جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology

آنتن پریکونکی یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکی آلی څخه ده چی د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږی، دا سیستم د مقابل لوری سیستم په یوډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کی د ګډوډی رامنځته کولو سبب ګرځی. د دی لپاره چی جمر په سمه توګه کار وکړی لومړی اړینه ده د خپلی فریکونسی اندازه په سمه توګه وټاکۍ او وروسته د مقابل لوری سیستم سګنال محدودی مطابق خپله فریکونسی په قوی توګه خپره کړی. د بیلګی په ډول که تاسو د ګرځنده (موبایل) آنتن قطع کولو اراده لری نو ستاسی د پارازیت ایجادولو ماخذ اړینه ده په یوه مشخص وخت ( د څو میلی ثانیو په درشل کی ) وکولای شی په سیمه کی د موبایل شته آنتن سګنال څخه په لوړ فرکانس کی ګډوډې (اختلال) منځته راوړی.جمر (Jammer) تکنالوژي څه ته وایی؟

جمرونه یا پارازیت خپرونکی ټکنالوژي له ډیره وخت څخه د بیلابیلو مقاصدو لپاره کارول کیږی، اخلال یا بلاک کونکې له پخوا د بریښنایی جګړو یوه برخه شمیرل کیږی. د جمر دستګاه په دوه لویو برخو ویشلی شو:

1.   نظامی جمرونه  Military Jammer

2.   سوداګریز جمرونه Commercial Jammer

نظامی جمرونه: له هغو جمرونه څخه عبارت دی چی د نظامی وسایلو په ډول په خاصو شرایطو کی تولید او کارول کیږی چی د بیلابیلو پارامترونو او ستندردونو لرونکی دی دا جمرونه په خاصو لوړه سطحه عملیاتو یا هم ساده عملیاتو کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی چی له سوداګریزو  جمرونو سره ډیر توپیر لری، دا جمرونه د تودوخی ترټولو لوړی یا یخنی ترټولو ټیټی سطحی کی د کارولو وړ دی او په لندو (نم لرونکی) شرایطو کی هم د کارونی وړتیا لری. نظامی جمرونه د بیلابیلو مقاصدو لپاره کارول کیږی چی لاندی ورته لنډه کتنه کوو:

جمر (Jammer) تکنالوژي څه ته وایی؟

1.   د بیسیم اړیکو باند مسدود کونکی چی په پرمختللی بڼه د Adjust کولو وړ دی په مختلفه ماموریتونو کی د یوه یا څو لاسی (منوال) بیسیم چینلونو (کانالونو) مسدود کولوو وړتیا لری. دا جمرونه د مقابل لوری نه سیم لرونکې (بیسیم) باند فرکانس د موج په ډول له یوډول فرکانس موج ایجادولو سره له فعالو (اکټیو) فیلترونو څخه په ګټه اخیستنی دا امکان رامنځته کوی چی خپل مربوطه ځینی چینلونه په همدی حالت کی هم د کار کولو وړتیا ولری او کولای شې پاتی نور چینلونه د پارازیت له خپرولو سره له کار څخه وغورځوی.

په رادار لرونکو نښلونکو (بانډونو) کی نظامي جمرونه

2.   د لیږد رالیږد وړ جمرونه چی د ګرځنده (موبایل) آنتن څپی په موقت ډول په ځانګړی سیمه کی پری کوی د بیلګی په ډول د یوه زندانی کس د لیږد لپاره چی کیدای شی د لاری په اوږدو کی وتښتول شی یا ووژل شی د لیږد مسولین د لاری په اوږدو کی هغه جمرونه فعالوی ترڅو د ګرځنده اړیکو لپاره په سیمه کی پرازیت خپور کړی او په سیمه کی د شته ګرځنده اړیکو امواج اخلال کړی. دا ډول جمرونه په معمول ډول نقلیه وسایطو کی ځای پرځای شوی وی د دی جمرونو مختل کونکی پرازیتی امواج د ۳۶۰ درجو زاویه تر پوښښ لاندی راولی. د دی ډول تکنالوژيکې وسایطو کارول دا چی په عموم کی یوه ساحه تر پوښښ لاندی لرلی شی نو اړینه ده چی د کارونې پر وخت او کارونکی مرجع له رسمی مراجعو څخه د کارونی مجوز یا سند ترلاسه کړی وی. د ګرځنده (موبایل) مختل کونکي جمرونه په ثابت ډول د آنتن پری کولو یوه ټاکلې اندازه هم لری، د بیلګی په ډول نظامی مهمی سیمی یادولی شو، په نظامی ساحو کی د دی تجهیزاتو نصب یو ځانګړی علت لرلي شی، د بیلګی په ډول یوه تروریستی ډله په دی کوښښ کی ده چی یوه نظامی قرارګاه له لری واټن څخه د ګرځنده (موبایل) کارولو سره په عیار شوی ماین والوزوی په دی وخت کی جمر ډیر اړین ده چی د خپل پرازیت په خپرولو سره د ګرځنده آنتن څپی وځپی ځکه د جمر په فعالولو سره د ترهګرو ګرځنده نور نشی کولای له ځای پرځای شوی ماین سره اړیکه ټینګه کړی، که د هغه ماین له الوزولو وروسته پایلې ته فکر وکړی نو اوس به د جمر ټکنالوژي په قدر پوره پوه شوی اوسی.

د لیږد رالیږد وړ جمرونه چی د ګرځنده (موبایل) آنتن څپی په موقت ډول په ځانګړی سیمه کی پری کوی

3.   په رادار لرونکو نښلونکو (بانډونو) کی نظامي جمرونه: دا آنتن اخلالونکي جمرونه د بیلابیلو آنتنونو ګډوډولو لپاره له بیلابیلو فریکونسیو سره جوړ شوی دی په بریښنایی جګړه کی هغه ډول چی له نوم څخه یی څرګندیږی د یوه رادار د ګډوډولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږی. کیدای شی پوه یاست چی یو رادار د خپل هدف لپاره په بیا بیاځلی د خپل پوښښ سیمی ته په دوامداره توګه سګنالونه لیږی، که په ځانګړی سیمه کی کوم هدف شتون ولری له رادار څخه لیږل شوی د معلوماتو غوښتونکی پاکټ د سګنال په څپو کې هدف ته رسیږی او بیا ځلی بیرته رادار ته ستنیږی او په دوامدار ډول دغه پروسه روانه وی، رادار د راستانه شوی سګنال څخه په ګټه اخیستنی خپل هدف مشخص او تعقیبوی یی، اوس فکر وکړی چی په دی سیمه کی ځای پرځای شوی جمر په روښانه کولو سره د نوموړی رادار ورستنیدونکی فریکونسی کی په تکراری ډول د خپل اخلالونکی سګنالونو په ورلیږلو پیل کوی په یقین سره چی رادار له پرله پسی تکراری اخلالونکی سګنال موجونو په ترلاسه کولو سره له خپل مسیر څخه بهر کیږی او نور په منظم ډول نشی کولی خپل فعالیت ته دوام ورکړی.

جمر (Jammer) تکنالوژي څه ته وایی؟

4.   لری واټن څخه د امواجو مختل کونکی جمر: دا جمرونه د خپل پراخ رادیویی پوښښ له کبله ځانګړی کارونه لری، د بیلګی په توګه یوه بی پیلوټه الوتکه یوی ممنوعه سیمی ته ورننوځی، کیدای شی لومړنی فکر چی د دی صحنی په لیدلو سره ستاسی ذهن ته راځی هغه د الوتکی ویشتل او غورځول وی خو ترټولو غوره لار د نوموړی الوتکی هغه سګنال قطعه کول دی چی له خپل ماخذ سره یی پالی، په دی وخت کی د بریښنایی جګړی فنی ټیم لومړنی کوښښ به دا وی ترڅو د الوتکی ارتباطی موجونه د هغی له ماخذ سره قطع کړل شی او کنټرول یی په خپل لاس کی واخلی او په محفوظ ډول ناستی ته اړ کړل شی.

لری واټن څخه د امواجو مختل کونکی جمر: دا جمرونه د خپل پراخ رادیویی پوښښ له کبله ځانګړی کارونه لری، د بیلګی په توګه یوه بی پیلوټه الوتکه یوی ممنوعه سیمی ته ورننوځی

5.   د راکټی حملو مخنیوی دفاعی جمر: ځینی ځیرک راکټونه چی له مخکی د هدف سیمه ورته مشخصه شوی وی د GPS سیستم په مرسته توغول کیږی او هدف ته تر رسیدلو تعقیب لاندی وی دا سیستم راکټ ته دا ځانګړتیا ورکوی ترڅو هدف ته د رسیدلو په لار کی په خپل ځان کی د مشخصه نصب شوی موتور په ذریعه خپل د تګ مسیر اصلاح کړی، دفاعی سیستم په لومړی سر کی توغول شوی راکټ GPS سیستم سگنالونه قطع یا ګډوډی چی ورسره راکټ خپل سری (ډانګیې) کیږی او وروسته بیا ویشتل کیږی.

د راکټی حملو مخنیوی دفاعی جمر: ځینی ځیرک راکټونه چی له مخکی د هدف سیمه ورته مشخصه شوی وی د GPS سیستم په مرسته توغول کیږی

 

۲. سوداګریز جمر

اخلالونکی سوداګریز جمرونه هغه تجهیزات دی چی سوداګریزو موخو لپاره په سوداګریزو ستندردونو سمبال طراحی او جوړ شوی دی، دا جمرونه له نظامی جمرونو سره ډیر توپیر لری چی کولای شو د هغو په پرتله یی لږ ټیټ کیفیت لرونکی توکی وشمارو. خو دا چی پراخه کارونه لری په بیلابیلو فریکونسی لرونکو باندونو کی تولیدیږی چی ترټولو ډیر کاریدونکو جمرونو ته به یی کتنه ولرو:

اخلالونکی سوداګریز جمرونه هغه تجهیزات دی چی سوداګریزو موخو لپاره په سوداګریزو ستندردونو سمبال طراحی او جوړ شوی دی،

1.   ګرځنده اخلالونکی یا Jammer Mobile Phone : هغه ډول چی له نوم څخه یی څرګندیږی په یوې مشخصه سیمه کی د اړیکو پریکولو په موخه کارول کیږی دا ډول جمر د ګرځنده بیلابیل بانډونه لکه 5G, 4G, 3G, 2G, CDMA, GSM تر پوښښ لاندی راوستلی شي چی له همدی هر یو یی د کارونکی ګرځنده لپاره لیږونکی او اخیستونکی موجی لرونکی څپی  لری. دی جمر ته کورنی ګرځنده اخلالونکی هم ویل کیږی د بیلګی په ډول فرض وکړی تاسو یوه تولیدی کمپنې له ډیرو کارکونکو (پرسونل) سره لری، د کارکونکو څارنه، ساتنه او کار ستاسی له زیرکتیا او ښه مدیریت سره تړاو لری په کاری ماحول او وخت کی د کارونکو لخوا له ګرځنده زیرک یا عادی تلیفونونو کارول په کار او تولید منفی اغیزه لرل شی، نو د یوه سوداګریز جمر په پیرلو او ځای پرځای کولو سره د خپل خوښی وړ ځای کی کولای شی د هغو حوادثو او منفی اغیزو مخنیوی وکړی او د خپلی کمپنې کارکونکو ګرځنده له فعالیت څخه وغورځوی چی کیدای شی ورسره د رسمیاتو په اوږدو کی له ستونزو سره لاس او ګریوان شي. یوازی دومره باید پام وکړی چی د جمر په ټاکلو او پیرلو کی له اړتیا سره سم جنس واخیستل شی.

ګرځنده اخلالونکی یا Jammer Mobile Phone : هغه ډول چی له نوم څخه یی څرګندیږی په یوې مشخصه سیمه کی د اړیکو پریکولو په موخه کارول کیږی دا ډول جمر د ګرځنده بیلابیل بانډونه لکه 5G, 4G, 3G, 2G, CDMA, GSM

دا ډول جمرونه په فابریکو، لویو جیمونو، مغازو، د کنفرانس سالونونو، مساجدو او بیلابیلو ورته سیمو کی د کارونی وړ دی.

2.   د GPS موجونو اخلالونکی: دا اخلالونکی جمرونه د نقلیه وسایطو د نه تعقیب په موخه په وسایطو کی ځای پرځای کیږی.

3.   د سپوږمکی (سټلایت) چینلونو (کانالونو) امواجو اخلالونکی جمرونه چی په سګنال کی یی ګډوډی (اختلال) رامنځته کوی.

 سپوږمکی (سټلایت) چینلونو (کانالونو) امواجو اخلالونکی جمرونه چی په سګنال کی یی ګډوډی (اختلال) رامنځته کوی.

که مو لوستل شوی لیکنه خوښه شوی وی یا کوم نظر لری نو مونږ سره یی شریک کړی.

 
نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button