جګړې ته زور ورکول په څه مانا؟

نویداحمد څرک

هسې هم له کومې ورځې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، طالبانو په دې ژمنه عمل نه دی کړی او همدا لامل دی چې طالبان د دوحې په تړون کې په سرغړونو تورن دي.

طالبانو یو څه باندې چې عمل کړی، هغه پر بهرنیو ځواکونو نه بریدونه دي او د دې لامل دا دی چې بهرني ځواکونه اوس له خپلو مرکزونو بیرون نه ګرځي چې طالبان پرې په برید کولو باندې وتوانیږي.

اوس تازه طالبانو خپلو وسله والو ته امر کړی چې وحشتونه او وینه تویدنه زیاته کړي او دې جګړې او تاوتریخوالي ته یې د دفاع نوم ورکړی دی.

طالبانو کلونه جګړه د اشغال ترنامه لاندې وکړه، لسګونه زره کسان یې قرباني کړل چې ګټه یې ایران، پاکستان او مسکو یوړه، خو اوس چې بهرني ځواکونه وتلي او لږه شميره یې پاتې دي، طالبانو جګړې ته د دفاع کلمه وکاروله.

په داسې حال کې چې افغانان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې د خلکو د مال، ځان او ناموس ساتنه کوي.

همدا دفاعي ځواکونه ده چې د ترهګرو پروړاندې جګړه کوي او د پنجاب لښکرو ته فرصت نه ورکوي چې کومه سیمه ونیسي او یا واکمني وکړي.

طالبانو ته کلونه افغان حکومت وړاندیزونه کوي چې اوربند وکړي، خو طالب له خپل عادت مجبور دی او تاوتریخوالی یې دوامداره ساتلی دي.

افغان ځواکونه د دوحې له تړون وروسته دفاعي حالت کې دي، خو طالبان دي چې هره سیمه کې پوستو او مرکزونو باندې بریدونه کوي، بیا دې وضعیت ته د دفاع نوم ورکوي او تاوتریخوالی یې نه بولي.

دا چې طالبانو تازه د جګړې د شدت اعلان وکړ، ښکاره ده او ټولو ته مالومه ده چې طالبانو کله جګړه درولې وه، د طالبانو چې هر څومره په توان پوره و، هغومره کار یې کړی دی او وینه یې توی کړې ده.

اوس افغانانو ته پکار دي چې د طالبانو پروړاندې صفونو کې له افغان ځواکونو سره ودریږي او دې وحشیانو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانانو لا ډيره وینه توی کړي او لا ډیر تاسیسات ړنګ کړي.

له طالب هسې هم بله تمه نه شي کیدلی، طالب په جګړه عادت دی، بل کوم کمال یې زده نه دی، له همدې درکه ځان او کورنۍ ته نفقه پيدا کوي او په دې اعمالو سره هره ورځ لسګونه کورونه ړنګوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button