خوشال خان او علم )(پنځمه برخه

پنځمه برخه

خوشال خان اوعلم

ب – علم – د د يني فریضې په توګه:

دخوشال خټک نه راپاتې لیکنې او څیړنې راښيي چې هغه یو صادق مسلمان او د کلک ایمان خاون او وتلی دیني عالم و. ده پوهې ته تر هر څه د مخه دالهي امر اوديني فرض په سترګه کتلي دي او هر مسلمان او مسلمانه يې د دې فرض په ادا کولو مکلف ګڼلي دي. زه په دې ځای کې دیوه ټکي یادول لازم ګڼم او هغه داچې په کوچنیتوب کې مې څوکاله دخپل کلي د ملا امام څخه زده کړې کړي دي. له هغه وخته تر دې ورځې پورې مې په جوماتونو، فاتحو اوجنازو کې، په ګڼو وعظونو اومسلو کې دهیڅ ملا امام له خولې دا نه دي اوریدلي چې علم په هروخت او هر ځای کې په هر مسلمان او هرې مسلمانې فرض دی. دامې دښوونځي دښوونکو له خولې هم نه دي اوریدلي او دښوونځي په درسي کتابونو کې مې هم نه دي لوستلي. په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د « خوږې خبرې » تر عنوان لاندې دعبدالهادي ملاخیل په قلم لیکل شوې رساله لاسته راغله. زه محترم ملا خیل نه پیژنم، په رساله باندي یې دښاغلي محمد آصف صمیم له سریزې داسې ښکارې چې دعبدالهادي ملاخیل دکورنۍ او ټبر ډیر اویاټول غړي ملایان اودیني عالمان تیر شوې وو او دي، خود ده د پښتو ژبې دسبک څخه – موږ خو لا پریږده – چې د دې ژبې شاعران او ادیبان هم یوڅه زده کولی شي، مطلبونه يې په خوږه اوروانه پښتو بیان کړي او ژباړلي دي. ده په خپله رساله کې دعلم په هکله داسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) مبارک حدیثونه هم ژباړلي دي چې دلته يې په ترتیب یو په بل پسي رانقلوم:

۱ – « دعلم زده کړه په هر مسلامان نر او ښځه باندې فرض ده». ۲- « چاچې دعلم لار خپله کړه هغه دجنت لار ونیوله». ۳ – « چا چې دعلم دزده کړې په لار کې ژوند له لاسه ور کړ هغه شهید دي ». ۴ – له مهد (زانګو ) نه تر لحد (قبر) پوری دعلم زده کړه وکړی». [عبدالهادی ملاخیل: خوږې خبرې، ۸ مخ ]. په لومړي حدیث کې دعلم په زده کړه ټینګار شوی او هغه په دواړو جنسونو یانې نر او ښځه یوشان او بې له کوم توپیره فرض ګڼل شوې دی. په دوهم اودریم حد یث کې دزده کړې ثواب ښودل شوي دی اوښيي چې دزده کړې له پاره ښوونځي ته په تګ څوک کافر کیږي نه بلکې فرض اداکیږي او که دچا ژوند دعلم په زده کړه کې تیر شي نو جنت يې ځای کیږي. د محترم ملاخیل په کتاب کې مې دعلم په هکله همدا څلور حدیثونه ومیندل، خوغوښتل مې چې په دې برخه کي دخپل هیواد دنورودینپوهانودلیکنو او څیړنو نه هم خبرشم او خپل مالومات یو څه پراخ او ژور کړم، نو مې دګوګل له لاری دانټرنیټ پاڼو ته مخه کړه، خو متاسفانه چې څه مې پیدا نه کړل او تش لاس ترې را ووتم. بیا مې لټوونکي ماشین ( ګوګل) ته د « مقام علم در دین مبین اسلام» سر لیک دپتې په توګه ور کړچې په پایله کې یې بې شمیره لیکنې او څیړنې دانترنیټ په پاڼو کې را ښکاره شوې. په دي لیکنو کې چې ټولې يې په ایراني پارسي لیکل شوي دي اودا سې ښکاري چې ټولې يې ایراني دینپوها نو لیکلي دي، هڅه شوېې ده چې داسلام په مبین دین کې د مبارکو آیاتونواوحدیثونو له مخې دعلم ضرورت،ارزښت، مقام او دهغه دیني اودنیوي ګټې را څر کندې کړي. په ځینو لیکنو کې څلویښت حد یثونه رانقل او په پارسي ژباړل شوی دي چې ديوه پښتو ژباړنه داده:« علم زده کړی که په چین کې وي هم». دا مبارک حدیثونه راښيي چې علم په اسلام کې دهر ډول قید اوشرط نه ازاد فرض او یو مطلق ضرورت دی. داسلام په پاک دین کې جنس دعلم دزده کړې مخه نشي نیولی ځکه په دواړو جنسونو یانې نر او ښځه فرض دي. دعلم زده کړه دزمان له قیده هم ازاده ده یانې دانسان دعمر په کوم ټاکلي پړاو پورې نه دی تړل شوی بلکې په هر مسلمان باندې دد ه په ټول عمر کې له زانګو تر ګور پورې فرض دی. په همدې توګه دعلم زده کړه په کوم ځانګړی ځای پورې هم نه ده تړل شوی. هر مسلمان مکلف دی چې دپوهې تر لاسه کولو له پاره دامکان او ضرورت په صورت کې دخپل کور،کلي او حتی دخپل هیواد نه ووځي او دنړۍ نورو هیوادونوته سفرونه وکړي. په دې او نوروپاکو حد یثونو کې علم په دیني او دنیا وي علومو هم نه دی ویشل شوی بلکې د علم ټکی په عام مفهوم کارول شوی دی. دحضرت محمد مصطفی (ص) دژدند په وخت کې نه داسلام مبین دین چین ته رسیلی و او نه خلاصه، منیه او هدایه لیکل شوي وو، خوچنیايي پوهانو او دصنعت ماهرانود پخوا نیوزمانوراهسې په نړۍ کې شهرت درلود. لنډه دا چې علم داسلام دپیغمبر حضرت محمد ( ص ) په قول په هر مسلمان – نر اوښځه – هروخت او په هر ځای کې فرض دی. خوشال خټک دا فرض تربل هرچا ښه ادا کړی دی او د پښتون په تاریخ کې يې تر بل هرچا زیات علم کړی دی اودا فرض يې د ټولو ملایانو اود دین دنورو ټیکه دارانو پرتله ډیراو په ډیر خواږه، ساده اوروان شعر کې راښودلی او خپور کړی دی. خوشال بابا په ټینګار راښيي چې:

زده کـول دعلم فرض دي په میـړو په ښځو قرض دي

صد رحمت په هغه باندې چـــې طلـــب دعـــلـم کاندي

پیــغــمــبر د ي فــرمایلي ده تــر پــا کـــې خولې ایستلي

عــلــم واړه عــبا دت دی څــو چــې کـیږي سعادت دی

[ دخوشال کلیات…….. ۹۹۸ مخ]

علم داسلام په مبین دین کې هدف نه دی بلکې وسیله ده. علم د دیني اودنیوي عمل لار ښوونه کوي او دعمل ارزښت ټاکي. په یوه حدیث شریف کې راغلي دي چې« لږ عمل چې په علم بنا وي ګټه لري او ډیر عمل چې په جهل ولاړ وي بې ګټې دی». [ حوزه، انترنیت] خوشال خان دخپلې زمانې علوم نه یوازې زده کړي ، ارزولي او پر مخ بیولي دي بلکي په دیني او دنیاوي چارو کې يې دهغوی ګټې دپښتوژبې په نظم او نثر کې تر بل هرچا ښې او په تفصیل بیان کړي دي اوله دې لارې يې پښتانه دعلم زده کړې ته رابللي او هڅولې دي. دي را ته لیکي:

چـې په عـلــم څوک آباد وي غم يې نشته تل به ښاد وي

خـدای په عـلــم پیـژانده شي په دانـش ابلـیس رانـده شي

عـلــم تــا په طاعــت پوه کا عـلــم تا په حرمــت پوه کا

عـلـــم تــا په ټــولـو بــر کا د د نـیـــا د ا نــا يـي د رکا

حق ناحق زده کړې په علم در ښــکاره شي عدل، ظلم

په دنیا چې تور اوسپین دی واړه علــم وتــه مبیــن دی

علــم دیــن دی هم د نیا دی د بـا د شــاه هــم دګــدا دی

چې فـقــیر وي عـلم زده کا خـدای يې لـویــه مـرتبه کا

په هر نیک، په بد اشنا شي د د نیـا، د دین باد شاه شي

پــوهـــه واړه عـنــایت دی غــوره لار دعـبــا د ت دی

غـــوره پـــوهـــه ده وماته له طـاعـات لــه عـبـاد ا ته

[ دخوشال خان کلیات…….۷۷۶-۷۷۹ مخونه]

دعلم سره مخالفت جهل دی. علم هرڅه راښيي، په ژوند او بشري ټولنه کې مو په ښو اوبدو، روا او ناروا،حق اوناحق او عدل اوظلم پوهوي او دطبعیت له رازه مو خبروې، ژوند ته لوړ انساني معیارونه جوړوي، دټولنیزو ستونځوا واو طبیعي آفتونو سره په مقابله کې دانسان وس او ځواک وچتوي، خو جهل مو له دې هرڅه بې خبره ساتي. جهل دخدای له امره سرکشي ده، په ټولنیز ژوند کې د ظلمت، وحشت، بربیت او ور سره سم د ذلت او بېوزلۍ سرچینه ده. خوشال خان په علم کې دینې او دنیاو ښادي او دانسان ځواکمني ویني او په دې عقیده دي چې په علم هم دشیطان طلسم ماتیدلی شي اوهم دفرعونیانو دقدرت لوړ برجونه رانسکوریدلی شي. نو ځکه په تینګار وايي چې:

کـه د نـفــس په نغـوته د رومې تابه زر کاندي رســوا

چه ارواح پرې خوښي مومي هـغه چار ګــڼه اعــلا

مــټ په علــم کــړه چې علــم هـم اژدا د ه هـم عـصا

یــا پــه عـلـم کې لــذ ت د ی یا په دعشق کې دمولا

[ انتخابات خوشال…… ۱۰ مخ ]

دلته د دې ټکې یادول لا زم ګڼم چې دخوشال خان په زمانه بشري پوهې نه دنن په شان پر مختګ کړی واو نه د ټولنیز ژوند په بنسټیزو برخو ( کرنه، صنعت اوعامه خدماتو ) کې کار ول کیده. علم دصنعتي محصولاتو دپلان او تولید سطحې ته نه و اوچت شوی. دکسبونو اوحرفو دزده کړې له پاره دنن په شان حرفوي ښوونځي او پو هنځي نه وو جوړ شوي. دکسبونو او حرفو زده کړې اوله یوه نسل څخه وبل نسل ته دهغوی پر له پسې لیږدول په عملي تجروبو بنا وو. کوچنیانو او ځوانکیو دلویانو او مشرانو نه مروج کسبونه او حرفې دتقلید له لارې زده کول. دا کسبونه ټول جسمي کسبونه وو، بزګرانو، دلاسي صنعت کارګرانو او په ټولنه کې نورو کسبګرانو په مدرسوکې دکتابي زده کړو سره سروکار نه درلود او دمدرسوښوونکي او زده کوونکي بیا په خپل وارجسمي کارونواو کسبونو ته نه ور نږدې کیدل. دجسمې او فکري چارو په همدې توګه د علم او اقتصادي کسبونو تر منځ لوی واټن پروت و. سره له دې هم خوشال په همدې زمانه کې دفردي او ټولنیز ژوند په سمون کې دعلم په رول ټینګار کړی دی اوهغه يې دانسان ځانګړتوب ګڼلی دی. دی لیکي چې:

شــنــاخــت، ا د ب، عــلــم ســـړیــو لره بـویه په دادری ټوکه څار وي نه دي اشنا

چــه پــه زړه کـې ېـې د عــقــل چراغ بل شي ورځ او شپــه وي په هـغـه باندې رڼا

[ منتخابات خوشال خټک……۱۱ مخ ]

انسان دعلم دزده کړې له لارې دشپې له تیارو څخه راوتلی شي او دورځې رڼا په سترګو لیدلی شي او په دی واقعیت هم پو هیدلی شي چې:

هوښیاربه چست و چالاک بیدار وي په هره چا ر به ژر خــبر دار وې

ډیر به عمــل لــري لــږې خــبرې په هر زمان به ېې نظر په کار وي

[ دخوشال خان کلیات……..۵۰۳ مخ ]

پوه او هوښیار انسان له یوې خوا په فردي او ټولنیز ژوند کې دعمل، کار اوزیار په رول او ارزښت پوهیږي اوله بلې خوا په خپل طبعي اوټولنیزچاپیریال کې پراته امکانات او مشکلات او دهغوی سره دچلند لارې اوچارې هم ښې پیژندلی او ترې دځان او بشریت په ګټه کار اخیستلی شي. خونا پوهي مو له هرڅه بې خبره ساتي، دکور، کهول او دټول هیواد نه مو دبې وسۍ او بې وزلۍ دایمي اډه جوړوي. خوشال خټک مودې واقیت ته پام راګرځوي چې:

کاڼي لعــل د بــد خـشان، ګیــا کیـمیــا ده چــې يې نه پیــژني تــه ګنـاه د چا

چې بادشاه يې ستمګرشي خلک خوارشي خدای دې نه کا ستمګر بادشاه دچا

[ دخوشال خټک کلیات…….۸-۹ مخونه ]

یوازې په علومو، فنونو، حرفو اوکسبون سمبال ولس کولی شي چې له یوې خوا دخپل هیواد دطبیعي زیرمو نه ګټه واخلي، په ټوله کې دټولنې اقتصادي سطحه وچته کړي او له بلې خوا دټولنې نه دظلم او ستم جرړې وباسي. په دې توګه خوشال خان په علم کې د دیني فرض تر څنګ دبسیا، هوسا او پتمن ژوند سرچینه هم ویني او دژوند تر ټولو ارزښتناکې پانګې په سترګه ورته ګوري. نوځکه لیکي چې:

نه سردارې ورکا، نه زردارې ورکا نه لــوی ملکونــه اوبه جاري ورکا

چې له ازله خدای څوک نمنځلي وي هغه سړیو ته خدای هوښیارې ورکا

[ دخوشال خټک کلیات…….۲۷۷ مخ]

سرداري اومادي شتمني یوچاته په میراث هم ورپاتې کیږي، ډیرځله په ناروا لارو هم تر لاسه کیږي نوځکه شتمني اوسرداري دیو چا ټولنیز اوسیاسي مقام ښيي، خو دهغه دشخصیت نماینده ګي نه کوي، د شخصیت د ودې په څرنګوالې يې کومه اغیزه نه لري اودهغه په جوړښت اوترکیب کې هم کوم ځای نه لري. دمقام او شتمنۍ سره دانسان تړون میخانیکي دی او دوام يې حتمي نه دی، یوله بله بیرته بیلیدلی اود شتمن سردارنه چې له سره بې علمه و ی یو بې وزله انسان هم جوړیدلی شي. خوپوهه اوهوښیاري چې انسان يې په کار اوزیار ترلاسه کوي دهغه دشخصیت په جوړونه او وده کې ارزښتناک رول لوبوي، انساني صفت او ماهیت يې ځواکمن کوي، ورڅخه نه بیلیږي اوورسره دایمي ملګرتیا کوي.

خوشال خان وايي:

چې کاهلان دي، چې احمقان دي د ولـت به با یـلي کـه بـا د شاها ن دي

د ولــت د د یـن د د نـیا د چا دی چې هوهښیاران دي په کار چسپان دي

[ دخوشال خټک کلیات …….۴۶۸ مخ]

اوزیاتوي چې:

احمق که هر څـود نیا د ولت لري د ولـت بـه څـه کا چې حما قـت لري

که ډیر نادار وي شکر دي کاندي که خوی ېې ښه وي علم حکمت لري

[ دحوشال خټک کلیات……..۴۵۵ مخ]

دخوشال خټک په نظر دعلم په زده کړه فرض ادا کیږي او دعلم په زور د نیا ابا دیږي، علم هم دین دی اوهم دنیا ده او دخوشال عقیده داده چې:

یا ترس دخدای دی یا هوښیاري ده دین ود نیا لره چې کامګاري ده

هغه چې دالري پرې مې سلام دی په دواړه کونه ېې رستګارې ده

[ دخوشال خټک کلیات…….۴۳۶ مخ]

خوشال بابا پوهه اوهوښیاري دښه نیت او دخلکو سره دخواخوږۍ په شان دانسان یو لوړ صفت ګڼي او دعمر تر ټولو ښه محصول يې ګڼي اود دې صفتونو خاوندان داسې ستايي:

سخ د هغه دی چې ښه ېې نیت دی نیکخواه دخلکو په ښه خصلت دی

تل ېې په علم په طاعـت مـټ دی حــا صل د عـمر، علـم طاعت دی

[ دخوشال خټک کلیات…..۴۴۶ مخ]

ښه نیت او دخلکو نیکخواهي چې دعلم او عمل سره یو ځای شي دښیګڼو سرچینه ترې جوړېږي او څوک چې دا صفتونه لري خوشال خان يې دمیوه لرونکې ونې سره پر تله کوي اولیکي:

چې علم وکړې عزیزه زویه فهم په علم په عمل بویه

کمکــیه ونه بارداره ښــه ده نه پلنه ونــه بې باره لویه

[ دخوشال خټک کلیات…….۴۰۲ مخ ]

خوشال خان علم دانسان په ټولنیز ژوند کې د ډول ډول رنځونو در مل ګڼي اونا پوهۍ ته بیا دهمدې رنځونو دسرچينې په ستر ګه ګوري نوځکه جهل او جاهلان په کلکه غندي اوپه پوهه او هنر سنبال انسان ته، که هر څوک وي په زړه کې ځای ور کوي او لیکي چې:

هنر چې نه لرې که مې پسر دی که څوک ېې یاد کا درد مې دسر دی

کـه بیـګانه وي چـې یګــا نه وې یـا مـې لــیـمه دي یــا مې ځـیکر دی

[ دخوشال خټک کلیات…….۴۵۴ مخ ]

خوشال خټک دا « یګانه » یانې دفن، پوهې او هنر مخکښ انسانان « ښه میړونه » بولي. داښه میړونه نه یوازې خدای نمځلي دي بلکې دبشریت او بشري ټولنې له پاره هم تر بل هرڅه لوړ ارزښت لري ا وخوشال په دې لاندې کرښو کې دهغوي داسې ارمان کوي:

هم مې د ولـت شته هم مې ملکونه هم مې ځوانان دي هم لوی لوی غرونه

دا واړه هیڅ دي په نوم حساب دي چــې پـکــې نشــتــه ښــه ښــه مــړونه

[ دخوشال خټک کلیات……..۴۳۶ مخ ]

ښه میړونه یانې دښه نیت خاوندان، دخلکو خیرخواهان او په پوهه، فن او هنر سنبال انسانان دخوشال خټک په خیال او فکر کې لوړ مقام لري، ځکه چې داسې میړونه دبشري ټولنې دپر مختګ، سوکالې عدالت اوورورولۍ لار پرانیزي، دخدای د مخلوق خدمت د لوی پرور دګار په دربار کې عبادت ګڼي. که داحقیقت هر څومره تکرار شي په ځای دی چې دافغان ولس دتیرو اواوسنیو ناخوالیو تر ټولو بنسټیز لامل بې علمي او په ځینو ډلو ټپلو کې دعلم سره مطلقه دښمني ده. که چیرې مو له سره دخوشال په لار حرکت کړی وای، که چيرې مو له سره دخوشال خبرو ته یو څه غوږ نیولی وای، که چیرې مو دابن سینا بلخي په شان پوهانو علمي میراث پاللی وای او که چیرې مودعالم اسلام له پاره دسید جمالدین افغاني په سیاسي، اقتصاد ي او ټولنیزو افکارویو څه ځان پوه کړي او په کلکه دهغه ملا تړ کړی وای او که چیرې مو معارف پالونکی پاچا غازي امان اله خان په دي ګناه له دملکه نه وای شړلی چې ښونځي يې جوړول او دعصري علومو دزده کړې له پاره يې جونه او هلکان بهرنیو هیوادو ته لیږل، نو دا احتمال رامنځ ته کیدای شو چې دعلمې زده کړوبهیرمودعلومو په ځینو څانګوکې په ملي کچه مستقلو څیړنو ته وچت شي، دژوند په ځینو پرخو کې په خپلو پښوودریږو، دنورو له احتیاج نه ازاد شو، ورسره سیال شو اوخپلواکې او ملي غرور وساتلی شو. که چیرې مو دعلم لار نیولې وای نو اوس به مو دا حالت نه درلود چې لرو يې. خوشال خان ټینګار کړی دی چې نا پو هي بې وزلي ده، بل ته احتیاج دی او پایله يې غلامي ده، نوځکه دنا پوهۍ په ضد جهاد دبې وزلۍ اوغلامۍ په ضد جهاد دی اوداجهاد په هر مسلمان فرض دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button