خانشین له ارزښتونو ډکه خو له پامه غورځول سوې ولسوالي

سحرګل سحر

خانشین ولسوالي چي دهلمند ولایت یوه دریمه درجه ولسوالي ده د مرکز لښکرګاه ښار څخه جنوب اړخ ته په (۱۶۰) کیلو مترۍ کي پرته ده، دا ولسوالي ( ۷۴۱۴ ) کیلومتره مربع مساحت لري، دنفوسو شمېر یې د احصایې د ارقامو له مخي (۲۶۱۰۰) تنه ته رسیږي او د بحر له سطحي څخه (۶۵۰) متره لوړوالی لري، ددې ولسوالۍ شمال ته دمارجې ولسوالي، جنوب ته یې دیشو ولسوالي، ختیځ ته یې ګرمسېر ولسوالي او لویدیځ اړخ ته یې نیمروز ولایت سرحد لري.

خانشین ولسوالي د هلمند دسیند تر غاړه پرته ولسوالي ده چي ددې سیند څخه ډېر کانالونه ورته راجلا سوي دي او ددې ولسوالۍ ټولي کرهنیزي مځکي د همدې کانالونو له لاري خړوبیږي، تر ډېره حده د کښتونو پر برابر یې کرهینزو مځکو هم ښه نتیجه ورکړې ده چي ډېر غنم ، پنبه ، جواري ، او ماش پکښي کرل کیږي .

خانشین ولسوالي تر ( ۵۰) زیات کلي لري او بېلا بېل قومونه ژوند پکښي کوي، مشهور کلي یې دېوالک، قلعه نو، وزیر آباد، شوبیاري، شیشنګي، کالو کلا، ګیلان، تاغذ، ملخان، ناقلینو،  کوتل، سره کلا او خېر آباد دی، او خلک یې اکثره اسحاقزی، او بلوڅان دي.

مشهور شخصیتونه یې چي پېړۍ پېړۍ مخکي یې همدلته ژوند تېر کړی او نومونه یې پاته سوي دي دادي، خواجه ورغښت بابا، سید شیخ بابا، سید آدم جان آغا، ماران آغا، ملا خانک نیکه او ډېر نور قومي مشران .

ددې ترڅنګ د ( ۱۰ ) لسو په شاه خوا کي مشهوري کلاوي لري لکه دخانشین کلا چي د نادر افشار لخوا پر څلور جریبه مځکه جوړه سوې ده، همداسي د میرجان کلا،  د کالو کلا ، د غلامان کلا ، د ملک محمد خان کلا ، د ښوره کلا ، د زورنا کلا ، شنه کلا ، د سیدک کلا، د زربلخي کلا  او داسي نوري .

خانشین چي د کرهنیزو مځکو او ریګي سیمو سربېره غرونه هم لري چي مشهور غرونه یې لکه کوه سفید، ملک کوه، کوه رباط ، کوه ترشاب او کوه ګلچه دي او ددې ترڅنګ دوه پراخ دښتونه یې چي د رېګستان او مارګو په نامه مشهور دي هم لري .

او ددې ټولو سره سره خانشین ولسوالي نه یوازي دهلمند بلکي د ټول هیواد په کچه یوه له زیرمو او کانونو څخه ډکه ولسوالي ده، خانشین ولسوالي د کاني ذخایرو څخه یوه غني ولسوالي ده چي د اټکل له مخي پدې ولسوالۍ کي څلور ډوله ډبري شتون لري چي عبارت دي له ( یورانیمو ، مقناطیسو ، ایپاټیټو او کاربونیټو) ، ددغو کانونو ډبري او خواص په نړۍ کي ساری نلري او دهمدې معادن مثال بل په نړۍ کي نسته .

د هغو جیولوجیکي څېړنو په پایله کي چي په (۱۳۵۰)  لمریز کال د فرانسې له خوا په هلمند کي ترسره سوي د

یوراینومو زېرمي په خانشین ولسوالۍ کي ښکاره سوي دي چي په عین حال کي ددې ترڅنګ د ( بیرایټ ،

فلورایټ ، نفلین ، نیوبیم او تانتالیم ) مواد هم موجود دي.

له بل پلوه د امریکا دناسا ادارې د سروې له مخي په خاشین ولسوالي کي تقریباً ( ۱.۴ ) میلیونه متریک ټنه نیوبیم  او فسفر او د ( ۳.۵ ) متریک ټنو په اندازه یورانیم او توریم اټکل سوي دي .

ددې ولسوالۍ په پېژندل سوي نیوبیم هر ټن ډبره کي ( ۱.۴ ) کیلو ګرامه خالص یورانیم موجود دي او په خپله د نیوبیم په هر ټن ډبره کي ( ۳.۵ ) کیلو ګرامه نیوبیم خالص مواد سته دي .

همدارنګه په خانشین ولسوالۍ کي تر ( ۲۰ ) ځایونو په شاوخوا کي د روخام د ډبري کانونه تثبیت سوي دي او له څو شرکتونو سره یې قرارداد هم سوی دی، خو خپلسري کیندني لا اوس هم پکښي رواني دي .

خانشین ولسوالي څو کلونه مخکي د وسلوالو طالبانو په ولکه کي وه خو د څه باندي څلورو کلونو راپدېخوا د خانشین د ولس په همکارۍ د خانشین د ولسوالۍ پر ټولو سیمو باندي دولت حاکمیت لري چي اوس هم ددې ولسوالۍ خلک د دولت سره په هره برخه کي همکاره دي .

راځم دې ته چي څرنګه لازم وؤ چي دې ولسوالۍ ته باید کار سوی وای  دولت هیڅ پاملرنه نده ورته کړې،تر اوسه پوري د مرکز لښکرګاه څخه د خانشین تر ولسوالۍ پوري چي کوم ( ۱۶۰ ) کیلو متره غځېدلی سړک دی ندی جوړ سوی یعني خلک په ډېرو ستونزو کي تګ او راتګ پرکوي، ددې هر څه سره سره چي د ټوله هلمند حساب پر کیږي بیا هم دا دریمه درجه ولسوالي ده ، څرنګه چي په نورو ولسوالیو کي په تیرو کلونو کي پرمختیایي او د بیا رغوني کارونه ترسره سوي دي په خانشین ولسوالۍ کي ندي ترسره سوي، که یوڅه هم ترسره سوي وي هغه هم لاس پر لاس د مختلفو شرکتونو لخوا په ټیټ کیفیت ترسره سوي دي، چي دهغو له جملې څخه ځیني یې اوس د منځه تللي دي او پاته  نور یې د تلو په حال کي دي .

په زرګونو جریبه مځکي یې همداسي پاته دي چي په تېرو کلونو کي د جنګونو له امله یې ټول کانالونه ګډ وډ سوي دي چي دولت هیڅ توجه نده ورته کړې او یا دې ته ورته نوري ډیري هواري مځکي دي چي کانالونه نه لري او خلک یې کرلو ته لیوالتیا لري که چیري دغه کانالونه د دوهم ځل لپاره وکیندل سي یا نوي ورته جوړ سي، ډېر خلک به پر کار سي او ددې ترڅنګ ډېر حاصلات به ددې ولسوالۍ څخه په لاس راسي .

همداسي د پوهني په برخه کي خو هیڅ توجه نده ورته سوې، پدې ولسوالۍ کي ټول ټال ( ۱۰ ) ښوونځی دي چي دهغه له جملې څخه (۵) یې فعاله او (۵) نوري یې تړلي پاته دي چي د فعالو له جملې څخه یې (۱) لیسه او (۴) یې لومړنۍ ښوونځی دي ، زیاتره برخه یې اوس هم په خیمو کي درس وایي، ښوونځی یې امکانات نه لري، مېز، چوکۍ، قرطاسیه، کتابونه او استادان یې هم هغسي چي باید تجربه لرونکي وای نه دي .

څرنګه چي په هره برخه کي توجه نده ورته سوې همداسي د صحت برخه یې هم د پخوا پر حال پاته ده، د دولت لخوا هغسي کلینیک ندی ورته جوړ سوی یا هغسي ډاکټران ندي ورلیږل سوي څومره چي دخانشین ولسوالۍ ولس اړتیا ورته لري .

نو دهلمند ولایت محترم والي صیب او د مرکزي حکومت څخه مو احترامانه غوښتنه داده چي نوموړي ولسوالۍ ته څه توجه وکړي، هغه قیمتي شیان چي دا ولسوالي ورڅخه برخمنه ده د نړۍ ډېر هیوادونه یې په لوړ قیمت اخلي او همدا ولسوالي به وي چي د افغانستان نوم به په نړۍ کي وځلوي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button