حیواني غوړ د سږو د سرطان له اخته کیدو سره ارتباط لري

هغه خلک چې په زیاته اندازه مشبوع غور په ځانگړې توگه حیواني غوړ استعمالوي د هغو کسانو په پرتله چې د لږو مشبوع غوړو نه استفاده کوي د سږو په سرطان باندې د اخته کیدو استعداد لري.

کوچ، پنیر، پیروی، د پسه او غوا وازگې، د چرگ او فیلمرغ پوټکی د مشبوغ غوړو عمده منابع دي.

یوې نوې څیړنې ښودلې هغوی چې زیاته اندازه غوړ استعمالوي د هغو کسانو په پرتاه چې په خواړو کې یې د غورړ اندازه لږه وي، ۱۴ فیصده زیات د سږو په خبیث مرض باندې د اخته کیدو چانس لري.

په داسې حال کې چې د سږو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو د خطر د کموالي لار سگرت نه دودول او یا هم د سگرتو خوشې کول دي، د تنیسي ایالت د نشویل د پوهنتون استادې دانکسیا یو، چې په دې څیړنه کې یې همکاري کړې ده د رویترز اژانس ته ویلي دي چې “انډول غذایي رژیم هم کولای شي چې د سږو په سرطان باندې د اخته کیدو خطر راکم کړي”.

د میرمن یو، په وینا ددې څیړنې موندنې ښیي چې د مشبوغ غوړو د استعمال کموالی او د هغه پر ځای د غیر مشبوع غوړو مصرف، په ځانگړې توگه د هغو خلکو لپاره چې په سگرتو عادت دي او هغوی چې تازه یې سرگرت خوشې کړي دي نه یواځې د سږو د سرطان د کمیدو سبب کیږي بلکه د قلبي او رگونو د بندیدو د ناروغیو خطر هم راکموي.

په ورځنیو خواړو کې په نباتي غوړیو پخلی، د زړیو یا مغزیاتو استعمال، تازه میوه، لږ غوړ لرونکي لبنیات، حبوبات، غله دانه، ماهی او د چرگ غوښه ځای کول او د سرې غوښې، بورې او مالگې کمول د امریکا د متحده ایالاتو د طبي انجمنونو د سپارښتنو له مخې د مشبوغ غوړیو نه زیږنده روغتیایي زیانونه راکموي.

په نوې څیړنه کې چې د لسو نورو څیړنو د اطلاعاتو په بنسټ شوې د څه دپاسه ١،۴ میلیونو کسانو روغتیایي تاریخچې چې ١٩ زره یې د سږو په سرطان اخته وو، څیړل شوي دي. دا څیړنه په څه دپاسه نهه کلونو کې شوې ده.

دغه نوې څیړنه چې د متحده ایالاتو د سرطاني امراضو په ژورنال کې خپره شوې ده ښیي چې د مشبوغ غوړو پر ځای د نامشبوغ غړو پنځه فیصده په غذا کې ځای کول د سږو په خبیثو سرطانونو باندې د اخته کیدو خطر په پام وړ اندازه راکموي.

خو هیڅکله باید غوړي له غذا څخه ونه ایستل شي، ځکه د فنلند د ایسترن پوهنتون د عامه روغتیا د انستیتوت د څیړونکې اورسولا شواب، په وینا که دا کار وشي ددې امکان شته چې بد غذایي عادتونه – د خواړو نه د غوړو کامل ایستل – هم کیدای شي د هغې د مصرف په اندازه د سږو سرطان ته زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button