جار سم !

طنز
محمود نظري

جار سم !

لومړی برخه

د داسې متفکر او پوه خان بادر جار سم
چې هم سپور وي هم پياده وي هم په هوا

دداسې طاقتور ډانګ لکۍ مشر جار سم
چې هم غرتک وي هم مړتک وي هم بینوا

دداسې خیالور اجراییه رییس جار سم
چی هم چنجی وي هم کمپنی وي هم لاروا

دداسي کاغذ پیچه اجراییه رییس جار سم
چې هم فیشني وي هم موډي وي هم بې حیا

دداسې پلنه خړیته پزه وزیر صیب جار سم
چې نه مسلکي و ي نه ښایسته وي نه خوش اروا

دداسې بختور مصلحتي وزیر جار سم
چې هم ټټاوڼ وي هم پسکاوڼ وي هم الی دودا

دداسې ښکرور دوحدت مرلۍ وزیر جارسم
چې هم یې چړپا وي هم یې ترپا وي هم تڼا

دداسې لوی ښانګور والي جار سم
خپله د باروتو ډک وي تش یې توپک وي هم وارخطا

دداسي نسور بزرګوار مشاورجار سم
چې هم کوڼ وي هم غوڼی وي هم بټا

دداسې سږمور لوغړن مامور جار سم
چې هم پوه وي هم مسلکي وي هم الپي الا

دداسې لکیور دشورا وکیل جارسم
چې هم حجونه کوي هم جنجالونه کوي هم ترغا

دداسې غاښورشخصي پولیس جار سم
چې هم غل وي هم یې مل وي هم بړوا

دداسي هډور ولسوال جارسم
چې هم چرسي وي هم تریاکي وي هم ماما

دداسې ډانګور سیاسي ګوندمشر جار سم
چې هم وطن پلورنکی وي هم ناموس پلورنکی وي هم شوبا

دداسې غټباز پوخ سیاستخور جار سم
چې هم اپوزیسیون وي هم یې ګډون وي هم ژړا

دداسې ځګر ورمسلکي مامور جار سم
چې امر ته کله شاطر وي کله قاطر وي کله بلې آغا

دداسې غمور اساسي قانون جار سم
چې پکښې هم غل هم خاین هم جاسوس وي ماسېوا

دداسې اوږه ور اساسي قانون جار سم
چې په کې بیګناه وي، هم غاصب هم اختلاسګر هم ناروا

دداسې قانوني ناقانونه نظام جار سم
چې مشران یې هم لچکان وي هم ډانګیان وي هم ناروا

دداسې اساسي ډیموکراسي جار سم
وطن هم لاندې سوی وي هم پلورل سوی وي هم غلا

بیا هم دداسي ډیموکراسي جار سم
چې د خلکو دښمن په کښې هم رهبر وي هم مخبر وي هم آغا

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button