خوست په خونړي ناورین کې

خوست په خونړي ناورین کې

دریغه ! دریغه!  بیاهم دریغه  زما ښکلی اوښیرازه خوست بیالیونیوسپیووداړه بیا دابوجهل اونامرود بچیودغیرتي اودینداره مسلمان خوستي ولس سپیڅلي اوترزمزموپاکې جنتي سري ویني دعبادت اوتوبې په هغه مطهره میاشت کې چې قرآن عظیم الشان پکې نازل شوې داسې په بې رحمۍ وبهولي چې نه یوازې په خوست ماتم اوویردی بلکې دغومومنوروژه تیانوته خدایږو پرښتې په ژړا اوعرش لړزیدلی دی دیزیدانوپه وینو لړلوتوره دخوستي نازولي تنکې ماشوم چې داختر نویوکالیوته هوسیده له ګل نه نازک ستونی پرې شو په وینو کې لیتي پیتي شهیدي مورداخترنکریزي وچې اوسپیرې پاتې شوي دشهید پلارهغه هیلي چې دخپلونازولواولادونو،دوستانواوکلیوالوسره داخترورځې په مینه اوخوښۍ ولمانځي په وینوکې لاهوشوي اځتر محشراوګلالی خوست مې دکربلاډګرشولاڅه موده وړاندې دخوست شینکې پسرلی دورته ناورین اوویرجن ناتارپه لمبوکې وسیزیده نومیالي سپین ږیري ،ځوانان اوماشومان پخپلوسرووینوکې ولمبیدل کورپه کورماتم اودغمجنوساندوسوي،سوي کوکي پورته کیدې .

دریغه ! دریغه!  بیاهم دریغه چې درنه  غیرتمن پښتانه دڅومره نامرده رذیل اوپست دوښمن سره مخامخ دي هغه زبون اوکرغیړن شیطان چې په غلچکیولیونوسپیودبې ګناه مسلمانانوویني بهوي اودغیرت په سنګرکې داشرمیدلي اوتل رانسکورشوي تورلنګي ګیدړان د ډغرواوټنډوجنګولوتوان اوننګ نه لري لعنت!لعنت اوبیاهم په تاسوبې غیرتانولعنت چې دلیونیوسپیوپه روزنه اوداړنه ،نامردانه ګوزرارونه کوی هرهغه څوک چې داغیر انساني له کفره ډک عمل په سختواوکلکوټکو ونه غندي هغه به هیڅ مسلمان اوآن چې انسان نه وي.

 په پوره باور سره په داسې زړه بوږنوونکوخونړیوپیښوکې دپاکستان لعنتي او بې دینه څارګره اداره اودهغه بې وجدانه اووحشي لاس پوڅي لوی لاس لري اودا ستره اوبې ساري غمیزه اوټول وژنه په ټولوپښتنوسیموکې روانه ده اود دوی منحوسي اودوزخي شیطاني څیرې ټولوافغانانو اونړیوالوته په ډاګه دي.دویرجن خوست ټولومشرانو،کشرانواودیني عالمانواودغمجنوکورنیوټولوغړودوستانواوخپلوانوته د دغه خونړی غمجنې پیښې له کبله تسلیت وایم بې له شکه شهیدان جنتیان دي په جنت کې ورته لوړي درجې غواړم زموږوروڼه ټپیان دی الله تعا لی زرترزره جوړکړي امین یا رب العالمین.

بسم الله اکبري

۱۳/۷/۲۰۱هالینډ


نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button