جنګ که فساد

جنګ که فساد – فضل الحق نوری وردګ

له زیات وخت راهیسې مو هیواد هم جګړه ځپي او هم یې فساد. که چېرته واک او چوکۍ د نېکو خلکو په لاس کې وي, نو نه به مو په هیواد جګړه او نه وژنې. جنګ مو یوازې وژني او زموږ وینه جاري ساتي; خو فساد مو ریښې وچوي, نه مو وژني او نه هم ژوند کولای شو. انسانان الله تعالی د خپل عبادت لپاره پيدا کړي, چې د خپل خالق عبادت وکړي. تر انسانانو مخکې پيریانو په دې ځمکه ژوند کولو, د دوی د نیست او نابوده کېدو عمده دلیل دا وو, چې دوی په ځمکه فسق او فساد خپرولو او وینه یې تویوله. وروسته انسانان الله تعالی په ځمکه پيدا کړل او آدم علیه السلام یې له خاورې جوړ کړ. روان فساد په دې هیواد کې جګړه جاري ساتلې او ژوند ورکوي. څو ورځې مخکې له دفتر نه د کور په طرف تلم, چې لاره کې څو عسکرو له یوه څوان نه پيسې غوښتې, هغه ور نه کړې. عسکرو هم د ځوان په وهلو شروع وکړه, شېبه وروسته د سپينږیرو په مټ ځوان له عسکرو خلاص شو. زه هم کور ته راغلم, سبا چې له دفتره راتلم; نو لاره کې د هماغه عسکرو څخه د دوو جسدونه د سرک په غاړه پراته وو. لږ مخکې قمندان د هماغه ځوان جسد له پښو کشکولو, چې تېره ورځ ورڅخه پيسې اخیستل شوې وې او وهل شوی وو. قمندان هم په زوره زوره ویل, چې د پلانکۍ ډلې مردا مړی دا دی. که چېرته فساد نه وای شوی, موږ هم نه مړه کېدو او نه هم په یوه او بل نامه وژل کېدلو. که رشوت په زور نه وای اخیستل شوای; نو دا مړي به نه کېدل. جګړه هم هغه چا دلته راوستې, چې ته غذا ورکوونکي دي. افغانستان یوازې فساد خراب مړی, ځکه چې جنګ هم د فساد ثمره ده. که غواړو, چې جګړه ورکه کړو; نو موږ ته په کار ده, چې فساد ورک کړو او مخه یې ونیسو. تر جنګ مخکې موږ فساد په ادارو, ریاستونو, او وزارتونو کې زیات زیانمن کړي یو. هر څوک کوشش د دې کوي, چې ځان خان کړي. د پيسو د لاسته راوړنې لپاره فساد ته مخه کوي; نو همدا علت دی, چې جنګ روان دی او بې ساه ژوند کوو.

پای

فضل الحق نوری وردګ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button