داته ویشتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :

د هغو شیانو په هکله سوچ مه کوه چی الله تعالی ستا تر غوښتلو وروسته هم نه دي درکړي ، بلکی د هغو نعمتونو په هکله سوچ وکړه چی الله تعالی ستا له غوښتنی پرته درکړي دي ! لا بیا هم حریص یې او شکر نه کوې ؟ دا هم اته ویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد ) :

ظلم څه ته وایی ؟

د ظلم اصطلاح په لغت کی ستم ، له حده وتلي تیري ، د حق سپمولو یا محوه کولو ، او د وړ شي ناوړه کولو ته وایی . په بل عبارت ، ظلم د ځان یا بل پر حق تیرﺉ ، باطل ته میلان او رغبت ، د نورو د حق او مالکیت قبضې ، او د الهی قانون د حدودو لټپېرولو ته ویل کیږی .
الله تعالی انسانان د ظلم څخه منع کړي دي او داسی فرمایی : « نو د ظالمانو پر حال د عذاب د ورځی له امله افسوس دی » ( الزخرف : ۶۵ ) ، او هم یې فرمایلی دي : « های چی پر ظالمانو د خدای لعنت دی » ( هود : ۱۸ ) . موږ ولیده چی الله تعالی ظالم د شیطان سره یو برابر کړ او خپل لعنت یې پر ووایه . نو د ظالمانو پر حال افسوس دی !
رسول الله (ص) فرمایی : « درې دعاوی بېله شکه قبلیږی : د روژه لرونکي دعا ، او د مظلوم دعا او د مسافر دعا » [ البته هدف د دعا او ښیرا دواړو څخه دی ] .
ظلم عمدتأ درې ډولونه لری چی دا دي :
لومړی ـ د الله تعالی په وړاندی ظلم :
هغه دی چی انسان پر خپل خالق باندی باور ونلری او پر الله تعالی باندی کفر وکړی . خدای تعالی د ځان په وړاندی شریک نیول تر ټولو ستر ظلم بولی ( لقمان : ۱۳ ) .
دوهم ـ د انسان ظلم پر خپلو همنوعانو باندی :
هغه دی چی یو ظالم انسان د چا پر مال ، ځان او حریم باندی تیری وکړی . بد ویل ، د هغوی د مال یا کوم شي جبرأ اخیستل او پر حق او حقوقو یې تیری ظلم دی چی د دغسی ظالم ځای به دوږخ وی . قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : اې زما بندګانو ، ما پر ځان باندی ظلم حرام کړی دی ، نو هغه می پر تاسو هم حرام کړی دی ، پس یو پر بل ظلم مه کوئ .
درېیم ـ د انسان ظلم پر خپل ځان باندی :
د ګناهونو ارتکاب او د ناروا کارونو کول ، د خدای د لاری څخه انحراف ، او د شیطان پیروي کول ټول پر خپل ځان ظلم دی . رسول الله (ص) داسی فرمایی : « په خدای قسم چی د قیامت په ورځ به د اصلی څښتنانو حقوق بیرته اعاده کوئ او حتی د بې ښکره پسه قصاص به د ښکرور پسه څخه اخیستل کیږی . »
نو ځکه هر چا چی ظلم کړی وی یا هغه څه یې غصب کړی وی چی حق یې نه وی ، نو د قیامت په ورځ به یې هماغه شی د غاړی طوق وی او خدای تعالی به د هماغه ظلم په سبب عذاب ورکوی .
پیغمبر (ص) داسی فرمایی : « الله تعالی ظالم ته مهلت ورکوی او کله چی یې ونیسی او مؤاخذه یې کړی نو نه یې ایله کوی . »
رسول الله (ص) فرمایی : « د خپل ورور سره که ظالم وی یا مظلوم ، مرسته وکړئ . یو صحابي عرض وکړ چی یا رسولله (ص) ! که هغه مظلوم وی نو کومک ورسره کوو ، خو که هغه ظالم وی څنګه کومک ورسره وکړو ؟ ورته ویې فرمایل : هغه د ظلم څخه راوګرځوه ، دا پخپله د هغه سره کومک دی . »
څنګه ؟ چاره یې سیاست او سیاست بازي نه ده ، حزب او حزب بازي نه ده ، بلکی اول په خپل ځان کی بدلون راوستل دی ( الرعد : ۱۱ ) ؛ وروسته صبر او تحمل دی ( البقره : ۱۵۳ ) ؛ وروسته دین ته په کامل ډول ننوتل او د پیغمبر (ص) څخه بشپړ متابعت دی ( البقره : ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ ) . همدا د ظلم او ظالم څخه د خلاصون یوازینۍ کیلی ده .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button