حسادت

سید عبید الله نادر
کال ۱۳۷۸پیښاور
حسادت
زړونه مو یو بل ته د حسادت او کیني څخه ډک دي .او په زړوڼو باندی مو د ملالت غبار ناست دی . دا ځکه چي په خپل نفس اعتماد نه لرو . په هغه آییني کې چی خپل ځان ګورو. نور هم په هغه آیينه کې ګورو . او دکیني د ساتلو له وجهي څخه په سینه کې مونږ ته یو راز تشویش او لنډه دا چي د لیونتوب مرض پیدا شوی . دا نه غواړو چي د مسولیتونو واګې بل ته په لاس ورشي .هرڅه د ځان دپاره غواړو . او ّهیڅ هم صحیح او سالم مصلحت په دي لاره کې نه منو .او په خپله باطله عقیده کلک ولاړ یو . په دي هم نه پو هیږو چي د ریا د پو ستیني لاندی، که هر څومره ځان پټوو نه پټیږو، او ځان مو ښکاري . ولي ددي دومره مصلحینو مشورې ته سر نه ایښودل ، دا روښانه کوی چي قدرت د شخصی غرض د پاره غواړو . که نه په حقیقت کې که دا درانه بارونه ، او دردونه د با احساسو خلکو په اوږو پریوزي .نو هغوی به په احسنه ټوګه دا بار تر منزله ورسوی . نو په دي کې ځای د بي اعتمادۍ یو بل ته نشته .مونږ هسي خپل زړونه او ضمیرونه په دي کې ستومانه کړي .ددي یواځینۍ علاج دا دی چي د خپل نفس اختیار او واګي په خپل لاس کړو . او یو وار د صمیمیت او اعتماد په دنیا کې یو تر بله غاړه غړۍ ورشو .او د خود ګذرۍ او ایثار څخه چي د بشر د ابتدا نه د پیغمبرانو ،اومصلحینو د تعلیم جز دی ، د هغي څخه کار واخلو او یو بل د لطف او مهربانۍ په غیږ کې ونیسو. دا به عین حال کې چي د اتحاد او اتفاق سبب او وسیله وګرځي نو د اغیارو د لاسوهني مخنیوۍ به هم وشي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button