکړۍ! افغان چې په دین درلودلو،شجاعت ،میړانې او ناموس ساتنه کې نامتو اونړۍ پیژندلی، آیا دا خپل وجدان،ایمان،شرف او ناموس څنګه ځلولی شي، چې دپردي دین او ملت دملاتړ او تابعیت نوم ورپورې وي؟حاشا! حاشا!(هیڅکله! هیڅکله!) کلا ! کلا!(ټول ټول)! افغان په آسانه مرګ منلی شی، خو هیڅکله په هیڅ ډول په کلکه او په ټولیزه د(پردو) دتابعیت او ملا تړ ناولې او(زړه دردونکې) کلیمې نشي ځغملی.دتابعیت او حمایت معنی په ښکاره ډول داده چې یو دولت بل دولت ته ووايي چې: ته پرته له ما!نور مه پیژنه! ته پرته له ما له بل دولت سره خبرې مه کوه! ته پرته له ما!له بل دولت سره تړونونه، اړیکې او معاملې مه کوه! ته پرته له ما!بل دولت ته سفیر مه لیږه او سفیر مه منه!

دبشپړ استقلال او آزادۍ ښکاره معنی داده چې هردولت په ټولو پورته (خبرو )کې خپلواک او ازاد وی… افغان پتمن اولس پوهه او پیژندنه ترلاسه کړیده،په خپله ښیګڼه اونا ښیګڼه،په خپله ګټه او زیان پوهیدلی دی،خپل پت، قومي آزادي او اولسي استقلال ېې ښه پیژندلی دی،تر اوسه هر څه چې وو ، وو،هرڅه چې شوي ،شوی، خو له دې وروسته افغان هغه افغان نه دی چې له خپلو حقوقو څخه سترګې واړوي

له بده مرغه دحی علی الفلاح خپلواکی غوښتونکې نامتو لیکنه پر همدې ځای نیمګړې پاتې کیږي. ویل کیږي چې دغه لیکنه مخکې له دې چې دسراج الاخبار لوستونکو ته ورسي په دربار  او یا له دربار څخه بهر دلاسبرو فرنګي جاسوسانو په غوښتنه له منځه وړل کیږي.

دعلامه محمود طرزي دفکر اوملي آرمان دغه آواز دوخت دمشروطه غوښتونکو او دافغانستان د ټولو اولسونو آواز و. خوداچې امیر حبیب الله خان او دربار ېې دانګریز په ملاتړ او تابعیت کې خپله ګیډه چلوله نوځکه دغه شان آواز ورته دځغم وړ نه وو.ویل کیږی چې دهمدې امیر دواکمنۍ په هغو کلونو کې چې لومړۍ نړیواله خونړۍ نښته روانه وه او له برتانوي هند څخه ډیر فرنګي ځواکونه دافریقا ښکر ته ورغلي وو یوشمیر مشروطه غوښتونکي امیر ته ورغلل او له هغه څخه ېې وغوښتل چې دا ډیر ښه وخت دی چې دافغانستان خپلواکي اعلان شي ځکه انګریز په نړیواله نښته کې اخته دی او دمقابلې توان نه لري. امیر په ځواب کې مشروطه غوښتونکوته وايي : دا خو ښه خبره ده او زما زړه ېې هم غواړي چې کورنۍ ته مې دغه ستر ویاړ ورپه برخه شي، خوزما حرم ټول دفرنګي په مالي مرستوولاړ دی تاسو لاړ شی اوزما دحرم لپاره ډیر نه دشپږو میاشتولګښت را پیدا کړۍ زه ستاسو په مخکې دریږم.داخوښکاره خبره وه چې مشروطه غوښتونکو نه دغه واک درلود او نه دغه توان نو ځکه پټه خوله او دردیدلي زړونه پاتې شول اودې ته اړ شول چې دانګریز ا و تړلي دربارضدتودې مبارزې ته مخه کړي.تاریخي شواهد دنن په شان ښيي چې درباریانو اوورپورې تړلوپردي پالو داولس په مبارزه او مقاومت باور نه درلود او آن دانګریزي استعمار له همغو لومړیو تاړاکونو څخه په دې باور وو چې انګریز نه ماتیدونکی دی اودوی کولی شي تر انګریزي تابعیت او ملاتړ لاندې خپل اولسونه دپردو په مرییتوب کې وساتی.دعلامه محمود طرزي په خاطراتوکې چې «دیدني هاو شنیدني ها» ( لیدنې او اوریدنې) نومیږي او هغه عبدالغفور روان فرهادي راټول او په یوه ښکلې بڼه ېې چاپ کړي دي په یو ځای کې راځې چې:« هغه وخت چې دانګریز نفوذ اوواک په هندوستان او له هغې لارې پر افغانستان راخپور شو، ورو ورو دوطن،دوطن دمینې ،حریت، استقلال او نورې کلمې دخلکو له دماغونو څخه وایستل شوې …» ۱۷۵ مخ

علامه طرزي لیکي چې: مخکې له دې چې امیر عبدالرحمن خان له انګریزانو سره په یوه موافقه کې  دافغانستان واکمنۍ ته را وبلل شي. دکابل په ښار کې انګریز ضد پاڅون یوه سخته ماته وخوړه، داسې چې ټول مبارزین دې ته اړ شول چې دانګریزي چوڼیوکلابندي پریږدي او له کابله بهر ووځي،محمود طرزي او کورني ېې دغه وخت دې ته اړ کیږي چې خپل کور خوشې کړې او دصاحب زاده په نامه دیوه انګریز پلوي کورته دبل چا په وساطت ورشي.دی لیکې چې ددې کورپه یودهلیز کې خپل برخلیک ته سترګې په لاره وو چې  ناڅاپه دیوې ښځې غږشو چې د(بادا بادا مبارک بادا) سندره ېې چې په ودونو کې ویل کیږي په لوړ آواز ویله.دغه ښځه دجبار دادې په نوم پیژندل کیده ، دکور انګړ ته په را ننوتلودیوې خونې کړکۍ پورته شوه اودکړکۍ څنګ ته دیوې چاغي په ښکلو جامو کې نغښتې میرمنې تنه را ښکاره شوه چې په بخمل توشکه ناسته او بخملي بالښتونه ېې ډډو ته ایښي و. میرمنې غږ وکړ چې : دجبار مورې څه خبره ده؟ هغې ورته وویل : تاسوته ښه خبر لرم.غازیانو ماته وخوړه او کابل ېې پریښود وتښتیدل…چاغې بي بي وویل :نه مې ویل! داکون لوڅې او پښې لوڅي چیرته او برتانی دولت چیرته. آخر همد اکیدل چې وشول ، شکر ، په دې ورځ زرځله شکر . دغه ښځه دسردار ولي محمد خان ښځه وه.» ددربار او درباریانو او ورپورې تړلو دفکر او خیال تومنه پرون دانګریزي استعمار او نن دامریکایی او ناتو يي اشغال په وړاندې بل څه نه همغه دتاریخ شرموونکی تکرار ښيي.په دې هکله به وروسته خبرې وکړو.

محمود طرزي له همدې کبله دخپل وخت دکابل او دکابل دشاو خوا لویان بې واکه او دټیټ همت خاوندان ګڼي اوددغه حالت دانځورولو لپاره کیسه کوي چې : یوه انګریزي بریدمن خپل آس خسي کاوه، څه شی نه وچې اوبو پکې راوړې او دآس په ټپ ېې تويي کړي څودرد ېې کم شي . دغه وخت یو ډیر( نامتو او اصیل سردار) منډه کړه او خپله خوله ېې له اوبو را ډکه او دغوړه مالۍ لپاره ېې په خوله کې راوړې اوبه دآس په خوټو ور پوکړې» وګورۍ ۱۱۲ مخ

دعلامه طرزي پورته یادونو ته مو له دې وجې مخه کړه چې دافغانستان استقلال او ملي واکمني تل دیو شمیر واکمنو مفت خورو،غوړه مالو چوپړیانواو پردو جاسوسانوله لوري معاملې ته وړاندې شوی او اولسونه ېې دې ته اړ ایستلي چې دسر او مال په ډیره درنه بیه د خپل استقلال اوملي هویت ساتنې ته را پورته شي. پرونې استعمار او په راوروسته کې ډول ډول اشغالګریو تر ډیره خپلې واکمنۍ دخپلو جاسوسانو اوپردو پالو چوپړیانو په مرسته اوږدې کړیدي.

په دې لیکنه کې به هڅه وکړو چې دتاریخي شواهدو له مخې البته دتوان تر حده دافغانستان داستقلال او ملي خپلواکۍ غوښتنو اوبرخلیک ته دڅه ناڅه یوې پیړۍ په اوږدو کې لنډه کتنه وکړو. په پیل کې باید ووایو چې دمارکس او انګلس په ګډون یو شمیرپوهان په دې باوردې چې افغاني ټولنه یو ډول فطري دودیزې دموکراسۍ ته جوړه ټولنه ده.دغه شمیر پوهان او څیړونکې په دې باور دي چې  دمیرویس هوتکي ، دراني احمد شاه او آن شاه امان الله ټاکنه  دافغان ټولنې دددودیزې دموکراسۍ له مخې شویدي.افغانان خپل دغه تاریخي شوی شخصیت او کرکتر ته دتقدس تر کچې ارزښت ورکوې او ددې په وړاندې پردیو افکارو او آیدیالوژیګانو ته په کرکه ګوري او ځغم ېې ورته ناشونی دی.تاریخي مستندات او شواهد ښيي چې افغانانو آن اسلام ته تر هغه وخته چې له خپلو عنعناتو سره ېې په تله نه کړ غاړه کې نښوده.احسان طبري په خپل یوه نامتواثر«برخې برسی ها…» کې دژورې څیړنې اوکره معلوماتو له مخې لیکي چې افغانانوترڅو له څلور سوه نه زیات اسلامې احکام له خپلو دودونو سره ونه نغښتل عربو ته ېې  دا امکان ورنکړ چې ددوی له منځه په همغه صحرايي تفسیر او تأویل دنیمې وچې خواته ور تیر شي. له خپلواکۍ ، استقلال او آزادۍ سره دافغانانو مینه یو نه ماتیدونکی تاریخ دی. دهمدې تاریخي خصلت ، هویت اوشخصیت په وجه وو چې افغانستان دنړۍ په تاریخ کې دامپراطوریو په هدیره ونومول شو.په یاد ولرو چې ټولې هغه امپراطوری چې په دې خاوره کې په ګونډوشوي ،ګومومنظموپوځي ځواکونوداتاریخي ویاړ نه دی را په برخه کړی بلکې دا دخلکو او اولسونوخود جوشه پاڅونونه وو چې ددې خاورې استقلال ، اعتبار ، ویاړ او حیثیت ېې ساتلی دی. لږ تر لږه داتلسمې، نولسمې او شلمې پیړۍ تاریخ ښيي چې دا افغان اولسونه ووچې بې شمیره پرديو تاړاکوو ته ېې په خالي لاسونه دمرګ، ورکې اولویدو چیټۍ په لاس ورکړیدي.

 تاریخ په ناسمه توګه دافغانانو دانګریزي استعمار ضد ټولو پاڅونونو او په ځانګړې توګه داستقلال دجګړې ویاړ ددغې یا هغې جبهې پوځي مشر ته ورسپاري .داسمه ده چې شاه امان الله هغه شل کلن ځوان چې دمشروطه غوښتوکو په اوږو واک ته راغی دخپل واک په همغه دویمه میاشت ېې دافغانستان داستقلال اعلان وکړ او داهم سمه ده چې صالح محمد خان ېې دختیځ جبهي ، عبدالقدوس خان ېې د قندهار دجبهې او محمد نادر خان ېې دجنوبي جبهې دقوماندانانو په توګه وګمارل او له دې دریوو څخه لومړي اودویم جبهې ته شا واړوله او یواځې نادرخان دبري لاره په خپل نوم کړه.خو داپوښتنه پرځای ده چې له امیرحبیب الله خان څخه چې ټوله آرګاه او بارګاه ېې دانګریز په دسترخوان ناسته وه  ځوان امان الله ته کوم داسې پیاوړی اردوپاتې وچې دانګریز له پیاوړي آزمویل شوي په هر ډول نوې سپکه ودرنه وسله سمبال اردو سره منګولې ولګوي.که دافغانستان دټولو خلکو او اولسونو او دانصاف له مخې باید ووایو ددیورند دکرښې دوو لوروته پرتې پښتني قبیلې او قومونه ددغې درنې جګړې لومړیو کرښو ته نه وای ور خوځیدلي نو دا بری به شونی وای؟ نه ! هیڅکله نه. داخبره هم دلمر په شان روښانه وه چې دخپلواکۍ غوښتنې څپې دشاه امان الله له واکمنۍ مخکې په خلکو او اولسونو کې په خوځیدو وې . مشروطه غوښتونکو او افغان ځوانانو هم دخپلواکۍ غوښتنې غږ له خپلو اولسونو څځه په الهام(اخیسته) را اوچت کړ.په خواشینۍ سره باید ووایو :مجبوریت و که ویره یا تیر وتنه همدې واکمنو زموږ دخلکو دخپلواکۍ آرمان نیمګړی پریښود.

نوربیا   

aimalhassin@aim.com

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button