خوشالخان خټك او د لوى ذهن شاعري يې

ربنواز مايل – كوټه

زه به د خپلې خبرې پيل له دې څخه وكړم چې لوى ذهن څه وي؟ د څه له كبله لوى يادېږي، ايا د عمومي سوچونو له كبله كه د ځانګړو؟ په دې باب به دلته دا ويل هم ضروري وګڼگم چې بنيادمان (باچايان وي كه ګدايان) د سوچ خاوندان وي، كه بې سوچه، فنكاران وي كه فلسفيان او كه همدغسې د نورو – نورو نومونو. اكثره د ډېرو ورځنيو اړتياوو او غوښتنو په وصف له عمومي سوچونو سره ژوند تېروي. چېرې – چېرې او بېخي كم له ځانګړو (خاصو) سوچونو سره او خوشالخان مې په دې اړه عنوان كې د لوى ذهنه په توګه ځكه ياد كړى چې هغه د نورو پښتو شاعرانو په نسبت له ډېرو ځانګړو سوچونو سره په خپل شعر كې زموږ مخې ته ډېر راځي.
د خوشالخان خټك د دېوان په الف له رديف كې د لومړۍ غزلې نقلول چې مسلسل غوندې غزله ده، ضروري ګڼم:

صورتګر چې ښه صورت پر دېوال ساز كا
كُل عالـم يې په صفت زبان دراز كا
د هغه نقاش په صنع نظر نه كا
چې له څه څاڅكي نه دا نقش و طراز كا
سترګې، وروزې، پوزه نوركښېږدي په مخ كې
غاښ و شونډې، ژبه، خوله سره پرداز كا
يو سر بل سر په سر جوړ كا دوه غوږونه
چې په دواړو اورېدنه د آواز كا
بند په بند د لاسو ګوتې وبله كښېږدي
سر تر پايه درست صورت سره يو راز كا
كه څوك زر كتابه وكښي له دې بابه
كه په كښل شي، زر به نور پسې آغاز كا
هر وېښته چې په صورت باندې ليده شي
كه پرې ځير شې، د شناخت ور به در واز كا
خاص بنده د خداى هغه ګڼه خوشاله!
چې د ځان په معرفت يې سرفراز كا

اوس مې چې غزله رانقل كړه، نو پر دې به خبرو ته جوړ شم، چې د موضوع په اعتبار خداى او انسان دواړه په كې موجود دي، د ادراك په اعتبار لكه دبنيادم له حُسن څخه، د هغه د خلاق ذات تر حُسنه پورې، ډېر څه ذهن ته كوزېدونكي او د ټكو په اعتبار ( لكه لويې موضوع ته لوى سوچ چې څنګه ټكى دى، د همدغه درجې وي). كوم ټكى په كې بېځايه دى او بيا پيغام يې لكه په سر كې چې هم د هغه د ذات معرفت په دغه شعر كې دى:

د هغه نقاش پــــه صنـع نـظــر نــه كــا
چې لـه څه څاڅكي نه دا نقش و طراز كا
نو په پاى كې هم د هغه د ذات معرفت په دغه شعر كې دى:
خاص بنده د خداى  هغه ګڼه خوشاله!
چې د ځان پـــه مـعـرفـت يې سرفراز كا

خو دا به اضافي غوندې نور په دغه باب ووايم، چې پوه خوشال يو ځاى له مادي لاحسي صورت څخه د معرفت ښوونه كړې ده او بل ځاى يې په هغه روحاني لاورايي مانا كې چې بس د هغه ذات د پېرزوينې خبره ده، نو ددغې غزلې د څېړنې په اړه چې د څلورم شي په ډول ما پورته دده پيغام ياد كړى دى، كېدى شي چې څوك دا له شاعرۍ څخه د جلا شي په مانا واخلي. خو حقيقت دا دى چې موږ د اخلاقو، معرفت او ښوخويونو پيغام وركوونكي او مبلغان يو، خو په بالراست رنـګ كې نه، بلكې په بلواسطۍ رنـګ كې.
د خوشالخان خټك كلامونه ډېر دي، د پندونو په بڼه، پر اولادونو د نيوكو په بڼه، د عمومي عشقيه كيفياتو په صورت، د مغولو خلاف په خپله جګړه كې د ځان او ملګرو د كردارونو او له دغې جګړې څخه د جلا خلكو او قبيلو او په مجموعي ډول د پښتنو د غندنو په صورت او د دين او تصوف د خيالونو او پيغامونو په صورت او له دغه صورت حال څخه دلته كه يو خوا ماته د غالب هغه ډېره خوږه خبره رايادېږي، چې آدم دې خواږه وي او ډېر دې وي، نو بل خوا دغسې كيسه د روس د ستر ناول كښونكي بالټايي كلاسيك او شهكار ناول (جنـګ او امن) په خپل دغه حيث كې، له دې خبرې څخه ډېر دى، چې كردارونه په كې بېخي ډېر دي او هر باب يـې يوه جلا كيسه ښكاري او بيا لكه څرنـګه چې دا ډېرې كيسې يوه كيسه جوړوي. دلته مې ګواكې دا مطلب نه دى چې د خوشالخان كمزوري، بېكاره، د عمومي سوچ او د لږ ځانګړي سوچ شعرونه نه شته، بلكې مطلب مې خالص او خالص دا دى چې لويه شاعري د لوى ذهن پر اساس ډېر كلام غواړي، د پراختيا ښوولو په موخه او دا په لويه كيسه ليكنه كې د راوستلو يو شرط هم دى.
زه خوشالخان خټك د خپلې مطالعې پر بنسټ د تصور په پرتله زياتره د فكر شاعر ګڼم، ځكه چې دده ټوله شاعري د ده له لومړۍ غزلې خوره وره شمېرم. شعر يې د فكر له مخې لوړ دى، په دې اړه به دا هم ووايم چې د اپلاتون له وخته تصور د منطق د لغت ټكى دى او تعريف يې داسې كېږي چې: تصور له ځانه يو شى او خپله راروان دى او د شي د حكم نشتوالى ورته شرط نه دى، ځكه دى لازوال دى او كه د كوم شي نسبت ورته پيدا شي، نو د نورو شيانو په څېر بدلون منونكى دى. دا دى نه دى، چې نه دى. وحدت الوجوديانو همدغه شى د تصورونو په نامه ورنه د ثانيه اعيان په بدل نامه واخيست او خپل تصوف يې پرې روان كړ. د اوسنۍ زماني فلسفي (جانلاك) د نظر دغه انداز خپل كړ، چې ورايي له ځانه جوړ، ته له ننه د اخيستو وړ داسې يو خيال ته سوچ نه شته. “هر څه له بهر څگخه د ذهن پر تخته ليكل كېږي”. ګويا ما نه ددې څېړنې په رڼا كې خوشالخان خټك د لاك د خيال مطابق د بهرنۍ دنيا له مادي او حسي دنيا سره زيات متعلق ښوول، ځكه چې يو خو يې له مغولو سره جګړه وه او پښتانه يې د ځان خوا ته كول غوښتل، بل خو پښتو ژبه او پښتني كلتور ورباندې ډېر ګران وو او درېيم دا چې پر دين او معرفت هم مين و( چې اطلاق يې په ظاهري لښتونو له ظاهري لښتونو څخه كاوه).
او څلورم دا چې دده اكثره شاعري د مجازي حُسن او مينې ده، چې بې ظاهري، مادي او حسي تمثالونو به نه شوه ډكېدى. ټوله خبره به داسې له سمندره كوزه بنده كړم چې: دى له حسياتو او حسي صورتونو سره د متعلقېدو په وجه ډېر د فكر سړى و، نو ځكه يې لښتونه ډېر خوښ و. په مجازي رنـګ لاندېنى رنګول شوى شعر وګورئ:

درسته شپه مو سره راز په پالنـګ وكړ
د وصـال خوښي يې لا نه وه ترسـره
دا بل شعر يې بيا په حسي رنـګ ښكلى شوى دى:
نــه د عشق مدار يوازې په ديدن دى
په دا كار كې لا په هور ته شنيدن دى
او بيا دغه درېيم شعر خو يې كټ – مټ له مجازي عشقي فكر څخه جوړ ښكاري:
بـُتپرست كله د بُت له مينې اوړي
زه كه مينه د يار پرېږدم عار زما دى

بل خوا به راشو چې خپل كلتور هر قوم او ملت ته څه مانا لري؟ بيان ته محتاجه خبره نه ده، ځكه چې يو كلتور چې له څيزونو، دودونو، اصولو، ژبو او د ژبو له اصطلاحګانو څخه په يوه خطه كې كومې څېرې موندلې وي، هغه يې په ډېر عمر، په ډېر غور او ډېرو تجربو او ډېر جاج او نيوكو موندلي وي. ځكه نو له نوي ژوند څخه نوى فكر ډېر هاخوا دېخوا نه شى تللاى. خوشالخان ګويا په دې اړه د پښتني كلتور ترجماني په ډېر ښه او غاوره ډول كړې ده.
خپل هندي جند ( د زړه ټوټې) ته چې يې ډېره بدله، نازك لباسه، نازك قدمه او سره خوله وليده، نو په يوه شعر كې يې ورته له مانا ډكه وينا وكړه:

د پيپلو پاڼې خوره په غره كــــــې اوســه
نه چې پان د هندوستان خورې زما جنده

پښتنې محبوبې ته يې، د مغولي ظلم اوستم (مغلوالي) په اصطلاح په مينه كې په بندونو سره پر ځان د جفاوو په اړه هسې شعر ووايه:

تـــه پـــه اصل پښتنه د كوهستان يې
دا دي خوى د مغلوالې له چا زده كړ؟

پر دغو دوو بيتونو سربېره دا يو بل شعر چې د ډېر ژور حسيت په مرام د ناپيدا د پيداكولو مظهر شعر دى، بايد په خپل فكر يې د خپل مقام په مانا وګورو:

پـښتنې جــونــې دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال يې بوى راوړي په (رنتبور) كې

درېيم خوا به راشو دېته چې د جنګ، د پښتنو د خپلونې، د اتفاق، نفاق او دين خبرې خو يې په شعرونو كې ډېرې كړې دي، خو د معرفت هغه به يې چې كميابه شى دى، د كمو خلكو په حقه برخه كېږي، دغه شعر به يې وګورو:

جستجو بــه هــر فـريق په هر طريق كا
كه يې ګورې نور څه نه شته بې وى وى

اخري او څلورمه خوا چې زما ليكنه هم پر دغو څلورو اړخونو ده، د حُسن په اړه به يې دا شعر رانقل كړم:

چا يې راز د خولې تحقيق نه دى موندلى
كــه صــفــت يـې واړه خـلكـو دى ويلى

دلته په دې شعر كې حضرت اويس قرني(رح) راياد شو، چې حضرت على (ك) او حضرت عمر ورته وويل: تا د حضرت محمد  په زړه كې دومره مينه ساتلې وه، نو د هغه ديدار دې ولې نه كاوه؟ ده ځواباً ورته وويل: تاسو خو يې ډېر ديدار كړى و، دا راته وواياست چې د دوو بڼو ترمنځ يې څومره فاصله وه؟ هغوى چوپ پاتې شول، نو د حُسن په هكله د خوشالخان دغه لوړ شعر د څېړونكو دغسې دى، چې چا يې كوم حد ته ځان رسولى دى او لا په حقه يې تحقيق كړى دى. ما يې مخكې د مينې څو شعرونه ليكلي دي، دغه يو شعر يې له هغوى څخه بيا ليكم او مقاله پر دې ځاى پايته رسوم:

بُتپرست كـــــله د بُت له مينې اوړي
زه كه مينه د يار پرېږدم عار زما دى.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button