خطرناکه لوبه

 

محمدالف فروتن

خطرناکه لوبه

په هیواد کی تیر دیارلس کاله یا په اصطلاح ددیموکراسی دراتلو وروسته دولسمشری دریم ځل انتخابات ترسره شول داچی دغو او تیرو دوو انتخاباتو که څه وشول ډیر ی هیوادوالو پخپلو سترګو ولیدل او هغه چی دپردی ترشاه ددی انتخاباتو دګډوډ ولو کی دچا لاس وو شاید هغو کسانو او کړیو ته ښه معلومات وی چی دغه انتخابات یی رهبری او یا په دقیقه توګه څیړل اویا ددی پروسی دتنظیم چاری ورپه غاړه وی

وروستیو انتخاباتو چی د۱۳۹۳ دحمل په شپاړسمه او یا دهغه وروسته ددویم پړاو انتخاباتو دولس په ذهن کی یو شمیر تشویشونه پیدا کړل ځکه انتخابات ګټونکی او بیلونکی لری خو کله چی دولسمشری ددویم پړاو انتخابات ترشول په نړی کی یوازینی هیواد افغانستان وو چی انتخاباتو یی ګټونکی اوبیلونکی ونه لره

دولس سره دا ویره ده اودا ویره یی پرځای هم ده چی خدای مه کړه دنړی استخباراتی سازمانونو داسی یوه اوږده پروژه پر لاره نه وی اچولی چی په ترڅ کی یی زمونږ ګران هیواد افغانستان په قوی سمتی او هذهبی فرقوی او دشمال اوجنوب په نومونو وویشی

ځکه وینو چی پدی اوسنیو وختونو کی دشمال او جنوب په نوم ډیری تبلیغات کیږی دنړی او سیمی استخباراتو ترټولو خظرناکه پروژه هم همدا کیدای شی چی مونږ په سمت وویشی او ددی لپاره پراخ تبلیغات وکړی او وروسته مو ورو ورو په همدی نومونو وویشی ځکه دنړی او استخباراتی شبکی ورو ورو خپلو شومو موخو ته رسیدل دورځی خبره نه بلکه کالونو کالونو ته اړتیا لری او مخکی له مخکی باید دوی یو څه نه بلکه ډیره زمینه سازی کړی وی

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چی دکالونو کالونو راهیسی پکښی ددوست او دښمن له لوری ددوستی او دښمنی په نوم لاس وهنی کیږی ددی لاس وهنو نتیجه افغانانو ته پرته له مرګ او ژوبلی بل څه ندی افغانانو ددی تپل شوی جګړی دروند قیمت دخپلو وینو په تویولو پری او لاهم ددی خونړی جګړی قمت پری کوی مونږ پدی پوهیږو چی ننی جګړه دافغانانو دویشلو لپاره دنړی اوسیمی استخباراتی شبکو له لاری رهبری او روانه کړی ده

خیر په هر صورت راځو اصل مطلب ته دلته یو څو پوښتنی دی چی تر اوسه ورته مناسب ځواب ندی ویل شو چی بایدور ته ځواب وویل شی او ځواب یی هم باید مسول چارواکی ورکړی

(۱)ولی دافغانستان وروستی ددویم پړاو ټاکنی دنندریو ډکی او دواړه انتخاباتی ټیمونه یعنی ګټونکی او بیلونکی ته پکښی پنځوس پنځوس واک تقیبم شو؟

(۲)که چیری واک په همدی ډول تقسیمیږی نو بیا انتخابات دڅه په خاطر ؟

(۳)که چیری څوک دانتخاباتو له لاری راځی نو بیا دواک ویش پنځوس پنځوس دڅه په خاطر؟

چی دا ډول انتخابات دنړی د انتخاباتو له اصل سره په ټکر کی ده او دانتخاباتو خلاف عمل دی

په شمال کی میشت اوسیدونکو ته دغو انتخاباتو داسی روحیه ورکړه چی دوی خپل مشران لکه داکتر عبدالله عبدالله او عطامحمد نور مشران وګڼی سره ددی چی همدغه مشران په شمال کی له دوستانو دښمانان هم ډیر لری خو دا ډول داذهانو مینځل او ولسونو ته دا ډول ذهنیت ورکول دڅه په معنې کیدای شی ؟

او داهم ویلی شو چی که چیری انتخابات ګټونکی او بیلونکی لری ولی په افغانستان کی دغه ټکی ته پام و نه شو؟

بل داچی که چیری واک په همدی ډول تقسیمیږی نو بیا انتخابات دڅه لپاره ؟

که چیری څوک دانتخاباتو له لاری راځی نو بیا پنځوس پنځوس دواک ویش دڅه په خاطر ؟

دداسی بی ځایه کړنو څخه معلومیږی چی تیر انتخابات یوه دهکه او بهانه وه خو اصل خبره دا کیداې شی چی دداسی نمایشی انتخابات دولس او هیواد دویش څخه بل څه کیدای شی ؟

په ډیر زیات احتمال سره ویلی شو چی دا ډول بی ځایه هلی ځلی په شمال کی پراتو افغانانو ته داسی روحیه ورکوی چی راتلونکی نسلونو ته وښایی چی تاسو همیش په واک کی پنځوس پنځوس پاتی شوی یی او دخپل حق دترلاسه کولو لپاره به هغوی په جګړو لاس پوری کوی چی دراتلونکی لپاره یوه خطر ناکه پروژه ده چی باید ورته توجه وشی

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button