خونړۍ توپان

خونړۍ توپان
څومره سخت ټپي شوی چې د غرونه هم نړیږي
زما ګرانه وطنه د تاریخ دی پرتمونه هم نـړیږي
 د ارګو د شهیدانـــــو ویر ماتم لا ختــم نه دی
چې په ټول وطن ژړا وه  آ وختونه هـــم نړیږي
ټول ملت چې دقاسم په شهادت غمګین غمګین و
اوس دوښمن کرښې راباسي وحدتونه هم نړیږي
لوبغـاړو شاه ځلمــــو چی د بري توغونه راوړل
لـور په لـــور د خــوشالیو اتڼوڼه هم نړیـــږي
چې د توری له شرنګا یی ځمکې غرونه لړزیدله
د کندهار او دهلمند ستر عظمتونه هـــم نړیږي
کونړ ځاله د زمریانو ننګرهار کور د باتــــورانو
د دی اتل ټاټـــــوبی ګلکـــڅونه هـــم نړیږي
څو غله کمین کې ناست دی  توطیی لری په سر کې
د لیونیو ببرســــــرو لښــــکرونه هـــم نړیږي
په خوله سپکـــې سپوری وایی اخته په غورو پرو
د وروڼو ملیتونـــــو ستر ننګـــونه هم نــړیږي
خونړی تـــوپان افغـــــان ملـــــت ته ګواښي
آ درنی ککـــــری نشته تدبیرونه هــــم نړیږي
د هــــمت په تــــوره مــلا تــړی ځـــوانانــو
اکبري په وینو ژاړی ګنی سوبی ارزښتونه هم نړیږي
بسم الله اکبري هالند
۱۲-۰۷-۲۰۱۴

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button