خپل مسوولیتونه درک کړئ

خپل مسوولیتونه درک کړئ
محب الله “رسولي”
تاسو چې په خپل ژوند کې څه ډول مقام لرئ، یا څه ډول یاستئ، دا هرڅه تاسو په خپله ترسره او مسوول يې يواځې تاسو یاستئ.

ستاسو نننی ژوند ستاسو د تېرو خیالاتو او عمل پایله ده، ستاسو خیالات او احساسات ستاسو په واک کې دي، څه ډول کار ترې اخلئ، پرېکړه یې هم په خپله ترسره کړئ.

تاسو چې څه ډول سوچ یا فکر لرئ، خو مسوول يې تاسو یاستئ، د بریالیو او ناکامو خلکو ترمینځ بنسټیز توپیر دا دی، چې بریالي خلک د خپلو عملونو او پایلو مسوولیت په خپله مني او په خپله بریا او ناکامۍ کې سل سلنه مسوولیت په غاړه اخلي.

د مسوولیت منل یا مسوولیت ته غاړه ایښودل د بریا لومړنی او اړین شرط دی، فکر وکړئ، چې که تاسو د ځان لپاره ناوړه حالات رامنځته کولای شئ، همداسې ښه حالات هم رامنځته کولای شئ، ناکام خلک خپلو مسوولیتونو ته غاړه نه ږدي او په اصطلاح نه يې مني، دوی تل د خپلو ناکامیو او بدو حالاتو پړه د نورو پر اوږو اچوي، خو دېته مو باید پام وي، چې پر نورو خلکو په تور لګولو او پلمو جوړولو هم مهارت نه لري او بریا ته په کې نه رسېږي.

تاسو په خپل ژوند کې په درېیو شیانو بشپړ واک لرئ:

۱. خیالات.
۲. تصورات.
۳ عمل (کړه وړه).

تاسو د همدې درېیو شیانو په کارولو سره یا ژوند په ښایسته ډول جوړوئ او یا یې پرې د هلاکت کندې ته غورځوئ، خو پرېکړه یې ستاسو په لاسونو کې ده.

د یوې څېړنې له مخې په ډاګه شوې وه، چې په ناکامو کسانو کې ۹۹ سلنه هغه وو، چې هغوی خپلو مسوولیتونو ته په سم ډول وفادار نه وو، بلکې د خپلو ناکامیو مسؤلیت یې د نورو پر اوږو اچاوه.

د دویمې څېړنې له مخې معلومه شوه، چې ۹۴ سلنه ناکامۍ د هغو خلکو په وسیله رامنځته شوې وې، چې هغوی د هر کار لپاره پلمې او بهانې لټولې، نو ځکه که تاسو غواړئ، بریالیتوب ترلاسه کړئ او د اغېزمنو شخصيتونو څښتنان واوسئ، کوښښ وکړئ، چې په نورو تخریبي نیوکه ونه کړئ، البته که نیوکه کوئ باید چې نیوکه مو د جوړونې اړخ له ځان سره ولري، ځکه دا کار یوازې ستاسو ارزښتناک وخت ضایع کوي او کومه بله ګټه په لاس نه درځي.

که ستاسو لپاره اوسني حالات یا د ژوند شرایط سم نه وي، نو پر نورو د نیوکې پرځای به ښه دا وي، چې د خپلو حالاتو د سمولو په اړه فکر وکړئ او په دې برخه کې زیار وباسئ.

د حالاتو د بدلولو لپاره ځان ته بدلون ورکړئ او که غواړئ، د ځان لپاره سم شرایط برابر کړئ، نو لومړی ځان سم کړئ او د ځان له سمولو وروسته بیا په دې برخه کې اقدام وکړئ.
په یاد ولرئ، چې تر هغې به د خپل ژوند ناوړه حالات سم نه کړئ، ترڅو پورې مو چې لومړی په خپل ځان (ذات) کې سموالی او غوره والی نه وي راوستی او خپل مسوولیتونه مو نه وي درک نه کړئ.

یوازې د یوې لحظې لپاره فکر وکړئ، چې ستاسو ژوند په اوسني حالت کې څه ډول دى؟ تاسو په کوم حالت کې قرار لرئ؟ بریالي یاست او که ناکام؟ خوښ یاست که ناخوښ؟ شتمن یئ که غریب؟ په هر لحاظ که په هر حالت کې وئ، ذمه وار یې څوک دی؟ په خپل زړه لاس کېږدئ او همدا پوښتنې ترې وکړئ.
بیا هم باید یاده کړم، چې بریالي خلک د خپلو کړنو مسوولیتونه درک کوي، هغوی په دې باور لري چې هرڅه ورپېښیږي، یا په کوم حالت کې قرار لري، مسؤل یې په خپله دي، نه نور خلک.

که تاسو غواړئ، چې په ټولنه کې د يو اغېزمن او بریالي شخص په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړئ، نو د خپلې ناکامۍ پړه په بل مه اچوئ، د ناکامو او نا اهلو کسانو په څېر پلمې مه جوړوئ، بلکې د بریالیو خلکو په شان سل په سله مسوولیت په خپله غاړه واخلئ او له ځان سره ووایئ، چې:
موږ چې څه ډول یو، یا په کوم حالت کې قرار لرو، مسوولیت یې زموږ پر غاړه دی.

کله چې تاسو مسوولیت ومانه، نو په خپل ځان کې به د پخوا په پرتله ډېر ښه والی او غوره والی احساس کړئ، ستاسې ذهني څرنګوالی به په مثبت ډول بدلون ومومي.

الله تعالی تاسو ته ستاسو د غوره والي او بریا لپاره بې شمېره وړتیاوړې درکړې دي، تاسو ته په کار ده، چې خپلې دا وړتیاوې وپېژنئ او د ځان د مثبت والي په لاره کې ترې کار واخلئ دا ښکاره خبره ده، چې نور خلک ستاسو وړتیاوې نه شي کارولی، او دا وړتیاوې يوازې يو فرد کارولی شي، چې هغه تاسو یاستئ انسان یوازې ژوند کولو ته نه دی پیدا شوی، بلکې هغه ته د ژوند تېرولو لپاره یولړ مسوولیتونه هم ورسپارل شوي دي، انسان باید د خپل ژوند د ښه والي او غوره والي په اړه فکر وکړي.

انسان باید خپل ژوند له خپلې خوښې سره سم جوړ کړي، ستاسو پر وړاندې د ټاکنې چانس شته، خو ژوند چانس نه دی، بلکې انتخاب (ټاکنه) ده، دا به تاسو په خپله انتخابوئ، چې د ځان لپاره څه ډول ژوند برابر کړئ، کوم حالات رامنځته کوئ، خوښ او که ناخوښه، بریالي او که ناکام؟

انسان ته الله تعالی د دې ځواک ورکړی دی، چې هرڅه وغواړي کولی يې شي او تاسو چې د څه په اړه فکر کوئ، هماغسې به جوړېږئ هم.

دا پرېکړه ستاسو په لاسونو کې ده، چې تاسو د خپل ژوند په اړه څه ډول فکر کوئ، دا فکر ستاسو په واک کې دی او تاسو به يې کنټرولوئ، همدا تاسو د خپل نن او خپلې راتلونکي مسوول یاست او په خپله به د ژوند حالات بدلوئ، دا سمه ده، چی تاسو خپل ژوند نه شئ بدلولی او هیڅوک هم دا کار نه شي کولی، خو په خپله راتلونکې په بشپړ ډول واک لرئ، هغه د ځان لپاره سم جوړ کړئ. راتلونکی مو هغه وخت بهتر کېدلای شي، چې خپل ځان او خپل مسوولیت وپېژنئ.

په لنډ ډول باید ووایم، کله چې تاسو خپل مسوولیت وپېژانده، نو ستاسو اروايي څرنګوالی هم ورسره بدلون کوي، ستاسو فکر او عمل به په مثبت ډول بدلون وکړي او بیا به تاسو د خپلو سمو حالاتو په اړه فکر کوئ او دې فکر ته به د عمل جامه ورا غوندئ او لرې نه ده، چې ډېر ژر به په ټولنه کې د يو اغېزمن او بریالي شخص په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړئ.

د اغېزمن شخصیت له کتاب څخه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button